وروستي

موږ او قرآن

 موږ او قرآن

لیکوال:  مومن مهاجر

دیو مسلمان په توګه د اسلامي ټولنې هر غړی مکلف دئ  چي قران لومړی په خپله زده کړي، بیا عمــــل پرې وکړي او ورپسې یې بل ته وښيي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي

حدثنا حجاج بن منهال حدثنا شعبة قال أخبرني علقمة ابن مرثد سمعت سعد بن عبيدة عن أبي عبد الرحمن السلمي عن عثمان رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : ( خيركم من تعلم القرآن وعلمه ) .(صحيح البخاري)
ژباړه : په تاسو ټولو کي غوره هغه څوک دئ چي قران په خپله زده کړي او بل ته یې ور زده کړي
که څوک مسلمان وي، قران مني، درسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونو باور لري او ددې ټولو ترڅنګ په دې عقیده وي چي دی هم دقران دلومړنیو مخاطبینو په شان مسؤل او مکلف دئ نو هغه به هرو- مرو د خپل ژوند په اوږدو کي لومړنۍ هڅه داکوي چي دالله په رالیږلي وروستي کتاب ځان پوه کړي چي څه وايي، محتوا یې څه ده او په ټوله کي دانساني ټولنې لپاره څه پیغام لري ؟
دا چي ولي زموږ په ټولنه کي په قرآن ځان پوهونه تر خواشینوونکي کچې لوېدلي ده او زموږ د ټولنې غړي د مسلمانۍ له دعوې سره – سره قران ته د یومؤمن به کتاب په توګه څه چي د انسان په لاس د یو لیکل شوي مهم کتاب په سترګه نه ګوري ؟ نو ددې ډېر لاملونه دي چي ځیني به یې په لاندي کرښو کي په ګوته شي
لومړی : زموږ د تش په نوم دیني پوهانو دا تبلیغات او ناسمه انګېرنه ده چي قران یو پېچلی ، سخت ، له مشکلاتو ډک او د عامو لوستونکو تر سویې لوړ کتاب دئ ،هرڅوک ددې توان نه لري چي په معنی او مفهوم یې پوه شي ، په قران یوازي هغه څوک پوهېدی شي چي په اصطلاح څورلس فنون یې ویلي وي اوپه هغو کي پوره مهارت ولري له دې پرته قران نه دپوهي دئ او نه د زده کړې
ددوئ دا ناسم قضاوت او غلطه انګېرنه سړي ته دشعیب علیه السلام د قوم هغه بهانه ور په ګوته کوي چي په وسیله به یې دده له دعوته ځان خلاصاوی ، دوئ به ویل
قَالُواْ يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلاَ رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ
. یعني اې شعیبه ! موږ ستا په ډېرو ویناوو نه پوهېږو او ته په موږ کي کمزوری یې او که  دي قوم نه وای ، هرو – مرو به موږ په ډبرو ویشتلی وې او ته پرموږ غالب هم نه یې
دلته وینو چي د شعیب علیه السلام بې لاري قوم له یوې خوا هغه ته وايي : موږ ستا په ډېرو ویناوو نه پوهېږو او له بلې خوا هغه ته ګواښنه هم کوي ، څو دی د دعوت او تبلیغ له دیني فرېضې پرشا کړي
نن هم د قرآن منونکي له خپل کتاب سره همداسي رویه کوي . حال داچي قران کریم بیا- بیا وايي
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
ژباړه : او بې شکه موږ قرآن د پند اخسیتو لپاره اسانه کړی ایا یو پند اخیستونکی شته؟
یو بل ځای وايي
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا
ژباړه : دوئ پر قران غور نه کوي ؟ او که د غیرالله له خوا وای ، دوئ به هرو- مرو ډېر اختلاف پکي موندلی وای
د قران له دې او داسي نورو څرګندو او هڅونکو لارښوونو سره – سره بیاهم هغه د پوهې ترکچي لوړ کتاب ګڼل څرګنده ناپوهي ، د قراني هدایاتو ښکاره مخالفت او په لوی لاس دقران له زده کړې او ښووني د مسلمانانو منعه کول دي
دویم : د ډلو په نوم شخصي تعصبونه او حزبونه هم ددې لامل شوي چي خلک د قران د لارښوونو پر ځای د بندګانو په لاس لیکل شویو کتابو نو ته مخه کړي ، هغه د بریا وسیله وګني او هغو ته د الهي وحې درجه ورکړي . قران کریم دې موضوع ته هم اشاره کړې لکه چي وايي
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللَّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ
ژباړه : هغو کسانو لره بربادي ده چي په خپلو لاسونو کتاب وليکي ، بیا وايي دا دالله له خوا دئ ددې لپاره چي لږ پیسې پرې واخلي ددوئ لپاره د دوئ دلیکنې او ګټې له امله هلاکت دئ
یوبل ځای زیاتوي
وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا
ژباړه : او رسول به ووايي : اې زما ربه! بې شکه زما قوم دا قران پرېښی وو
صحابه کرامو رضی الله عنهم په خپل ژوند کي تر هرڅه وړاندي قران ته توجو کوله هغه یې د ژوند هدف وو، د هغه تلاوت یې کاوی ، په هغه کي یې تدبر کاوی، له هغه يې د احکامو استنباط کاوی ، دشخړو او منازعو د حل و فصل معیار یې ګانی ، هر مخالف ته یې وړاندي کاوی او د هرڅه یوازینۍ سر چینه یې ګڼله ، خو کله چي په مسلمانانو کي بیلا – بیلې ډلي رامنځ ته شوې نو له هماغي ورځي مسلمانانو قران پریښي او په ډول – ډول پلمو یې ځان ترې خلاص کړی دئ ، که چا پاملرنه هم ورته کړې نو یا یې درسول الله صلی الله علیه وسلم له  ثابت تفسیر پرته د ځان په ګټه تعبیر کړی او یا یې په زور هڅه کړې چي په لري او بعیدو تاویلونو یې پر خپل هغه دریځ او اصل برابر کړي چي ده وړاندي لا له ځان سره چمتو کړی دئ
پر همدې بنا چي کله د قران اوسنیو مو جودو تفسیرونو ته رجوع وکړئ نو ترمنځ به یې دومره ژور اختلافات او ناندرۍ وګورئ چي سړی فکر نه شي کولای دادي د قران غوندي د یو منظم او له هره اړخه په تول پوره الهي کتاب تفسیر وي بلکي هلته لوستونکی داسي فکر کوي چي قران د څو متضادو تاریخي کیسو یوه ټولګه ده اوبس . هر څوک چي قران وايي او غواړي په مطلب یې ځان پوه کړي نو لازمه ده چي له ځان سره مرتب کړی نظر یوې خوا ته کړي او قران ته په خالي ذهن کښېني دقران په محتویاتو کي چي هر مطلب وویني که دده په ګټه وي او که نه نو ویې مني
درېیم : –  ځیني کسان  د خپلو شخصي ګټو د تاواني کېدو له امله هم نه غواړي چي خلګ  په قران ځان پوه کړي ، ځکه دوئ په دې پو هېږي که د اسلامي ټولنې هر غړی قران ته مخه کړی نو د دوئ د مفتو عوائدو هغه سرچینه به وچه شي چي له ډېرې مودې را هیسي دوئ ته له ځاني ستړیا پرته پراخ حاصلات ورکوي . دداسي کسانو په اړه قران وايي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
ژباړه : اې مؤمنانو! بې شکه ډېر ملایان او پیران په باطله د خلکو مالونه خوري او د الله دلاري مخه نیسي او کوم کسان چي سره وسپین زر زیرمه کوي او د الله په لار کي یې نه لګوي نو دوئ ته د دردناک عذاب زېری ورکړه
قران کریم وايي چي ډېر مذهبي مشران او پیران لګیادي په باطله طریقه د خلګو مالونه جېبونو ته اچوي او پر همدې بنا د اصل دین مخه نیسي دا ددې لپاره چي که خلګ ددین په اصلي لارښوونو پوه شي نو بیا ددوئ هغو ویناوو او هدایاتو ته غوږ نه ږدي چي دوئ په ټګۍ – برګۍ ددین په نوم شریعت ته داخلې کړې دي او په حقیقت کي نه ددین تعلیمات دي او نه له دیني چارو سره اړه لري  په اسلامي ټولنه کي هم داسي احبار ورهبان شته چي عیني همدا تګلاره یې خپله کړې ده په خپله یې کار ته ملا ماته ده نو غواړي ددین په جامه کي له خلګو په داسي باطله طریقه روپۍ ترلاسه کړي چي هم خپل جېب ډک کړي او هم د راتلونکي لپاره د هغې بقا او دوام یقني کړي . ددې چاري تر ټولو ښه لاره ددین له حقیقي لارښوونو څخه دخلګو لري کول دي
په اسلامي ټولنه کي موږ ددې شاهدان یو چي ډېر ټګماران ددیني پوښ په اغوستو کله خلګ د اسقاط په نوم شکوي او کله بیا د شکرانې، نذرانې، ختم او نورو په نوم دا ټول هغه څه دي چي دیني ټګمارو ددې لپاره په خلګو کي دود کړي چي دخپلې خېټي ډکولو سرچینه پري تضمین کړي
څلورم : –  له قران څخه د مسلمانانو دلري کېدو یو بل عمده علت د هغه دپیروانو دا ناسم تصور دئ چي دوئ یوازي د کلمې په ویلو، مسلمانه کورنۍ کي په لویدلو او دې مسلمانان دي چي ځان مسلمان ګڼي او پلار ونیکه يې هم ځانونه مسلمانان ګڼل داسي هیڅکله نه شي کېدای چي دوئ دي داسلام له دعوې سره – سره بیاهم دوزخیان او له اسلامه وتلي وي . داسي خلګ یوازي په هیلو او ارزوګانو پسي روان دي نور نه په دې پوهېږي چي دقران هدف څه دئ ، دڅه لپاره راغلی، څه وايي او اصلا اسلام یعني څه ؟ قران ددې خلګو حالت داسي انځوروي
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ
ژباړه : او په دوئ کي ځیني نالوستي دي له هیلو پرته نور په کتاب نه پوهېږي او دوئ یوازي اټکل کوي
وینو چي قران دهغو خلګو خیالات اوصرفه هیلي هسي امیدونه ګڼي اوبس،  له دې کبله یې غندي چي په کتاب نه پوهېږي او یوازي په تصوراتو او ارزوګانو پسي دي دخپل انجام او برخلیک په اړه یې یوازي اټکل کړی، دلیل او لاسوند ورسره نه شته څه چي کوي یوازي په دې نیت یې کوي چي کېدای شي حق به وي او ثواب به پرې ورکړل شي نور یې ماخذ او مصدر ورته جوت نه دئ کله چي د یوکار د شرعي اړخ په اړه پوښتنه ترې وکړې نو په ځواب کي درته وايي چي له ملایانو مو اورېدلي دي ، ورسره په خندا داهم زیاته کړي چي الابلا به ګردن ملا
پنځم : – زموږ د ټولنې ځیني کسان بیا داسي دي چي د امکاناتو ، وسائلو او وړتیا له درلودو سره – سره په قران د پوهېدو هڅه نه کوي . په دې کټه ګورۍ کي تر ډېره هغه کسان داخل دي چي یاسست پالي دي ، تحقیق او خواري یې له وسه نه کېږي او یا د مادیت په نه شه دومره مست دي چي د یو مسلمان په صفت یې بیاهم دین، دینداري، الهي وحې، رسالت ، د قبر سوال و ځواب ، معنوي ارزښتونه او تر مرګ وروسته بل ژوند زړه ته نه لوېږي . د لومړنیو په اړه الهي ویناده
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ
ژباړه : او که زموږ خوښه وای دی به مو پرې لوړ کړي وای ، خو ده ځان ځمکې ته واچاوی او د خپلې هوا پیروي یې وکړه
سست پالي یا لټان هم دخپلي فطري کمزورۍ له امله د امکاناتو په شتون کي هم نه شي کولای چي الهي وحې مطالعه کړي، بحث پرې وکړي او په دې ځان وپوهيږي چي پر کوم قران موږ ایمان راوړی ، په هغه کي څه دي، موږ څه ته ور بولي ، څه راکوي او څه راڅخه غواړي ؟ دوئ د خپلې طبعي لټۍ له امله ددې جوګه نه دي چي د الهي وحې خوند حس کړي او دوجدان هغه تنده پرې خړونه کړي چي د هر انسان په فطرت کي نغښتي ده
د دویمې ډلې په اړه قران وايي
أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ (1) حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ
ژباړه : تاسود شتمنۍ ډېرولو بې پروا کړي یاست تر هغوچي قبرونو ته ورشئ
وروستۍ ډله سره له دي چي لازمه پوهه او علمي وړتیا لري ، پر مختلفو بې ګټو موضوعاتو لیکنې او تحقیقات کوي خو د مادیت پال فطرت له کبله قران او دیني علومو ته هیڅ پاملرنه نه کوي ، زموږ دټولني په اصطلاح ادیبان ، لیکوالان، ژورنالیستان ، څېړونکي او شاعران تر ډېره په همدې کتارکي ولاړدي، هغوئ سره له دې چي د پښتو پر لنډیو، فولکلور، نثر، شعر او نورو مختلفو اړخونو تحقیق کولای شي خو د قران زده کړې ، مطالعې او په هغه ځان پوهونې

ته یې د پورتنیو عواملو پر بنا ملا ماته ده

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*