وروستي

جویریه:رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل پلار ښه بولي

جویریه:رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل پلار ښه بولي

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

جویریه رضي ا لله عنها :رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل پلار ښه بولي
حارث بن ابي ضرار خزاعي د بني مصطلق د قبیلې رئیس ؤ. هغه په خپلو جنګیالیو او نظامي زور غولیدلی ؤ، خپل سرتیري یې راغونډ او په مسلمانانو یې حمله وکړه
حارث په ډیر غرور سره خپل سرتیري د مریسیع په نامه یوه ځای کې راټول کړل تر څو په یوه مناسب ځای کې په مسلمانانو حمله وکړي
په دې وخت کې مسلمانانو یو څه قدرت لاس ته راوړی وو او په پوره زړورتیا سره یې د اسلام څخه دفاع کوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د حارث له دې ناوړه پلان څخه خبر شو، مخکې له دې چې هغه حمله وکړي په خپله یې لښکر برابر کړ او بني مصطلق یې وارخطا کړل
حارث چې کله په خپل مخ کې یو ډیر پیاوړی او نه ماتیدونکی لښکر ولید نو ډیر وډار شو، هغه مجبور شو په خپل آس سپور شو او د جګړې له میدان څخه وتښتید. د جویریې چې کله خپل پلار ته پام شو چې له میدان څخه تښتي نو په حیرانتیا سره یې وپوښتل: ولې تښتې؟ همدلته ودریږه او مقاومت وکړه! هغه وویل: لورې داسې یوه لښکر په مونږ باندې حمله کړې ده چې مونږ یې د مقابلې توان نه لرو
د حارث په تیښته سره د اسلام لښکر د هغوی په قبیله باندې لاس بری شو او ټول یې بندیان ونیول. د بنی مصطلق ښځې چې د حارث لور جویریه هم پکې وه هم د مسلمانانو په لاس بندیانې شولې
حارث چې کله واوریدل چې لور یې بندي شوې او ډير ژر به د کوم مسلمان وینځه شي، نو ډیر ناراحت شو او د وجدان له ملامتیا سره مخ شو. هغه مدینې ته ستون شو تر څو په هره لاره چې کیږي لور یې را خوشې کړي
په مدینه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه د خپلې قبیلې رئیس یم او په دې هم پوهیږې چې په خپل قوم کې مې د ډیر اعتبار څخه برخمن یم، ته په دې هم پوهیږې چې لور مې جویریه له تاسو سره بندي ده او زه د دې لپاره راغلی یم چې لور مې په هر قیمت سره چې کیږي راخوشې کړه. زه د خپلې لور په بدل کې هر څومره فدیې او پیسو ورکولو ته تیار یم
اې د الله رسوله! لور مې آبرومنده ده او نه ښایي چې لور مې د چا وینځه شي
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې خبرو په اوریدلو سره وویل: ستونزه نه شته، مونږ به یې خپلې خوښې ته پریږدو چې خپل سرنوشت په خپله وټاکي

حارث ورته وویل: دا به په دې باندې ستاسو ډير زیات احسان وي
هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې خبرې ډیر خوشحال شو او ډیر مطمئن وو چې لور به یې پلار او آزادي په رسول الله صلی الله علیه وسلم او غلامۍ باندې غوره وبولي او له ده سره به لاړه شي. دی یې لور ته ورغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرې زیری یې ورکړ
جویریه به څوک غوره وګڼي؟ او څوک به د ځان لپاره ښه وبولي؟
بالآخره حارث یې له لور څخه پوښتنه وکړه: لورې! رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته اختیار درکړی چې د خپل ژوند مسیر دې په خپل وټاکه، اوس نو له ما سره ځې او که له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پاتې کیږې؟ په دې سوال کې حارث له خپلې لور څخه غوښتل چې له ده سره لاړه شي او په دې سره یې له لویې رسوایۍ څخه وژغوري
جویریې رضی الله عنها له معنی څخه په یوه ډک نظر سره خپل پلار ته وکتل او په فکر کې لاړه. هغې په دې اړه فکر کاوه چې خپل پلار یې سرلوړی وساتي او که له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پاتې شي. هغې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاقي ښیګڼې یو په بل پسې په ذهن کې تیرولې او له بله پلوه یې د پلار په خبرو هم فکر کاوه.
له دې ذهني کشکمش وروسته یې تصمیم ونیو او دې پایلې ته ورسیده چې د الله رسول دې ته له ټولې دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي غوره او ارزښتناک دی
له همدې امله یې په پوره زړورتیا سره خپل پلار ته وویل: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره بولم!
جویریې رضی الله عنها رسول الله ته په خپل پلار باندې ترجیح ورکړه او هغه هم له بندیتوب څخه خوشې او آزاده پریښول شوه. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغې سره واده وکړ او ټوله قبیله یې چې له مسلمانانو سره بندي وه په مهر کې ورته خوشې کړه
عایشه رضی الله عنها فرمایي: هیڅوک مې نه وو لیدلي چې د جویریې په شان یې د خپلې قبیلې لپاره ګټوره او د برکت چینه شوې وي
ام المؤمنین جویریه رضی الله عنها متقی او پرهیزګاره ښځه شوه چې ډیر ورځې به روژه او ډیرې شپې به یې قیام کاوه. د هغې د تقوا او عبادت په ستاینه کې داسې احادیث ذکر شوي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له واده وروسته د دې د لوړ مقام او ځانګړي اخلاص څرګندونه کوي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*