وروستي

راځئ چې پسرلی دیوې ونې په کرلو ولمانځو!

Welcome to Quransunnat.com Website راځئ چې پسرلی دیوې ونې په کرلو ولمانځو

راځئ چې پسرلی دیوې ونې په کرلو ولمانځو

د پسرلي موسم په کال کې یوځل د هرهیواد لپاره دالله جل جلاله ډالۍ ده ځکه چې د پسرلي نه مخکې موسم چې ژمی دی پکې ډیری نباتات خپل ژوند له لاسه ورکوي، نړۍ خړه پړه بریښي،هیڅ لوري ته شین بوټی نه ښکاري، مرغان دځالو پر ځای په غارونو کې ژوند کوي او هغوی دیوه نوي بدلون دراتللوپه اميد شپې او ورځې سبا کوي اود یوه داسې وخت انتظار باسي چې دوی به کله روڼ راتلونکی ویني او چې کله به د ژمي موسم پای ته رسیږي تر څودپسرلي موسم پیل شيpasaraly-with-tree

نو بیا ټوله سیمه په یوه نوي انځورپوښل کیږي، ونې نوې څانګې غوړوي،ګلان د نوي غوټویو په پرانستود پسرلي موسم ته ښه راغلاست وایی، سیندونه په یوه نوي شورد طبیعت ښکلا نوره هم زیاتوي، په غرونو شین بښنې قالينې غوړیږي اولمرروښانه رڼا د ڼرۍ ښایست ته نوی رنګ ورکوي، مرغان دځالو په جوړولوپیل کوي او ښایسته اوازونه یې دپسرلي خوند نورهم زیاتوي، هرلوري ته خوشالي وي ځکه چی نړۍ په نوي کال کې قدم ږدي، هرژوندي ژوی خپله ښکلا ښایې اود دنیا دتعمیر، ابادۍ اوخپل نسل د بقالپاره په هلوځلو بوختیږي

پس راځی چې ددنیا په دغه لوی تحول کې برخه واخلو، دخپل ماحول د پاک ساتلو لپاره په پسرلۍ کی یوه ونه وکرو ځکه الله تعالی انسان ته هرکال ددنیا د سرسبزۍ لپاره یو چانس ورکوي اوهوښیار هغه خلک دي چې له دغه زرین چانس څخه ګټه واخلي
قدرمنو، په پسرلي کې د ونوکرل زموږ د مسولیتونو له جملی څخه شمیرل کیږي، دا ځکه چې ورځ تر بلی مو دښارونو هوا ککړیږي، ځکه مختلف نوعه

کارخانې، بټۍ ګانې زاړه موټرونه، او د پلاستیکونو استعمال دهوا د خرابیدلو له عواملو‎څخه شمیرل کیږياو خرابه هوا د انسان د صحت لپاره ډیره مضره ده. د پاکې هوا، دخوشحاله او هوسا ژوند لپاره باید په پسرلي کې یوه ونه یا بوټی وکرو
نو درنو هیوادوالو، راځی چې راتلونکی پسرلی د یوی ونی په کرلو ولمانځو او دپسرلي د لمانځنې دغه دود په خپله ټولنه او هیواد کې مروج کړو ترڅو دا کار مو د فرهنګ یوه برخه وګرځي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*