وروستي

د خپلو تولیدات په اخیستلو سره، ملي اقتصاد پیاوړی کړئ

Welcome to Quransunnat.com Website د خپلو تولیدات په اخیستلو سره، ملي اقتصاد پیاوړی کړئ!!

د خپلو تولیدات په اخیستلو سره، ملي اقتصاد پیاوړی کړئ

مونږ پر دې ډاده یو چې جمعیت اصلاح له هر چا سره وطن ته د خير او فلاح په مينه او د هغه د آزادۍ او پرمختګ لپاره مبارزه کې يو ځای او ملګري دی او هر هغه څوک تاييدوي او ورسره کار کوي چې په اخلاص سره د وطن د آبادۍ او د ملت د سوکالۍ له‌پاره هلې ځلې کوي

زمونږ ټول فعالیت د افغانستان د دردیدلي ولس لپاره دی، مونږ د هغوی د عقیدې او ارزښتونو د ساتلو له‌پاره هڅې کوو، د هغوی د ملي وحدت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوو، د کلتور د بډایه کولو په موخه رسنۍ او خپرونې لرو او هغوی د پوهې او سواد د کچې لوړولو په موخه ښوونځي او مدرسې لرو، د هغوی د روغتیا او صحت پاللو په موخه کلینیکونه او روغتونونه جوړوو، د غریبو او نادارو خوار حالت ته هم پام کوو، له شتمنو او مالدارو نه یې ټولوو او په نادارو او غریبو یې ویشو، مونږ په هیواد کې د افغانانو ترمینځ د جګړې اودرېدلو او د حقیقي سولې لپاره هلې ځلې کوو، د دې هیواد علماء سره یو کوو او هغوی په ګډ او واحد نظر متحد کوو او په‌دې توګه د هیواد والو ترمینځ د یووالي او دین او وطن سره د مېنې جذبه او احساس پیاوړی کوو

جمعیت اصلاح له وطني او ملي قضایاوو سره له نږدې تماس لري، او ولې به یې نه‌لري، د یوه هیواد شموله ملي او اسلامي جریان په توګه چې د ملت له متن نه راټوکیدلی او د ملت په غیږ کې را لوی شوی او د ملت په ملاتړ او مرسته یې پالنه شوې ده او د ګران هیواد په دښتو او میرو، دیرو او سردرو کې یې خاپوړې کړې او د ګران وطن له اوبو او هوا نه یې ګټه پورته کړې ده، نو ملت او وطن دواړه پرې حق لري چې خدمت یې وکړي او په قضایاوو کې یې په پوره توجه او جذبې سره فعال و اوسي

جمعیت اصلاح هر کال د ملي قضایاوو په اړه اوونیز کمپاینونه درلودلي دي، کله یې د دیني او ملي ارزښتونو د ملاتړ په موخه ملت بیدار کړی او کله یې د هراړخیز فساد خلاف منډې ترړې کړې دي، کله یې د جګړې د توقف او سولې د ټینګښت په موخه په ټولو افغاني لوریو غږ کړی دی او کله یې بیا د رشوت او اداري فساد خلاف غږ پورته کړی دی، لنډه دا چې د هرې بدې پدیدې خلاف او د هر ستایل شوي او ګتور کار په ملاتړ یې افغانان هڅولي دې

په ۱۳۹۵ ل کال کې یې هم د اسد (زمري) میاشت دې ته ځانګړې کړې ده چې افغانستان له یوې سترې بدمرغۍ نه چې د جګړه‌ایز حالت زیږنده ده، وباسي او هغه دا چې افغانستان په ډیره پراخه کچه یو مصرفي او له بهر نه پر واردوونکو توکو ولاړ هیواد دی، زمونږ ملت د ژوند په هره برخه کې بهر ته ګوري، له بهر نه وارد شوي توکي اخلي، د ناروغتیا په صورت کې بهر ته ځي، نو په‌دې صورت کې زمونږ له هیواد نه په پراخه پیمانه پیسې او پانګې بهر ته روانې دي، چې دا د هیواد پر اقتصاد ډیرې ناوړې اغیزې لري، همدا راز په ځینو ولایتونو کې تجارتي راکړه ورکړه د افغانۍ پرځای پر ایراني تومن او پاکستانۍ کلداره روانه ده، تر دې چې په کابل کې هم اکثره ډالر کارول کېږي چې دا هم د افغانۍ حیثیت او ارزښت ټیتوي او ملي اقتصاد ته صدمه رسوي

نو جمعیت اصلاح ټول افغانان دې ته رابولي چې د وطن د اقتصاد د بډایه کولو په موخه له داخلي تولیداتو ګټه واخلي، سوداګر او پانګوال مو له یوه پلوه د بهر نه د واردولو پر ځای د هیواد دننه پانګونه وکړي او تولیدي فابریکي جوړې کړي، البته دوی به د خپلو تولیداتو معیار ته هم پاملرنه کوي، تر څو په ښه کیفیت سره توکي او مالونه تولید کړي، په حکومت غږ کوو چې تجارانو او پانګوالو ته د پانګې لګولو په برخه کې سهولتونه او آسانتیاوې زیاتې کړي او هغوی ته فرصت برابر کړي چې د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې خپل ملي رول ادا کړي

د اسد په میاشت کې به په ټول هیواد کې رسنیز او عملي کمپاین روان وي، له رسنیو نه به خپل غږ ولس ته رسوو، له علماء کرامو سره به ناستې کوو، ترڅو هغوی د جوماتونو له منبرونو نه ولس ته په خطبو کې پیغام ورکړي او د هیواد په بیلابیلو برخو کې به له ولس سره غونډې او کنفرانسونه نیسو او هغوی ته به په‌دې اړه پوهاوی ورکوو، له ملي تاجرانو سره به کتنې کوو او هغوی به هیواد دننه پانګونې ته هڅوو او له هغو پانګوالو به مننه کوو چې په هیواد کې فابریکې لري او بازار ته تولیدات وړاندې کوي، مونږ به ان‌شاء الله یو ملیون هیوادوالو ته دغه پیغام رسوو
افغانستان آباد او افغان مسلمان ملت ښاد غواړو

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*