وروستي

متعه څه شی ده ؟

   متعه څه شی ده ؟

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

[ پوښنه ] متعه څه شی ده؟ ددي شرعي څه حکم دى؟ آيا کوم يو صحابي ددي قائل وو؟شيعه ګان د عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه ددي ثبوت وړاندي کوي، ددي څه حقيقت دی؟ د قرآن او حديث په رڼا کې د متعي حکم واضحه کړئ

[ ځواب ] د متعي لغوي معنی فائده اخستل دي،لکه امام ابوبکرالجصاص په احکام القرآن ٢\١٤٦ کې ليکي:(( الاستمتاع هو الانتفاع))

او په اصطلاح کې د متعي معنی داسي ده چې: د يوي خاصي مودي او وخت لپاره په يو څه اندازه عوض سره نکاح وکړی شي

ليکن د فقي جعفري يعني د شيعه ګانو د فقي په اصطلاح کې چې يو څوک کومه ښځه ترمعلوم وخت او په معلوم عوض سره په ټيکه واخلي نو دې کار ته مُتعه ويلی شي،لکه د شيعه وو په کتاب ( فروع کافي ٢\١٩١ )کې ليکل شوي چې: (( اِنَّما هي مُستاجرَةٌ )

د متعي ښځه د کرائي شی ده

د اسلام په شروع کې متعه کول حلال کار وو چې بيا ددي نه وروسته په قطعي طور سره حرام کړی شوه

د اسلام په شروع کې چې کوم ځل هم جائز شوي؛ نو هغه په سخت ضرورت، غزاګانو او نورو سفري حالتونو کېشوي،هيڅ وخت هم په حضر يعني په خپل کورکلي کېد اوسيدو وخت کې نده کړی شوي، لکه په دې اړه امام ابوبکر محمدبن موسی حازمي رحمة الله عليه په کتاب الاعتبار ٣٣١ مخ کې ليکي:(( وَإِنَّمَا كَانَذَلِكَ يَكُونُ فِي أَسْفَارِهِمْ ، وَلَمْ يَبْلُغْنَا أَنَّ النَّبِيَّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَبَاحَهُ لَهُمْ وَهُمْ فِي بُيُوتِهِمْ))

متعه په سفرونو کې جائز شوي وه،او موږ داسي هيڅ حديث پيدانکړو چې په هغه کېدا خبره راغلي وي چېرسول الله صلی الله عليه وسلم يا صحابه کرامو په حضر کې د متعي کولو اجازه کولو اجازه ورکړي وي

په السنن الکبري ٧\٢٠٧ کې راځي چې: سيدنا ابوذر رضی الله عنه وايې:(( إِنْ كَانَتِ الْمُتْعَةُ لِخَوْفِنَا وَلِحَرْبِنَا.)).

(د وېري او سفرونو له وجي څخه متعه حلاله شوي وه

ددي حوالونه معلومه شو چې متعه يواځي د اضطرار او سخت ضرورت په وخت کې مباحه وه په عامو حالاتو کې نوه؛ لکه څرنګه چې شيعه ګان فکر کوي

قرآني آيتونه او صحيح حديثونه په دې خبره دلالت کوي چې متعه په قطعي ډول حرمه کړی شوي.اواسلام د نفساني خواهشاتو پوره کولولپاره يواځي دوه طريقي روا کړي،لکه الله تعالی فرمايلي:(( وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (۵) إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (۶) فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (۷))).[ المؤمنون ۵۷:۲۳ ، المعارج ۳۱، ۲۹، ۷۰ ]

او کوم کسان چې د خپلو عورتونو حفاظت کوي مګر په خپلو ښځو او هغو وينځو چې دوی ئي مالکان دي نو دوی ملامته نه دي، البته څوک چې د دينه آخوا نورڅه لټوي نو دا کسان زياتی کونکي دي

ددي آيت نه معلومه شوه چې قرآن کريم د جماع د حلالوالیپه دوو شيانو (ښځه او ملک يميني يعني وينځه ) پوري منحصر کړی،د ښځي سره متعه کول په دې دوو صورتونو کې په هيڅ صورت کې هم داخله نه ده، ښځه خو ځکه نده چې د ښځي لوازمات،ميراث،طلاق،عدت،نفقه، ايلاء،ظهار،لعان او داسي نورو مسحقه نده، او دا هم ښکاره خبره ده چې دا ښځه وينځه هم نده ځکه ددي خرڅول،ازادول،هبه وغيره هم جائز نه دي

د شيعه وو علماء هم په دې اقرار کوي چي د ښځو سره متعه کول په (زوجيت ) کې نه داخليږي ،لکه د دوی په کتاب (( اعتقادات ابن بابويه )) کې په دې خبره تصريح راغلي چې:(( اسباب حل المراة عندنا اربعةٌ: النکاح وملک اليمين والمتعة والتحليل ، وقد روی ابوبصير فی الصحيح عن ابی عبدالله الصادق انَّه سُئل عن المتعة اهي من الاربعة ؟ قال لا ))

(زموږ په نزد د ښځي دحلت او رواوالي څلور سببونه دي

[١]نکاح (٢)ملک يمين (٣)متعه (٤)حلاله .

او ابوبصير په صحيح کې د ابوجعفر صادق نه روايت کړی چې د هغه نه تپوس وشو چې آيا متعه په دې څلورو کې داخله ده؟هغه وويل:نه !

امام قرطبي رحمة الله عليه په خپل تفسير الجامع لاحکام القران ١٢\٧٢ کې ليکي:(( هذا يقتضى تحريم ….. نكاح المتعة، لان المتمتع بها لا تجرى مجرى الزوجات، لا ترث ولا تورث، ولا يلحق به ولدها، ولا يخرج من نكاحها بطلاق يستأنف لها، وإنما يخرج بانقضاء المدة التي عقدت عليها وصارت كالمستأجرة))

دا آيت د متعي په حرامواليدلالت کوي ځکه ممتوعه ښځه د زوجاتو په حکم کې نه راځي.ممتوعه ښځه نه په خپله د چا وينځه جوړيدی شي او نه ددي ميراث څوک وړلی شي او نه د بچې الحاق د متعي کولو په وجه کيدای شي او نه په طلاق سره د دينه جلاوالی راتلی شي، بلکه ترکوم وخته پوري چې معاهده شوي وي نو د هغه وخت په ختميدو سره خود بخود په خپله د دينه عليحده والی راځي، نو په دې وجه دا د ښځي (زوجي ) په حکم کې نه داخليږي بلکه دا په کرايه باندي حاصل شوی شی دی

الله تعالی په يو بل ځایکې فرمايلي (( فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ))

او کومي ښځي چې ستاسي خوه ښي شي نو د هغوی څخه دوه دوه،درې درې،څلور څلورو سره نکاح وکړئ،ليکن که ستاسي سره وېره وي چې د دوی سره به انصاف او عدل ونکړئ؛ نو بيا يواځي يوه ښځه وکړي،او يا هغه ښځي وکړي چې ستاسي په قبضه کېدي

ددي نه معلومه شوه چې نکاح تر څلورو ښځو کولو پوري محدود ده،او په متعه کې خو هېڅ اندازه نشته لکه د شيعه وو په معتبر کتاب ((تهذيب الاحکام )) کتاب النکاح کې راځي (( تزوج منهن الفاً فانهن مستاجراتٌ )).که دي خوښه څلور زره خو وکړه ځکه دا خو د کرائي دو ټهيکي شيو نه دي

دويم مقصد ددي آيت کريمه نه د داسي صورتونو بيانول دي چې په هغه کې د حق تلفي وېره نه وي او دا معنی او مطلب په حلاله او متعه کې په نسبت منکوحي او مملوکي (ښځي او وينځي )ته ډېر دی؛ ځکه د مملوکي (وينځي )بعضي داسي حقوق دي چې د هغو نه اداء کول ظلم دی،په خلاف د هغي ښځي چې له چاسره متعه شوي وي، چې د هغي د خپلي مزدوري نه سيوا نور هيڅ حق نشته او په حلاله کې خو مزدوري هم نشته؛ مفته سودا وي (!)،نو که چېري متعه او حلاله هم جائز وای نو په دې ځاي کې به د هغو ذکر هم ضروري شوی و؛ ځکه په هغو کې خو د حق تلفي هيڅ وېره نشته

د متعي په حرمت باندي د قرآن د دوو آيتونو ذکر کولو نه پس اوس يو څو صحيح احاديث وګورئ(( عن سَبْرَةَ الْجُهَنِىُّ أَنَّهُ كَانَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّى قَدْ كُنْتُ أَذِنْتُ لَكُمْ فِى الاِسْتِمْتَاعِ مِنَ النِّسَاءِ وَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ ذَلِكَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ فَمَنْ كَانَ عِنْدَهُ مِنْهُنَّ شَىْءٌ فَلْيُخَلِّ سَبِيلَهُ وَلاَ تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا ».))

د سبرة جهني رضی الله عنه نه روايت دی چې دی د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:اې خلکو!ما تاسو ته د ښځو سر د متعي کولو اجازه درکړي وه؛ يقيناً اوس الله د قيامت تر ورځي پوري حرامه کړه،نو له چا سره چې د دوی نه څوک وي نو هغه دي پريږدي او کوم شیچې تاسي دوی ته ورکړی وي؛ نو هغه ورڅخه مه اخلئ.[ابوداود (٢٩٠)، مسلم ١\٤٥١ ، نيل الاوطار ٤\١٣٤ ) ]

د اميرالمؤمنين علي ابن ابي طالب رضی الله عنه نه روايت دى چې:(( أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنْ نِكَاحِ الْمُتْعَةِ يَوْمَ خَيْبَرَ وَعَنْ لُحُومِ الْحُمُرِ الأَهْلِيَّةِ))

رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيبر د فتحي په ورځ د متعي او کورني خرو د غوښي څخه منع وکړه.[مسلم (١٤٠٧ )٢\١٠٢٧ ]

د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:(( هَدَمَ الْمُتْعَةَ الطَّلَاقُ وَالْعِدَّةُ وَالْمِيرَاثُ))

طلاق، عدتاو ميراث؛ متعه ختمه کړه .[ سنن دارقطني ۳/ ۲۵۸ ]

د اماميه ډلي شيعه ګانو په معتبرکتاب (( فروع کافي )) او (( تهذيب الاحکام ))کې هم د علي رضی الله عنه نه روايت شوی چې:((عَن عليَ قال حَرَّمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمَ خَيْبَرَ لُحُومِ الْحُمُرِ الأَهْلِيَّةِنِكَاحِ الْمُتْعَةِ))

رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيبر د فتحي په ورځ د کورني خرو غوښه او د متعي نکاح حرامه کړه .[ تهذيب الاحکام ۲/ ۱۸۶، استبصار ۳/ ۱۴۲، فروغ کافي ۲/ ۱۹۲ ]

د سيدنا عبدالله بن عباس رضی الله عنه متعلق چېڅه ويل کيږي چې هغه متعه حلالهګڼله؛ نو ددي حقيقت داسي دی چې ابن عباس رضی الله عنه يو وخت کې د اضطرار او سخت ضرورت په وخت کې متعه جائزه ګڼله، بيا چې وروسته هغه ته د نسخي او حرمت په اړه معلومات وشو نو هغه د دينه هم رجوع وکړه او ددينه پس ئې هميشه هميشه متعه حرامه ګڼله

امام ترمذي په ترمذي کې ((بَابُ مَا جَاءَ فِي نِكَاحِ الْمُتْعَةِ )) سره باب راوړی او د دينه لاندي ئي دوه حديثونه نقلکړي، او لنی حديث د امير المومنين علي ابن ابي طالب رضی الله عنه څخه کوم چې مخکې ذکر کړی شو، او دويم حديث دا دى ((عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ : إنَّمَا كَانَتْ الْمُتْعَةُ فِي أَوَّلِ الإِسْلامِ حَتَّى نَزَلَتْ هَذِهِ الآيَةُ : إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ ، قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ : فَكُلُّ فَرْجٍ سِوَاهُمَا حَرَامٌ . ))

د عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دى چې د اسلام په اول کې متعه جائز وه تردې پوري چې داآيت ((إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ))رانازل شو؛ نو بيا هغه منسوخ کړی شوه،د دينه پس عبدالله بن عباس رضی الله عنه وويلد خپلي ښځي او وينځي نه پرته د هر قسم عورت نه استمتاع اخستل حرامدي.[ترمذي ١\١٣٣ ]

امام ابو بکر جصاص د ابن عباس رضی الله عنه د رجوع متعلق وايې:((ولا نعلم أحدا من الصحابة روى عنه تجريد القول في إباحة المتعة غير ابن عباس وقد رجع عنه حين استقر عنده تحريمها بتواتر الأخبار من جهة الصحابة))

په ټولو صحابه کرامو کې د ابن عباس نه پرته بل هېڅوک د متعي په حلالوالي قائل نه دي او هغه (ابن عباس رضي الله عنه )هم هغه وخت رجوع وکړه کله چې د ټولو صحابه کرامو څخه ده ته د متعي حرمت په تواتر سره ثابت شو .[احکام القران ٢\١٥٢ ]

د پورتنو دلائلو څخه ثابته شوه چې د ښځو سره متعه کول ترقيامته پوري حرامه ده

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*