وروستي

قومې ، سمتې ، لسانې ،مذهبې تعصبات د اسلام له نظره لېکنه:دکتور مصباح الله عبدالباقي

قومې ، سمتې ، لسانې ،مذهبې  تعصبات د اسلام له نظره

دکتور مصباح الله عبدالباقي

دسلام پوهنتون عملي مرستیال

افغانستان نن د تاریخ  په یوه ډیر حساس  پړاو  کې  قرار لري او دا ځکه  چې  د اوږدو نا ارامیو او د پردیو لخوا د مسلط کړو او خپلمنځي جنګونو نه وروسته یو ځل بیا د بیا رغونې او د پرمخ تلونکو هیوادونو په قطار  کې  د  دریدو په درشل  کې  دی، خو په همدې حساس پړاو  کې  څه  داسې  لاملونه او اسباب شته  چې  که د افغانستان ملت ورته متوجه نه شی،  نو د پرمختګ دا اوسنی خوب به هم یو خوب پاتې شي، او د ماضي په څير به چې د پرمختګ ډیر فرصتونه مو پکې له لاسه ورکړي دي، دا فرصت هم له لاسه ورکړو،  ددې مشکلاتو له جملې څخه یو هم په هیواد  کې  د موجودو تعصباتو موضوع ده، دا یوه  داسې  حساسه موضوع ده  چې  دا ملت د یو ډیر بد او تیاره برخلیک  سره مخ  کولی  شي، او که په وخت دغه مصیبت ته توجه  او پام وشي نو په نتیجه  کې یې د افغانستان ملت ته د ورپیښدونکې  یوې لویې فاجعې مخه نیول  کید لی شي، تعصباتو څخه مو څه مراد دي؟ او هغه  زموږ هیواد ته څه زیانونه لري؟  آیا تعصب کومه عقلي مبنی او اساس لري؟ داسلام له نظره یې حکم څه دی؟ په همدې اړه په لاندې کرښو  کې  له درنو لوستونکو سره یو څو خبرې شریکول غواړو

tasob د تعصب مفهوم او معنی

که د لغوي او معجمي اصطلاحاتو څخه تیر شو او په لنډو ټکو  کې  د تعصب معنی بیان کړو نو وبه وایو  چې : تعصب په حق او ناحقه په ډیر شدت او حدت  سره د هغه ډلې حمایت، ملاتړ او ورسره دریدلو ته وايي  چې  انسان ورسره په کورنۍ، نسب، عرق، ژبه، قبیله، وطن، جغرافیایی موقعیت، سمت، مذهب، تنظیم، حزب، … کې  اشتراک او ګډون ولري، همدا راز د نورو په مقابل  کې  د خپل قوم، نسب، ژبی، کورنۍ او … لویي بیانول او په هغې بې ځایه فخر کول هم د تعصب یو شکل او بڼه ده ددې ترڅنګ د یو قوم، ژبی، سیمې، هیواد، کورنۍ، قبیلې … سره تعصب درلودل دا معنی لري  چې  له هغې سره باید د نفرت تعامل وشي، دوی په مجموع کې بد وګڼل شي او ورسره  کرکه وکړل شي، او په ټوله کې یې  بدي بیان شي

لدې تعریف څخه دا څرګندیږي چې تعصب لاندې بیلا بیل ډولونه لري

 د قوم، ژبې، کورنۍ، قبیلې، وطن، جغرافیایي موقعیت، سمت، مذهب، حزب، تنظیم، او …لپاره په دې معنی تعصب  چې  انسان پرته له دې  چې  په یوه قضیه  کې  دا معلوم کړي  چې  حق کوم لور ته قرار لري، دعدل او انصاف فیصله څه ده د خپل قوم، هم ژبو، کورنۍ، قبیلې، خپلو هم مذهبو، او د خپلی سیمې او کلي، وطن او ولایت د اوسیدونکو ترڅنګ ودریږي، دا تعصب شمیرل  کیږي

 دغو پورتنیو عناصرو ته تعصب درلودل دا معنی هم لري  چې  په دې باندې په مجموع کې انسان بی ځایه تفاخر وکړي، او دی عناصرو ته د تړاو له امله ځان له نورو اوچت وګڼي

 دریم ډول یې دا دی  چې  د دغو ټولو عناصرو د اختلاف په بنسټ د خلکو سره نفرت او کرکه وشي
دا درې واړه د تعصب شکلونه او بڼې دي  چې  په عقلي او شرعي دواړو لحاظونو نادرست او ممنوع دي

Image result for ‫لا العصبیه‬‎ د تعصب تاریخي شالید

په دې  کې  شک نشته  چې  د هغه چا ملاتړ، مرسته کول او له هغه سره خواخوږي درلودل  چې  انسان ورسره دا پورتنۍ اړیکي ولري یو فطري عمل او یوه انساني غریزه ده، او دا ځکه  چې  انسان له هغه چا سره زړه نیسی او محبت یې ورسره پیدا  کیږي  چې  له ده سره نږدې والی ولري، له دې امله ویلی شو چې  تعصب یوه ډیره پخوانۍ  پدیده ده، او د انسان د پیدایښت سره سمه راپیدا شوی، مګر کله چې اسلام د بشریت لپاره د یو بشپړ قانون په توګه راغی نو د نورو اړخونو سره سره یې ددغې انساني غریزې تهذیب هم په غاړه واخیست، او دا یې وویل  چې  مسلمان باید د خپلو نږدې خلکو سره ( چې  دا نږدیوالی په هر څه  کې  وي) مینه او محبت ولري، د هغوی حقوق اداء کړي، مګر د مرستې، حمایت او کمک معیار په اسلام  کې  حق او عدل دی، حق  چې  د هر چا په اړخ  کې  وي،  اسلام د هغه د حمایت او ملاتړ حکم کوي هغه که پردی وي او که خپل،  نږدې وي او که لیرې، اوکله هم  چې  څوک په حق نه وي هغه سره دریدل ظلم او تعصب بولي

دا خو یوه بشري او انساني غریزه ده مګر په نوي عصر  کې  چې  د قوم پرستي، وطن پرستي او د داسې  نورو تعصباتو په بنسټ په اسلامي نړۍ  کې  کوم نظریات، ګوندونه، حزبونه او فلسفې رامنځ ته شوې دي دا په حقیقت  کې  یا خو د دونمه یهودانو لخوا ایجاد شوې پلمې وې،  چې  په تر کیه  کې  یې د ترکي قومیت نعره اوچته کړه او په عربي نړۍ  کې  یې د عربي قومیت  چیغه ووهله او په نتیجه  کې  یې اسلامي خلافت له منځه یوړ، او یا هم د نورو ټولو انحرافی افکارو په څیر داروپا څخه دلته را منتقل شوي دي، او دا ځکه چې د منخنیو پیړیو په اروپا کې د خلکو ترمنځ د اړیکو بنسټ دین و او کله چې د کلیسا پر ضد خلک راپاڅیدل او د کلیسا مرجعیت یی له منځه یوړ، نو د ژوند د نورو اړخونو په څیر په سیاسي او اجتماعي اړخ کې هم خلک د نوو بنسټونو او مرجعیتونو په لټه کې شول چې د همدې په نتیجه کې قوم پرستي په فلسفي توګه یو له هغو بنسټونو څخه وګرځیده، چې سیاسي او اجتماعي نظریات پرې بناء شي

خو بیا هم ددی خلکو ترمنځ اختلاف موجود و،  چې  قومونه له څه نه تشکیلیږي، یو شمیر خلکو ویل  چې  د ژبې اشتراک دقوم د تشکیل بنسټ دی، نورو بیا رنګ او نسب ددې بنسټ وګاڼه، یو شمیر نور بیا په دې نظر دي چې په یوه جغرافیایي محدوده  کې  اوسیدل، ګډ عادتونه او عنعنات درلودل د قوم د تشکیل اساس ګرځي

آیا قوم، قبیله، ژبه .. دافتخار او دوستۍ او دښمنۍ لپاره درست بنسټونه دي؟

اوس که څوک دا خبره وڅیړي  چې  هغه څه  چې  متعصب خلک یی یو بل سره د حمایت، دوستۍ، مرستی، او تفاخر معیارونه  ګڼي آیا د عقل له مخې دا ددې لپاره معیار جوړول صحیح او درست کار دی؟ په حقیقت  کې  قومیت، ژبه، سیمه، جغرافیایی حدود او  داسې  نورو عصبیتونو باندې افتخار او هغه د دوستۍ او دښمنۍ معیار ګرځول د بشري تاریخ په اوږدو  کې د بشریت د ټوټه ټوټه  کیدو او د انسانانو ترمنځ جنګونو، مرګونو او لویو مصیبتونو لامل ګرځیدلی دی، (که چا د اروپا تاریخ لوستی وي نو دا به ورته په ښه توګه څرګنده وي) او څه شی  چې  بشریت ته مصیبتونه راوړي هغه هیڅ کله هم د عقلي معیار سره سم د دوستۍ او دښمنۍ لپاره درست بنسټ نشي  کیدلی، که  چیرته په افغانستان  کې  هم همدا شیان د دوستۍ، دښمنۍ، مرستی او تفاخر معیار وګڼو،  نو دلته هم هماغه مصیبتونه راتللی شي  چې  لدې امله په نورو ځایونو  کې  راغلي ؤImage result for ‫لا العصبیه‬‎

دوهم دا  چې  هغه څه  چې  د یو انسان په اختیار  کې  نه وي، او هغه یې په منلو مجبور وي، د ښه او بد اختیار یې د هغه په لاس  کې  نه وي، هغه د دوستۍ او دښمنۍ معیار ګرځول او په هغه باندې فخر کول او د هغه له امله ځان لوړ ګڼل کله د عقل سره برابره خبره ده، ددې خبرې توضیح دا ده  چې  انسان په کوم قوم، قبیله، کورنۍ، سمت، جغرافیایي موقعیت، رنګ او شکل پیدا  کیږي  دا ټول د هغه له اختیار څخه وتلي شیان دي، هیڅ کله هم څوک ددې توان نه لري  چې د ځان لپاره دې له دغو څخه یو هم غوره کړي، هغه انسان  چې  په دې عناصرو باندې افتخار کوي، دا د فضلیت بنسټ بولي، همدا د محبت او دوستۍ او دښمنۍ اساس بولي که  چیرته همدا انسان په هغه قوم، قبیله، کورنۍ، …  کې  پیدا شوی وای  چې  اوس پرې ځان غوره بولي، او له همدې امله ورسره دښمني او نفرت لري  نو په هغه وخت  کې  به یې دریځ څه وو؟! نو بناء یو څیز چې د چا په اختیار  کې  نه وي هغه  ولې  د تفاضل دښمنۍ، کر کې ، نفرت او دوستۍ بنسټ وګرځول شي

بلکې هغه څه چې  د انسان په اختیار  کې هم وي لکه ګوند، تنظیم، مذهب … پرته له دې  چې  د هغه ښه او بد، حق او باطل، عدل او ظلم  ولیدل شي، مطلقا د هغه له نوم سره انسان حساسیت ولري، او د یو معقول او درست دلیل څخه پرته خپل ګوند، تنظیم، مذهب … بهتر او غوره وګڼي او نور ټول په بشپړه توګه مردود وشمیري او د هغوی پر ضد له غوسې نه ډک دریځ غوره کړي دا هم د عقل او منطق څخه لیرې او د اسلامی شرعي نصوصو سره مخالف کار دی
همدا راز هر څوک  چې یو څیز  د  اعزاز، اکرام او افتخار وړ ګرځوي هغه د هغه عمل،  کړنې  او کردار دی، او هغه څه

چې  له انسان څخه د نفرت لامل ګرځي هغه د هغه  کړنې  او بد عملونه دي او دا دواړه انفرادي شیان دي، د یو تن د افتخاراتو له امله د هغه د قوم او قبیلې او سیمې ټول افراد او وګړي (ښه وي او که بد) د تفاخر او ویاړنې حق نه ترلاسه کوي، همدا راز د یو چا د بد عمل او بدو کړنو له امله ټول ملت او ټول قوم او قبیله د نفرت وړ نه ګرځي، نو ځکه خو عقلا دا درسته خبره نه ده  چې  په یو قوم باندې په مجموع کې تفاخر وکړی شي، ځکه چې په هغه  کې  د افتخار وړو خلکو ترڅنګ د بدو کړنو له امله د نفرت او کر کې  وړ خلک هم وجود لري، او یا هم قوم د قوم په توګه ټول د نفرت وړ وګڼل شي ځکه په هغه  کې  د نفرت وړو خلکو ترڅنګ د  ښه عمل او کړنو له لحاظه د افتخار وړ خلک هم وجود لري

له همدې امله د نفسیاتو علماء (ارواپوهان) دا تعصب یو ډول نفسیاتي (رواني) ناروغي بولي چې دمزاج دتندۍ له امله راولاړیږي، او د عقل او درست تفکیر څخه لیرې په احساساتو ولاړ دریځ یې بولي، په دې باب مشهور فرانسوي قاموس (لاروس) کې  د تعصب تعریف  داسې  کوي: (حماسة عمياء لعقيدة او راى او مشاعر جارفة نحو شىء ما)  یعنې  تعصب (د یوې عقیدې او رایې په باره  کې  د ړانده جوش څخه کار اخیستل او د یو شي (لکه قوم، قبیله، وطن، سیمه، ژبه…) په اړه د نه کنترولیدونکو احساساتو د درلودلو نوم دی)، لنډه دا  چې  دا د جوش او احساساتو نوم دی، په منطق او فکر او عقل باندی ولاړ دریځ نه دی، بلکې ارواپوهان  وایي  چې  دا هغه دریځ دی  چې  د پوره تفکیر او د موجودو دلایلو په نظر  کې  نیولو څخه پرته یې انسان نیسي، کيتش اوكريتشفليد وایي: (بانه تشكيل راى ما دون أخذ وقت كاف أو عناية للحكم عليه بإنصاف وقد يكون هذا الرأى ايجابيا او سلبيا ويتم اعتناقه دون اعتبار للدلائل المتاحه)taaswb

یعنې، د یو څه په اړه په  داسې  حالت  کې  یو نظر او رای قائمول دي،  چې  په اړه یې کافي وخت فکر نه وي شوی، او د هغه په اړه په انصاف سره د فیصلې کولو کافي اهتمام نه وي شوی، دا نظر او رایه مثبته وي او که منفي، خو  چې  د موجودو دلایلو په نظر  کې  نیولو څخه پرته خپله کړی شي. نو کله  چې  دا یو احساساتي او د تفکیر او عقل څخه لیرې دریځ دی او علماء یې رواني مرض ګڼي، او د عقل او منطق پر ضد یې بولي نو باید د سلیم عقل خاوندان ترې ځان وساتي

په تعصب د اخته کیدو لاملونه

نو پوښتنه دا ده  چې  کله تعصب  داسې  یو مرض دی، نو خلک  ولې  په دې مرض اخته   کیږي‎ په ډیره لنډه توګه ویلی شو  چې  په تعصب  د اخته کیدو لاملونه او اسباب په لاندې ډول دي

لومړی: غلط فهمي او غرور

د خپل ځان، خپل قوم، خپل وطن … په باره  کې  په غرور کې  اخته کیدل، خپل ځان، خپله کورنۍ، خپل قوم، … ورته ډیر پیاوړی او ستر معلومیدل،  چې  په همدې غرور او غلط فهمۍ  کې  فرعون هم د ځان په اړه اخته وه، هغه به ویل: {قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ } [غافر: 29] فرعون وویل: زه تاسې ته هغه لاره ښایم  چې  زه یې درسته ګڼم، او زه تاسې ته یوازې سمه لاره درښایم. دا وینا ددې ښکارندویه ده  چې  فرعون په څومره لوی غرور  کې  اخته وو، کله هم  چې  انسان ددې غرور څخه راووزي نو بیا د تعصب له مرض څخه نجات موندلی شي، او که دا غرور او غلط فهمي لیرې نه شي نو د عمر تر پایه پورې دا مرض د انسان په زړه  کې  پاتی  کیږي

دویم: تنګ نظري او د خپل ځان په محور راڅرخیدل

داسې ډیر خلک شته  چې  ډیر تنګ نظره دي، او د هیچا سره تعامل نه کوي، او نه له چا سره راشه درشه لري او نه له نورو سره د اړیکو ساتلو فرصتونه ورته برابر وي،  داسې  خلک هم په تعصب اخته   کیږي ، ځکه  چې  د نورو خلکو سره د تعامل په نتیجه  کې  د نظرپراخي پیدا  کیږي ، د خلکو ښه او مثبت صفات د انسان مخی ته راځي  چې  هغه تعصب له منځه وړي، او د نورو خلکو سره مقاطعه او راشه درشه او راکړه ورکړه نه درلودل په انسانانو  کې  تنګ نظري او د همیش لپاره په خپل محور د راڅرخیدو ناوړه صفات پیدا کوي چې دا بیا په تعصب تمامیږي

دریم: ناسم ټولنیز چاپیریال

همدا راز هغه ناسم ټولنیز چاپیریال  چې  انسان پکې  ژوند کوي، او هغه پکې  رالوییږي هغه په انسان  کې  د تعصب د راپیدا  کیدلو لامل ګرځي، که څوک په  داسې  کورنۍ، دوستانو، یا  داسې  ټولنیز محیط او چاپیریال  کې  ژوند کوي  چې  هلته د نورو پر ضد نفرت او کرکه وي، نورو ته په سپکه کتل کیږي، او بد رد ورپسې ویل کیږي ، د هغو د ښو صفاتو د یادولو پرځای په منفي اړخونو تر کیز   کیږي ، بلکې مثبت اړخونه یې هم په منفي توګه وړاندی  کیږي، دا ډول چاپیریال د انسان په زړه  کې  د تعصب، او د خپل ځان په اړه پر نورو د ځان لوړ ګڼلو جذبه او له نورو څخه د نفرت او دتحقیر احساسات راپیدا  کیږي، همدا راز که  چیرته څوک  داسې  سیاسي، قومي، مذهبي او فکري مشران ولري  چې  د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د خپلو خلکو په ذهنونو  کې  د نورو پر ضد د نفرت احساسات پیدا کوي دا د تعصب د راولاړیدو یو بل لوی لامل دی

څلورم: جهالت او دنورو په اړه دمعلوماتو کمی

د تعصب یو بل لوی لامل د خپل ځان په اړه ناپوهي او دنورو په اړه د معلوماتو کمی او یا بیخي  معلومات نه درلودل وي، ځکه د بل چا په اړه د انسان په ذهن  کې  نفرت هغه وخت ځای نیسي  چې  هغه ورته د منفي صفاتو یوه مجموعه ښکاره شي، او دا خو معلومه خبره ده  چې  د یو قوم ټول خلک، او د یوی سیمی او وطن ټول اوسیدونکي او د یوی ژبی ټول ویونکي په یو ډول د ټولو منفي صفاتو درلودونکي کیدلی نشي، همدا راز دغه انسان  چې  په چا فخر کوي ناممکنه ده چې هغوی دې ټول د یو ډول او په یوه سويه د ښو صفاتو لرونکي شي، نو بناء دا څرګنده خبره ده  چې  دغه انسان په جهل، ناپوهۍ، د معلوماتو په کمي او یا هم نشتوالي کې  واقع دی

پنځم: له نورو خلکو سره د تعامل د اخلاقیاتو څخه بی خبري

یو بل څه چې د تعصب لامل ګرځی هغه له خپلو مخالفینو سره د تعامل د درستو اصولو او اخلاقیاتو څخه بې خبري او یا هم د هغه نه مراعاتول دي، په دې معنا چې ټول انسانان خو په یو څېر نشي کېدلی، د هغوی ترمنځ به د قوم، سیمې، وطن، ژبی، مذهب، رایې، فکر … په بنسټ توپیرونه موجود وي، همدا راز ټول انسانان په ټولو اړخونو کې مختلف هم نه وي بلکې ډېر مشترکات او ګډ صفتونه هم لري، نو همېشه اختلاف د دښمنۍ او نفرت بنسټ ګرځول هم درست نه دی، او نه توافق د همېش لپاره د تأیید اساس جوړول پکار دي، بلکې دلته داسې څه اصول او ضوابط پکار دي چې هغه د خلکو ترمنځ د اختلاف او اتفاق دا دواړه اړیکې  منظمی کړي، هغه اصول دا کېدلی شي

الف- انسانان دې ته اړتیا لري چې – د ټولو اختلافاتو سره – ګډ ژوند ولري ، که مطلق اختلاف د خلکو د ګډ ژوند مانع وګرځول شي نو بیا هېڅ انسان له بل سره د ګډ ژوند امکانات نه لري، ځکه یو ډول نه یو ډول اختلاف موجود دی، نو اختلاف باید د خپل منځي سولییزاو ګډ ژوند مانع ونه ګرځی، او اختلاف تحمل کړی شي

ب ـ عدل او انصاف: په دی معنا چې هر هغه څوک چې له تا سره په یو څه کې مختلف وي د کرکې او نفرت مستحق نه دی، بلکې هغه سره باید د عدل او انصاف فیصله وشي، که د هغه کوم کار د ستایلو وړ وي باید وستایل شي، که کوم کار یی د محکومولو وړ وي باید محکوم کړل شي، او کوم کار یې چې د نفرت وړ وي له هغه څخه نفرت وکړل شي، او دا تعامل باید یوازې د هغه چا سره نه وي چې په قوم، ژبه، هېواد، سیمه، مذهب، حزب، تنظیم، رایې او فکر کې ورسره اختلاف ولري، بلکې د هغه چا سره هم وي چې په دغو ټولو کې ورسره ګډ او شریک وي

ج ـ هر څه د حق په تله وتلل شي، په دی معنا چې دا ونه کتل شي چې دا عمل د چا دی، بلکې دا وکتل شي چې له حق سره څومره تړاو لري، که له حق څخه لیرې وي، نفرت ترې وشي او که حق وي او یا حق ته نږدې وي، تأیید یې وشي، همدا له نورو سره د تعامل اخلاقیات دي

که  چېرته څوک دا اخلاقیات مراعات کړي نو تر ډېره حده د تعصب د مرض څخه ځان ژغورلی شي، مګر که دا اخلاقیات مراعات نه کړي نو بیا د تعصب په مرض کې پریوتلی شي

شپږم: د تعصب په باب د شرعي نصوصو څخه بی خبري

همدا راز د مسلمان لپاره په تعصب کې د اخته کېدو یو بل بنسټیز لامل له شرعي احکامو څخه بې خبري ده، ځکه د یو سم او صحیح مسلمان په اړه غالب ګمان دا دی چې هغه به د شریعت د احکامو پابند وي، او کله چې په یوه مسأله کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم وګوري نو هغه تر پښو لاندې کولی نه شي، نو کله چې ته یو مسلمان وګورې چې په تعصب کې اخته دی نو پوه شه چې هغه له شرعي احکامو څخه خبر نه دی، ځکه که  خبر وی نو هېڅکله به په تعصب کې اخته نه وای

شرعي نصوص هم تعصب د اسلامي بنسټونو نفی او جاهلیت بولي

لکه وړاندې مو چې وویل: اسلام او شرعي نصوص د مینې او محبت بنسټ ایمان او عقیده ګڼي، او یو بل سره د مرستې او کومک بنیاد حق او عدالت ګڼي او د فضلیت او برترۍ معیار تقوی او په اسلامي او انساني اخلاقیاتو ښه التزام بولي، او کله هم چې څوک دا وغواړي  چې ددې معیارونو پر ځای نور معیارونه ځای پر ځای کړي هغه د دغه اسلامي بنسټونو نفی او جاهلیت ګڼي

لومړی: د مینې او محبت معیار عقیده، او په الله تعالی او د هغه په رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې ایمان دی، په همدې عقیدوي بنسټ باید مسلمان یو دبل سره دوستي وکړي، په همدې اساس یو د بل سره مینه ولري، که د چا سره نفرت هم لري له دې امله یې ولري چې هغه حق ته غاړه نه ږدي، حق نه مني او د باطل ترڅنګ ولاړ دی، مګر که څوک یو مسلمان بد ګڼي ځکه  چې هغه دده له قوم، قبیلې، هېواد، سیمی او ژبې سره تړاو نه لري، او په عین حال  کې  یو کافر او بی دینه انسان ددې لپاره ښه ګڼي چې  هغه دده له قوم څخه دی، دده د وطن او سیمې اوسېدونکی دی دده په ژبه خبرې کوي ، او یا دده له کورنۍ او قبیلې سره تړاو لري

نو دا د هغه بنسټیز معیار سره مخالفت دی چې الله تعالی یې په لاندی آیتونو کې په څرګنده توګه بیانوي، فرمایی:{ لا تَجِدُ قَوْماً يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ } … [المجادلة : 22]

ژباړه: داسې خلک به ونه مومې چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري، او بیا له هغه چا سره چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره دښمني کوی دوستي ولري، ولو که هغه یې پلرونه، زامن، وروڼه او کورنۍ هم وي. یعنې دلته د دوستۍ معیار او بنسټ خپلولي او قرابت نه دی، بلکې د دوستۍ او دښمنۍ معیار په الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره د خلکو تعامل او ایمان دی

همدا راز الله جل جلاله  په ډېر صراحت سره په سورت انفال کې په دوه آیتونو کې دا بنسټیز اصل داسې بیانوي، فرمایی: { إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ …. وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ  [ الأنفال :۷۲- ۷۳] الله تعالی فرمایی: یقینا هغه خلک چې ایمان یی راوړی، هجرت یی کړی، او په خپلو مالونو او ځانونو باندې یې د الله جل جلاله  په لار کې جهاد کړی، او هغه خلک چې (رسول الله صلی الله علیه وسلم او مهاجر اصحابو) ته یې پناه ورکړې او مرسته یې ورسره کړې، همدوی یو دبل دوستان دي …. او هغه خلک  چې کفر یې کړی یو د بل دوستان دي که تاسې دا (په خپلو منځونو کې دا دوستي) ونه کړئ نو دا به په ځمکه کې د یوې لویې فتنې او ستر فساد لامل وګرځي. یعنې دلته د دوستۍ او محبت معیار او بنسټ په الله تعالی باندې ایمان دی، که څوک له الله تعالی سره مینه او محبت ولري د مسلمان د محبت مستحق دی، هغه که د هر قوم، هرې قبیلې او هرې سیمې سره اړیکې ولري، له همدې امله کومه ټولنه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جوړه کړې وه په هغې کې صهیب رومي، بلال حبشي، سلمان فارسي د ابوبکر او عمر په څېر د قریشي سردارانو وروڼه ګرځیدلي ؤ، او په عین حال کې ابولهب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سکه تره او عمرو بن هشام (ابو جهل) د پیغمبر علیه السلام د تره زوی دده د دوستۍ مستحق نه شمېرل کېدل، په همدې بنسټ باندې الله تعالی غواړي د خلکو ترمنځ عمومي اړیکې جوړې شي

۲- په یو لړ نصوصو کې تعصب د کفر یو عمل او یوه څانګه بلل شوې ده، د همدې په اړه په قرآن کریم کې په تفصیل سره راغلي دي، ابن جریر طبري په خپل سند سره د زید بن اسلم نه روایت کوي، وايي: شأس بن قیس چې په جاهلیت کې بوډا شوی، یو لوی کافر ؤ، له مسلمانانو سره یې سخته کینه او حسد درلود، د اوس او خزرج قبیلو سره اړېکې درلودونکو صحابه کرامو د یو مجلس ترڅنګ تېر شو، ویې لیدل چې دغه صحابه ناست دي او په خپلو منځونو کې خبرې اترې کوي، دغې صحنې او حالت ورته ډېر زور ورکړ، چې دوی د اسلام له امله څومره په اتفاق دي، ددوی ترمنځ څومره مینه او محبت دی، سره له دې چې له دې وړاندې په جاهلیت کې د دوی ترمنځ څومره دښمنۍ وې! نو ویې ویل: په دې سیمه کې د بنو قیلة  د مشرانو ترمنځ څومره وحدت او اتفاق رامنځته شوی؟ که ددوی ترمنځ هم داسې اتفاق او وحدت وي نو بیا خو موږ دلته په ارام نشو اوسېدلی، نو یوه یهودي ځوان ته چې له ده سره روان ؤ، ویې وویل: دوي ته ورشه ورسره کېنه، او د بعاث جنګ ورته را یاد کړه، او د بعاث د جنګ  څخه چې وړاندې څه تېر شوي هغه ورته را یاد کړه، هغه یو څه اشعار هم ورته واوروه چې د بعاث د جګړې په باب دواړو قبیلو ویلي وو

بعاث د اوس او خزرج ترمنځ تېر شوی یو جنګ و چې د اوس قبیله پکې په خزرج باندې برلاسه شوې وه، نو هغه ځوان هم داسې وکړل، کله چې دا خبرې هغه صحابه کرامو واوریدلې، نو هغوی هم په مناقشه او بحث کې راګډ شول، په خپلو کې یی اختلاف پیدا شو، او هر چا په خپل قوم تفاخراو ویاړنه پیل کړه، په دې کې دوه تنه سره په ګونډو شول، چې یو یې د اوس د قبیلې د بنی حارثه بن الحارث څخه و چې اوس بن قیظي نومیده، او بل یی د خزرج د قبیلې د بنی سلمه څخه و چې جبار بن صخر نومېده، دواړو سره خبرې تیزې کړې او یو بل ته یی وویل: که غواړې چې  بیا له سره کړو (یعنې بیا له سره یو دبل مقابله وکړو او جنګ سره وکړو) دواړه ډلې په قهر شوې، او  چې غږ یی کړ: وسله وسله! د مدینې څخه بهر په حرة کې به سره ګورو (یعنې د جنګ او مقابلې میدان به مو د مدینې څخه بهر د حرې ډاګ وي) نو هره قبیله د خپلې ډلی سره ودرېدله، د خزرج قبېلې خلک یو د بل په څنګ کې ودرېدل، او د اوس قبیلې خلک هم یو د بل په څنګ کې ودرېدل، او د هماغې نعرې او چغې په بنسټ چې جاهلیت  کې اوچتوله یې دغه کار وکړ، دا خبر چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، نو د مهاجرینو او انصارو له یو ټولګي سره دوی ته ورغی، او ویې فرمایل: اې مسلمانانو! د الله جل جلاله نه وویریږئ، آیا بیا د جاهلیت په نعرو سره راټولیږئ، سره له دې چې زه ستاسې په منځ کې موجود یم؟ او وروسته له دې چې الله تعالی تاسې ته اسلام دروښوده، او د اسلام په ذریعه یې تاسې ته عزت درکړ، او د اسلام په وسیله یې جاهلیت له تاسې څخه قطع کړ، او ددې په ذریعه یې له کفر څخه خلاص کړئ او ستاسې ترمنځ یې الفت او محبت ایجاد کړ؟ آیا ددې ټولو نه وروسته بیا هم تاسې هغه کفر ته ورګرځئ چې مخ کې پکې وئ؟ کله  چې خلکو دا واورېدل نو پوه شول چې دا د شیطان یوه لمسونه وه، او د دښمن یو چل وه، نو وسلې یې له لاسونو نه وغورځولې ، ویې ژړل، د اوس او خزرج ځوانانو یو بل ته غاړې ورکړې (خوشحاله شول، محبت یې په منځ کې تازه شو) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مطیع او فرمانبرداره بېرته په داسې حال کې راوګرځیدل چې الله تعالی د الله جل جلاله  د دښمن شأس بن قیس دسیسه ناکامه کړې وه

او د هغه اصحاب کرامو په اړه چې د شأس بن قیس د شیطانت له امله په تعصب او اختلاف کې پریوتي وو، دا آیتونه نازل شول

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ (100) وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَنْ يَعْتَصِمْ بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (101) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (102) وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ …. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105)} [آل عمران:۱۰۰- ۱۰۵]

ژباړه: اې د ایمان خاوندانو که چېرته تاسې د اهل کتابو څخه د یوې ډلې خبره ومني نو تاسې به د ایمان راوړلو نه وروسته کافران کړي، تاسې څنګه کفر کوئ، سره له دې چې تاسې ته د الله جل جلاله  آیتونه لوستل کېږي او تاسی که د الله تعالی رسول هم په تاسې کې موجود دی او چا چې د الله په دین منګولې ولګولې نو هغه سمه لاره وموندله، اې مؤمنانو! د الله تعالی نه داسې وویریږئ څنګه چې له الله تعالی څخه د وېرېدلو حق دی، او تاسی ته باید مرګ په داسې حال کې راشي چې تاسې مسلمانان اوسئ، د الله تعالی په دین ټینګې منګولې ولګوئ او ډلې ډلې مه کېږئ، او په خپل ځان باندې د الله جل جلاله  نعمتونه را یاد کړئ چې تاسې په خپلو کې سره دښمنان وي نو ستاسې په زړونو کې یې محبت او الفت واچوه، او تاسې د اور د کندې په څنډه ولاړ وئ، نو د هغې نه یې وژغورلئ، دغه راز الله تعالی تاسې ته خپل آیتونه څرګندوي، ښایي چې تاسی هدایت ومومئ …او د هغه خلکو په څېر مه کېږئ چې ډلې ډلې شول، او هغوی ته د څرګندو آیتونو د راتللو نه وروسته یې اختلاف وکړ، دهمدوی لپاره لوی عذاب دی

په دې آیتونو کې په تعصب کې غورځیدلو ته ځای، ځای کفر ویل شوی دی، هغه اختلاف او په خپلو نسبونو او خپلو قبېلو فخر کول او هغه غوره بلل کفر ګڼل شوي دي، د قوم او قبېلې په بنسټ ډلې ډلې جوړېدل او د اسلام او عقیدې بنسټ پرېښودلو څخه د کفر په لفظ تعبیر شوی دی چې دا په خپله د تعصب او قوم پرستۍ او قبېله پرستۍ بدي په څرګند ډول بیانوي

۲- تعصب د جاهلیت یوه برخه او یوه نښه ده، په هر چا کې چې په هره اندازه تعصب موجود وي هغه همدومره په جاهلیت کې ډوب او غرق دی، دا ډېر په څرګند ډول په ډېرو احادیثو کې راغلی دي، د جبیر بن مطعم نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ » هغه څوک له موږ څخه نه دی څوک چې تعصب ته خلک رابولي، او هغه څوک له موږ څخه نه دی چې د تعصب په بنسټ جنګ کوي، او هغه څوک چې په تعصب باندې مري، له موږ څخه نه دی.
همدا راز د ابو هریرة رضی الله څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “مَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ، يَدْعُو إِلَى عَصَبِيَّةٍ، أَوْ يَغْضَبُ لِعَصَبِيَّةٍ، فَقِتْلَتُهُ جَاهِلِيَّةٌ”  چا چې د ړانده بیرغ لاندې جنګ وکړ چې تعصب ته خلک رابولي، او د تعصب په بنسټ په غوسه کېږي نو د هغه جګړه د جاهلیت جګړه ده

په یو بل حدیث کې جندب بن عبد الله البجلي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه مبارک فرمایي:«مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ، يَدْعُو عَصَبِيَّةً، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ» څوک چې د تعصب د بیرغ لاندې ووژل شو، چې تعصب ته بلنه کوي او د تعصب په بنسټ باندې مرسته کوي نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی

۳- تعصب یو بدبوی لرونکی  فکر او نا ولې نعره ده، پیغمبر صلی الله علیه د تعصب چغه او نعره په داسې صفت یاده کړې چې له ورایه ترې باید د انسان کرکه وشي، فرمایلي یې دي: (دا پریږدئ ځکه چې دا یوه نا ولې او بدبوداره خبره ده) یعنې په دې کې چې انسان هر څومره ګوتې وهي هغومره د هغې خباثتونه او ګندګۍ رابرسیره کېږي

حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه فرمایي: (كُنَّا فِي غَزَاةٍ فَكَسَعَ رَجُلٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ يَا لَلْأَنْصَارِ وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ يَا لَلْمُهَاجِرِينَ فَسَمَّعَهَا اللَّهُ رَسُولَهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَا هَذَا فَقَالُوا كَسَعَ رَجُلٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ يَا لَلْأَنْصَارِ وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ يَا لَلْمُهَاجِرِينَ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ)، موږ په یوه غزا کې ؤ، د مهاجرینو له ډلې څخه یو سړي د انصارو یو سړی له شا نه په لغته وواهه، نو انصاري چغه کړه: اې انصارو (راټول شئ) او مهاجر چغه کړه: اې مهاجرو (راټول شئ) رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا چغې واورېدې، نو پوښتنه یې وکړه، چې دا څه دي؟ نو صحابو ورته وویل: له مهاجرو څخه یو سړي د انصارو یو سړی په لغته وواهه، نو انصاري، انصارو ته غږ کړ، او مهاجر مهاجرینو ته غږ کړ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دا پریږدئ، دا نا ولې او بدبو لرونکې نعره ده) د مهاجرینو او انصارو القاب څومره ښکلي او د عزت القاب ؤ، مګر کله چې د تعصب لپاره استعمال شول رسول الله صلی الله پرې څومره خفه شو او په څه یې وستایل

۴- د تعصب له امله د اسلام یو بنسټیز قانون له منځه ځي، هغه قانون چې په قرآن کریم کې الله تعالی مسلمانانو ته د هغه حکم کړی دی، الله تعالی فرمایی: {وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ } [المائدة: 2] یعنې د نیکۍ او تقوی په کارونو کې یو د بل سره مرسته وکړئ، او د ګناه او په بل باندې په تېري کې یو د بل سره مرسته مه کوئ، دا د اسلام قانون دی  چې باید مسلمان پرې ملتزم وي، د چا سره د مسلمان تأیید او مرسته هېڅ کله هم باید په دې اساس ولاړه نه وي چې هغه یې د قوم، قبیلې او کورنۍ او سیمې او وطن سړی دی، بلکې باید دې ته وګوري چې هغه کار چې دی یې تأییدوي او په هغه کې ورسره منډه وهي، د نیکۍ او تقوی کار دی که نه؟ په دې اړه حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: (من أعَان قوما على ظلم فَهُوَ كالبعير المتردي فَهُوَ ينْزع بِذَنبِهِ) یعنې څوک چې په ظلم د چا سره مرسته کوي هغه په ژور ځای کې د لویدلي اوښ په څیر دی چې د لکۍ په وسیله یې د راویستلو کوښښ کېږي

۵- د کوم قوم، قبیلی، کوم هېواد او سیمې اوسېدونکو سره تعصب درلودل، او هغوی سره په مجموعي توګه نفرت لرل، د اسلام د عدل له نظام سره په ټکر کې واقع دی، او دا ځکه چې په اسلام کې مسؤولیت فردي دی، هېڅ کله هم د یو قوم ټول افراد، د یوې سیمې، او یو وطن ټول اوسېدونکي، د یوې ژبې ټول ویونکي، د یو مذهب ټول اتباع، د عمل او کړنو په لحاظ یو ډول نشي کېدلی، په دوی کې به ښه هم وي او بد هم، ظالمان به هم وي او عادل او منصف خلک به هم، اسلام دا ټول په یوه تله نه تلي، بلکې د هر چا سره د هغه د انفرادي کړنو په بنسټ تعامل کوي، او قانون یی دا دی چې په دنیا او آخرت کې پرې د عدل نظام قائمول غواړي، د هغه په اړه چې الله تعالی فرمايي: {مَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى} [الإسراء: 15]

ژباړه: څوک چې په سمه لار وه نو د هدایت ګټه یې د ځان لپاره ده، او څوک چې ګمراه شو نو د ګمراهۍ تاوان یې د ځان لپاره دی، او هېڅوک هم د بل چا د ګناه بار په خپله غاړه نه اوچتوي. یعنې هر څوک د خپلی ګناه او خپل بد کار پیټی په خپله وړي، دا قانون په دنیا کې هم دی او په آخرت کې هم، یعنې د یو یا څو انسانانو د ګناه او بد اخلاقیو له امله د ټول قوم، قبیلې او سیمې د خلکو سره نفرت لرل هېڅکله هم د عدل او انصاف تعامل نه دی

دا یوازې د قرآن حکم نه دی بلکې د پخوانیو انبیاوو تعلیمات هم همدا ؤ، الله تعالی فرمایی: {أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَى (36) وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى (37) أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (38) وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (39)} [النجم: 36 – 39]

ژباړه: آیا انسان ته د هغه څه خبر نه دی ورکړ شوی چې د موسی (علیه السلام) په صحیفو کې موجود دي او د هغه څه چې د ابراهیم (علیه السلام) په کتاب کې موجود دي، چې په خپله وعده یې وفا وکړه (او هغه دا چې ) هېڅ انسان د بل انسان د ګناه او بد کار پیټی نه وړي، او دا  چې د هر انسان لپاره یوازې د خپل عمل جزا او سزا ده، یعنې همدا خبره د حضرت موسی او حضرت ابراهیم علیهما السلام په کتابونو کې هم وه چې هر څوک به د خپل عمل حساب ورکوي، هېڅوک د بل چا په عمل ګرم او مجرم نه شمېرل کېږي، مګر متعصب انسان یو قوم من حیث قوم د یو شمېر خلکو د کړنو په اساس مجرم ګڼي، او د هغی د بدو کارونو حساب د ټول قوم څخه اخلي

۷- په خپل قوم، قبیلې، نسب … فخر کول او له دې امله نورو ته په سپکه سترګه کتل او ځان افضل او بهتر ګڼل په حقیقت کې د اسلام د هغه اساسي او بنسټیز قانون سره په ټکر کې دی چې د قرآن کریم په دې آیت کې راغلی دی، {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] ژباړه: اې انسانانو موږ تاسې د یو سړي او ښځې نه پیدا کړي یاستئ، او تاسې مو قومونه او قبیلې ګرځولي یاستئ چې په خپلو کې یو بل سره وپېژنئ، یقینا په تاسې کې د الله په وړاندې د ټولو نه بهتر انسان هغه دی  چې ستاسې ترمنځ تر ټولو زیات تقوا داره وي، یقینا الله تعالی عالم او پوه دی

همدا خبره په ګڼ شمېر احادیثو کې داسې راغلې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل وروستي  حج حجة الوداع کې وفرمایل: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَى أَبَلَّغْتُ» ژباړه: ای خلکو! ستاسې رب یو دی، ستاسې پلار (حضرت آدم) یو دی، په دې پوه شئ  چې عرب په غیرعربو فضیلت نه لري او نه عجم په عربو، همدا راز سور په تور فضیلت نه لري او نه تور په سور، مګر د تقوی په بنسټ او اساس، آیا ما دا خبره تاسې ته در ورسوله؟ دا خبره یې په هغه خطبه  کې وکړه چې د ډېرو مهمو قضایاو لپاره یې ځانګړې کړې وه، له دې څخه دا معلومیږي چې دا د اسلام یو ډېر بنسټیز اصل دی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وروستيو وصیتونو کې شامل و، نو بناء د اسلام له نظره فضیلت په دې کې نه دی چې انسان یو ځانګړي قوم، قبیلې، هېواد، سیمې، نسل او …سره اړیکې ولري، بلکې د فضیلت معیار تقوی او د الله تعالی څخه وېرېدل او ښه کردار دی، که څوک د فضیلت معیار دا ونه ګڼي او د تعصب په بنسټ نور څه د فضیلت او برترۍ معیار وبولي د هغه دا کړنه د دې الهي اصل سره په ټکر کې ده

۸- د تعصب په بنسټ د خلکو سره تعامل انسان په ظلم کولو مجبوروي، ځکه کله چې په ناحقه انسان د خپل قوم، قبیلې، کورنۍ … سره دریږي، او همدا راز کله  چې  د یو قوم، یوې کورنۍ ، یوې سیمې د خلکو … سره د نفرت په بنسټ په ناحقه توګه د هغوی پر ضد دریږي، همدې ته ظلم، او ګناه ویل کېږي ، حضرت واثله بن الاسقع وایي: چې د رسول الله نه مې پوښتنه وکړه چې (يا رسول الله ! ما العصبية ؟ قال: ‘ أن تُعين قومك على الظلم) اې د الله پیغمبره ګناه څه ته وايي؟ پیغمبر علیه السلام وفرمایل: ګناه دا ده چې ته په ناحقه توګه د خپل قوم مرسته وکړی، او اسلام خو په هر حالت کې ظلم حرام کړی دی، ابو ذر غفاري (رضی الله عنه) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه یو قدسي حدیث کې فرمایي: الله تعالی فرمایی ما په خپل ځان باندې ظلم حرام کړی دی، او ستاسې ترمنځ مې هم حرام کړی دی، نو یو بل باندې ظلم مه کوئ؛ او په بل حدیث کې عبد الله بن عمرو بن العاص د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه روایت کوي فرمایی: (إياكم والظلم فإن الظلم ظلمات يوم القيامة) له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه ظلم د قیامت په ورځ د تیارو لامل ګرځي

حتی د کافر او ظالم په مقابل کې هم ظلم حرام دی، دا په ډېر صراحت سره په قرآن کریم کې راغلي دي الله تعالی فرمایی: {وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا} [المائدة: 2] د کوم قوم دښمني دې تاسې له دې امله چې هغوی تاسې د مسجد حرام څخه منع کړي ظلم او تېري ته اماده نه کړي، همدا راز الله تعالی فرمایي: {وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [المائدة: 8] د کوم قوم دښمني دې تاسې دې ته اماده نه کړي چې عدل ونه کړئ، عدل او انصاف وکړئ، دا طرز عمل تقوی ته ډېر نږدې دی

تر دې چې الله تعالی د محاربو کفارو سره هم ظلم ناروا بولي الله تعالی فرمایی: {وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ} [البقرة: 190] د الله تعالی په لار کې د هغه چا پر ضد جنګ وکړئ چې تاسې سره جنګیږي، او تېری او ظلم مه کوئ، یقینا الله تعالی ظلم او تېري کوونکي خلک نه خوښوي. نو کله چې متعصب همیشه ظالم وي او الله جل جلاله هېڅکله هم ظالم سره مینه نه لري، نو آیا یو مسلمان متعصب  کېدلی شي؟

۹- تعصب د مسلمانانو ترمنځ د بغض،  کینې او دښمنۍ لامل ګرځي، حال دا چې بې شمېره شرعي نصوص، آیتونه او احادیث د مسلمانانو ترمنځ د ورورلۍ، دوستۍ، مینې او محبت امر کوي، نو بناء تعصب ددې ټولو نصوصو سره په ټکر کې واقع یو عمل دی، الله تعالی فرمایي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ} [الحجرات: 10] مؤمنان په خپلو کې سره وروڼه دي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: (الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ…) مسلمان د مسلمان ورور دی نه پرې خپله ظلم کوي، او نه یې د بل چا ظلم کولو ته بې مرستې پریږدي، په دې مفهوم ډېر زیات نصوص راغلي دي، نو بناء متعصب انسان ددې ټولو نصوصو په مخالفت کې واقع کېږي

هغه څه چې تعصب نه شمیرل کیږي

خو د تعصب د منع کولو معنی هېڅکله دا نه ده چې څوک باید د خپل هېواد، خپلې کورنۍ، خپل ملت او قوم سره مینه او محبت ونه لري، دا محبت یو فطري کار دی، ددې محبت غوښتنه دا ده چې  انسان د هغه د ترقي، پرمختګ، په هغه کې د خیر د خپرولو هڅه وکړي، بلکې دا د یو مسلمان لومړی مسؤولیت هم دی له همدې امله رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته چې کوم حکم په دې آیت کې ورکړل شوی وو، چې {وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ} [الشعراء: 214]  چې خپل نږدې خپلوان ووېروه، همدا حکم ټولو مسلمانانو ته هم دی، ځکه د خیر خواهۍ لومړی حق داران همدغه نږدې خلک دي

له همدې امله کله چې واثله بن الاسقع له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه پوښتنه وکړه چې (أَمن الْمعْصِيَة أَن يحب الرجل قومه؟) ایا دا ګناه ده چې یو انسان خپل قوم سره محبت او مینه ولري، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته داسې روښانه ځواب ورکړ چې د تعصب او درستې مینې فرق یې په بشپړه توګه څرګند کړ ویې فرمایل: (لَا وَلَكِن من الْمعْصِيَة أَن يعين الرجل قومه على الظُّلم) نه دا خوګناه نه ده، مګر دا ګناه ده چې یو انسان د خپل قوم سره د ظلم په کار کې ودریږي، نو د خپل قوم، ملت، قبېلې، خپلو خپلوانو، خپل هېواد سره مینه درلودل دا یو فطري کار دی، شریعت دې ته مسلمانان هڅولي دي، مګر په دې شرط چې ددې په نتیجه کې انسان په ظلم کې واقع نه شي، ددې له امله د نورو خلکو حقوق ضائع نه شي، ددې له امله په نورو خلکو ځان برتر ونه ګڼي، د دې له امله نور خلک د نفرت او کر کې مستحق ونه ګڼي، که دا کارونه یې وکړل نو دا ډول مینه بیا په تعصب بدلیږي، او ناجایز او حرامه ګرځي

همدا راز د یو قوم هغه ملي عنعنات  چې  هغه مثبت او د اسلام سره برابر وي لکه شهامت، د حق سره درېدل، حیا او شرم، سخاوت او کرم، ښه ګاونډیتوب، د مظلوم سره مرسته، د ښو اخلاقو ساتنه، د داسې مثبتو عنعناتو ساتل هم په هغه منفی تعصب کې نه داخلیږي، مګر خپل هر دود او دستور چې هغه د حق سره موافق وي او که مخالف، د هغه نه دفاع او د هغه ساتنه په نادرست تعصب کې شامل دي

ددې ترڅنګ د خپلو خپلوان د نکاح لپاره د کفاءت (سیال) لټول هم په منفي تعصب کې شامل نه دی ځکه د دوو کورنیو ترمنځ په اجتماعي لحاظ نږدې والی، د عادتونو نږدې والی ددې لامل ګرځي چې د نکاح تړون دوامداره او دائمي پاتې شي، نو بناء دا د نورو په سپکاوي او د نورو څخه په نفرت او کر کې ولاړ نه دی

لنډه دا چې داسې دریځ چې د هغه په نتیجه کې ظلم، تېری، په ناحقه د نورو سره درېدل، د حق دارانو حقوق ضایع کېدل، بې له کوم موجه دلیل څخه د خلکو سره نفرت او کرکه، د اسلامی اخوت او ورورلۍ آداب نه مراعت کول مرتب شي دا هغه تعصب او نا درست دریځ دی او مسلمان باید ترې ځان وساتي، او داسې مینه او محبت، او هم داسې نفرت او کرکه چې هغه په حقه وي هغه جایز او درست کار دی او تعصب نه شمېرل کېږي

د الله تعالی نه دعا ده چې موږ د تعصب له دې ناروغۍ څخه، چې په ټولنه کې د فساد، ظلم، وژنو، جنګونو او وینو تویولو، او ډول ډول ستونزو او مشکلاتو لامل ګرځي وساتي، تر څو د اسلام تر سیوري لاندې آرام، ډاډمن او هوسا ژوند ولرو. انه علی ذلک قدیر وبالاجابة جدیر

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*