وروستي

په نشه كې د ورکړل شوو طلاقو حکم

په نشه كې د ورکړل شوو طلاقو حکم په نشه كې د ورکړل شوو طلاقو حکم

په نشه كې د ورکړل شوو طلاقو حکم

Displaying IMG-20160927-WA0000.jpg مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي
شراب او نور حرام نشه يي مواد استعمالول سخت حرام کار دى، البته که کوم کس په نشه کې خپلې ميرمنې ته طلاق ورکړي په دې هکله د علماء کراموترمنځ اختلاف دى؛ راجحه مسئله داده چې د نشې په حالت کې طلاق نه واقع كېږي برابره خبره ده که دا کس په داسې شي نشته شوى وي چې هغه مباح وي او که په په حرام شي نشه شوى وي؛ لکه چرس، شراب او داسې نور وي
داد اميرالمومين عثمان بن عفان، ابن عباس، عمربن عبدالعزيز، قاسم، طاووس، ربيعه يحي الانصاري، ليث، اسحاق، اهل ظواهرو، په شوافعو كې د مزني، په احنافو كې د امام زفر، طحاوي، ابوالحسن کرخي او داسې نورو گڼو علماوو قول دى
شيخ الاسلام ابن تيميه، او امام ابن القيم هم دې ته ترجيح ورکړې
د شيخ ابن باز، شيخ عثيمين ، قرضاوي، د جديد فقهي مسائل د مصنف مولانا خالدسيف الله (حنفي) او نورو علماوو مذهب هم دى
مونږ ته هم دا قول د دلائلو په وجه صحيح ښکاريږي، دلائل يې په لاندې ډول دي
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح كې داسې روايت نقلوي
وَقَالَ عُثْمَانُ : لَيْسَ لِمَجْنُونٍ وَلَا لِسَكْرَانَ طَلَاقٌ . وَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: طَلَاقُ السَّكْرَانِ وَالْمُسْتَكْرَهِ لَيْسَ بِجَائِزٍ. (بخاري سره د فتح الباري ج 9 ص 388.)
د ليوني او نشه کس طلاق نشته
ابن عباس رضي الله وايي د نشه شوي کس طلاق نه واقع كېږي همدارنګه د هغه کس طلاق هم نه واقع كېږي په چا چې زور وکړل شو
ابن المنذر رحمه الله خو په دي باندي د صحابه کراموا اتفاق ليکلى : هذا ثابت عن عثمان ، ولا نعلم أحدا من الصحابة خلافه
د علي رضي الله عنه نه نقل دي ((كُلُّ طَلَاقٍ جَائِزٌ إلَّا طَلَاقَ الْمَعْتُوهِ)). هر طلاق صحيح كېږي مګر د معتوه سړي طلاق نه صحيح كېږي
[رواه البخاري في صحيحه و البيهقي في سننه الكبرى ج7/ص359 ح14888و ابن ابي شيبه، سعيدبن منصور وغيرهم]
معتوه هر ناقص العقل ته وايي په دې كې ماشوم، ليونى او نشه شوى کس ټول شامل دي. حافظ ابن حجر رحمه الله د معتوه په اړه ليكې: والجمهور على عدم اعتبار ما يصدر منه. جمهور علماء د معتوه نه صادر شوو خبرو (لکه اخستل، خرڅول، طلاق) ته هيڅ اعتبار نه ورکوي
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله نه نقل دي چې هغه هم د نشه شوي کس طلاق نافذ نه ګڼل
امام بيهقي په خپل سنن كې داسې روايت نقلوي
أُتِىَ عُمَرُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ بِرَجُلٍ سَكْرَانَ فَقَالَ : إِنِّى طَلَّقْتُ امْرَأَتِى وَأَنَا سَكْرَانُ فَكَانَ رَأْىُ عُمَرَ مَعَنَا أَنْ يَجْلِدَهُ وَأَنْ يُفَرِّقَ بَيْنَهُمَا فَحَدَّثَهُ أَبَانُ بْنُ عُثْمَانَ أَنَّ عُثْمَانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : لَيْسَ لِلْمَجْنُونِ وَلاَ لِلسَّكْرَانِ طَلاَقٌ فَقَالَ عُمَرُ : كَيْفَ تَأْمُرُونِى وَهَذَا يُحَدِّثُنِى عَنْ عُثْمَانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ فَجَلَدَهُ وَرَدَّ إِلَيْهِ امْرَأَتَهُ
يعني عمربن عمربن عبدالعزيز رحمه الله ته داسې کس را وستل شو چې هغه خپلې ښځې ته د نشې په حالت كې طلاق ورکړى و؛ هغه وويل ما د نشې په حالت كې طلاق ورکړى، نو د عمربن عبدالعزيز رحمه الله او زموږ (يعني د هغه د ملګرو) نظر داوه چې داکس دي په دُورو ووهل شي او د ده څخه دې ښځه بيله کړى شي
په دې كې ابان بن عثمان رحمه الله ورته وويل: اميرالمؤمنين عثمان بن عفان رضي الله خو ويلي: د ليوني او نشه يي کس طلاق نه واقع كېږي، عمربن عبدالعزيز رحمه الله چې کله دا واوريدل نو خپلو ملګرو ته يي وويل تاسي ماته څرنګه د دغه کس نه د ښځې بيليدو خبره کوئ حال داچې ابان بن عثمان ماته د عثمان رضي الله عنه داسې روايت نقلوي.
بياعمربن عبدالعزيز دا کس په دُورو ووهل او خپله ښځه يې ورته بېرته ورکړه، يعني دده طلاق يي نافذ نکړل. ( دا روايت امام بيهقي او ګڼو محديثينو راوړ)
– د نشي په حالت كې د طلاق نه واقع كېدل ددي ايت کريمه نه هم معلوميږي
الله تعالى فرمايلي دي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ) النساء/4
په دغه ايت كې د نشه يي خبره الله غير معتبره ګڼلي، ځکه دى په خپله خبره نه پوهيږي.
له احاديثو څخه هم معلوميږي چې د داسې کس قول ته هيڅ اعتبار نشته، لکه په لاندې حديث كې راغلي يو سړي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په حضور كې د زنا اقرار وکړو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ده خو شراب ندي څښلي؟ نو يو سړى ورپاڅيده دده خوله يې بوي کړه .
له دغه حديث نه معلوميږي که ده شراب څښلي واى نو خبري ته به يې اعتبار نه و، حديث داسې دى: أنه ( صلي الله عليه وسلم ) أتاه رجل يقر بالزنا، فقال: (أشرب خمرا؟) فقام رجل وشم فمه فلم يجد منه ريح خمر . رواه مسلم (1695)
بله وجه داده چې كه د نشه شوي کس د طلاق ورکولو په وخت كې اراده نه وي نو داسې شو لکه مکره يعني هغه کس چې په چا باندې په زوره طلاق واچول شي، بله وجه داده چې دى د ليوني او ويده په شان دى همدا رنګه انسان په عقل مکلف دى، د ده خو د نشي په وخت كې عقل زائله وي
بله وجه داده چې د نشي په حالت كې نيت نه وي، او حديث كې راغلي چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي : “إنما الأعمال بالنيات” د هر عمل دار مدار تر نيت پوري دى
وگوره: “مجلة البحوث الإسلامية” (32/252) ، “الموسوعة الفقهية” (29/18)، “الإنصاف” (8/433) ،إغاثة اللهفان في حكم طلاق الغضبان – لابن القيم، ص 17)
شيخ ابن باز رحمة الله عليه په هغه چا رد کوي څوک چې زجراً او عقوبة د ده طلاق واقع گڼي، چې هغوئ هسي بي ځايه سزا ور کوي د ده سزا خو طلاق واقع ګرځول ندى بلکه د داسې کس سزا خو (٨٠) دورې وهل دي، د نشې له امله د طلاق واقع گرځولو سزا د ((شرعي حد)) بدلو مترادف گرځيږي. (فتاوى ابن تيمية، جـ 2 ص 124، ط. مطبعة كردستان . القاهرة)
شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله په خپله فتاوى همدارنگه امام ابن القيم په خپلوکتابونو لکه زاد المعاد، اغاثة اللهفان، قاضي شوكاني په نيل الأوطار د جانبينو له تفصيلي د لائلو ذکر کولو نه ورسته دې ته ترجيح ورکړې چې د نشې په حالت كې طلاق نه واقع كېږي
دكتور يوسف القرضاوي- رئيس المجلس الأوروبي للإفتاء والبحوث – هم په دې باندې مستقله فتوه ليکلې چې د نشې په حالت كې طلاق نه واقع كېږي

دکتور عبدالله الفقيه په خپله فتاوي كې ليكې: وهذا القول هو الراجح

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*