وروستي

د عاشوري په هکله د ځېنو خلکو غلط تصور او عقېده

د عاشوري په هکله د ځېنو خلکو غلط تصور او عقيده

ليکوال مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوی

د عاشوري په هکله د ځينو خلکو غلط تصور او عقېده
د صحيح مسلم او د احاديثو په نورو کتابونو کي راغلي چې: « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللهِ، فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَه
بيشکه عاشوره د الله تعالی د ورځو څخه ( د نورو ورځو په شان ) يوه ورځ ده، که د چا خوښه وي نو په دې روژه ونېسي او که د د چا ( نه نېول ) خوښ وې نو نه دې نېسي.
ځينې خلک دا فکر کوي چې د عاشوراء د ورځې فضيلت او غوره والى د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لمسي د شهادت له کبله دى ځکه چې په دې ورځ د رسول الله صلى الله عليه وسلم گران لمسى سیدنا حسين رضي الله عنه شهيد شو او د همده د شهادت له کبله دا ورځ دومره مبارکه او غوره وگرځېده؛ خو دا تصور او عقېده ستاتل په قطعي توګه غلط او بې بنسټه دی، څوک چې د قرآن کریم، نبوې احادېثو او د سلفو له سېرت څخه معمولي هم خبر وي نو هغوی ټول پدې پوهه دي چې دا خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وخته يوه مقدسه ، د احترام ، خير ، برکت ، ادب او فضيلت مياشت او ورځ گڼل کېدله ، قرآن کريم او احاديثو ددې د حرمت او احترام اعلان کړ او د دې مياشتې او ورځې ځانگړي حکمونه يې بيان کړل
د حسين رضي الله عنه د شهادت پېښه؛ خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات څخه نږدې شپېته کاله وروسته را منځ ته شوه، بلکې اصل خبره داده چې په دغه ورځ کې د سيدنا حسين رضي الله عنه د شهادت پېښه را منځته کېدل یو تصادفی او ناڅاپې کار وو

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*