وروستي

هغه بدلون چې اوس ورته سخته اړتيا ده

Welcome to Quransunnat.com Website هغه بدلون چې اوس ورته سخته اړتيا ده

هغه بدلون چې اوس ورته سخته اړتيا ده

ټول پوهیږو چې د څو لسیزو راهسې مو هیواد د بلاګانو منګولو کې ښکېل دی چې ټولې ناخوالې يې زیږولي او هیواد مو د ډیرو ستونزو سره مخ شوای. دین مو هم د بیلا بیلو یرغلونو لاندې راغلی او تر ټولو څخه زیات زیان مو د هیواد بشري ځواک لیدلی. ولسي وګړي مو د ژوند د بنسټیزو اړتیاؤ څخه بی برخې شوي
ټولنه مو د مثبت بدلون پر ځای منفي خوا ته روانه شوې، ډیری ځوانان مو نه یواځې دا چې بی زده کړې پاتې شول، بلکه د نورو ګڼ شمیر هيوادوالو په څیر د خاورو لاندې شول، اسلامپال د سخت دریځو او افراطيانو په نوم یاد شول، په سمه توګه د ځوان کهول لارښوونه ونشوه، دهيواد ډیر تنکي او کم عمره بچیان مو د پرديو د اغیز لاندې راغلل ، ځنې د زدکړو پر بهانه په نورو هیوادونو کې په بل څه بوخت شول او نه يواځې دا چې ځوانان مو د پوهې په ميدان کې شاته پاتې شول بلکه پر ضد يې پوهنې او فرهنګ زیان وموند
په همدغه موده کې بیلابیلو نظامونو ،حکومتونو او بهرنيو قوتونو د هیواد حالت په سیاسي کړکیچ بدل کړو چې دا د وارداتي سیاسي آیډیالوژیو پیدایښت وو. ددغو تیرو څو کلونو بدرنګه او بد نامه دیموکراسي بیا هم له بده مرغه ونه توانیده چې سرتاسري باکیفیته زده کړې رامنځ ته کړي، خو بیا هم د زده کوونکو د شمیر زیاتوالی یوه ښه لاسته راوړنه ده
اوس پوښتنه دا ده چې کوچنیان او ځوانان مو څه ته اړتیا لري ؟ باید څه وشي ؟ پرمختګ به څنګه راځي ؟ . تر ټولو نه مهمه دا ده چې هر څه بايد د اسلام په رڼا کې ترسره شي او ځوانانو ته سمه لارښوونه وشي . پرته له شکه چې د ټولو افغانانو سترګې راتلونکي نسل او ځوانانو ته دي، الله دې وکړي چې په راتلونکي وخت کې د دوی ونډه ډیره وي
اوسني ځوانان باسواده او اسلام پاله دي ، په هیواد کې یو نوی، ځوان، باسواده، د نړۍ سره نښلول شوی او د راتلونکي لپاره هیله من نسل د ولاړیدو په حال کې دی. بدلون په یو والي رامینځته کیږي، باید یو موټی شو، تعصب ، کینه د مینځه یو سو. تر څو مو چې قومي، ژبنیز او سمتي شخړې له منځه وړې نه وي؛ نو روښانه ژوند مو په برخه نشي کيدای
که چیرې اوس هم د پوهنې په برخه کې کار وشي ټولې ستونزی مو هواریدلې شي. دپوهنې په برخه کې د شته مثبتو لاسته راوړنو ترڅنګ د اصلاح او سمون لپاره د نورو ډیرو کارونو ترسره کول د پوهنې سطحه لوړولای شي. د دې تر څنګ د پوهنې د اوسني حالت تر ټولو غټه ستونزه ټیټ کیفیت دی، چې بیلابیل لاملونه لري، د ناامنۍ سره سره زیاتره مسئوولین يې د ناکاره، فاسدو او غیر مسلکي ادارو سره تړاو لري. د هیواد په هره برخه کې یوازې بدلون په پوهې سره راتلی شي، البته اصلاح ته ډیر ضرورت لرو، بیا تر ټولو زیاته مهمه دا ده چې ځوانان د اسلام د سمې پوهې په رڼا کې داسې وروزل شي، چې په افغاني ټولنه کې د مثبت بدلون او د افغانستان د ملت د هر اړخيز پرمختګ جوګه شي
حضرت الله رحیمي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*