وروستي

افغان محدثین کتاب چاپ شو‎

افغان محدثین کتاب چاپ شو

افغان محدثین د ښاغلي محمد رسول پېروز په قلم لیکل شوی هغه اثر دئ چي په دې وروستیو کي له چاپه راوتلی او بازار ته وړاندي شوی دئ.

د ښاغلي پېروز دا اثر په (۱۹۵) مخونو کي د صدیقې خپرندویې ټولنې له خوا په متوسط کیفیت چاپ شوی چي په دې کتاب کي یې د (۳۲) افغان حدیث پوهانو لنډ ژوند لیکونه، اثار او هغوئ په اړه د پوهانو ویناوې راخیستې دي.

درانه لوستونکي کولای شي چي دا کتا په کوټه کي له صدیقې خپرندویه ټولنې او ټولو لویو ښارونو کي د هغه ځای له کتاب پلورنځیو تر لاسه کړي. همدارنګه اړونده خپرندویه ټولنه د کندهار ښار په ارګ بازار کي هم یوه څانګه لري، د دې ا و شاوخوا نورو سیمومینه وال کولای شې هغې ته په مراجعې یاد کتاب ومومي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*