وروستي

هغه (مفتيان) چې سيده دوزخ ته ځي‎

هغه (مفتيان) چې سيده دوزخ ته ځي‎ هغه (مفتيان) چې سيده دوزخ ته ځي‎

هغه (مفتيان) چې سيده دوزخ ته ځي‎

ليکوال: سعودي عالم دکتور عايض القرني

ژباړن: برهان

 نن-سبا له فتوا څخه هم تجارت جوړ شوى او داوطلبۍ ته وړاندې کېږي. هر څوک که هر څومره لږ علم هم ولري د لويو عامو مسالو په اړه فتوا ورکوي.

آن يو شمېر خلک چې پر ځان يې يو يا نيم درځن شاګردان او پلويان را ټول کړي وي يوازې خپله ډله ناجيه او کاميابه ډله بولي. فکر کوي دا نور ټول خلک ګمراه، مرتد، درواغجن او ګناهګار دي.

د دوى د فتواوو سره سم، چارواکي ټول کافر، ليکوالان زنديق، شاعران فاجر، علماء درباري، اسلامي داعيان (بلونکي) غولوونکي، کارګران ظالمان او سوداګر خاينان دي.

ځينې خلک د خوارجو د يو مشهور تن ابو حمزه په څېر عمل کوي. هغه يو ورځې خپل ملګري ته ويل چې جنت ته به له ما او تا پرته بل هېڅوک نه ځي.

هغه ورته وويل: سبحان الله، هغه جنت ته به چې تر ځمکه او اسمان پراخ دى يوازې دوه تنه ورځي؟؟ دا جنت دې تاته مبارک وي. زه يې نه غواړم. يقيناً دا هماغه جنت نه دى چې خداى يې له خپلو بنده ګانو سره ژمنه کړې.

په حديث کې راغلي: اجرؤکم على الفتيا اجرؤکم على النار (له تاسې نه چې څوک په فتوا ډېر تېز ورځي، هغه به په اور يا دوزخ باندې هم همداسې تېز ورځي)

څو موده مخکې زما او دکتور سعد البريک له يوه ځوان سره بحث شو. هغه يوازې د منځني ښوونځي سند لري او اوس ازاده مطالعه او تحقيق کوي، او هڅه کوي چې بې له کوم لارښوده په ديني نصوصو باندې پوه شي. هغه د قرآن او سنت د متنونو په تحريف او تاويل سره د اسلامي شريعت يو عجيب او غريب انځور وړاندي کاوه. کله مو چې د پخوانيو امامانو او مجتهدينو په اړه وپوښتل، سپکې سپورې يې ورته وويلې. هېښوونکې يې دا وه چې د ديت، جزايي حقوقو، ولاء او براء په څېر د خورا خطرناکو مسالو په اړه يې له ځانه فتواګانې صادرولې. خو له يو څو ورځې بحث وروسته هغه ځوان الحمد لله بېرته لارې ته راغى او ذهن يې له پخوانيو وسوسو څخه پاک شو.

د حضرت عمر رضي الله عنه په وخت کې د صبيغ بن عسل په نامه يو چا د شريعت له ژور فهمه او تقوا پرته او بې له دې چې شرعي دلايل په پام کې ونيسي په خپل سر فتواګانې صادرولې. حضرت عمر (رض) هغه د خلکو په مخکې راوغوښت او په امر يې وکړ چې څو دورې يې ووهي. صبيغ يوه شېبه بې هوښه شو. چې را بيدار شو، امير المؤمنين ځينې پوښتنه وکړه: څنګه يې؟

هغه وويل: هغه ذهني ګډوډي چې پخوا پرې اخته وم اوس راڅخه ولاړه، او د خداى په مهربانۍ ښه شوم.

نن د معلوماتي تکنالوژۍ له برکته په اسلامي نړۍ کې مفتيان هم د روپۍ شل موندل کېږي. ډېرى يې د فتوا علمي وړتيا نه لري. هغوى له لويه سره په ذهن کې د شرعي استدلالونو د اوډلو وړتيا او له اسلام څخه سم پوهاوى نه لري. نه د شريعت په مقاصدو خبر دي او نه په ننۍ نړۍ کې له شته واقعيتونو څخه. خو له دغو کمزوريانو سره سره، ناندريزې او ضد و نقيض فتواوې صادروي.

د هرې پوښتنې په ځواب کې به وايي: پروا نه لري. په دې کې مشکل نشتهز

بل بيا وايي: ګمان کوم، داسې ښکاري، او احتياط واجب دى… هغه کلمې چې له ورايه د هغوى علمي کمزوري او ظاهربيني ښيي.

اسلامي امت څنګه د خپل دين او دنيا چارې د داسې مفتيانو ته وسپاري چې نه علمي رسوخ لري او نه د تفقه قوه. څرنګه داسې مفتيانو ته د خپلو چارو رواوالى او نارواوالى وسپارو چې پر هغو مسالو باندې چې سترو علماوو او پخوانيو د احتياط لامله پرې چوپه خوله پاتې شوي، خو دوى بې له ژورې پلټنې پرې فتواوې ورکوي او احکام صادروي. دوى په داسې لويو مسالو کې هم چټکې او خپلسرې فتواوې صادروي چې ښايي که د حضرت عمر (رض) په وخت کې يې پوښتنه شوې واى د بدر غزا ټول صحابه به يې راغوښتي وو چې پرې نظر ورکړي.

هغو ته چې په چټکۍ فتواګانې صادروي، يو بدعتي، هغه بل کافر، او بل مرتد ګڼي بايد تل ورياد کړو چې ٰٰ الايظن اولئک انهم مبعوثون ليوم عظيمٰ (ايا دوى باور نه لري چې دوى به د قيامت په ورځ راپاڅول کېږي (او له خپلو خبرو او کارونو ځواب به وايي)؟

فتوا د جهانونو د خداى له لورې د لاسليک په څېر ده. افسوس د هغو کسانو لپاره چې د قهار خداى په استازيتوب غلطې امضاګانې کوي. هر څوک خپلې هومره ګناوې لري چې بايد د توبې او پښيمانۍ په سيند کې ټول عمر ځان ډوب کړي، نو څرنګه دا ښاغلي مفتيان د نورو خلکو ګناوې هم پر ځان بارولى شي؟

د درنو علماوو دنده ده چې سمې فتواوې چې په ښکاره دلايلو سره او د پخوانيو مجتهدينو د نظر په پام کې نيولو سره سمې فتواوې صادرې کړي او د هغو ناپوهانو او نااهله کسانو لاسونه لنډ کړي چې له اور سره لوبې کوي.

نن که څوک د موسيقۍ، انځور کښلو، جامو او نورو لانجمنو مسالو په اړه د ديني علومو هر زده کوونکى يا نيمچه عالم فتواوې ورکوي، سبا يې د مهمو ديني احکامو، واجباتو، عقايدو او د جنګ او سولې د حالاتو په اړه هم ورکوي. که د دوى مخه په لومړي پړاو کې ونه نيول شي، همداسې پرمخ ځي او د ټول امت د مغشوشولو او بې باورۍ سبب ګرځي.

صحابه وو ته به چې فتوا راغله د خداى له ويرې او پرهيزګارۍ له وجهې، به يې يو بل ته راجع کوله. له امام مالک څخه يو چا ٤٠ پوښتنې وکړې، يوازې د اتو په اړه يې فتوا ورکړه. د نورو په اړه يې وويل: نه پوهېږم.

پوښتونکي په حيرانتيا سره وويل: امام مالک نه پوهېږي؟

هغه ورته وويل: هو، ځه ولاړ شه نورو خلکو ته هم ووايه چې امام مالک نه پوهېږي.

د امام مالک همعصره علماوو به ويل: تر څو چې امام مالک په مدينه کې وي، هېڅوک د فتوا ورکولو حق نه لري.

اوس نو تاسې او خداى، د دغو چټکو مفتيانو علم او تقوا له امام مالک سره پرتله کړئ.

ځينې خو يې د اهل سنت او جماعت په استازيتوب داسې ديني تيوريسنان بولي چې ګواکې يوازې دوى پر سمه لار دي او دوى غوره بېلګه دي، که هر څوک ورسره پر لاره ځي هماغه الصراط المستقيم ده، او که نه ځي هغوى ګمراهان دي.

د قرآن د النحل سورې په ١١٦ آيت کې لولو: وَلا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لا يُفْلِحُونَ (١١٦)

 (څښتن حلال او حرام تاسې ته معلوم کړي، نو هغه څه ته چې له خپل ذهن کې يې جوړوئ او په ژبه يې واياست، په درواغو مه واياست چې دا حلال دي او هغه حرام چې په دې توګه په خداى پسې درواغ وتړئ. يقيناً هغه کسان چې په خداى پورې درواغ تړي نه بريالي کېږي.)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*