وروستي

په افغانستان کې د بانکدارۍ سستم ته لنډه کتنه

په افغانستان کې د بانکدارۍ سستم ته لنډه کتنه

کامران ملک

په افغانستان کې په لومړي ځل د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال په ۱۹۳۳ کال کې د بانکدارۍ بنسټ د مجید زابلی لخوا کیښودل شو چې لمړنۍ بانک د افغانستان ملي بانک نومیده، یاد بانک په ۱۹۷۶ کال کې لا زیات پرمختګ وکړ

د څو لسیزو مسلسل جنګ څخه وروسته کله چې د طالبانو حکومت د امریکا او ناټو په لاس سقوط وکړ، د حامد کرزي په مشرۍ نوي حکومت د بن کنفرانس له لارې په خپلو کارونو پیل وکړ. نوي حکومت د نورو تعمیراتي کارونو ترڅنګ ځينی اقتصادي برنامې هم مخ ته یوړلې چې د هغې له جملې څخه د بانکدارۍ پرمختګ وو

اوسمهال په افغانستان کې ۳ دولتي، ۱۵ شخصي او ۴ بهرني بانکونه فعالیت لري. دغه بانکونه تر اوسه ندي توانیدلي چې د خلکو پوره اعتبار تر لاسه کړي، عمده لاملونه يي د سود شتون، د کابل بانک له قضيي وروسته په بانکونو د خلکو بې اعتمادی او د غیر مسلکې کارمندانو استخدام ګڼل کیږې. د ۲۰۰۳ کال وروسته د افغانستان مرکزي بانک ( د افغانستان بانک) په هیواد کې د بانکدارۍ سیستم د پرمختګ لپاره شخصي کورنيو او بهرنيو بانکونو ته د فعالیت کولو اجازه ورکړه ترڅو افغانان د بانکونو له آسانتیاوو څخه مستفید شي

د افغانستان ملي بانک په افغانستان کې د بانکدارۍ سیستم معرفی کړی چې اوس د ۲۰ نه په زیاتو ولایتو کې څانګې لري

د افغانستان ملي بانک یوه لاسته راوړنه د افغانستان بانک سره په همکارۍ د ای بی ای یعنی د افغانستان د بانکونو ټولنه هم په ۲۰۰۴ کال کې منځ ته راوړه. د افغانستان د بانکونو د ټولنې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ راپور په اساس دا مهال په افغانستان کې ۳ دولتي، ۱۵ داخلی او۴ بهرني بانکونه شتون لري چې نومونه یې په لاندې ډول دي

۱. دولتی بانکونه: د افغانستان ملی بانک، نوی کابل بانک او پشتنی بانک دی
۲. داخلی بانکونه: افغانستان تجارتی بانک، د افغانستان بین المللی بانک، افغان یونایټید بانک، عزیزی بانک، غضنفر بانک، میوند بانک، باختر او فرسټ مایکرو فایننس بانک
۳. خارجی بانکونه: الفلاح بانک، حبیب بانک، د پاکستان نیشنل بانک، ارین بانک
په افغانستان کې اسلامي بانکداري

اسلام د ژوند د یو کامل نظام په توګه د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ مسلمانانو ته د ملکیت درلودلو، تجارت کولو، حلال رزق ګټلو او خپلو پيسو ساتلو حق ورکړی خو اسلام د دغو کارونو د تر سره کولو لپاره ځیني شرطونه وضع کړي چې هر مسلمان باید دغه شرطونه په نظر کې ونیسي. دهغې له جملې څخه سود اخستل او سود ورکول اسلام تر ټولو سخت منع کړي. په سورة النساء ایت ۱۶۱، سورة العمران ایت ۱۳۰، سورة البقره ایت ۲۷۵- ۲۸۰ او سورة الروم ایت ۳۹ کې الله تعالی په واضحه توګه سود حرام ګرځولې. همدارنګه د رسول الله ﷺ د حدیث مطابق د حلال رزق ګټل د مسلمان فرضی وجیبه ګرځولي . نور اصول او شرایط د مبهمو یا مشکوکو معاملاتو څخه ځان ساتل، چل او فریب نه کول، درواغ نه ویل او په ناحقه قسم کول دي

د افغانستان څه د پاسه ۹۹ فیصده وګړي مسلمانان دي ځکه دلته د اسلامي بانکدارۍ ضرورت ډیر احساسیږي. اسلامي بانکداري په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې معرفي شوه چې تراوسه ۱۰ بانکونه د اسلامي بانکونو خدمات افغانانو ته وړاندې کوي. د اسلامی بانکدارۍ دغه خدمات یواځې په کړکیو یا وینډو کې وړاندې کوي یعني په یو بانک کې د یو چت لاندې اسلامي بانکداري د غیر اسلامي بانکدارۍ ترڅنګ خپل فعالیتونه ترسره کوي. باختر بانک په هکله ویل کیږي چې راتلونکې څو میاشتو کې به یې ټول خدمات اسلامي وي

هغه بانکونه چې د اسلامی بانکدارۍ خدمات وړاندې کوي په لاندې ډول دي

نوی کابل بانک، غضنفر بانک، میوند بانک، د افغانستان ملی بانک، افغان یونایټید بانک، او د افغانستان بین المللی بانک

اسلامي بانکداري یواځي په افغانستان او اسلامي هیوادونو کې نه، بلکې په نړیواله کچه هم اسلامي بانکونه د یو ضرورت له مخې فعالیتونه تر سره کوي او حتی غیر اسلامی هیوادونو لکه انګلستان او امریکا هم اسلامي بانکدارۍ ته خپله پاملرنه زیاته کړې، د دې لپاره چې مسلمانان او اسلامي هېوادونه د غربي اقتصادي استعمار څخه خلاص شي، اقتصاد پوهان او دینې علماء باید د اسلامي بانکدارۍ د پیاوړتیا لپاره پوره پوره زیار وباسې او د سودی نظام غوره بدیل خلکو ته وړاندي کړي

همداراز د ځوانانو، علماءوو او مسلکې وګړو دا دنده ده، چې ګران هیوادوال اسلامي تجارت او اسلامي بانکدارۍ ته وهڅوي ترڅو زموږ له هیواد څخه د سودي سیستم پرځای په اسلامي اصولو ولاړه بانکداري رشد وکړي او مسلمانان د سودی نظام له منګولو خلاص شي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*