وروستي

د بې دینه او مسلمانې نرسې ترمنځ جالبه مناقشه

Welcome to Quransunnat.com Website د بې دینه او مسلمانې نرسې ترمنځ جالبه مناقشه

د بې دینه او مسلمانې نرسې ترمنځ جالبه مناقشه

یو ځل یو بی دینه (سیکولر) ورور د اپنډکس په ناروغي اخته شو چې د خیټې سخت درد له امله ورته ډاکټر د خیټې عمليات ولیکه
د عمليات نه مخکښې د مولوي الرازي لخوا کشف شوې طریقې مطابق یې دغه بی دینه ته بیهوشي ورکړه، بیا یې عمليات چې په کومه وسایلو وشو، د مولوي ابوالقاسم الزهروي لخوا څوسوه کاله مخکې کشف شوي وه
بیا د همدې ابوالقاسم د جراحی الاتو په ذریعه زخمونو ته کوکونه ورکړل، بیا د مولوی ابن سینا لخوا ایجاد شوي معرفی شوی سیرم ورته تیر کړ، وروسته ورته په همدې سیرم کې د ترکي مولوي لخوا ایجاد شوي دوا او د مولوی یعقوب الکندي سرنج کې واچول شوه او بیا سیرم کې ګډه شوه ترڅو مریض جوړ شيMuslim-Doctor-Check
دا بی دینه شخص چې کله په هوش راغی نو د ډیر سخت درد احساس یې وکړ، په ژړا شو، د ژړا اوریدلو سره یو نرسه په منډه راغله او ورته یې پین کیلر (د درد ګولۍ) خوړلو وویل
دې لیبرال ورته وويل: خورې دا ګولۍ ، چې خېټې ته لاړه شي هلته بیا څنګه کېږي؟
هغې ورته وويل: خفه کیږه مه هلته حلیږي
لیبرال: څه ښکلې ایجاد دی، ټول انسانیت ددې کشف قرضدار دي
نرسه: وو دا د ابوالقاسم الزهروي لخوا کشف شوی

لبرل: بی کاره مسلمانانو، دا هم څه د ایجاد شی دی، جاهلو عربو، غربیان مریخ ته وختل او تاسې په یو کپسول ګولۍ کې نښتي یئ

ﻧﺮﺱ: ښاغليه! دا خو څو سوه کاله دمخه هغه وخت کشف شوې چې غربیانو به غسل ته کفر وایه

لبرل د لږ فکر وروسته: ښه ښه ته اوس د مولایانو وکالت پریږده، زما فامیل به ماته لیپ ټاپ پریښې وي هغه راته راوړه.
نرسې د لپ ټاپ ورکولو پرمهال ورته وویل: کمپیوتر کې الجبر استعمال شوې چې مولوی موسی کشف کړی او د کمپیوټر ګیجټس کې اساسي کار د بایوس دی چې الخوارزمي کشف کړی، حقیقت خو دا دی چې د حساب ماشین، موبایل یا کمپیوټر دا ټول د مولوی لخوا کشف شوي
لیبرال په غوصه شو او ورته یې وویل: لدې ځایه ورکه شه!
کله چې نرسه لاړه نو دغه لیبرال خپل فیس بوک خلاص کړ او په خپل فیس بوک کې یې ولیکل: په عصري نړۍ او ساینس کې د مسلمانانو برخه په صفر کې ضرب ده
د پوسټ کولو وروسته سمدستي ورته کمینټ راغی چې دا صفر هم مولوی موسی الخوارزمی کشف کړی
نو لیبرال ورته ولیکل: جاهلو، ناپوهو له مخې مې ورک شئ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*