وروستي

د ځوانانو نړیواله ورځ په ارګ کې

د پنج شنبې مازیګر مې موبایل ته د یو څلور نمبریزې شمیرې زنګ راغی، چې د ولسمشر د دفتر څخه وه. د ټیلیفون له بلې خوا شخص لومړی ځان معرفي کړ او بیا یې راتلونکې ورځ ارګ کې د ځوانانو نړیوالې ورځې لمانځغونډې ته دعوت کړم. لدې سره یې یوه کوډشمیره راکړه ویل غونډې ته په ننوتو کې به دې په کار شي. سبا په ټاکلي وخت د ولسمشریزې ماڼۍ دروازې ته ورسیدم خو د کوډشمیرو د بدلیدو له امله ګڼ شمیر هلکان او نجونې د دروازې مخې ته د سړک په سر ولاړې وې او څو ځایه امنیتي ساتونکو لستونه په لاس د هر چا د نوم د پیدا کولو هڅه کوله

په لومړیو دوه ځلونو یې زما نوم پیدا نکړ، په دریم ځل مې خپله پکې پیدا کړ او له یوې دروازې ننوتم.

په لاره له څو تلاشیو تیر شوم او تر ډیر ځنډ مزل وروسته د سلام خانې ماڼۍ د مخې دروازې ته ورسیدم. پدې دروازه کې یې موبایل، ساعت او قلم رانه واخیست، یواځې پیسې راسره پاتې شوې. د دروازې بله خوا وړوکی موټر په تمه و او له څو نورو ځوانانو سره یې د لمانځونډې ځای پورې ورسولم

د غونډې تالار نیم ډک شوی و. د مخې چوکۍ یې نجونو ته ځانګړې کړې وې او د ارګ ساتونکو هلکان نه ورپریښودل. د نجونو له ځایه څو کتاره وروسته له یو پخواني ملګري سره کیناستم. ولسمشر نږدې درې ساعته وروسته راورسید پداسې حال کې، چې د بیلا بیلو ولایتونو شاوخوا دوه زره ځوانانو او میلمنو یې راتلو ته شیبې شمارلې. له راتلو سره سم ولسمشر لومړی له نجونو بیا له هلکانو سره په لاس او غیږ روغبړ وکړ. پدې ترڅ کې هر ځوان هڅه کوله ولسمشر ته د کمپاین وخت مرستې وریادې کړي او ولسمشر هر یو په ښایسته خبرو نازوه

ولسمشر خپل ځای کې کیناست او د ملي سرود له انګازو وروسته غونډه پیل شوه. د غونډې ویاند اعلان وکړ، چې له ټاکل شوو کسانو پرته دې څوک د خبرو کولو هڅه نکوي (تیره تجربه دا ښيي، چې ځینې ښاغلي د توجه جلبولو لپاره د نورو د خبرو مزاحمت کوي). په سر کې یو هلک او نجلۍ د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې. دواړه زما په څیر ډیرو نورو ځوانانو هم نه پیژندل (پداسې حال کې، چې زمونږ په استازیتوب یې خبرې کولې) او وینا یې له مخې لیکل شوې وې او تر ډیره د ځوانانو معینیت له فرمایشونو سره برابرې بریښیدلې او د ځوانانو ریښتینی وضعیت او ستونزې پکې کمې نغښتل شوې وې

د ځوانانو معیین له احساساتي وینا، چې د ده په وینا ژڼو او پیغلو له چکچکو سره بدرګه شوې، وروسته د ملګرو ملتونو استازي د دې ورځې په اړه خپل پیغام واوره او بیا د ولسمشر د خبرو وار شو. ولسمشر وینا په یوه احساساتي “چیغه” پیل کړه او له لږ ځنډ رسمي او تشریفاتي خبرو وروسته یې خبرې سیاسي شوې. وینا له پیله تر پایه د “زنده باد”، “ژوندی دې وي”، “درسره یو” او “سیاسي فشار نه منو” له غږونو سره بدرګه شوه

د چکچو د دریدو او بیا پیل کیدو تر منځ وقفې ډیرې وړې وې. ولسمشر په پاکستان لومړی څو ګذارونه وکړل ویل “هغه څوک، چې مونږ یې پلرونه او نیکونه مسلمان کړي، دې مونږ ته د اسلام درس نه راکوي”

بیا یې د ډاکټر عبدالله د تیرې ورځې خبرو، چې ویلي یې و ولسمشر ورسره د خبرو لپاره وخت نه ورکوي، په ځواب کې د ځوانانو ولولوې راوپارولې

ولسمشر د نوم له اخیستلو پرته وویل، چې له فساد سره د مبارزې په لار کې له خنډونو سره مخ کیږي او هر ځل، چې د چارواکو د فساد مخه نیول غواړي ځینې خلک یې مخه نیسي او لدې سره یې زیاته کړه، چې “د اصلاحاتو په راوستلو کې مې څوک ملاتړ نکوي او پر ما یې باور نشته، زه هم باور نه پرې کوم”. پدې خبره ځوانانو د اوږد ځنډ لپاره چکچې او شپیلي وکړل

د ولسمشر په وینا کې یې مجبوریت او یواځې والی له ورایه ښکاریده. د وینا په پیل کې یې وویل “زه سیاسي کورنۍ نلرم، کورنۍ مې تاسې یاست”. همدارنګه یې اعتراف وکړ، چې د کمپاین پر وخت کړې وعدې یې پوره کړي ندي او پدې لار کې له ستونزو سره مخ دی او زیاته یې کړه “خوشاله یم، چې تاسې د ستونزې اصلي ځای موندلی دی”. غالبا دلته یې اشاره د ډاکټر عبدالله د ټیم له خوا ورپیښو ستونزو ته وه

د ولسمشر وینا پسې سمدستي یو ځوان سټیج ته ځان ورسوه او پداسې حال کې، چې ولسمشر ته یې نیغه ګوتڅنډنه کوله ګواښ یې وکړ، چې حکومت “زمونږ له رایو جوړ دی” او پدې اړه هیڅ سازش منلی نشي. یاد ځوان د ولسمشر په ملاتړ کې دومره وړاندې لاړ، چې د ځوانانو په استازیتوب یې وعده وکړه، چې د اړیتا پر مهال درې میلونه افغانان سړکونو ته راویستلی شي. افغانستان کې هره وړه او لویه مسئله د سړک په سر حل کول اوس عادت جوړ شوی دی

د جمعې د لمانځه پر وخت غونډه پای ته ورسیده او زه له غونډې راووتم. د غونډې له ځای څخه د راوتلو پر مهال له سټیجه اعلانونه کیدل، چې پاتې پروګرام به په اماني لیسه کې وي او له ډوډۍ پرته به ټنګ ټکور او میله هم پکې وي.
پای

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*