وروستي

د محرم څخه پرته د ښځي سفر

welcome to itblast.com website welcome to itblast.com website

د محرم   څخه پرته د ښځي سفرImage result for ‫سفر زن بدون محرم‬‎

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

 پوښتنه ايا ښځه د محرم نه پرته سفر کولی شي، ددي شرعي څه حکم دی؟

په اوسنۍ زمانه کي ( ځيني ) ښځي ديني مجلسونو ته د محرم څخه پرته لري لري ځايونو ته سفر کوي، کله داسي کيږي چې د يوې ښځي سره محرم وي او نوري ښځي له هغي سره ملګري شي سفر وکړي،ايا د دوی دا عمل صحيح دی؟ ځيني ښځي دا خبره کوي چې ښځه يوه شپه او ورځ د محرم نه پرته سفر کولی شي، دا مسئله د قرآن او سنت په رڼا کي واضحه کړئ

[ځواب : الله تعالی د ښځي د عظمت او عزت ساتلو لپاره د دي د اوسېدلو او پاتي کېدلو ځای ددې خپل کور مقرر کړی؛ پدې خاطر چې دا په خپل کور کي و اُوسي او پدې سره دا خپل عزت او عفت وساتي، ځکه ښځه چې کله د خپل کور څخه ووځي نو شيطان هغي ته ګوري

لکه حديث کي راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( أَلمَرْأَةَ عَوْرَةٌ، فَإِذَا خَرَجَتِ اسْتَشْرَفَهَا الشَّيْطَانُ )

ښځه د پټولو شی دی، کله چې دا ( د کور څخه بهر ) ووځي نو دېته شيطان ګوري.[ ترمذي، د مشکواة ( ۳۱۰۹ ) په حواله

علامه الباني رحمة الله عليه د مشکواة په تعليق کي ددي حديث سند صحيح ګرځولی

ددي حديث واضح مفهوم او مطلب دا دی چې کله ښځه د خپل کور څخه بهر ووځي نو شيطان دا د خلکو په په نظر کي ښائسته کوي او دېته ګوري، ددې په خپل جال کي د را نېولو لپاره هر ډول حربي استعمالوي

زموږ په ټولنه کي ددې خبري ډير مثالونه شته چې ښځه بازار ته په يو کار پسي تللي نو دا شيطان صفته انسانان په خپل شرارتي خواهشاتو کي راګير کړي!! څومره ډيري ښځي شته چې د کور څخه راوتلي او بيا خپلو کورونو ته ندي تللي

الله رب العزت چې کوم قواعد او قوانين مقرر کړي نو دائي د همدغي ښځي د تقدس او عزت ساتلو لپاره مقرر کړي، ښځه که په کوم کار پسي سفر کوي نو الله تعالی موږ ته د خپل اخرني رسول صلی الله عليه وسلم په واسطه لارښوونه کړي چې دا دي له خپل محرم سره لاړه شي، د محرم نه پرته د ښځي سفر کول بالکل ناجائزاو حرام دی، ښځه نه يوه شپه او ورځ د محرم نه پرته سفر کولی شي او نه د دي په کم يا زيات سفر کولی شي، بلکه په سفر کولو کي ښځه د محرم پابنده ده، پدي اړه يو څو احاديث وګورئ

(١) د ابو سعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( لَا تُسَافِرِ امْرَأَةٌ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ ))

هیڅ ښځه دي د محرم څخه پرته تر درې ورځو زيات سفر نکوي

[ صحيح مسلم، کتاب الحج باب سفر المراة مع محرم الی حج وغيره ( ۴۱۸، ۱۳۳۸ )، ابن حبان فصل فی سفر المرأة ( ۲۷۰۷ )، بيهقي کتاب الصلاة باب حجة من قال لاتقصر الصلاة فی اقل من ثلاثة ايام ۳/ ۱۳۸، ابوداود کتاب المناسک باب فی المرأة تحج بغير محرم ( ۱۷۲۶ )، ابن ماجه کتاب المناسک باب المرأة تحج بغير ولي ( ۲۸۹۸ )، ترمذي کتاب الرضاع باب ماجاء في کراهية ان تسافر المرأة وحدها () ۱۱۶۹ )]

په ابوداود او نور کتابونو کي راځي: (( لَا يَحِلُّ لِامْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أَنْ تُسَافِرَ سَفَرًا فَوْقَ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فَصَاعِدًا، إِلَّا وَمَعَهَا أَبُوهَا أَوْ أَخُوهَا أَوْ زَوْجُهَا أَوِ ابْنُهَا أَوْ ذُو مَحْرَمٍ مِنْهَا )). [ مخکنۍ حواله وګورئ

کومه ښځه چې په الله تعالی او د قيامت په ورځ ايمان لري نو ددي لپاره د دريو ورځو يا لدي څخه زيات سفر کول حلال ندي، مګر که لدې سره ددي پلار، ورور، ميړه، زوی يا بل يو مُحرم وي [ نو بيا تر درې ورځو څخه زيات سفر کول ورته جائز دی

(٢) د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( لَا يَحِلُّ لِامْرَأَةٍ، تُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، تُسَافِرُ مَسِيرَةَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، إِلَّا وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ ))

کومه ښځه چې په الله تعالی او د قيامت په ورځ ايمان لري نو ددي لپاره ندي حلال چې دا درې ورځنی سفر وکړي، مګر که لدې سره مُحرِم وي

[ صحيح مسلم، کتاب الحج باب سفر المراة مع محرم الی حج وغيره ( ۱۳۳۸ )، ابوداود کتاب المناسک باب فی المرأة تحج بغير محرم ( ۱۷۲۷ )، بيهقي ۳/ ۱۳۸، ابن حبان ۵/ ۱۷۷ ( ۲۷۱۹ )، بخاري کتاب تقصير الصلاة باب فی کم يقصر الصلاة ( ۱۰۸۶، ۱۰۸۷ )

. (٣) د ابوسعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( لَا تُسَافِرُ الْمَرْأَةُ يَوْمَيْنِ إِلَّا مَعَ زَوْجِهَا أَوْ ذُو مَحْرَمٍ))

ښځه دي دوه ورځنی سفر نه کوي مګر که لدې سره يې ميړه يا محرِم وي

[ بخاري کتاب العمل فی الصلاة باب مسجد بيت المقدس ( ۱۱۹۷ )، کتاب جزاء الصيد باب حج النساء ( ۱۸۶۴ )، وکتاب الصوم باب صوم يوم النحر ( ۱۹۹۵ )، مسلم کتاب الحج باب سفر المراة مع محرم الی حج وغيره ( ۴۱۵، ۱۳۳۸ )، بيهقي ۳/ ۱۳۸، ابن حبان ۵/ ۱۷۵، ( ۲۷۱۲، ۲۷۱۳ ) مسندابي يعلی ۲/ ۳۸۸، ( ۱۱۶۰

(٤) ابوهريره رضی الله عنه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه روايت کوي:

(( لا يَحِلُّ لامرأةٍ تؤمنُ باللهِ واليومِ الآخِرِ أنْ تُسافرَ مَسيرةَ يومٍ وليلةٍ وليسَ معَها حُرْمةٌ ))

کومه ښځه چې په الله تعالی او د قيامت په ورځ ايمان لري نو ددي لپاره ندي حلال چې دا دي
د محرم څخه پرته يو ورځنی سفر وکړي

[ بخاري کتاب تقصير الصلاة باب فی کم يقصر الصلاة ( ۱۰۸۸ )، مسلم کتاب الحج باب سفر المراة مع محرم الی حج وغيره (۱۳۳۹ )، بيهقي ۳/ ۱۳۹، ابن ماجه کتاب المناسک باب المراة تحج بغير ولي ( ۲۸۹۹ )، ابن حبان ۵/ ۱۷۶، ( ۲۷۱۴ )]

(٥) ابوهريره رضی الله عنه وائي ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي چې فرمايل ئي: (( لَا يَحِلُّ لِامْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخَرِ أَنْ تُسَافِرَ يَوْمًا وَاحِدًا لَيْسَ مَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ ))

کومه ښځه چې په الله تعالی او د قيامت په ورځ باندي ايمان لري نو ددي لپاره د محرم څخه پرته يوه ورځ سفر کول هم حلال ندی

[ ابن حبان ۵/ ۱۷۶ ( ۲۷۱۵ )]

(٦) د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې بيشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( لَا تُسَافِرِ الْمَرْأَةُ بَرِيدًا إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ )

ښځه دي د محرم څخه پرته يو بريد سفر هم نکوي

[ ابن حبان ۵/ ۱۷۶، ( ۲۷۱۶ )، بيهقي ۳/ ۱۱، ابوداود کتاب المناسک ( ۱۷۲۵ )، ابن خزيمه ۳/ ۱۳۶، ( ۲۵۲۶ )، مستدرک للحاکم ۱/ ۴۴۲ ].

امام ابن الاشير جزري رحمة الله عليه فرمائي: (( هُوَ أَرْبَعَة فراسخَ والفرسخ ثَلَاثَةُ أَمْيَالٍ))

يو (( بريد )) ((١٢)) ميله جوړيږي

[ عون المعبود۲/ ۷۳، تحفة الاحوذي ۲/ ۲۰۶، النهايه ۱/ ۱۱۶

امام ابوبکر ابن خزيمه رحمة الله عليه فرمايې: (( الْبَرِيدُ: اِثنَا عَشَرَ مِيلًا بِالْهَاشِمِيِّ ))

يو (( بريد )) دولس هاشمي ميله کيږي.

[ صحيح ابن خزيمه ٤\١٣٦ .

امام نووي رحمة الله عليه فرمايلي: (( بريد )). د نيمي ورځي مزل دی.[ شرح مسلم للنووي ٩\٨٧

معلوميږي چې په هغو ورځو کي به په پښو باندي پياده سفر کيدو او (( ١٢ )) ميله واټن به تقريباً په نيمه ورځ کي وهل کيده

عبدالله بن عباس رضی الله عنه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي چې فرمايل يې: (( )). قطعاً دي يو سړی د کومي ( غير محرمي ) ښځي سره خلوت ( يواځي والی ) نکوي، او ښځه دي بالکل د محرم نه پرته سفر نکوي، يو سړی پاڅيده وې ويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! زما نوم په فلاني فلاني غزا کي ليکل شوی او زما ښځه د حج کولو لپاره وتلي ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وې فرمايل: ته لاړ شه د خپلي ښځي سره حج وکړه

(٨) عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايې چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې

(( لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ، وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٍ، فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا، وَخَرَجَتِ امْرَأَتِي حَاجَّةً، قَالَ: اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ ))

هېڅکله دي ( نامحرمه ) سړی د يوې ښځي سره خلوت ( يواځي والی ) نکوي، او هېڅکله دي ښځه د محرم څخه پرته سفر نکوي، يو سړی پاڅېده؛ وې ويل: يارسول الله ! زما نوم په فلانۍ فلانۍ غزا کي ليکل شوی او زما ښځه د حج کولو لپاره ( له کوره ) وتلي!، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ته لاړ شه او د خپلي ښځي سره حج وکړه

[ بخاري کتاب الجهاد والسير ( ۲۰۰۶ )، وکتاب جزاء الصيد باب حج النساء ( ۱۸۶۲ )، مسلم کتاب الحج باب سفر المرأة مع محرم الی حج وغيره ( ۱۳۴۱ )، ابن حبان ( ۲۷۲۰ ) ابنِ خزيمه ( ۲۵۲۹ )، مسنداحمد۱/ ۲۲۲، ۲/ ۴۲۸، بيهقي ۳/ ۱۳۹، طحاوي ۲/ ۱۱۲، مسندابي يعلی ( ۲۵۱۶، ۲۳۹۱ )، مسندطيالسي ( ۲۷۳۲ )، اِرواء الغليل ( ۹۹۵ )، ابنِ ماجه کتاب المناسک ( ۲۹۰۰ )

(۹) د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي :(( لَا تُسَافِرُ الْمَرْأَةُ إِلاَّ وَمَعَهَا ذُومَحْرَمٍ ))

ښځه دي د محرم نه پرته سفر نکوي.[صحيح ابن حبان ٥\١٧٧ (٢٧١٨)

(١٠) د سيدنا ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي

(( لَا يَحِلُّ لِامْرَأَةٍ تُسَافِرُ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ ))

د ښځي لپاره د محرم نه پرته سفر کول حلال نه دی .[ صحيح ابن حبان ۵/ ۱۷۸، ( ۲۷۲۱ )

( ۱۱) د ابوسعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دی چې

(( نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَرْأَةَ أَنْ تُسَافِرَ إِلَّا وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ، قَالَتْ عَمْرَةُ: فَالْتَفَتَتْ عَائِشَةُ إِلَى بَعْضِ النِّسَاءِ فَقَالَتْ: مَا لِكُلِّكُمْ ذُو مَحْرَمٍ ))

رسول الله صلی الله عليه وسلم د محرم نه پرته ښځه د سفر کولو څخه منعه کړي، عمر بنت عبدالرحمن وايې: عائشه رضی الله عنها ځينو ښځو ته متوجه شوه ورته وې ويل: ولي په تاسو کي د هري يوې محرم نشته؟.[ صحيح ابن حبان ۵/ ۱۷۸ ، ۲۷۲۲ )]

د پورتنو لسو صحيحو صريحو او محکمو احاديثو نه معلومه شوه چې ښځه د محرم نه پرته په هېڅ صورت سفر نشي کولی، او پدې روايتونو کي هيڅ اختلاف او تضاد نشته ( ځکه ) دا په مختلفو احوالو باندي حمل او بناء دي

د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه په مختلفو ځايونو او وختونو کي پوښتني شوي چې ايا ښځه د محرم نه پرته درې ورځي سفر کولی شي؟ هغه صلی الله عليه وسلم ورته فرمايلي: نه، همدا رنګه د هغه نه پوښتنه شوي چې ښځه د محرم نه پرته دوه ورځي، يوه ورځ يا دولس ميله يا مطلق سفر کولی شي؟ نو هغه مبارک ددي ټولو ځواب په نفي ( نه ) سره ورکړی

امام بهيقي فرمائي:(( وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ عَنِ الْمَرْأَةِ تُسَافِرُ ثَلَاثًا مِنْ غَيْرِ مَحْرَمٍ فَقَالَ: لَا ، وَسُئِلَ عَنْهَا تُسَافِرُ يَوْمَيْنِ مِنْ غَيْرِ مَحْرَمٍ فَقَالَ: لَا ، وَيَوْمًا فَقَالَ: لَا ، فَأَدَّى كُلُّ وَاحِدٍ مِنْهُمْ مَا حَفِظَ وَلَا يَكُونُ عَدَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأَعْدَادِ حَدًّا لِلسَّفَرِ، وَبِاللهِ التَّوْفِيقُ ))

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ښځي په اړه پوښتل شوي چې آيا دا د محرم نه پرته درې ورځنی سفر کولی شي؟ نو هغه مبارک ورته فرمايلي: نه، ( همدارنګه بل وخت ) دده نه پوښتل شوي چې ښځه له محرم څخه پرته دوه ورځنی سفر کولی شي؟ نو هغه مبارک ورته فرمايلي: نه!، د يوې ورځې د سفر په اړه ورڅخه پوښتل شوي نو هغه ورته ويلي: نه!

هر راوې چې څرنګه خبره اوريدلي او ياده کړي نو همغسي يې وروستنو خلکو ته روايت کړي، او په دې شمارل شوو ورځو او واټنونو کي يو هم د سفر حد او اندازه نه ده، وبالله التوفيق.

[بهيقي ٣\١٣٩]

امام ابن حبان په نهم نمبر حديث کي کوم چې د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت شوی داسي باب تړلی

(( ذِكْرُ الْبَيَانِ بِأَنَّ الْمَرْأَةَ مَمْنُوعَةٌ عَنْ أَنْ تُسَافِرَ سَفَرًا قَلَّتْ مُدَّتُهُ أَمْ كَثُرَتْ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ مِنْهَا )). پدې باب کي ددي خبري بيان دی چې ښځه د محرم نه پرته د سفر کولو څخه منعه شوي، د سفر موده که لږه وي او که ډيره

همدارنګه په لسم نمبر حديث کي کوم چې د ابوسعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دي او په هغه کي د عائشي رضی الله عنها فرمان رانقل شوی چې په تاسو کي د هري محرم نشته؟

نو ددي په تفسير او تشريح کي ليکي چې: څوک دي لدې څخه غلطه معنا وانخلي چې د هري ښځي خو محرم نوي نو پدې خاطر دا د محرم نه پرته هم سفر کولی شي

لکه د هغه عبارت داسي دی: (( تُرِيدُ أَنْ لَيْسَ لِكُلِّكُمْ ذُو مَحْرَمٍ تُسَافِرُ مَعَهُ، فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُسَافِرْ وَاحِدَةٌ مِنْكُنَّ إِلَّا بِذِي مَحْرَمٍ يَكُونُ مَعَهَا ))

د عائشي رضی الله عنها مقصد دا دی چې ولي په تاسي کي د هري يوې مَحرم نشته چې د هغه سره سفر وکړي؟ د الله تعالی څخه وډاري شئ په تاسي کي دي هیڅوک هم د محرم نه پرته سفر نکوي. [ صحيح ابن حبان ۵/ ۱۷۸ ]

امام نووي فرمائي: (( قَالَ الْعُلَمَاءُ اخْتِلَافُ هَذِهِ الْأَلْفَاظِ لِاخْتِلَافِ السَّائِلِينَ وَاخْتِلَافِ الْمَوَاطِنِ وَلَيْسَ فِي النهي عن الثلاثة تصريح بإباحة اليوم وَاللَّيْلَةُ أَوِ الْبَرِيدُ ))

علماوو ويلي چې پدې احاديثو کي چې کوم مختلف الفاظ راغلي نو ددي سبب د سوال او ځايونو د اختلاف په وجه دی، او له درې ورځو سفر کولو څخه د منعي احاديث د يوې ورځي يا نيمي ورځي د سفر کولو جواز نه ثابتوي، مطلب مختلفو تپوس کونکو په مختلفو ځايونو کي په مختلفو حالاتو کي پوښتنه کړي چا د دريو چا د د وو ورځو يا د يوې شپي او يوې ورځي، يا د نيمي ورځي په باره کي سوال کړی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته د دوی د سوال مطابق ځواب ورکړی او په هر يوه سفر کي ئي ښځه د محرم نه پرته د تللو څخه منعه کړي، او په کوم حديث کي چې راغلي چې ښځه دي د دری ورځو په مسافه باندي د محرم نه پرته سفر نکوي؛ نو ددي مطلب دا ندی چې ښځه د درې ورځو نه کم سفر کولی شي. [ شرح مسلم د امام نووي ۹/ ۸۷ ]. ورسته امام نووي ددي ټولو روايتونو خلاصه داسي نقلوي

(( فَالْحَاصِلُ أَنَّ كُلَّ مَا يُسَمَّى سَفَرًا تُنْهَى عَنْهُ الْمَرْأَةُ بِغَيْرِ زَوْجٍ أَوْ مَحْرَمٍ سَوَاءٌ كَانَ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ أَوْ يَوْمَيْنِ أو يوما أو بريدا أو غير ذلك لرواية بن عَبَّاسٍ الْمُطْلَقَةِ وَهِيَ آخِرُ رِوَايَاتِ مُسْلِمٍ السَّابِقَةِ لَا تُسَافِرِ امْرَأَةٌ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ وَهَذَا يَتَنَاوَلُ جَمِيعَ مَا يُسَمَّى سَفَرًا ))

د مسئلي خلاصه دا ده چې هر هغه مسافه چې هغي ته سفر ويل کيږي نو په دې کي ښځه د ميړه يا مَحرم نه پرته د تللو څخه منعه کړی شوي؛ برابره خبره ده که هغه د دريو ورځو سفر وي، که د د دوو ورځو سفر وي، که د يوې ورځي سفر وي او که د نيمي ورځي سفر وي

د عبدالله بن عباس رضی الله عنه د مطلق روايت په بناء کوم چې د صحيح مسلم د مخکي تېر شوو روايتونو په په اخرني حديث کي راغلی چې ښځه دي د محرم نه پرته سفر نکوي، نو دا حديث هر هغي مسافي ته شامل دی څه ته چې سفر ويلی شي. [ شرح مسلم د امام نووي ۹/ ۸۷، ۸۸ ، همدارنګه وګوره : السراج الوهاج ١\٤٠٠ ،عون المعبود ٢\٧٢ ]

علامه عبيدالله رحماني مبارکپوري رحمة الله عليه فرمايې: (( وفي الحديثِ دليلٌ على تحريمِ سفرِ المرأةِ من غيرِ مَحرمٍ وهُوَ مُطلقٌ في قَلِيلِ السِّفرِ وَكثيرِه وَفِي سَفَرِ الحَجِّ وغيرِه

دا ( يعني د عبيدالله بن عباس رضی الله عنهما ) حديث پدې باندي دليل دی چې د ښځي سفر د محرم نه پرته حرام دی، او دا حديث ډير سفر، لږ او کم سفر، د حج سفر او داسي نورو ټولو ته په مطلق ډول شامل دی

همدا رنګه ليکي چې علامه عيني رحمه الله ويلي

(( في هذا الحديثِ أنَّ المرأةَ لا تسافر إلا معَ ذي مَحرم، وعموم اللفظِ يتناولُ عموم السفر فيقتضي أن يحرُم سفرُها بدون ذي محرم معها سواء كان سفرها قليلاً أو كثيرًا للحج أو غيره، وإلى هذا ذَهَبَ إبراهيمُ النخعي والشعبي وطاوسٌ والظاهريةِ ))

پدې حديث کي دي چې بيشکه ښځه دي د محرم نه پرته سفر نکوي، د دي الفاظو عموم، عامو او ټولو سفرونو ته شامل دي، ددي تقاضا دا ده چې د محرم نه پرته د ښځي سفر کول حرام دی، برابره خبره ده که لږ وي او که ډير، د حج لپاره وي او که د بل غرض لپاره

دا د امام ابراهيم نخعي، امام شعبي، امام طاوس او اهل ظواهرو رحمة الله عليهم اجمعين قول هم دی. [ مرعاة المفاتيح ۸/ ۳۳۲

علامه عبدالرحمن مبارک پوري رحمة الله عليه ويلي: (( وَقَالَ أَكْثَرُ أَهْلِ الْعِلْمِ يَحْرُمُ لَهَا الْخُرُوجُ فِي كُلِّ سَفَرٍ طَوِيلًا كَانَ أَوْ قَصِيرًا وَلَا يَتَوَقَّفُ حُرْمَةُ الْخُرُوجِ بِغَيْرِ الْمَحْرَمِ عَلَى مسافة القصر لإطلاق حديث بن عَبَّاسٍ بِلَفْظِ لَا تُسَافِرُ الْمَرْأَةُ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ )

ډيرو علماوو ويلي چې ښځي ته په هر سفر کي ( د محرم نه پرته ) وتل حرام دي، دا سفر که لنډ او مختصر وي او که اوږد وي، د محرم نه پرته وتلو حرمت دي د قصر په مسافه باندي موقوفه نکړی شي، ځکه د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما په حديث کي د مطلق سفر کولو څخه منعه شوي، د هغه حديث الفاظ داسي دي: ښځه دي د محرم نه پرته سفر نکوي.[ تحفة الاحوذي ۲/ ۲۰۶

د علامه مبارکپوري رحمة الله عليه ددي عبارت څخه هم واضحه شوه چې ښځه هېڅ ډول سفر د محرم نه پرته نشي کولی، برابره خبره ده که هغه لنډ وي او که اوږد، مشکل وي او که اسان، په هر حالت کي دي د خپل ميړه يا داسي چا سره سفر وکړي چې لدې سره د هغه نکاح کول هميشه هميشه حرامه وي لکه پلار، ورور، زوی، ماما، تره او داسي نور

نبي کريم صلی الله عليه وسلم خو هغه مجاهد ته د چا نوم چې په غزا کي ليکل شوی وو يواځي پدې وجه د نه تللو امر وکړو چې د ده ښځه يواځي حج ته روانه وه او هغه ته ئي وفرمايل ددي سره لاړشه حج وکړه، او په صحيحو احاديثو کي د ښځي حج ته جهاد ويل شوی لکه د ام المؤمنين سيدي عائشي رضی الله عنها نه روايت دی چې: (( اسْتَأْذَنتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْجِهَادِ فَقَالَ: جِهَادُكُنَّ الْحَجُّ ))

ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه د جهاد په هکله اجازه وغوښتله، هغه راته وفرمايل: ستاسو جهاد حج کول دي. [ بخاري کتاب الجهاد والسيرباب جهادالنساء ( ۲۸۷۵) ]

کله چې د ښځي جهاد حج کول دي او په هغه کي هم د محرم نه پرته وتلو اجازه نده ورکړی شوي بلکه مجاهد ( مېړه ئي ) له غزا کولو څخه ورته را ګرځولی چې د خپلي ښځي سره دي لاړ شي، نو په او سنۍ زمانه کي څرنګه د مجاهدينو خويندي، ميندي، لوڼه او ښځي د محرم نه پرته هره ورځ ديني پروګرامونو او دعوتي ميدانونو ته تللی شي

همدارنګه دا خبره هم ياد ولرئ که په کومه سوارلۍ، موټر، او داسي نورو کي د يوې ښځي محرم موجود وي او له نورو سره محرم نوي نو دا کار هم صحيح ندی دا خو د يوې ښځي محرم دی د نورو خو نه دی

او کومه ښځه چې دا فتوه ورکوي چې د محرم نه پرته يوه شپه ورځ سفر کيدی شي نو د هغي دا فتوه په ناپوهۍ او بي علمۍ باندي بناء ده، دېته له خپل دغه نظر څخه تيريدل پکار دي، او د محرم نه پرته دې په موټرو کي دي د ( نامحرمو ) ښځو له وړلو څخه ځان وساتل شي، کنه نو د الله تعالی په نزد به دوی سخت ګناه ګاراني وي

همدا رنګه زموږ وروڼو ته هم ددي خبري خيال ساتل پکار دی چې دوی دي خپلي خويندي، ښځي او لوڼه لدي څخه په ډيره سختۍ سره منعه کړي چې دوی دي د محرم نه پرته هيچري سفر کولو ته ځانونه تيار نکړي، که چيري خامخا ځي؛ نو له ځانه سره دي محرم ملګری کړي

د دين د خدمت او دعوت لپاره منډه ترړه او کوشش ضرور کول پکار دی، ليکن دا ټول د شريعت د لارښودني او د ائري لاندي کول پکار دي، کومي ښځي چې د شريعت او اسلامي دين خدمت کولو لپاره داسي کوشش کوي چې دوی د اسلامي حدودو نه هم آخوا پسي ور واوړي او نورو ښځي هم پدي باندي را زړه وري کوي نو د دوی دا کار هسي عبث، حرام او بي فائدي دی، دوی د ثواب په ځای ګناه حاصلوي

الله تعالی دي موږ په صراط مستقيم باندي قائم او هميشه ولري، آمين.                                       د پورتنو ذکر شوو صحيحو احاديثو او محدثينو امامانو رحمة الله عليهم د تصريحاتو نه دا خبره د رڼا ورځي په شان معلوميږي چې ښځه د محرم نه پرته سفر نشي کولی، برابره خبره ده که هغه سفر لږ وي او که ډير، د حج لپاره وي يا د جهاد لپاره، د تبليغي اجتماعاتو او جلسو لپاره وي او که د بل څه غرض او کار لپاره وي، پدې ټولو کي محرم ځان سره لرل ضروري او لازم دی

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*