وروستي

د محرم د مياشتي بدعات

د محرم د مياشتي بدعات

د محرم د مياشتي بدعات

ليکوال: ابوالحسن مبشر احمد رباني صاحب
ژباړه: ابوخالد لائق احمد غزنوي
[ پوښتنه ] د محرم په مياشت کې تعزيه، جلوس را ايستل، دغازي عباس په نوم پنجه را ايستل، ډولۍ جوړول د ښځو په بازار کې د سړو سره يوځای کېدل او سينه وهل او داسي نورکارونه کول شرعاً څرنګه دي د قرآن او سنت له مخيېي واضحه کړئ؟.
[ ځواب ] د محرم په لسو ورځو کې چې دا کارونه کولى شي، نو دا سراسر بدعات او ناروا دي پدي هکله د الله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلميو څو ارشادات وګورئ:
[ ١ ] د ګراني مور سيدي عائشي صديقې رضىالله عنها څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلمفرمايلي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ). [ بخاري ( ۲۶۹۷) کتاب الصلح، باب اذا اصطلحوا علی صلح جور فالصلح مردود، مسلم (۱۷۱۸) کتاب الاقضية باب نقض الاحکام الباطلة ورد محدثات الامور ]..
چاچې زمونږ په دي دين کې نوى شى جوړکړ، نو هغه مردود دى.
[ ٢ ] همدغه حديث د سيدي عائشي صديقي رضىالله عنها څخه پدي الفاظو هم روايت دى: [مَنْ أَحْدَثَ فِي دِيْنَنَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ
].
[ ٣ ] په صحيح مسلم ( ١٧١٨) کتاب الاقضيه کې دي: ( مَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ اَمْرُنَافَهُوَ رَدٌّ).
چاچې داسي کار وکړ؛ چې په هغه باندي زموږ امر نوي نو هغه مردود دى.
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمايلي: (إِنَّ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَأَحْسَنَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَشَرَّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَ{ إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لَآتٍ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ }).[ صحيح البخاري ( ۷۲۷۷) کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة، باب الاقتداء بسنن رسول لله صلی الله عليه وسلم ].
يقيناً پهټولو کي بهترينه خبره د الله کتاب دى او له ټولوڅخه ښه سيرت د محمدرسول الله صلی الله عليه وسلمسيرت دى.
او ډېر بدکار په دين کې نوي څيزونه ( بدعات ) پيدا کول دي، يقيناً له تاسي سره چې کومه وعده شويده نو هغه راتلونکي ده او الله تعالى نه شئ عاجزه کولى.
[ ٥ ] جابربن عبدالله رضی الله عنه د رسول الله عليه وسلم خطبه ذکرکوي چې هغه وفرمايل: (فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَخَيْرُ الْهُدَى هُدَى مُحَمَّدٍ – صلی ا لله عليه وسلم – وَشَرُّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ). [ صحيح مسلم کتاب الجمعة باب تخفيف الصلوة والخطبة ۸۶۷ ].
يقيناد ټولوڅخه بهترينه خبره د الله تعالى کتاب دى؛ د ټولوڅخه بهترينه لاره د محمدرسول الله صلی الله عليه وسلملاره ده.
او د ټولوڅخه بدترينه لاره په دين کې نوي څيزونه ( بدعات ) جوړول دي او هر بدعت ګمرا هې ( بې لاري) ده.
د پورتنو ذکر شوو صحيحو احاديثوڅخه معلومه شوه چې د هدايت او لارښووني لار يواځي هغه حقه ده په کومه چې محمد صلی الله عليه وسلموو او کوم کار چې د محمد صلی الله عليه وسلم د سنت څخه ثابت نه وي بلکه خود ساخته او چا له ځانه جوړکړى وي نو هغه ګمراهي او بدعت دى.
پورتني ذکر شوي کارونه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه قطعاًثابت نه دي، بلکه نبي کريم صلی الله عليه وسلمخو د مخ او سيني وهلو څخه منعه کړي، د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلمفرمايلي: (لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ).
چاچې مخ په څپيړو ووهل او ګريوان يې څيري کړ او د جاهليت څير وير او چغي يي شروع کړي نو دا زموږ څخه نه دى. [ بخاري کتاب الجنائز باب لَيْسَ مِنَّا مَنْ شَقَّ الْجُيُوبَ ( ۱۲۹۴ ) شرح السنة ۵/ ۴۳۳۶ ].
همدارنګه په مړي باندي د وير کولو متعلق رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « أَرْبَعٌ فِى أُمَّتِى مِنْ أَمْرِ الْجَاهِلِيَّةِ لاَ يَتْرُكُونَهُنَّ الْفَخْرُ فِى الأَحْسَابِ وَالطَّعْنُ فِى الأَنْسَابِ وَالاِسْتِسْقَاءُ بِالنُّجُومِ وَالنِّيَاحَةُ ».
زما په امت کې د جاهليت څلور کارونه دي چې خلک يې نه پريږدي:
[ ١ ] په نسبي او کورني عزت فخرکول.
[ ٢ ] په نسبونو کې طعن کول.
[ ٣ ]د ستورو په ذريعه اوبه طلب کول.
[ ٤ ] وير کول.
[ شرح السنة۵/ ۴۳۷، مسلم کتاب الجنائز باب التشديد في النياحة ۹۳۴ ].
همدارنګه په دي حديث کي دا الفاظ هم راغلي:« النَّائِحَةُ إِذَا لَمْ تَتُبْ قَبْلَ مَوْتِهَا تُقَامُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَعَلَيْهَا سِرْبَالٌ مِنْ قَطِرَانٍ وَدِرْعٌ مِنْ جَرَبٍ ».
که چېري ويرکونکې ښځي له مرګ څخه مخکې مخکې توبه ونه باسي؛ نو د قيامت په ورځ به په داسي حالت کې را پورته کړى شي چې په دوی باندي به د زرڼو او خارښ قميص وي.
د ابوبرده اشعري رضی الله عنه څخه روايت دى چې ابوموسي اشعري رضی الله عنه ته سخت تکليف وو؛ کله چې بي هوشي ورباندي راغله او دده سر د ده د کور د يوي ښځي په غيږ کې وو نو پدي وخت کې دده د کور يوي ښځي چېغي کړي، د هغه طاقت نوو چې پدي ښځه څه رد وکړي؛ کله چې په هوش کي راغى نو وې ويل: (أَنَا بَرِىءٌ مِمَّا بَرِئَ مِنْهُ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بَرِئَ مِنَ الصَّالِقَةِ وَالْحَالِقَةِ وَالشَّاقَّةِ ).
د کوم شي څخه چې رسول الله صلی الله عليه وسلمبيزاره وو زه هم د هغه څخه بيزاره يم، بيشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د غم په وخت کې د آواز اوچتونکي، ويښتان خرونکي، جامي شکونکي ( انسان ) څخه بيزار وو!!.
[ مسلم کتاب الايمان ۱۰۴ ].
د پورتني ذکر شوي صحيح حديث څخه معلومه شوه چې د تعزيت جلوس را ايستل، واى، آه کول، سينه وهل، غم کول، مرثېي ويل، ويرکول دا ټول په اسلامي شريعت کي منع او حرام کارونه دي.
اوس د فقهي جعفري دوه حوالي ذکر کوم:
[ ١ ] د فقهي جعفري زيات مشهور کتاب (( الانوار النعمانيه )) \٢١٦ کې د معراج په واقعه ذکر کولو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا خبره نقل کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلمفرمايلي: (( وَرَايتُ المراةَ علی صورةِ الکلب والنار تَدْخُلُ في دُبُرِهاوتخرُجُ من فيها والملائکة يضربون راسها ويدها بمقامِعَ من النار فقالت فاطمةُ عليهاالسلام حبيبي وقُرّةَ عيني! اخبرني ماکان عملهن حتّی وضع الله عليهن العذاب ؟ (قال) فانها کانت قَيْنَةُ نوّاحَةً حاسدةً )).
ما يوه ښځه د سپي په شکل کې وليده چې د هغي ورسته طرف ( عورت ) کې اور ننوتل او د خولي څخه يې را وتل او ملائکو د اور په چټکونو باندي د هغي سر او لاسونه وهل.
فاطمي رضىالله عنها وويل زما حبيبه او زما د سترګو يخونکې! ماته دا را وښيه چې د دي څه عمل وو چې الله تعالى پدي باندي داسي سخت عذاب مسلط کړى وو؟.
( رسول الله صلی الله عليه وسلموفرمايل اي زما لوري ) هغه سندري ويونکي، وير کونکي، حسد ( کينه ) کونکې ښځي وي.
همدارنګه دا روايت (( ملاباقرمجلسي )) په خپل کتاب حياة القلوب٢\٥٤٢ (( باب بست وچهارم )) او عيون اخبار الرضا٢\١٠ کې هم موجود دى.
[ ٢ ] په (( من لا يحضره الفقيه )) نومې کتاب کې په ١\١٢٠ کې د سيدنا علي رضی الله عنه څخه روايت دى ( مَنْ جَدَّدَ قبرا او مثّلَ مِثالا فقدْ خرج من الاسلامِ ).
چاچې قبر نوى کړ او يا يې کوم شکل جوړکړ نو هغه د اسلام څخه خارج شو.
همدارنګه د دي کتاب مصنف د ( مَثَّلَ مِثالاً ) داسي شرحه کړي ( مَنْ اَبْدَعَ بِدْعَةً ودَعا اليه و وَضَع دِيْناً فقد خرج من الاسلام ).
چاچې کوم بدعت جوړ کړ او د دي طرف ته دعوت ورکړي يايې ( نوى ) دين جوړکړ هغه د اسلام څخه خارج شو. [ وګوره: من لايحضره الفقيه۱/ ۱۲۱ ].
د فقي جعفرې د پورتنوذکرشوو حوالو څخه واضحه شوه چې وېر کول يا د عباس رضي الله عنه شبيه او شکل جوړول همدارنګه د غازي عباس بيرغ، لاس او يا بل څه جوړول شرعا حرام دي.
او دا داسي کارونه دي چې دوی دين ګڼلي او په دين اسلام کيېي داخل کړي دي، دداسي جلوسونو، تعزيو او د وېرونو په ډلي بازي وو سره په لارو، کوڅو، بازارونو او نوروځايونو کې ګرځيدل را ګرځيدل د اسلام سره هيڅ مناسبت او تعلق نلري.
بلکه دا بدعات د خيرالقرون څخه ورسته جوړ شوي، امام ابن کثير په خپل مشهور کتاب (( البدايه والنهايه ١١\٢٣٠ )) کې د ٣٥٢ هجري کال حالات ليکې 🙁 في عاشِرِ المحرّمِ من هذه السَنَة أمَرَ مُعِزّ الدولة بن بُوَيْه قَبّحَه الله أن تُغْلَقَ الاسواقُ وأن يَلبَس النساءُ المَسُوجَ من الشَعر وأن يَخرُجنَ في الاسواق حاسِراتٍ عن وجوههن، ناشراتٍ شُعورِهِنّيَلطِمْنَ وجوههن يَنِحْنَ على الحسين بن علي بن أبي طالب، ولم يُمْكِنْ أهل السنة منْعَ ذلك لكثرة الشِيعةِ وظهورهم، وكونِ السلطانِ معهم)
د دي کال د محرم په لسمه ورځ (( معزالدين الدولة بن بويه)) ( الله تعالى دي دى بد وګڼي ) ….. دا حکم وکړ چې بازار دي بند کړل شي او ښځي دي د ويښتانو څخه جوړي شوي ډبلي جامي واغوندي، بازار ته دي پداسي حالت کې را ووځي چې مخونه يې لوڅ وي، ويښتان يې ببر او خواره وي، خپل مخونه دي په څپېړو وهي؛ په حسين بن علي رضی الله عنه باندي دي غم وکړي.
د دي کار بندول د اهل سنتو په قدرت کي نوو ځکه چې شيعه ګان ډېر زيات وو، د هغوي غلبه او زور وو او د وخت پاچا هم ورسره ملګرى وو.
امام ابن اثيرجزري هم تقريباًديته ورته خبره ليکلي. ( وګوره الکامل لابن الاثير ٢\١٩٧).
او دا خبره شيعه هم مني، وګوره: مجاهد اعظم ٣٣٣مخ، د شاکر حسين نقوي.
د پورتني ذکر شوي وضاحت څخه معلومه شوه چې د تعزېي او ددي متعلق بدعات په څلورمه هجري صدۍ کې را شروع شوي او د دي شروع کونکى (( معزالدين الدوله بن بويه )) دى، د ده څخه مخکې د دي بدعت هيڅ نوم او نښان نوو، نو پدي وجه له داسي بدعاتو او خرافاتو څخه مکمل ځان ساتل پکار دي، او په دي جلوسونو او تعزيو کې ځان شاملول او د دي حوصله افزاېي کول نه دي پکار، بلکه پدي کې چې څوک حاضريږي نو هغه په ګناه کې مدد کوي، حال دا چې د دي څخه الله تعالى منع فرمايلي، لکه د الله تعالى ارشاد دى:[ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (۲)]. [ المائده ].
د نيکې او تقوي په کارونوکې د يو بل مرسته وکړئ او د ګناه او تيري په کارونوکې د يو بل سره مرسته او مدد مه کوئ، له الله تعالى څخه و ويريږئ يقيناً الله تعالى سخت عذاب ورکونکى دى

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*