وروستي

سپی د شريعت له نظره

سپی د شريعت له نظره

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

کافرانو ته اګر که سپی ډير د اهميت وړ دی؛ تردې پوري چې په هغوی کې سپی د کورنۍ د يو فرد او غړي حيثيت لري او په هغوی کې دا محاوره ( او متل ) جوړ شوی چې که ته له ماسره محبت کوي نو زما له سپي سره به هم محبت کوي، تردې چې اوس په هغوی کې د سپي مينه او محبت يو خطرناک او غلط مقام ته رسيدلی

ليکن په اسلام کې سپی يو ناخوښه حيوان دی، د ده په کور کې ساتلو سره کور ته د رحمت ملائک نه داخليږي

(( عَنْ أَبِي طَلْحَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ ، وَلاَ تَصَاوِيرُ ))

ابوطلحه رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: هغه کور ته د رحمت ملائک نه ننوځي په کوم کور کې چې سپی يا تصوير وي.[ بخاري او مسلم، مشکواة باب التصاوير ]

يو ځلي له وعدي سره سره جبريل عليه السلام د رسول الله صلی الله عليه وسلم کورته رانغی، رسول الله صلی الله عليه وسلم پدې باندي ډير پريشانه شو، وروسته معلومه شوه چې حسن او حسين رضی الله عنهما لا تر اوسه ماشومان وو، نو هغوی کور ته سپی د ساتلو لپاره را وستلی وو

(٢) که چيري سپی په کوم لوښي کې خوله ووهي؛ نو په هغه باندي به اوبه و رغړول شي او د هغه د اوو ځلو وېنځلو امر شوی

(( عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: طَهُورُ إِنَاءِ أَحَدِكُمْ إِذَا وَلَغَ الْكَلْبُ فِيهِ، أَنْ يَغْسِلَهُ سَبْعَ مَرَّاتٍ أُولاهُنَّ بِالتُّرَابِ، اَخرَجَهُ مُسْلِمٌ، وَفِي لَفظٍ لَهُ: فَلْيُرِقْهُ ))

ابوهريره رضی الله عنه وايې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: کله چې په تاسي کې د چاپه لوښي کې سپي خوله ووهي؛ نو ددي د پاکولو طريقه دا ده چې هغه اوو (٧) ځلي و وېنځل شي پدې کې دي لومړی ځل وېنځل له خاورو سره وي

دا حديث مسلم روايت کړي او د مسلم ه يو روايت کې داسي الفاظ دي چې ( په لوښي څه وي ) نو هغه واړوئ . [ بلوغ المرام باب المياة، کتاب الطهارة ]

(٣) که تک تور سپی د لمونځ کونکي مخي ته تير شي او د ده مخي ته سُتره نوي نو لمونځ ئي ماتيږي، او نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي علت دا بيان کړی چې

(( اَلْكَلْبُ الْأَسْوَدُ شَيْطَانٌ )) تور سپی شيطان دی. [ صحيح مسلم، باب قَدْرِ مَا يَسْتُرُ الْمُصَلِّىَ ]. (٤) د خالص تور سپي د وژلو حکم شوی

(( عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مُغَفَّلٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَوْلاَ أَنَّ الْكِلاَبَ أُمَّةٌ مِنَ الأُمَمِ لأَمَرْتُ بِقَتْلِهَا كُلِّهَا فَاقْتُلُوا مِنْهَا كُلَّ أَسْوَدَ بَهِيمٍ ))

عبدالله بن مغفل وايې چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: که دا سپي د امتونو څخه يو امت نه وای؛ نو ما به د ټولو سپو د وژلو حکم کړی وو، نو ( اوس ) له هغوی څخه يواځي تک تور و وژنئ. [ ابوداود، ترمذي، مشکواة باب ذکر الکلب ]

Image result for house dogs(٥ ) همدارنګه د دوو ټکو ( نقطو ) سپي وژلو حکم هم شوی

(( عَن جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللهِ قَالَ: أَمَرَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِقَتْلِ الْكِلاَبِ ، حَتَّى إِنَّ الْمَرْأَةَ تَقْدَمُ مِنَ الْبَادِيَةِ بِكَلْبِهَا فَنَقْتُلُهُ ، ثُمَّ نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ قَتْلِهَا ، وَقَالَ : عَلَيْكُمْ بِالأَسْوَدِ الْبَهِيمِ ذِي النُّقْطَتَيْنِ ، فَإِنَّهُ شَيْطَانٌ ))

جابر رضی الله عنه وايې: موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د سپو د وژلو امر وکړ؛ تر دې پوري که به يوي ښځي له بانډي څځه خپل سپی له ځان سره ( مديني ته ) را وستل نو موږ به هغه هم وژل، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ددي له وژلو نه منعه وکړه او وې فرمايل: تاسي د دوو نقطو لرونکي تک تور سپي وژنئ ځکه دا شيطان دی، ( له دوو نقطو څخه مراد هغه سپی دی چې د سترګو له پاسه ئي دوه خالونه وي. [ رواه مسلم ]

(٦) الله رب العالمين په قرآن کريم کې د هغه چامثال د سپي سره ورکړی څوک چې د هغه د کتاب علم حاصل کړي او بيا د خپلو خواهشاتو تابعداري شروع کړي: (( وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ

كَمَثَلِ الْكَلْبِ )). [ وګوره: سورة اعراف ١٧٥ ١٧٦ ]

د ډير بد او ناوړ انسان مثال له سپي سره ورکول په خپله د سپي ناوړتيا او ذلت واضحه کوي

(٧) په خپله هبه کې د رجوع کونکي مثال ئي د سپي سره ورکړی، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( لَيْسَ لَنَا مَثَلُ السَّوْءِ الَّذِي يَعُودُ فِي هِبَتِهِ كَالْكَلْبِ يَرْجِعُ فِي قَيْئِهِ ))

زموږ بد مثال ( تشبيه ) نشته، څوک چې په خپله هبه کي رجوع کوي نو دا شخص د هغه سپي په شان دی چې خپل قئ څټي. [ صحيح البخاري، کتاب الهبه ]

لدې څخه معلومه شوه چې څوک خپل ځان ته سپی وايې؛ برابره خبره ده که هغه ځان د شيخ عبدالقادر جيلاني سپي ګڼي او يا د مديني سپی يا ځان د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپی ګڼي نو ده دې خبري ته ندي کتلي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سپي څخه څومره کرکه او نفرت وو، د هغه شي سره د خپل ځان تشبيه ورکول به څرنګه وي د کوم شي څخه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سخت نفرت او کرکه وه؟

د سپي د ساتلو درې صورتونه

کور ته د ملائکو نه داخليدل، په لوښي کي د خولي وهلو په وجه د لوښو ناپاکيدل او نور وجوهاتو په وجه په کور کې سپی ساتل ندي جائز، مګر په سپي کې څه نا څه فائدي هم شته، مثلاً د خبرولو قابليت، آموخته کيدل ، پهره داري کول او داسي نور، نو پدې خاطر رسول الله صلی الله عليه وسلم د درې ډوله سپو ساتلو اجازه ورکړي، د ښکار لپاره، د فصل يا څار وو ساتلو لپاره، لدېنه پرته که څوک سپی ساتي نو د ده له ثواب څخه به هره ورځ يو قيراط کميږي ( قيراط د الله تعالی په نزد يوه معلومه پيمانه او اندازه ده، ( البته ) په جنازه کي د شريکيدلو متعلق حديث کي چې د قيراط په اندازه د ثواب کومه يادونه شوي نو د هغه په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې: يو قيراط د اُحد د غره په اندازه دی )

(( عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنِ اتَّخَذَ كَلْبًا إِلاَّ كَلْبَ مَاشِيَةٍ ، أَوْ صَيْدٍ ، أَوْ زَرْعٍ ، انْتَقَصَ مِنْ أَجْرِهِ كُلَّ يَوْمٍ قِيرَاطٌ ))

ابوهريره رضی الله عنه ويلي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې د څاروو، ښکار، يا فصل ساتلو څخه پرته که چا سپی وساتل؛ نو د ده له اجره به هره ورځ يو قيراط کمولی شي

لدې نه معلومه شوه چې يواځي د کور ساتلو لپاره سپی ساتل روا نه دی، ځيني قياس کوي او د کور ساتلو لپاره ئي هم د روا کولو کوشش کوي، مګر پدې صورت کې خو بيا د درې سپو مستثنا کولو هېڅ فائده نه پاتي کيږي

  • Image result for house dogs

    [ د سپي د وژلو حکم ]

  • د کومو سپو د ساتلو اجازه چې ورکړی شوي نو د هغو وژل جائز ندي، پاته شو عام سپي چې دوی په دې درې کارونو کې يو کار هم نکوي نو پدي کې خالص تور سپی او بل هغه تور سپی چې د سترګو له پاسه دوه خالونه هم لري نو د دي دواړو په وژلو خو امر شوی، لکه په مخکينو احاديثو کې ددي يادونه وشوه، دا ډول سپي برابره خبره ده که ښکاري وي او که د فصل يا څاروو ساتلو لپاره وي نو دا ټول د شيطان کيدو په وجه وژل پکار دي

همدارنګه د خوړونکي سپي د وژلو حکم هم شوی په صحيح البخاري او صحيح مسلم کې حديث دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي

(( خَمْسٌ فَوَاسِقٌ يُقْتَلْنَ فِي الْحِلِّ وَالْحَرَمِ: ألْحَيَّةُ، وَالْغُرَابُ الْأَبْقَعُ، وَالْفَأْرَةُ، وَالْكَلْبُ الْعَقُورُ، وَالْحُدَيَّا ))

يعني پنځه شيان فاسقان ( فساديان ) دي، دوی به په حرم او د حرم نه بهر وژلی شي، مار، لړم، تور سپين کارغه، موږک، خوړونکی سپی او ټپوس. [ مشکواة کتاب المناسک ]

د عامو سپو وژل ندي جائز، ځکه په صحيح مسلم کي حديث دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د سپو د وژلو امر وکړو تر دي پوري که د بانډي او صحراء څخه به کومي ښځي له ځانه سره سپی را وستل نو صحابه کرامو به هغه هم وژل، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ددي له وژلو څخه منعه وکړه او وې فرمايل: تک تور او بل هغه سپی چي د سترګو له پاسه دوه خالونه لري ووژنئ ځکه دا شيطان دی

ستا پلار چې په کور کي کوم سپي ساتلی نو که دا د ښکار وي يا ئي د فصل او څاروو لپاره ساتلی وي نو ددي په ساتلو کي هېڅ باک نشته پدې شرط چې هغه تک تور نوي يا ئي د سترګو له پاسه دوه خالونه نوي، که پدې صفتونو کي يو صفت هم پکښې موجود وو نو بيا ئې وژل واجب دي، او که چيري دا د ښکار لپاره نوي ساتل شوی او نه د فصل يا څاروو لپاره ساتل شوی وي نو بيائي د کور څخه وباسه، البته که ئي خلک يا نور حيوانات خوړل نو بيا ئي وژل هم روا دي؛ ځکه پدې صورت کي دا (( کلب العُقور )) يعني خوړونکی او زخمي کونکی سپی دی.[ له طرفه د ( ع ، م ). مجلة الدعوه، ستمبر ١٩٩٤ء ]

[ ځانته سګ مدينه يعني د (( مديني سپی )) ويلو يا ليکلو حکم ]

الله تعالی د انسان پيدائښت په ډېر غوره شکل او انداز کي کړی او ده ته ئي په خپلو مخلوقاتو کي غوره والی او اوچتوالی ورکړی، د عقل او شعور په واسطه ئي له نورو حيواناتو څخه ممتاز ګرځولی

الله تعالی فرمايلي: (( وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً ))

يقيناً موږ د آدم عليه السلام اولاد ته عزت ورکړی او په وچه لمده کې مو دوی ته سورلۍ ورکړي او موږ ده ته د پاکېزه شيانو څخه رزق ورکړی او دوی ته مو په ډېرو مخلوقاتو غوره والی او اوچتوالي ورکړی. [ سورة اسراء: ۷۰ ]

کوم خالق چې د انسان پيدائښت په احسن تقويم سره کړی او په خپلو نورو مخلوقاتو باندي ئي ده ته غوره والی، درجه او اوچت مقام ورکړی

که چيري کوم انسان خپل ځان د هغه شکر ګذار جوړ وي نو هغه هېڅ کله دا نه خوښوي چې د همدغه انسان مثال له سپي سره ورکړي، ځکه سپی نجس او پليت دی، الله تعالی د سپي مثال د هغه مکذبينو سره ور کړی څوک چي د الله تعالی په آيتونو پسي استهزاء کوي او د هغو تکذيب کوي، الله تعالی دېته ډير بدمثال ويلي قرآن کريم کې راځي

(( وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِيَ آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (۱۷۵) وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (۱۷۶) سَاء مَثَلاً الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُواْ يَظْلِمُونَ ( ۱۷۷ )]

)).اي پيغمبره ! پدوي باندي د هغه سړي قصه ولوله چاته چې موږ علم د خپل آيتونه ورکړي وو نو د هغه نه راووتل (کافرشو د الله تعالی نه وګرځيده ) نو ده پسي شيطان ولګيدو .نو دي د ګمراهانو نه شو، او که غوښتلي واي موږ خامخابه موددي ايتونو په وجه د ده مرتبه او درجه پورته کړي وه ليکن هغه دنيا ته مائله شو او په خپلو خواهشاتو پسي روان شو نو ده مثال پشان د هغه سپي ده که ته په هغه حمله کوي نو ژبه راوباسي اوکه ئي په خپل حال پريږدي نو بيا هم ژبه راوباسي دا د هغه قوم مثال ده چاچې زموږ اياتونه دروغژن ګڼلي، نوته پدوي باندي دا واقعه بيان کړه ددي لپاره چې دوي د فکر وکړي .کومو خلکو زموږ ايتونه دروغجن وګڼل او په خپله ځانونو ئي ظلم کوي نو د دوي ډير بدمثال ده )) .له دي وجه ايتونو نه معلومه شوه چې دسپي مثال د هغو خلکو ده چې د الله تعالی د ايتونو دروغژن ګڼونکي او مکذبين وي، دا د هغه چاپه مثال کې نشي پيش کيدي څوک چې د رب العالمين د ايتونو تصديق او صحيح مسلمان وي .بله خبره دا هم معلومه شوه چې د سپي سره د يو څه مثال او مشابهت ورکول ډير بدمثال او مشابهت ورکول دي

نو پدې خاطر د مسلمان د شان سره نه ښائي چې خپل ځانته سپی ووايې، يا د خپل ځان مثال د سپي سره ورکړي، ځانته سګ مدينه او داسي نور القاب ورکړي، نبي اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( ))

زموږ بد مثال ( تشبيه ) نشته، کوم کس چې په خپله هبه کې رجوع کوي، ( يعني يو شی چاته د هميشه لپاره ورکړي، بيا ئې بيرته اخلي ) د هغه سپي مثال دی چې په خپل قي کې رجوع کوي. ( يعني قئ وکړي او بيا ئې وروسته څټي ). [ بخاري ٣\١٤٤ (٢٦٦٣)، احمد١\٢١٧، ترمذي ٣\٥٩٣، نسائي د سيندي له حاشي سره ٢\١١٧ ]

لدې حديثه معلومه شوه چې د سپي مثال ډير بد مثال دی او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د فرمان مطابق دا د هېڅ مسلمان مثال نشي کيدی، نو پدې وجه هېڅ مسلمان ته ندي جائز چې خپل ځانته ((سپی )) ووايې، سپي خو دومره پليت او نجس دی چې هغه په کوم لوښي خوله ووهي نو دا لوښی به د شريعت مطهر له مخي اوو (٧) ځلي وينځلي شي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( إِذَا وَلَغَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعَ مَرَّاتٍ. ))

کله چې سپی په کوم لوښي کي خوله ووهي نو هغه دي اوو ځلي و وينځل شيImage result for house dogs

1000 × 1000 – aliexpress.com

[ بخاري مع فتح الباري ۱/ ۲۳۹ـ ۲۴۰، مسلم مع نووي ۳/ ۱۸۲، مسند ابی عوانه ۱/ ۲۰۷،نسائي ۱/ ۵۲ـ ۵۳،ابن ماجه ۱/ ۱۴۹، حميدی ۲/ ۴۲۸، ابن خزيمه ۱/ ۵۱، احمد ۲/ ۲۴۵، شرح السنه ۲/ ۷۳، دارقطني ۱/ ۶۳ ـ ۶۴ ]

همدا رنګه په يو بل حديث کي راځي: اُم المؤمنين سيده عائشه رضی الله عنها روايت کوي چې يو ځل جبريل عليه السلام رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د راتلو وعده کړي وه، ليکن بيا جبريل عليه السلام رانغلو؟ پدې وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس کې يو لرګی وو نو هغه ئي وغورځول او وې فرمايل: نه الله تعالی وعده خلافي کوي او نه د هغه قاصد وعده خلافي کوي، بيا هغه آخوا دېخوا وکتل نو تر لاندي ئې د سپي يو وړوکی بچی وليدل، وې فرمايل: اې عائشي! دا کونګری ( يعني د سپي وړوکی بچی ) دلته له څومره وخته پروت دی؟ هغي وويل: په الله قسم ماته ددي علم نوو! بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم امر وکړو چې دا بهر وباسئ نو هغه بهر ووېستل شو، نو پدې منځ کې جبريل عليه السلام راغی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: تا له ماسره وعده کړي وه، نو زه ستا په انتظار کي ناست وم ليکن ته رانغلي؟! نو جبريل عليه السلام ورته وفرمايل: (( مَنَعَنِى الْكَلْبُ الَّذِى كَانَ فِى بَيْتِكَ إِنَّا لاَ نَدْخُلُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ ))

کوم سپی چې ستا په کور کې وو نو دغه زه د راتللو څخه منعه کړی وم، موږ هغه کور ته نه ننوځو په کوم کې چې سپی يا تصوير وي

     [مسلم ٢\١٩٩ ترمذي، ابوداود ٤\٧٤ مسند احمد ١\٨٠ ٣\٨٣ ]

د پورتنو مذکوره احاديثو نه معلومه شوه چې سپي دومره ناپاکه او پليت حيوان دی چې هغه کوم ځای وي نو هلته د رحمت ملائک نه ننوځي، او په کوم لوښي کې چې خوله ووهي نو هغه لوښی (٧) ځلي وينځل کيږي، نو پدې وجه د انسان له داسي پليت حيوان سره مثال او تشبيه ورکول ندي پکار، او نه خو خپل ځانته د مديني سپی ويل پکار دي.

دا حکمونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مديني د سپو سره سره د هر ځای د سپو په اړه دي، کوم کسان چې خپل ځانته د مديني سپی ((سګ مدينه ))وايې، نو هغوی دا فکر کوي چې دا نسبت ډير په عاجزي او تذلل باندي بناء دی!! حالانکه دا د شيطاني فريب او دوکي نه پرته بل هېڅ شی هم ندی

که په رښتيا هم دا نسبت په عجز او انکساري باندي ولاړ وای نو صحابه کرام، تابعين او تبع تابعين به لدې نسبت کولو څخه محروم نوو، حالانکه د خيرالقرون په خلکو کې ددي نسبت اشاره قدري هم نشته چې په هغوی کي دي چا خپل ځانته د مديني سپی ويلی وي

دا نسبت يواځي د اوسني زماني په متصوفه وو او قبوريانو کې ليدل کيږي، او کوم کسان چې خپل ځانته (( سګ مدينه )) وايې؛ نو د هغوی دماغو نه دومره فلج او بي حسه شوي چې هغوی سپي هم وليان او د کرامت خاوندان ګڼي

لکه مولوي اشرف علي تهانوي په خپل کتاب امدادالمشتاق ١٥٨مخ کي او حاجي امدادالله په خپل کتاب (( شمائم امداديه )) ٧٦مخ، دويم ټوک کې ليکي: جنيد بغدادي ناست وو پدې دوران کي دده مخي ته يو سپی تير شو؛ د ده نظر په هغه ولګيده نو سپی دومره د کمال څښتن شو چې د ښار نور سپي به پده پسي تلل، هغه چې به چيرته کېناستل نو نور سپي به د ده شاو خوا ګېر چاپيره په مراقبه ناست وو!! ))

همدا رنګه مولوي منظور احمد شاه په خپل کتاب (( مدينة الرسول )) ٤٠٨ مخ کې (( د مدينة الرسول سپي او يو څو يادونه )) ترعنوان لاندي د جماعت علي شاه قصه ليکي چې: دی د خپلو دوستانو سره د مديني په ځېنو کوڅو کې ولاړ وو چې د دوی مخي ته يو زخمي سپی په چيغو تير شو، دا سپی چا په کاڼي ويشتلی وو، سيد صاحب چې دا منظر او حال وليدو نو بي حاله شو، پدې بي حالۍ کي ئي د مديني طيبي سپی له مرۍ څخه ونيول په خپل پټکي ئي د هغه وېنه پاکه کړه بيا ئي په زارۍ او عاجزۍ سره په ژړا ژړا کي وويل: اې د مديني سپيه! د الله تعالی لحاظ وکړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کي زما شکايت مه کوه بيا ئي تر ډيرو د مديني سپی په غيږ کي نيولی وو او ژړل ئي.

همدا رنګه په ٤٠٩ مخ کې ليکي

د ١٩٦٨ ميلادي کال خبره ده؛ پير سيد علي شاه ما ته په مدينه کي دا واقعه بيانوله، په يو ملاقات کي سيدنا ماته وويل: نن د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مديني د دروېشانو دعوت دی، ديګونه ئي پاخه کړل له بازاره ئي نوي نوي لوښي او کاسي را وغوښتلي، ماته ورته عرض وکړو حضور ! دروېشان به کله راځي؟ وې ويل د دروېشان به نه راځي بلکه تاسي به د هغوی حضور ته دا نذرانه وړاندي کوئ، وې ويل دا ډوډۍ، دا غوښي د مديني منوري محترمو سپو ته ورکړئ، چنانچه موږ د مديني په سپو پسي وګرځيدو هغه مو پيدا کړل نو د سيدصاحب په خبره مو عمل وکړ

همدارنګه په ٤٠٩،٤١٠ مخ کي د (( سګ طيبه کي نوازش )) ترعنوان لاندي ليکي

يو ځل مي د مديني منوري څخه په واپسي کې ټوله شپه د مديني د سپو په زيارت او ليدلو کي تيره کړه، د هغوی سره مي د ميني او محبت دا حال وو چې د هغوی پښي مي ښکلول کړي او له مديني څخه را رخصت شوم، دا مي هم شوق وو چې د مديني د سپو اوازونه له ځان سره په ټيپ کي ريکاډ کړم، ټيپ مي ګرځول يو سپي مي هم خواته نه تلو؛ څرنګه چې به د مديني کوم سپي ته ور نزدې شوم نو هغه به له ما څخه نفرت وکړو او لري به لاړ، پيشنمي ته نزدي مي يو سپی وېده وموندل او د هغه خوا کي کېناستم چې ددي سپي په را بيدا ريدو سره به پورا هغه ته سلامي کوم؛ نو هغه د يو موټر په اواز باندي راويښ شو ماهغه ته د نزدي ورتللو کوشش وکړو خو هغه له ماڅخه په نفرت منډ کړه، زه هلته له لري ورته ودريدم ډيري زارۍ او عُجر مي ورته وکړو چې د الله لپاره ما ته ستا د پښو ښکلولو موقع راکړه ځکه سهار د مديني څخه مسافر کيږم بيا د نصيب خبره ده

د اردو ژبي شاعر خبره ده (( بات بنتي هي ميري، تيرا بګړتاهي کيا ))

زما دي په هغه رب قسم وي د چا په قبضه او قدرت کې چې زما ساه ده؛ زما پدې عاجزانه درخواست باندي هغه سپی ودريدو، زه ور نزدي شوم د هغه پښي مي ښکلول کړي، د هغه اواز مي له ځان سره ټيپ کړو او د سهار اذانونو سره د هغه ځای نه لاړم، تقريبا کم زيات د پنځوسو قدمونو په اندازه باندي دا سپی له ما سره راغی، د مديني د هغه سپي احسانImage result for house dogs

اونازول زه هېڅ کله نشم هيرولی؛ چې هغه ماته د نزدې راتللو موقع په لاس راکړه او د پنځوسو قدمو په اندازه باندي ئي له ځانه سره د تللو عزت هم راکړ

ګرانو لوستونکو ! پورتني ذکر شوي واقعات مو ستاسي مخي ته له حوالو سره ذکر کړل، ددي څخه د رڼا ورځي په شان دا خبره معلوميږي چې کوم انسان د لله تعالی جل جلاله توحيد پريږدي او د شرک په لمن کي پناه واخلي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح لاره او منهج پريږدي د بدعاتو، رسمونو او رواجونو سره خپل تعلق پيدا کړي نو د هغه څخه الله تعالی خپل رحمت اخلي، بيا هغه در په در ګرځي تر دي چې د سپو په غاړه کي لاس ور اچوي او ژاړي، کله به سپي ښکلوي، کله به په کوڅو کي د سپو سره د محبت په نوم ټوله شپه وېښه تيره وي او د سپو د پښو ښکلولو او اواز ټيپولو لپاره به ذليله، حيران او سرګردانه ګرځي، کله به د سپو سره د خپل عشق او محبت ښکاره کولو لپاره هغه درويشان جوړوي او د سپو حضور ته به خپلي نذراني پيشوي

دا ټول ګنده او ناوړه عملونه د هغه بنده په نصيب کيږي څوک چې د الهي رحمت څخه ملعون او وشړل شي نو بيا هغه خپل ځان د انسانيت څخه وباسي او ځانته سپی وايې دا سپی که د بريلي شريف وي او که د ديوبند، يا مديني او د مکي يا د بل ځای وي نو د ده متعلق د شريعت مطهر ه همدغه حکم دی چې دی په کوم لوښي کي خوله ووهي نو هغه لوښی مرداريږي، دی چې چيرته موجود وي هلته د رحمت ملائک نه راځي

دا د همدغي مديني سپي وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو په هکله داسي احکمات فرمايلي، بلکه د مديني ځينو سپو ته خو رسول الله صلی الله عليه وسلم شيطانان ويلي، لکه په صحيح مسلم، ابوداود، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، مسند احمد او نورو کتابونو کي حديث دی چې: (( الْكَلْبُ الْأَسْوَدُ شَيْطَانٌ ))

تور سپي شيطان دی. [ مسنداحمد او داسي نور ]

د مديني ځيني داسي سپي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ئي د وژلو حکم کړی او فرمايلي ئي دي:(( عَلَيْكُمْ بِالأَسْوَدِ الْبَهِيمِ ذِى النُّقْطَتَيْنِ فَإِنَّهُ شَيْطَانٌ ))

هغه تور سپی د کوم د سترګو لپاسه چې دوه خالونه وي هغه ووژنئ ځکه دا شيطان دی. [ صحيح مسلم، کتاب البيوع ]

همدا رنګه د مکي مکرمي سپي هم د احرام په حالت کي وژل جائز دي. [متفق عليه ]

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا هم فرمايلي: (( إِذَا سَمِعْتُمْ نُبَاحَ الْكَلْبِ فَتَعَوَّذُوا بِاللَّهِ )).

کله چې تاسي په شپه کي د سپو اوازونه واورئ نو (( اعوذ بالله )) وواياست.[ ابوداود، احمد، حاکم، بلوغ الاماني ١٤\٤٦٠ ]

ددي ټولو مفاسدو او ناخوالو په بناء رسول الله صلی الله عليه وسلم د سپي مثال بد ګڼلی، الله تعالی هم ورته بد ويلي، نو لهذا د څه مثال ته چې الله تعالی او د هغه رسول بد ويلي وي نو هېڅ انسان ته ندي روا چې هغه ددي احکامو له پوهي او علم سره سره بيا هم خپل ځانته سپی ووايي، خپل ځانته سپی ويل د عقل او نقل څخه هم خلاف دى، او ناروا او حرام هم دي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*