وروستي

افغانستان؛ د نشه‌یی توکو کښت، قاچاق او د سي آی اې لوبې!

Welcome to Quransunnat.com Website افغانستان؛ د نشه‌یی توکو کښت، قاچاق او د سي آی اې لوبې!

افغانستان؛ د نشه‌یی توکو کښت، قاچاق او د سي آی اې لوبې

احمدضیاء رحیمزی

د ګلوبل ریسرچ په نامه د یوې لویدیزې څېړنیزې موسسې نوې څېړنه چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د مخدره توکیو په کښت او قاچاق کې دلته د مېشتو امریکایي او لویدیزوالو پوځي ځواکونو ښکېلتیا په ډاګه کوي، هغه وخت را برسېره شوه چې تېره اونۍ په وارسا کې د ناټو سازمان د غړیو هېوادو په سرمشریزه ناسته کې دغه سازمان او د امریکا متحده ایالتو حکومت په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د بیا پیل او غزولو پرېکړه وکړه

ګلوبل ریسرچ په خپلې دغې نوې څېړنه کې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د کانګرس د سرمفتش “جان سوپکو” له قوله وايي چې د افغانستان پر شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه زمکه کرل کيدونکي کوکنار د امریکا استخباراتی ادارې (سي آی اې) ته دا فرصت په لاس ورکوي تر څو د نشه‌يي توکو د غیر قانوني قاچاق له لارې د ترلاسه شویو نغدو پیسو له لارې خپل پټ پوځي او استخباراتي عملیات پرمخ بوځي او د افغانستان د ګاونډیو هېوادو، لکه چین، ایران او روسیې پر لور د نشه يي توکو د تجارت لویه لاره بېرته پرانیزي

ګلوبل ریسرچ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره تړلی بولي او وایي چې اروپا او نورو هېوادونو ته نشه يي توکي وسله وال طالبان نه، بلکې په الوتکو او بېړیو کې لېږدول کېږي

که څه هم تر دې وړاندې ډیرو لویدیزوالو آزادو شنونکو او روسي چارواکو په وار وار په افغانستان کې پر مېشتو نړیوالو ځواکونو دا تور پورې کړی ؤ چې دوی په افغانستان کې د نشه‌یی توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري او له افغانستان څخه یې روسیې او د روسیې په ګاونډ کې د منځنۍ آسیا هېوادنو ته د امریکایي او ناټو ځواکونو په مرسته د نشه‌یی توکو د قاچاق په اړه خپله اندېښنه ښودلی وه، خو دا ځل چې ګلوبل ریسرچ څه خپاره کړې، تر پخوانیو اندېښنو ور ها خوا، د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکایي سر مفتش جان سوپکو له قوله، هغه نادرو ټکو ته اشاره کړې چې شاید تر اوسه به د کمو وګړو ورته پام شوی وي

په افغانستان کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د تپل شوې جګړې د لمبو د پراخېدو تر څنګ، هر کال د کوکنارو د کرکیلې او قاچاقو هغه پراخیدونکې کچه چې په خپله لویدیزوالې څېړنیزې ادارې یې خپروي او بیا افغانان او افغان دولت د کوکنارو د کښت او قاچاق په نه مخنیوي ګرموي، هغه تریخ واقعیت دی چې د ورته نورو ترخو واقعیتونو تر څنګ د خوارو او ځپل شویو افغانانو بد مرغي او توره ورځ په ډاګه کوي

ددې ډول شمیرو تر څنګ بیا چې کله د نشې په لعنت د اخته افغانانو شمېرې او احصایي هم خپرې شي او یوازې د پلازمېنې کابل په واټونو کې پر دغه لعنت او د پردیو پر دغه شوم سوغات د اخته افغان زلمیانو ژېړ، الوتي رنګونه او د انسانیت له پولې کډه کړی وضعیت سړی وګوري، نو له ورایه ښکاري چې دا د افغانانو د خراب قسمت تر څنګ د لویو لاسونو د هغې لوبې یوه برخه ده چې خوار افغان ولس یې په لوی لاس پرې اړولی دی

ګلوبل ریسرچ څېړنیزه اداره د امریکایي سرمفتش جان سوپکو سره د ترسره شوې مرکې پر بنسټ لیکی چې تر څو په افغانستان کې د امریکا حضور موجود وي، د نشه‌یې توکو کاروبار به هم موجود وي او پوښتي چې هغه الوتکې او بېړۍ، چې له افغانستان نه شاوخوا ۹۰ په سلو کې نشه‌یي توکي د نړۍ نورو سیمو ته قاچاق کوي، د چا تر واک لاندې دي؟ ښکاره ده، چې دا وسایل د امریکایانو په لاس کې دي نه د طالبانو تر واک لاندې

اوس نو ښه په ډاګه شوه چې امریکایي استخباراتي کړۍ او په افغانستان کې مېشت د دوی پوځیان چې په ظاهره دلته له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه زمونږ پر اوږو را سپاره دي، ددې هېواد او ولس لپاره څومره ارزښتناک دي؟

د جان سوپکو له خولې د ګلوبل ریسرچ نوی خپور شوی راپور که په افغانستان کې د سې آی اې د کړغېړنو جاسوسي فعالیتونو یوه بېلګه په ډاګه کوي، نو تر څنګ یې ځيني هغو نورو حقایقو ته هم سړی متوجه کوي او دا سوچ او نظریه لا نوره هم پخوي چې زمونږ په هېواد کې روانه تپل شوې جګړه، د هغو سترو سیمه‌ییزو او نړیوالو استخباراتي لوبو یوه برخه ده چې زمونږ په چم او ګاونډ کې روانې دي او متاسفانه قربانیان یې اکثره زمونږ د عام ولس وګړي دي او بس

طبیعی ده چې کله د سي آی اې اداره د جګړې مصارف زمونږ پر خپلو زمکو د کرل کېدونکو نشه‌یی توکو او کوکنارو له پیسو څخه پوره کوي، نو زمونږ نور ګاونډیان او د تېرو پنځلسو کلونو په دغه ناروا لوبه کې ورسره شریک هېوادونه هم پکې خپله برخه او ونډه لري، خو دا چې نن د امریکا سیاست بدلون موندلی او په کابل کې د واشنګتن د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد او د امریکا په سنا مجلس کې د پوځي چارو کمیټې، له دغه هېواد سره د مخالفت بدله سر کړې ده، دا هم امکان لري د یوې اوږدې لوبې په ترڅ کې د تمثیل د صحنې د بدلون، یوه برخه وي چې اصلي موخې به یې شاید وروسته را په ډاګه شي

اوس که یوې خواته څرګنده ده چې د افغانستان د جګړې اور ته د لمن وهلو او پر افغان خاوره د کرل شویو کوکنارو له قاچاق څخه د جګړې د آسانو د چاغولو دغه شومه او مرداره لوبه به متاسفانه -لکه څه ډول چې د ګلوبل ریسرچ په وروستي راپور کې څرګندېږي- تر هغو روانه وي چې دلته له تر هګرۍ سره د مبارزې په نامه د امریکا او نورو لویدیز هېوادو پوځیان شتون ولري، نو بل اړخ ته د ګلوبل ریسرچ د همدې څېړنیز راپور د خپرېدو په درشل کې په وارسا کې جوړې شوې د ناټو سازمان سرمشریزې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د شتون د دوام پرېکړه هم وکړه

په دې توګه ګورو چې زمونږ لانجې او کړاوونه لا هم دوام لري، لا هم دلته باید له تپل شوې جګړې سره خپلې ملي مبارزې ته یوازې د خپلو مټو او خپلو جیبونو په زور دوام ورکړو او باید د خوار او جګړه ځپلي افغان ولس هر وګړی په دې پوهه شي چې ددې بد مرغه جګړې اور چې دده خونه او کورنۍ یې تالان کړه، ګټه یې په څه ډول او چا ترلاسه کړه او که دا لمبې مړې نه‌کړای شي، د لا وروسته زیانونو بار به یې د چا اوږې درنوي؟

همدا رنګه دا چې د افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې دلته د امریکایانو او ناټو پوځیانو کړغېړن شتون، په دغه هېواد کې د تپل شوې کورورانونکې جګړې د اور پر تازه ساتلو سر بېره نور څه ګلان کرلې او ولې اوس ورور ورو یو په بل پسې دغه ګلان را ټوکېږي او د افغانانو او آزادو نړیوالو د پاملرنې وړ ګرځي، په خپل ځای د ځوابولو وړ پوښتنې دي، خو دا چې دې پوښتنو ته به بالاخره څوک او په څه ډول ځواب وایې لا هم څرګنده نه‌ده

کیدای شي د آزادې نړۍ بې پرې تاریخ لیکونکي او د ژوندیو ولسونو وګړي، ددې ډول پرله پسې ګلانو تر راټوکېدو وروسته نور هوښیار شي او خپل حکومتونه دې ته اړ باسي چې نور د افغانانو په شان د خوارو او مظلومو ولسونو د وینو له زبېښلو لاس واخلي، خو دا بیا هم نه‌ده څرګنده چې آیا په خپله افغانان به بالاخره پردې پوی شي چې دوی د چا په مخ کې او د کومې بیې په پرې کولو سره خپل ځان، اولاد او کور او شتمني برباد کړې ده او لا هم لګیا دې د بې خبرۍ په یوه ویده عالم کې خپلو همدغه کړنو ته دوام ورکوي؟

 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*