وروستي

د اعداد (حساب ) شرعي حکم

welcome to quransunnat.com .website د اعداد (حساب ) شرعي حکم

د اعداد (حساب ) شرعي حکم

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

پوښتنه : ايا (( بسم الله )) او نور قرآني ايتونه د حساب ( عدد ) په صورت او شكل سره ليکل کيدی شي؟

ځواب : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيدًا 

اي مؤمنانو! د الله تعالی څخه وډار شئ او نېغه (صفا ) خبره کوئ

اسلام يو مکمل دين دی، الله تعالی په قرآن کريم کي مونږ ته د ژوند تېرولو اداب بيان کړي او رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو پاکو او مبارکو فرمانو او ارشاداتو په ذريعه موږ ته ددي عملي نمونه وړاندي کړي او د عمل په ذريعه يې ددي عملاً د وضاحت کړی

(١) په دغو اسلامي آدابو کي يو ادب دا هم دی چې هر مسلمان دي په هر کار کي د الله تعالی نوم واخلي، مسلمانانو ته د هر کار د شروع کولو په وخت کي د بسم الله ترغيب ورکړل شوی، ځکه پدې کي ډير برکت دی.

د ليکلو وخت کي هم د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم همدغه سنت عمل دی چې ( ليکل دي په ) بسم الله الرحمن الرحيم سره پيل او شروع کړل شي، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مختلفو باچيانو او سردارانو ته کوم خطونه ليکلي نو په هغو ټولو کي بسم الله الرحمن الرحيم ليکلي شوي، د احاديثو په کتابونو کي هغه خطونو په تفصيل او مکمله توګه راوړل شوي

(٢) ځينو خلکو د (( بسم الله الرحمن الرحيم )) په ځای د (٧٨٦) حساب ليکل اختيار کړي او په عوام الناسو کي هم دا خبره رواج شوي، حالانکه په شريعت کي عدد او حساب هېڅکله هم د الفاظو بدل ندی منل شوی، البته په يهوديانو کي دا شی شته او هغوی د الفاظو په ځای حساب ( اعداد ) استعمالوي، په يهود او نصارا وو کي د (٧) او (١٤) شميرو ته ډېر اهميت ورکړل شوی، پدې وجه د دوی په کتابونو کي پدې بناء باندي د عيسی عليه السلام نسب نامه د ابراهيم عليه السلام څخه را واخله تر عيسی عليه السلام پوري څوارلس څوارلس نومونه يې په درې حصو تقسيم کړي، مسيحي علماء ددي خبري دا وجه بيانوي چې د څوارلسو شميره دوه ځلي اوو اوو څخه جُوړيږي او بله وجه دا ده چې د داود لفظ په عبراني ژبه کي د ….. دود ……… په صورت سره ليکل کيږي ددي شميره ( د ابجد په حساب سره ) څوارلس جوړيږي، پدې سره دوی دا مسئله ثابته وي چې عيسی عليه السلام د داود عليه السلام روحاني وارث دی

(٣) ددي څخه معلوميږي چې د حساب جملي يعني د حروفو او اعدادو تبادله بانيان او جوړونکي او دېته عقيده ساتونکي نامسلمانه اهل کتاب دي، او ددي سره د مسلمانانو هېڅ تعلق نشته، د کومو سورتونو په سر کي چې کوم حروف مقطعات ( لکه: الم، ن، ص او داسي نور ) راغلي او بيل بيل ويلی شي، نو ددي په هکله د تفسير په کتابونو کي داسي روايتونه راځي چې يهوديانو کله دا حروف واوريدل نو د دوی خيال راغی چې ددي څخه به موده ( وخت) مراد وي چې ددي نبي ( کريم صلی الله عليه وسلم ) د نبوت زمانه به تر دومره وخته پوري وي

کله چې ئي (( الم )) واوريدل نو يو يهودي ملا وويل چې د مسلمانانو د نبي نبوت به فقط تر (٧١) يو اويا کلنو پوري وي، کله چې هغه ته وويل شو چې په قرآن کي خو (( المص )) هم راغلی نو هغه وويل چې دا به تر(١٦١) کاله پوري وي، بيا چا ورته وويل چې په قرآن کي خو (( المر )) هم راغلی نو هغه نور هم پرېشانه شو ځکه دا (٢٧١) جوړيږي، په اخر کي ئي وويل دا مسئله پيچلي او مشکله ده، موږ نه پوهيږو چې لدې څخه ئي څه مطلب دی؟ ځکه ددي په حقيقت الله تعالی ښه پوهيږي او همدغه موقف صحيح او په حقيقت ولاړ دی.

(٤ ) ددي روايتونو څخه معلوميږي چې د حروفو او اعدادو په يو بل باندي د بدليدلو تصور د يهوديانو له طرفه راغلی نو پدې خاطر مسلمانانو ته لدې څخه ځان ساتل پکار دی

سربيره پردي د مسلمانانو په ورځني ژوند کي هم حساب يعني اعداد د الفاظو بديل ګڼلو تصور او نظريه نشته، مثلاً که د يو سړي نوم انور وي نو هغه په ( ٢٥٧ ) بللو سره نشې را غوښتلی او نه به قريشي صاحب (٦٢٠ ) ځانته ويل غوره کړي، که چيري يو مولانا صاحب ته د مولانا په ځای ١٢٨ صاحب وويل شي نو هغه به يقيناً پدې سره خفه شي نو بيا څه وجه ده چې د الله تعالی له دې مُقدَّس او مبارک نوم سره داسي سلوک کولی شي؟

(٥) پدې سر بيره د يو عدد له پاره ضروري نده چې دا دي يواځي د يو عبارت معنی او مطلب ظاهر کړي ،بلکه د دينه د زياتو عبارتونو د مجموعي عدد هم ددي مساوي جوړيدلی شي، د مثال په توګه همدغه عدد (٧٨٦) کوم چې د (( بسم الله الرحمن الرحيم )) بدل ګڼل شوی، د هندوانو د معبود د (( کرشن )) د نوم نعره (( هري کرشنا )) د حساب مجموعه هم دومره يعني (٧٨٦) کيږي

(٦) دا خبره هم د غور وړ ده چې که چيري اعداد د الفاظو بدل وي؛ نو ايا موږ په خپلو معاملو کي هم د دي استعمال پدې لحاظ او طريقي سره قبلولی شو؟ مثلا يو شخص تا ته يوه واقعه بيانوي؛ ته فکر کوي چې دی راته دروغ وايې، ته هغه ته ووايې: ته په الله قسم وکړه، نو هغه درته ووايې: دوه سوه سپږ شپېته (( ٢٦٦ )) زه رښتيا وايم، ايا ته به دا خبره ومني چې ده په الله تعالی قسم وکړ؟ نو لهذا (( بسم الله )) هم پدې در قياس کړه، همدارنګه که د نکاح په وخت کي نکاح کونکی شخص ووايې ما ((١٣٨)) کړه نو دا به ورسره ومنل شي چې ده (( قبوله )) کړه؟ نو پدې وجه نکاح وشوه

همدا رنګه که څوک خپلي ښځي ته ووايې: ځه ته (١٤٠ ) ئي، نو ايا دا به طلاق ګڼلی شي، يقيناً چې هېڅ عاقل شخص دا منطق نشي منلی

(٧) بيا نو څه وجه ده چې کوم شی د خپل ځان لپاره نه خوښوي نو هغه د الله تعالی د نوم لپاره او د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک نوم لپاره اختيارولی شي، د يو مؤمن لپاره ددي خبري تصور هم د قبول وړ ندی

ويل کيږي چې موږ د بسم الله الرحمن الرحيم په ځای ٧٨٦ ځکه ليکو چې د الله تعالی د نوم بي عزتي را نشي!! ځکه په کوم کاغذ چې د الله تعالی نوم ليکل شوی وي نو د هغه ادب کول پکار دی او که په هغه باندي ٧٨٦ ليکل شوي وي نو دومره ادب کول ئي ضروري نده

عجيبه خبره ده د ٧٨٦ شماره د بسم الله الرحمن الرحيم، نعم البدل يواځي په ليکنو کي ګڼل کيږي، په خولي ويلو کي نده!! کنه نو د خوراک کولو وخت کي به هم ٧٨٦ ويل شروع شي، د تلاوت کولو وخت کي دي هم له دې اساني څخه کار واخستل شي، او که د لمانځه لپاره او د هغه د اذکارو لپاره ددي اعدادو او حسابونو له سهولت څخه کار واخستل شي نو ډېر په چټکۍ اوچټ پټۍ سره د لمانځه څخه فارغه کيدل راځي

پدې خاطر موږ د ټولو لوستونکو څخه غواړو چې دوی دي د (( ٧٨٦ )) استعمالولو په ځای د الله تعالی مبارک نوم او مکمله (( بسم الله الرحمن الرحيم )) ليکي، ددي لپاره چې دوی د يهودو او نصارا وو د مشابهت څخه خلاص شي او د الله تعالی د مبارک نوم برکتونه ئي په نصيب شي. [ مجلة الدعوة، جون، ١٩٩٧ ميلادي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*