وروستي

د افريل فول شرعي حکم

د افريل فول ( يعني د ساده ګانو، دروغو، او ملنډو وهلو ورځي ) شرعي حکم

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

د اپريل فول د شرعي حکم معلومولو څخه مخکي ددي په مفهوم او مطلب باندي پوهيدل ضروري دي، اپريل د انګريزي ( عيسوي ) کال څلورمه مياشت ده، دا د لاطيني ژبي لفظ او توری دی، د اپريليس يا ايپرير څخه را اخستل ( ماخوذ ) شوی

دا لفظ د پسرلي په شروع کي د ګلونو او غوټيو سپړيدلو او غوړيدلو موسم ته استعمالوليده، او د فول ( ) معني ساده توب، بي عقلي، او دروغو لپاره استعمال شوی

نو د اپريل فول مطلب او معنا دا شوه چې د اپريل په لومړۍ نېټه به خلکو دروغ، ټوکي او ملنډي وهلي

ددي مختلف وجوهات او علتونه بيانيږي، چي په هغو کي يوه وجه دا ښودل شوي چي په فرانسه کي د نوي کال شروع د جنوري مياشتي پر ځای د اپريل څخه کيدله، کله چي په فرانسه کي د تاريخ جنتري بدليدله او په ( ۱۵۶۴ ميلادي ) کال کي د ( نهم چارلس پاچا په حکم ) نوي جنتري نشر کړی شوه؛ نو کومو فرانسويانو چي دغه نوي جنتري نه منله او ددي مخالفت يې کول نو نورو خلکو به په هغوی پسي ملنډي، او ټوکي کولي، هغوی ته به يې ساده ګان ويل، ورپسي خندل به يې او له هغوی سره به يې ډير ناوړه سلوک کول

د اپريل فول يادونه تر ټولو مخکي د ډريګ نيوز ليټر ( ) په ورځپاڼه کي راغلی، مذکوره ورځپاڼي په کال ۱۹۶۸ کال د اپريل په دويمه ګڼه کي ليکلي چي ځېنو خلکو د اپريل په لومړۍ نېټه په لندن ټاور کي د زمريانو لمبولو عملي مشاهده او ليدلو اعلان وکړ

د اپريل په لومړۍ نېټه باندي په يورپ کي د مشهورو واقعاتو څخه تر ټولو مشهوره او مهمه واقعه داده چې په کال ۱۸۴۶ د مارچ په ۳۱ تاريخ باندي د (( النفينج سټار )) په نوم يوي انګريزۍ ورڅپاڼي اعلان وکړ چي د اپريل په لومړۍ نېټه باندي به په اسلنجنون ښار په يوه زراعتي فارم کي د خرو يوه عامه ميله او منظره وي، خلک ډير په شوق ډلي ډلي راغلل، لکه چي ټول را جمعه شول او د خرو د ميلي انتظار ته يي انتظار کول، کله چي هغوی په انتظار انتظار ستړي شول نو هغوی پوښتنه وکړه چي دا ميله به کله شروع کيږي؟ ليکن دوی ته څه د تسلي وړ ځواب په لاس رانغی، په آخر کي دوی ته وويل شو چي کوم خلک دې منظري او ميلي ته راغلي نو دوی په خپله خره دي!! [ وګوره: د اپريل فول تاريخي او شرعي حيثيت ]

د پورتني وضاحت څخه معلومه شوه چې اپريل فول د يهوديانو او نصارا وو له طرفه يو ډير قبيح او ناوړه رواج دی، چي پدې ورځ باندي د خلکو د پرېشانه کولو او آزارولو لپاره د دروغو اوازي او خبرونه نشرولی شي

ډير ځلي ددې دروغو له وجي په خلکو او ټولنه کي اختلاف، فساد بلکه قتل او قتال ته خبره رسيدلي

دروغ خو د قران او سنت له مخي په قطعي ډول سره حرام دي، الله تعالی د منافقانو په اړه فرمايلي: (( وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ )). [ سورة البقره: ۱۰ ]

او ددوی لپاره درناک عذاب دی، په دې وجه چې دوی دروغ وايې

په دې ايت کريمه کي د منافقانو صفت دروغ ويل ذکر شوي، او پدې باندي دوی ته د درناک عذاب زيری ورکړل شوی

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ ))

له عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: څلور خويونه دي چي په هر چا کي وي نو هغه پوره او په بشپړه توګه منافق دی، او په چا کي له دغو نه يو خوی او خصلت وي نو به هغه کي د نفاق يو خوی دی، تر څو چي هغه پرېږدي، کله چي څه په امانت ورکړی شي نو خيانت ( پکښي ) کوي، کله چي خبري کوي نو دروغ وايي، کله چي وعده کوي نو غدر کوي او خپله وعده ماتوي ، او کله چې جنګ جنګړه کوي نو ښکنځلي کوي. [ بخاري کتاب الايمان ، صحيح مسلم باب بَيَانِ خِصَالِ الْمُنَافِقِ ]

د دي صحيح حديث څخه هم معلومه شوه چي دروغ ويل په شرعي لحاظ ناجائز او حرام دي، او دا د منافقت په خصلتونو کي يو خصلت دی

د عبدلله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل

(( إِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَصْدُقُ حَتَّى يَكُونَ صِدِّيقًا وَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ كَذَّابًا ))

بې شکه رښتيا ويل د نيکي طرف ته لارښونه کوي، او نېکي جنت ته رسول کوي، بې شکه يو انسان به رښتيا رښتيا وايې تر دې پوري چي لده څخه به (( صدِّيق )) جوړ شي، او بې شکه دروغ د بدې طرف ته لارښونه کوي، او بدې اور ته رسول کوي، بې شکه يو انسان به دروغ دورغ وايې تر دې پوري د الله تعالی په نزد به (( کذّاب )) وليکل شي

[ بخاري کتاب الادب، باب قول الله تعالی: (( )) وماينهی عن الکذب ( ۶۰۹۴ )، مسلم کتاب البر والصلة باب قبح الکذب وحسن الصدق وفضله ( ۲۶۰۷ )، مسنداحمد ۱/ ۳۹۳، ۴۳۹، ۴۴۰ ]

د سمره بن جندب رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي

(( رَأَيْتُ اللَّيْلَةَ رَجُلَيْنِ أَتَيَانِي قَالَا الَّذِي رَأَيْتَهُ يُشَقُّ شِدْقُهُ فَكَذَّابٌ يَكْذِبُ بِالْكَذْبَةِ تُحْمَلُ عَنْهُ حَتَّى تَبْلُغَ الْآفَاقَ فَيُصْنَعُ بِهِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ))

ما تېره شپه په خوب کي وليدل، دوه ملائک زما خواته راغلي، هغوی راته وويل کوم شخص چې تا وليدل چې دده اوښکي ورڅېري کيدل، نو دا هغه څوک وو چې په دنيا کي لوی دروغجن وو، کوم دورغ چې به يې وويل نو هغه به په ټول وطن کي خوريدل، تر قيامته به ده ته همدغه سزا ورکول کيږي.[ بخاري کتاب الادب ( ۶۰۹۶ )]

د حسن بن علي رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكُ، فَإِنَّ الْخَيْرَ طُمَأْنِينَةٌ، وَإِنَّ الْكَذِبَ رِيبَةٌ ))

[ مسندبي يعلی ۱۲/ ۶۷۶۲، حلية الاولياء ۸/ ۲۶۴، بيهقی کتاب البيوع ۵/ ۳۳۵، مسند طيالسی ( ۱۲۹۱ )، ترمذی کتاب صفة القيامة ( ۲۵۱۸ ) نسائی کتاب الاشربة ۸/ ۳۲۷، ۳۲۸ ]

شکې خبره پريږده، او بې شکه خبره واخله، يقينا په رښتيا کي اطمنان دی او په دروغو کي عدم سکون او تردد دی

(( ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: إِمَامٌ كَذَّابٌ، وَعَائِلٌ مُسْتَكْبِرٌ، وَالشَّيْخُ الزَّانِي ))

له درو کسانو سره به الله تعالی د قيامت په روځ نه خبري وکړي او نه به ( د رحمت په نظر ) ورته وګوري او د دوی لپاره درناک عذاب دی: ( ۱) دروغجن حاکم او امير ، ( ۲) کبرجن غريب ( ۳ ) بوډا زاني

[ مسند ابی يعلی ۱۱/ ۶۱۹۷، مسلم کتاب الايمان بيان غلظ تحريم اسبال الازار ( ۱۰۷ ) مسند ابی عوانه ۱/ ۴۰، بيهقی ۸/ ۱۶۱، مسند احمد ۲/ ۴۸۰، نسائی کتاب الزکوة ۵/ ۸۶ ]

ددي صحيحو احاديثو څخه د دروغو بدې معلومه شوه، چې دورغجن انسان کله دروغ وايې نو د الله تعالی په نزد دروغجن (( کذّاب )) ليکل کيږي، او نه خو به ده ته د قيامت په ورځ الله تعالی ( د رحمت په نظر ) ګوري، او په دروغو باندي انسان ته اطمنان نه نصيب کيږي بلکه دورغجن په بي سکوني او تردد کي وي

الله تعالی د قران کريم په يو بل ځای کي د مباهلي يادونه کړي، فرمايلي يې دي

(( فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ))

موږ په دروغجنو د الله لعنت وکړو. [ آل عمران : ۶۱ ]

لدې څخه علاوه دروغ ويل د مخکينو قومونو په بدو او ناکاره صفاتو کي هم په خصوصي توګه ذکر شوي، چې له دې څخه معلوميږي چې دروغ ويل په شرعي لحاظ حرام عمل دی، او د اپريل فول بنياد ټول په ټوله په دروغو ولاړ دی، نو پدې خاطر ددي ( لمانځل ) د شريعت له مخي حرام کار دی

او دا د يهودو او نصارا وو له ناوړه عادتونو څخه يو عادت او کلتور دی، چې ددي لمانځل د يهودو تقليد او له هغوی سره مشابهت کول دي

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يهودو او نصارا وو د مشابهت کولو څخه په ډيرو ځايونو کي منعه فرمايلي، د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ))

چا چې به کومو خلکو سره مشابهت اختيار کړ نو دی له هغوی څخه دی

[ مسنداحمد ۲/ ۴۹، ( ۵۱۱۵ )، مشکواة کتاب اللباس ( ۴۳۴۷ )، د شيخ الباني رحمة الله عليه په تحقيق باندي ]

الله تعالی په قران کريم کي فرمايلي: (( وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ))

يهود او نصارا به هيڅکله هم له تا څخه راضي نشي؛ ترڅو چې ته ددی په دين پسي روان نشې ، ته ورته ووايه هدايت خو يواځي هغه دی کوم چې د الله له طرف څخه دی، که تا د علم او پوهي څخه وروسته د دوی د هوا او هوس تابعداري وکړه نو له الله نه به نه کوم مولی تر لاسه کړي او نه کوم مرستندوی . [ البقره: ۱۲۰ ]

د پورتنو ذکر شوو قراني آيتونو او نبوي څخه دا خبره د رڼا ورځي په شان معلومه شوه چې په اسلامي شريعت کي دروغ ويل حرام او ناروا عمل دی، او دا د يهودو او نصارا وو عمل او لاره ده، نو پدې خاطر د اپريل فول ( لمانځل ) حرام او د يهودو او نصارا وو له ناوړه عادت او کلتور څخه دی، هېڅ مسلمان ته ددي جواز نشته چي د هغوی په لاره لاړ شي او د هغوی طرز او طريقه خپله کړي

الله تبارک وتعالی دي د بدو او ناوړه اخلاقو او عاداتو څخه هر مسلمان سړی او ښځه، غټ او ووړ وساتي. ( آمين )

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*