وروستي

وېښتان ږمونځول منعه دي او که صحيح دي

wELCOME TO QURANSUNNAT.COM WEBSITE وېښتان ږمونځول منعه دي او که صحيح دي

وېښتان ږمونځول منعه دي او که صحيح دي

ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني

ژباړه: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

پوښتنه : هره ورځ وېښتان ږمونځول منعه دي او که صحيح دي؟ له دليل سره حوالي راته وليکئ، څه ملګري دي هغوی ته حوالي ورښکاره کوو

ځواب : رسول الله صلی الله عليه وسلم د وېښتانو د ښائسته کولو او اصلاح کولو حکم کړی، ابوهريره رضی الله عنه وايې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل

(( مَنْ كَانَ لَهُ شَعْرٌ فَلْيُكْرِمْهُ ))

د چاچې وېښتان وي نو دی دي د هغو عزت وکړي. [ ابودواد، کتاب الترجُّل ].

جابربن عبدالله رضی الله عنه وايې چې: زموږ خواته رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی، نو يو ببر سړی ئې وليد چې د هغه وېښتان خواره واره وو؛ نو وې فرمايل

(( أَمَا كَانَ يَجِدُ هَذَا مَا يُسَكِّنُ بِهِ شَعْرَهُ ))

ايا ده ته داسي هېڅ شی ( هم ) په لاس نه ورځي چې په هغه سره خپل وېښتان برابر کړي، يعني ببروالی ئي سم کړي )

يو بل سړی يې وليدل چې هغه خيرنې جامي اغوستلي وې؛ نو وې فرمايل

(( أَمَا كَانَ هَذَا يَجِدُ مَاءً يَغْسِلُ بِهِ ثَوْبَهُ ))

ايا ده ته اوبه نه پيدا کيږي چې په هغو سره ئې خپلي جامي وېنځلي وای.[ ابوداود کتاب اللباس، باب في غسل الثوب

امام حاکم ويلي دا حديث د بخاري او مسلم د شرطو مطابق صحيح دی، او امام ذهبي هم د ده موافقت کړی

ددي احادېثو څخه معلومه شوه چې جامي صفا ستره لرل پکار دي او د وېښتانو برابرول او اصلاح هم پکار دی، ليکن له دې سره سره رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره هم نده خوښه کړي چې انسان دي د خپل ځان په ډول او سنګار کې مشغوله شي او هر وخت دي د وېښتانو په ښائسته کولو لګيا وي؛ بلکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د هره ورځ سر په ږمنځولو څخه منعه کړي، عَبْدُ اللهِ بْنِ شَقِيق رحمه الله وايې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو صحابي رضی الله عنه د مصر حاکم او امير وو، نو د هغه خوا ته د هغه بل ملګری راغی نو وئې ليدل چې د ده وېښتان خواره واره وو، پوښتنه ئي ورڅخه وکړه چې څه وجه ده ستا ويښتان خواره واره وېنم حالانکه ته خو د مصر امير ئې!؟ نو هغه ځواب ورکړ چې

(( كَانَ نَبِيُّ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَنْهَانَا عَنِ الْإِرْفَاهِ ))

يعني د الله رسول صلی الله عليه وسلم به موږ د اِرفاه، آرام طلبي او نازک مزاجي څخه منعه کولو، موږ ورڅخه تپوس وکړو (( اِرفاه )) څه شی دی؟ نو هغه ځواب وفرمايل: (( التَّرَجُّلُ كُلَّ يَوْمٍ )). هره ورځ وېښتان ږمونځول. [ نسائي، باب التَّرَجُّلُ

دې حديث ته شيخ الباني ناصرالدين الباني رحمة الله عليه صحيح ويلي

د مصر دا امير (( فضالة بن عبيد رضی الله عنه )) وو، لکه په ابوداود کي راځي چې عبدالله بن بريده رضی الله عنه وايې چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو صحابي فضالة بن عبيد رضی الله عنه خواته په سفر لاړ؛ کله چې هغه په مصر کې وو، کله چې د هغه خواته ورسيدو نو ورته وې ويل: ستا ملاقات ته نه يم راغلي بلکه زه د هغه حديث په هکله راغلی يم چې ما او تا د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلی وو، زه اميد لرم چې تاته به هم د هغه په هکله علم وي، هغه وفرمايل: کوم حديث ؟ نو هغه بل صحابي ورته هغه حديث بيان کړو، بيا دې صحابي د فضالة بن عبيد رضی الله عنه نه پوښتنه وکړه چې زه تاوېنم چې وېښتان دي خواره واره وي حالانکه ته ددي علاقي امير ئي؟ نو هغه ورته وفرمايل

(( إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَنْهَانَا عَنْ كَثِيرٍ مِنَ الإِرْفَاهِ )

رسول الله صلی الله عليه وسلم به موږ د ډېري ارام طلبۍ او نازک مزاجۍ څخه منعه کولو، بيا ورڅخه تپوس وکړه چې څه وجه ده چې زه دي پښي لوڅی وېنم څپلۍ يا بل څه دي ندي په پښو کړي؟ نو هغه وفرمايل

(( كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْمُرُنَا أَنْ نَحْتَفِيَ أَحْيَانًا ))

رسول الله صلي الله عليه وسلم به موږ ته حکم کول چې کله نا کله موږ پښي لوڅي هم مزل وکړو. [ ابوداود اوّل کتاب الترجل

شيخ الباني رحمة الله عليه ويلي: ددي حديث سند د بخاري او مسلم د شرطونو مطابق صحيح دی

د عبد الله بن مغفل رضی الله عنه نه روايت دی چې

(( نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ التَّرَجُّلِ إِلَّا غِبًّا ))

رسول الله صلي الله عليه وسلم د ناغي نه پرته ( يعني هره ورځ پرلپسي ) وېښتانو ږمونځولو څخه منعه فرمايلي. [ نسائي باب الترجل غِبّاً

ددي د نسائي نه علاوه دا حديث ابوداود، ترمذي، احمد بن حنبل، ابن حبان او نورو ډيرو محديثينو هم ذکر کړی، ترمذي ويلي چې ددي راويان د بخاري او مسلم راويان دي، البته (( حسن بصري  مدلس دی، او هغه په ټولو سندونو کې په (( عَن )) سره روايت نقل کړی، ليکن ددي روايت شواهد موجود دي چې د هغو په وجه قوي ګرځي، او د فضالة بن عبيد رضی الله عنه روايت خو پورته ذکر شو

ددي احاديثو نه معلومه شوه چې هره ورځ وېښتان په ږمونځول ندي پکار، البته د نسائي له يو روايت څخه معلوميږي چې که د چاوېښتان ډير ببر وي نو بيا هغه ته هره ورځ سرپه ږمونځول جائز دي

(( عَنْ أَبِي قَتَادَةَ قَالَ: كَانَتْ لَهُ جُمَّةٌ ضَخْمَةٌ، فَسَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «فَأَمَرَهُ أَنْ يُحْسِنَ إِلَيْهَا، وَأَنْ يَتَرَجَّلَ كُلَّ يَوْمٍ )

د ابوقتاده رضی الله عنه نه روايت دی چې د ده په سر ډېر وېښتان وو نو ده د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه تپوس وکړو؟ نو هغه ورته امر وکړ چې د وېښتانو سره ښه کوه او هره ورځ ئې په ږمونځوه!.[ نسائي باب الترجل

دې حديث ته په کتو سره ځېنو علماوو ددي احاديثو تر مينځ داسي تطبيق کړی چې که چيري د چا ډېر وېښتان وي نو ده ته د هره ورځ ږمونځولو اجازه شته او که ئې وېښتان ډير ببر نوي نو بيا نشته

ليکن شيخ الباني په سلسله الاحاديث الصحيحه کې د (٢٢٥٢ ) نمبر حديث لاندي ليکلي چې: ابوقتاده رضی الله عنه ته ددي روايت نسبت په کوم کې چې هره ورځ د سرږمونځولو اجازه راغلي؛ صحيح ندی، ځکه دا د هغو احاديثو خلاف دی په کومو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له هره ورځ سر په ږمونځولو څخه منعه کړي

ددي روايت په سند کې ډيري خرابي وي دي، د نسائي سند په دا ډول دی

(( أَخْبَرَنَا عَمْرُو بْنُ عَلِيٍّ قَالَ: حَدَّثَنَا عُمَرُ بْنُ عَلِيِّ بْنِ مَقْدَمٍ قَالَ: حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ الْمُنْكَدِرِ، عَنْ أَبِي قَتَادَةَ ))

شيخ الباني رحمة الله عليه چې پدې سند کې کومي خرابياني ذکرکړي نو د هغو څخه دلته يو څو غټي خرابي وي ذکر کولی شي، ټول پوره تفصيل په سلسله پنځم جلد کې وګورئ

(١) د محمد بن المنکدر او ابوقتاده رضی الله عنه ترمنځ سند (( قطع )) شوی، ځکه محمد بن المنکدر د ابوقتاده څخه اوريدل ندي کړي، لکه ددي خبري تحقيق حافظ ابن حجر په (( التهذيب )) کې بيان کړيی

(٢) عمر بن علي مقدم (( تدلس )) کړی، دې ابن مقدم به عجيب تدليس کول چې د علماوو په نزد په (( تدليس سکوت )) سره ياديږي، د ده حالات په (( تهذيب )) کې مطالعه کړئ

(٣) د محمد بن منکدر نه د عمر بن علي نه علاوه سفيان ثوري هم دا حديث نقل کړی، مګر په هغه کې (( فَكَانَ يَدْهُنْهُ يَوْمًا وَيَدَعُهُ يَوْمًا )) راغلی، يعني ابوقتاده به يوه ورځ غوړول او يوه ورځ به ئې پرېښودل، دا روايت په شعب الايمان د بهيقي کې راغلی

د سفيان ثوري روايت د صحيحو احاديثو مطابق راغلی، نو پدي وجه هره ورځ وېښتان په ږمونځول ندي پکار، او ددي څخه د دي خبري تائيد راځي چې د (( عمر بن علي )) روايت منکر دی، او د ابوقتاده رضی الله عنه په شان جليل القدره صحابي متعلق هم دا ګمان کيږي چې هغه به د صحيح حديث مطابق د ناغي په ډول وېښتان په ږمونځ کړي دي

خلاصه دا شوه چې د صحيح مسئلي مطابق يوه ورځ نه بله ورځ وېښتان په ږمونځول پکار دي، د هره ورځ په ږمونځولو څخه ځان ساتل پکار دي، د هره ورځ په ږمونځلو په جواز کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه هېڅ حديث ( په صحيح سند ) سره ثابت ندی

له طرفه د (ع ، ع ) مجلة الدعوه، ستمبر ١٩٩٤ ء ]

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*