وروستي

د سلام اچولو وخت کې سر ښکته کول څه حکم لري؟

د سلام اچولو وخت کې سر ښکته کول څه حکم لري؟ د سلام اچولو وخت کې سر ښکته کول څه حکم لري؟

د سلام اچولو وخت کې سر ښکته کول، يا دريدل

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

                   پوښتنه : خپلو مشرانو ته په ځان ښکته کولو سره سلام کول يا ودرېدلو سره سلام کول، دار نګه د خپلو استاذانو په احترام کې درېدل ) کول ددي ټولو کارونو حکم د قرآن او سنت په رڼا کې بيان کړئ چې دا په شريعت کې څرنګه دي؟

ځواب :د سلام اچولو وخت کې ښکته کيدل صحيح کار ندی؛ ځکه ددي مشابهت د رکوع کولو سره راځي او هغه خو يواځي د الله تعالی لپاره کولی شي، د دينه علاوه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحابه کرامو کې له هېچا نه هم دا نه دي ثابت چې هغوی دي يو بل ته د سلام اچولو وخت کې ښکته شوي وي، همدا نګه د يو چا د احترام او تعظيم لپاره درېدل هم جائز ندي، لکه نن صبا چې خلک د استاذ، قاضي يا نورو مشرانو په راتللو سره درېږي

د معاويه رضی الله عنه نه روايت دی کوم کس چې دا خوښوي چې ده ته دي خلک ودريږي نو هغه دي خپل ځای ځانته په اور کې جوړ کړي. [ ترمذي، ابو داود، مشکواة باب القيام

دا حديث صحيح دی

د انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت دی چې صحابه کرامو ته په مخلوق کې تر رسو ل الله صلی الله عليه وسلم هېڅوک هم ډير ګران نوو؛ هغوی به چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدل نو نه به درېدل؛ځکه هغوی پدې پوهيدل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا کار نه خوښوي.

دا حديث ترمذي روايت کړي او ويلي ئې دي چې دا حديث حسن صحيح دی

البته د چا لپاره مخکې ور وتل او د هغه استقبال کول يا يو چاته ورپورته کيدل او د هغه کښېنول صحيح دي ځکه کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د بنوقريظه وو د فيصلي لپاره سعدبن معاذ رضی الله عنه را وغوښتل نو کله چې هغه رانزدي شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم انصارو ته وفرمايل: (( قُومُوا إِلَى سَيِّدِكُمْ )). د خپل سردار او مشر خواته ( د ښکته کولو لپاره ) ور پاڅئ. [ بخاري، مسلم، مشکواة باب القيام

د (( مصافحي )) معنی په عربي ژبه کې له يو بل سره د لاس صفحه ( يو طرف ) ميلاو ول ته وايې، نو کله چې ديولاس صفحه د بل کس د لاس سره يوځای شي نو پدې سره مصافحه مکمله او پوره شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم به د بعيت او ستړي مشي په وخت کې خپل ښی لاس استعمالول.[ د تفصيل لپاره وګوره: تحفة الاحوذي ٣\٣٩٧

په صحيح البخاري کې چې کوم حديث راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ته د تشهد تعليم ورکول نو د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ورغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دواړو ورغوو په منح کې وو، نو دا د تعليم ورکولو وخت کې د هغه د متوجه کولو لپاره وو

د دي څخه د ملاقات مصافحه نده مراد، کنه نو بيا خو د دي څخه دا لازميږي چې د ملاقات په وخت کې به کشر په يو لاس او مشر په دواړو لاسونو مصافحه ( ستړي مشي ) کوي

[ له طرفه د ( ع ، ع ) مجلة الدعوه، جولای، ١٩٩٥ء ]

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*