وروستي

افغان حاجیان د تېرو کلونو په پرتله له آسانتیاوو سره د بیت الله شریف زیارت کوي!

افغان حاجیان د تېرو کلونو په پرتله له آسانتیاوو سره د بیت الله شریف زیارت کوي! افغان حاجیان د تېرو کلونو په پرتله له آسانتیاوو سره د بیت الله شریف زیارت کوي!

افغان حاجیان د تېرو کلونو په پرتله له آسانتیاوو سره د بیت الله شریف زیارت کوي

حج چې د اسلام له ارکانو ځینې یو رکن او فرضي وجیبه ده، هر کال د نړۍ له ګوټ کوټ څخه ګڼ شمېر مسلمانان د دې عبادت د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي او هلته د حرمینو شریفین او د حضـرت محمد صلی الله علیه وسلام د زیارت تر څنګ د حج اړوند ځینې نور عبادتونه هم ترسره کوي

سره له دې چې کارپوهان او دیني عالمان حج د اسلامي نړۍ او د مسلمانانو د نړیوال کنفرانس په توګه یادوي خو په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د ستونزو او افراطیت د ګواښ له امله حج یوازې د عبادت په توګه کارول کېږي او په وروستیو کې تر ډېره اجازه نه ده ورکړل شوې چې د اسلامي نړۍ په ستونزو او حل لارو خبرې وشي

افغانان هم د نورو اسلامي هېوادونو د وګړو په څېر هر کال د حج په مراسمو کې ګډون کوي، خو په تېرو کلونو کې یې د انتقال په پروسه کې ستونزو، په سعودي عربستان کې د مناسبو خدمتونو، آسانتیاوو او هستوګنځیو بې‌معیارۍ او نورو ناخوالو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر ګڼو پوښتنو لاندې راوستی ؤ

تر ډېره باورونه دا دي چې په وروستیو کلونو کې د افغان حاجیانو ستونزو ته پاملرنه شوې ده، او تر ډېره هغوی ته آسانتیاوې برابرې شوې دي، خو ټولې ستونزې حل نه دي. دا په داسې حال کې ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شمېرو له مخې سږ کال له پلان سره سم ۲۴ زره افغانان د حج په مراسمو کې ګډون کوي، چې د دې وزارت چارواکي افغان حاجیانو ته د ګڼو آسانتیاوو د رامنځته کوونې، د منظم سیستم له مخې د انتقال، خدماتو او لازمو لارښوونو خبره هم کوي

د افغان حاجیانو لپاره آسانتیاوې او پر وړاندې يې ستونزې
دا چې هر کال افغان حاجیان د حج په مراسمو کې له نیمګړو خدمتونو او نورو ستونزو څخه شکایت کوي، او په وروستیو کې د افغانستان د حج اوقافو وزارت چارواکي افغان حاجیانو ته د ډېرو آسانتیاوو برابرولو او ښو خدمتونو وړاندې کولو خبره کوي. آیا افغان حاجیان هغو آسانتیاوو ته لاس رسی لري، چې د نورو هېوادونو وګړي ترې برخمن دي؟

د علومو اکاډمۍ د دیني علومو د معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز غړی مولوي محمد امان رسولي وايي: سره له دې چې افغانستان له نورو هېوادونو سره نه‌شي پرتله کېدای او په هره برخه کې وروسته پاتې دی، خو بیا هم تر کومه چې تېرو کلونو کې افغان حاجیان له ستونزو سره مخ وو، تېر کال د افغان حاجیانو د خبرو پر اساس ستونزې کمې شوې وې

نوموړی زیاتوي: “نورو کلونو کې به خلکو ډېر شکایت کولو، خو تېر کال افغان حاجیان راضي وو او ویل کېدل چې د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغانستان د شرایطو مطابق ښه سهولتونه برابر کړي وو

د علومو اکاډمۍ د دیني علومو د معاونیت غړی مولوی محمد امان رسولی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هغه کړنه چې د حج له لګښت نه یې د تېر کال په څېر سږ کال هم څلور میلیونه ډالر سپما کړې ده، د ستاینې وړ ګني او باور لري چې هر څومره خلکو ته آسانتیاوې برابرې او ستونزې يې حل کېږي، له یوې خوا د هېواد اقتصاد ته ګټه رسېږي او له بل لوري په مستقیم ډول خلکو ته هم ګټه ده چې په کم لګښت د حج مراسم ترسره کړي

همدارنګه د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون غړې، حمیرا ایوبي وايي: څو کاله وړاندې د حج په پروسه کې ستونزې او مشکلات خورا ډېر وو او افغان حاجیان د نورو اسلامي هېوادونو له حاجیانو سره برابر نه وو، آن چې د افغانستان په داخل کې هم ډېرو ستونزو شتون درلود
آغلې ایوبي د بېلګې په توګه یادوي چې څو کاله وړاندې۷۵۰ تنه د حج له پروسې پاتې شول او پر ځای یې نور خلک ځای پر ځای شوي وو چې په دې سره ولسي جرګې د حج وزیر استضاح کړ چې له هغې وروسته دا وزارت په لټه کې شو چې څنګه آسانتیاوې او معیارونه رامنځته کړي او څو هېوادونو لکه: مالیزیا، ایران او نورو ته یې سفرونه درلودل، تر څو وویني چې د هغوي د حج پروسه څنګه پر مخ ځي
د ولسي جرګې دا غړې باور لري چې په تېرو دووکلونو کې حاجیان راضي دي او ډېرې هغه آسانتیاوې چې مخکې يې شتون نه درلود، رامنځته شوې دي. آغلې ایوبې دا هم وايي چې د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي کمیسیون دوه غړي سعودي کې د افغان حاجیانو ستونزې او آسانتیاوې له نږدې څاري

نوموړې د ولسې جرګې د دیني او فرهنګي چارو د کمیسیون په استازیتوب د ارشاد حج او اوقافو وزارت کړنې د قناعت وړ ګڼي او باور لري چې په تېرو دریوو کلونو کې -چې په خبره یې آن د پخواني وزیر (محمد یوسف نیازي) په وخت کې- د حج لپاره نوی سیستم رامنځته شو چې د هغه له مخې د تېر په څېر یو شخص نه‌شي کولای په څلورو کلونو کې پرلپسې حج ته لاړ شي، ځکه نوم یې په سیستم کې درج دی چې د آغلې حمیرا ایوبي په اند دا یو ښه اقدام دی

د آغلې ایوبي په وینا له کله نه چې ښاغلی فیض محمد عثماني هم د حج او اوقافو وزارت ته راغلی دی توانیدلی دی چې د افغانستان بودیجې ته د حج له لګښت نه سپما وکړي چې دا یو ښه او نیک اقدام دی او دا له افغان ولس سره مرسته ده چې آغلې ایوبي له نورو وزیرانو هم همدا غوښتنه لري

په لومړیتوب کې له اړمنو سره مرسته که حج اداء کول؟
دا چې ځینې خلک په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې د حج پر ځای له خلکو سره د مرستې او همدردۍ خبره مطرح کوي، ترکومه دا مسئله د شریعت له حکم سره اړخ لګوي؟
د علومو اکاډمۍ د دیني علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز غړی مولوي محمد امان رسولي وايي: “اصل کې حج یوه فریضه ده او په اسلام کې د نړیوال کنفرانس حیثیت لری

نوموړی باور لري چې په هغو خلکو چې حج فرض دی، باید دا فریضه ترسره کړي، خو له خلکو سره د ښیګڼې او مرستې ډېرې نورې لارې چارې هم شته، د بېلګې په توګه له حج نه تر راستنېدو وروسته خلک خیراتونه کوي، ډالۍ راوړي چې د دې پر ځای باید خلکو ته یوازې د زمزم اوبه او خرما ورکړل شي او د خیرات او ډالیو لګښت باندې نور د خیر کارونه ترسره شي

ښاغلی مولوي رسولي ټېنګار کوي چې که چېرې یو شخص نفلي حج کوي، بیا ښه دا ده چې لومړی له اړمنو خلکو سره مرسته وشي، خو فرضي حج له خلکو سره د مرستې په خاطر نه‌شي پریښودل کېدای، د دیني علومو دا څېړونکی د عبدالله بن مبارک روایت ته اشاره کوي چې د نفلي حج پیسې یې هغو اړمنو خلکو ته ورکړې چې د خوراکي موادو له نه شتون سره مخ وو

د افغان حاجیانو سترې ستونزې څه دي؟
د علومو اکاډمۍ د دیني علومو د معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز غړی مولوي محمد امان رسولي د افغان حاجیانو د ستونزو په برخه کې وايي: داچې په هېواد کې بیسوادي حاکمه ده تر ډېره افغان حاجیان د معلمانو له ستونزې سره مخ وي

ښاغلی رسولي زیاتوي تر ډېره لېدل کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خپل پرسونل د معلم په توګه حج ته استوي، خو په باور یې که چېرې واقعي معلمان شتون ولري، کېدای شي دا ستونزه هم حل کړي

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون غړې حمیرا ایوبي وايي: “فکر نه کوم چې افغان حاجیان کومه ځانګړې ستونزه ولري، که چېرې څه ستونزه وي زمونږ له کمیسیون سره په اړیکه کې کېږي او وروسته له راستنېدو هم شکایتونه کوي

آغلې حمیرا زیاتوي: بیا هم موږ منتظر کېږو چې د حج په پروسه کې او وروسته له هغه چې حاجیان هېواد ته راستانه شي، دا پروسه او د خلکو شکایتونه وڅېړو؟ د ولسي جرګې دا غړې څرګندوي: د ولسي جرګې د دیني او فرهنګی چارو کمیسیون او د مشرانو جرګې استازي په حرمینو کې شتون لري او د حج مراسم له نږدې څاري، که چېرې ستونزې شتون ولري په هغه راپور کې به ځای پر ځای شي چې دې جرګې ته وړاندې کېږي
مسؤولین څه وايي؟

د تېرو کلونو په پرتله څه اسانتیاوې افغان حاجیانو ته برابرې شوې دي؟
د ارشاد حج او اوقافو وزارت د نشـراتو رئیس او ویاند مرتضی حامد وايي: سږ کال لومړنۍ آسانتیا دا وه چې د حج د پروسې او د خدماتو وړاندې کولو لپاره په کابل کې مرکز جوړ شو چې په هغه کې د حاجیانو تر نوم ثبتونې را نیولې بیا تر واکسین کولو، د پاسپورټ تنظیمولو او پر حاجیانو د حج د مناسکو فرهنګي او نشراتي توکو ویشل شامل وو

ښاغلی حامد د نورو آسانتیاوو په هکله زیاتوي: حاجیان په منظم ډول له ځانګړو شوو جوماتونو څخه هوايي ډګر ته د موټرو په واسطه انتقالېږي او په منظم ډول د آریانا افغان هوايي شرکت د تقسیم اوقات له مخې پروازونه ترسره کېږي او هیڅ ډول ستونزه پکې نه‌شته

د حج او اقافو وزارت ویاند څرګندوي، چې افغان حاجیانو ته په سعودي عربستان کې هم لازمې آسانتیاوې رامنځته شوې دي او دري وخته (سهار، غرمه او ماښام) په کافي اندازه ډوډۍ ورکول کېږي، دنورو کلونو په پرتله د یو ښه سیستم له مخې افغان حاجیانو ته لازم خدمات وړاندې کېږي او د پوه او با تجربه معلمانو او مدیرانو له خوا افغان حاجیانو ته لارښوونې کېږي. همدارنګه د دې مسؤول په وینا، ځانګړې روغتیايي کمېټې هم رامنځته شوې دي چې ډاکټران یې په تخصصي ډول د روغتیا وزارت له خوا ګومارل شوي دي

د دې پوښتې په ځواب کې چې په تېر کې هم افغان حاجیانو په حرمین شریفین کې د انتقال د پروسې او نظم نه شتون نه سرټکولو په دې برخه کې څه کار شوی دی؟ د حج او اوقافو وزارت د نشراتو رئیس وویل: اوس مهال چې افغان حاجیان سعودي ته د انتقال په حال کې دي، هلته هم ورته په منظم ډول د ترانسپورټ آسانتیا برابره شوې ده او د مناسکو، فرهنګي او نشراتي کمیټو له خوا ورته لازمې لارښوونې کېږي او په منظم ډول مسجدونو ته بیول کېږي او وروسته له هغې د بسونو په واسطه بېرته خپلو هستوګنځیو ته لېږدول کېږي او په منظم ډول خپل عبادتونه ترسره کوي
حاجیان باید د معیاري الوتکو په واسطه ولېږدول شي

داسې ویل کېږي چې سعودی عربستان ټېنګار کړي دی چې باید افغان حاجیان د معیاري او نویو الوتکو په واسطه انتقال شي، نه د آریانا افغان هوایي شرکت له لورې چې ګواکی الوتکې یې معیاري نه دي. په داسې حال کې چې د افغان حاجیانو د انتقال قرارداد له همدې -آریانا افغان هوایي شرکت- سره لاسلیک شوی دی، په دې اړه څه نظر لرئ؟

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند او د نشراتو رئیس مرتضی حامد په دې برخه کې څرګندوي چې دا نه یوازې افغان حکومت ته ویل شوي دي، بلکې دا د سعودي د حج وزارت مقرره ده او ټولو هېوادونو ته ویل کېږي چې باید حاجیان د معیاري او سټنډرډ الوتکو په واسطه انتقال شي چې په باور یې د حاجیانو د خونديتوب لپاره دا ټېنګار شوی دی

نوموړی زیاتوي افغان حکومت په همدې اساس یو خپلواک کمیسیون رامنځته کړي او آریانا افغان هوایي شرکت یې موظف کړي دی چې د معیاري الوتکو په واسطه د افغان حاجیانو د انتقال پروسه ترسره شي

د ښاغلی حامد په وینا اوس مهال افغان حاجیان د هغو الوتکو په واسطه سعودي ته انتقالېږي چې په یو وار سره د ۳۶۰ تنو د انتقال وړتیا لري او تر اوسه هیڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې او هیله لرو چې راتلونکې کې هم کومه ستونزه رامنځته نه شي

د یادولو وړ ده چې افغان حاجیانو ته د وروستیو آسانتیاوو رامنځته کولو او ښو خدمتونو وړاندې کولو خبره په داسې مهال مطرح کېږي چې له دې مخکې افغان حاجیانو د یو منظم سیستم د نه شتون، د انتقال او ترانسپورټ په برخه کې د ستونزو او د حج په پروسه کې له پراخو درغلیو څخه سر ټکولو

 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*