وروستي

پلاره: د دې فرش لیاقت نه لرې

پلاره: د دې فرش لیاقت نه لرې

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

ام حبیبه (رمله) رضی الله عنها د ابوسفیان لور په پوره ترینګلي حالت کې هم په خپل ایمان ټينګه ولاړه وه
د قریشو له اشرافو نه یوه هم د ابوسفیان لور رمله رضی الله عنها وه. د اسلام د ظهور په پیل کې ابوسفیان د قریشو رئیس او مشر حسابیدلو او دا هغه څوک وو چې له اسلام او مسلمانانو سره یې کلکه کینه درلوده او ټینګه دښمني یې ورسره کوله
په شام کې د اموي دولت بنسټ ایښودونکی معاویه بن ابوسفیان رضی الله عنه د دې لویې میرمنې ورور وو، د اسلام د مبارک دین د ظهور نه مخکې رملې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه له زوی (عبید الله بن جحش) سره واده وکړ، د عبید الله له مسیحیت سره جوړه شوې وه او همدا یې د ځان لپاره دین غوره کړی وو
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وروسته د جحش ټولې کورنۍ اسلام راوړ، په دوی کې رمله هم له دې سره سره چې پلار یې له الله او د هغه له رسول سره ډیره کینه او مخالفت درلود مسلمانه شوه؛ د یادولو وړ ده چې د حرب لور ام جمیل د اسلام هغه ستره دښمنه چې په قرآن کې حمالة الحطب ورته ویل شوي هم د دې عمه وه، اما رملې رضی الله عنها د داسې کورنۍ او خپلوانو په شتون کې په الله ایمان راوړ او د اسلام دین منلو ته یې غاړه کیښودهځینې ناخبران فکر کوي چې رملې د عبید الله د ایمان په پیروۍ سره ایمان راوړ په داسې حال کې چې هغې په خپله خوښه او علاقه سره ایمان راوړی دی؛ د دې ښه ثبوت دا کیدای شي چې رملې رضی الله عنها هماغه وخت ایمان راوړ چې د اسلام دین د بني امیه او په ځانګړې توګه د ابوسفیان له فشار لاندې وو
کله چې په مکه کې ځورونې او د دښمنانو فشار د زغم له کچې واوښت نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته اجازه ورکړه چې حبشې ته هجرت وکړي تر څو له دې ربړونو او ستونزو نه لږ په امن کې شي؛ ام حبیبه رمله رضی الله عنها هم له خپل میړه عبید الله سره حبشې ته وخوځیدل. لور یې حبیبه په حبشه کې پیدا شوه او له هماغه وخته په ام حبیبه باندې ونومول شوه
په لرې ملک او ناآشنا ښار کې مسلمانانو خپلې دیني او عقیدتي چارې ترسره کولې او دې ته یې کتل چې په مکه کې به څه پیښیږي
کوم خبرونه به چې له مکې نه دوی ته راتلل، ډیر ځورونکي او ټکان ورکوونکي وو؛ کفر، بت پرستي، د الهي امورو مخالفت اوپه مکه کې د مسلمانانو په کورنیو او اولادونو باندې د دوی د تیريو او ظلمونو خبرونه واقعا ډیر ځوروونکي وو. د مکې مشرکینو په دې باندې هم بسنه ونه کړه او د حبشې پاچا نجاشي ته یې هم خپل استازي ولیږل تر څو هلته هم مسلمانان آرام ژوند ته پرینږدي
یوه ورځ ام حبیبې رضی الله عنها خوب ولید چې میړه یې له اسلام څخه اوښتی دی، په ډیره وارخطایۍ او اندیښنه کې له خوبه راپاڅیده او د شیطان له شر نه یې الله (ج) ته پناه وغوښته. په زړه کې یې میړه ته ډیره اندیښمنه وه اما هڅه یې وکړه چې خوب یې هسې وهم وبولي او له یاده یې وباسي. په همدې کشمکش کې وه چې میړه یې راورسید او اعلان یې وکړ چې د مسیحیت دین يې منلی او نصراني شوی دی؛ د عبید الله تمه دا وه چې ام حبیبې لکه څرنګه چې اسلام د ده په پیروۍ منلی نو همداسې به مسیحیت هم ومني او په همدې کې یې له هغې څخه غوښتنه وکړه چې اسلام پریږدي او مسیحي شي. اما ام حبیبې رضی الله عنها په ټینګ ایمان سره د ده دا غوښتنه رد کړه او دا یې وښودله چې اسلام یې د زړه له کومي، د زړه په مینه منلی دی او دا سې نه وه چې د میړه د خوښۍ لپاره مسلمانه شي
ام حبیبې رضی الله عنها هڅه وکړه چې میړه ته یې نصیحت وکړي او په خبره یې پوه کړي او خپل خوب یې هم ورته واوراوه اما عبیدالله په خپله ګمراهۍ ټینګ ولاړ وو
دې مسلمانې میرمنې له خپلې کورنۍ او اولاد نه لرې د هجرت او غربت په دیار کې له خپلې یوې وړې لور سره په تنهایي ډول ټولو ستونزو او تکلیفونو ته تن ورکړی وو

او له الله (ج) نه یې په زاریو او صبر سره مرسته غوښته، په داسې سختو حالاتو او کړاوونو کې تنها په الله (ج) باندې ایمان وو چې دې ته یې قوت او د زړه آرام بخښلو
ورځې تیریدلې او په همدې کې یوه ډیره لویه واقعه ام حبیبې رضی الله عنها ته پیښه شوه. پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دې نه د نکاح غوښتنه وکړه
نجاشي چې له دې څخه خبر شو نو ام حبیبې رضی الله عنها ته یې ډیر په درنه سترګه کتل او له خپل مال نه یې د هغې مهر ورکړ او په دې سره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خواستګارۍ ډیر درنښت ورکړ
ام حبیبې رضی الله عنها یو څه وروسته مدینې ته ستنه شوه او په دې سره یې د خپلو کارنامو په لست کې د اسلام د لارې دوه هجرته ثبت کړل
ام حبیبه رمله رضی الله عنها نور ام المؤمنین (د مسلمانانو مور) شوه او په دې ویاړ سره يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څنګ کې خپل ژوند ته دوام ورکړ
حدیبې سوله د مسلمانانو او قریشو تر منځ په داسې حال کې وشو چې ابوسفیان په مکه کې حضور نه درلود، د قریشو له مشرانو نه د سهیل بن عمرو عامري په نامه یو پخواني مشر له ده نه په نمایندګی دا تړون لاسلیک کړ
بني خزاعه له مسلمانانو سره تړون درلود او د سولې د تړون د ګټې په خاطر چا نه شوای کولای په دې قبیله باندې څوک تعرض وکړي؛ د مکې یو شمیر بې سترګو او بې عقلو له تړون نه سرغړونه وکړه او په بني خزاعه باندې یې حمله وکړه
کله چې مسلمانان له دې پیښې نه خبر شول نو آمادګي یې ونیوله تر څو د خپلو تړون لرونکو (بني خزاعه) سره مرستې ته ورودانګي
قریشیان په خپله اشتباه باندې پوه شول او داسې یې وانګیرله چې که مسلمانان په دوی باندې حمله وکړي نو ورته ټینګ به نه شي. له همدې امله یې ډیر ژر ابوسفیان بن حرب له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره د مذاکرې لپاره ورولیږلو تر څو د سولې تړون د لسو کلونو لپاره وغزوي
ابوسفیان له سلو چورتونو سره په داسې حال کې په مسلسله توګه یې د سولې او جګړې په اړه فکرونه کول مدینې ته ستون شو، په لاره کې په همدې چورتونو کې وو چې څه شی د دې لامل شول چې مسلمانان دې دومره عزت او سرلوړی ته ورسیږي او په مقابل کې قریش په دې ډول د ذلت کندو ته ورټیله شي! په همدې فکرونو کې وو چې په ناڅاپي ډول یې ذهن ته ورغلل چې مدینې ته تر رسیدلو وروسته به له چا کره اړوي؟
له ځان سره یې وویل: له رملې لور مې پرته هیڅوک هم راته نږدې نه دي، اګر که هغه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بي بي هم ده اما د یو پلار په شان مې چې کومې ستونزې ورسره تیرې کړې، له ما سره به مرسته وکړي
بالآخره ابوسفیان مدینې ته ورسید، له هر څه نه مخکې باید رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورغلی وای او همدا کار یې وهم کړ او مدینې ته په مجرد رسیدلو سره نبوي مسجد ته لاړ؛ په هغه ځای کې یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ولید چې له ګڼو صحابه کرامو سره ناست دی، ابوسفیان مخکې ورغی او خپلې خبرې یې له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) سره یادې کړې، ده هڅه وکړه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دې باندې راضي کړي چې د سولې وخت لس کاله نور هم وغزوي اما پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ورسره ونه منله
ابوسفیان پوه شو چې دا کار دومره په آسانۍ سره هم نه کیږي نو تصمیم یې ونیو چې د خپلې لور رملې کور ته لاړ شي تر څو هم ستړتیا لرې کړي او هم له هغه څخه په دې مسئله کې مرسته وغواړي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سولې تمدید ته راضي کړي
په هر حال ابوسفیان یې د لور کور ته روان شو، رملې (رضی الله عنها) چې کله هغه ولید، له هغه څخه یې استقبال وکړ او د یوه پلار په شان یې درنښت ورکړ، اما کله چې هغه وغوښتل په فرش باندې کښیني نو ژر یې ترې کش کړ او پرې یې نښود چې په فرش باندې کښیني
ابوسفیان په حیرانتیا سره وپوښتل: لورې زه دې په فرش ونه لوریدم یا دې فرش په ما باندې و نه لوریدلو؟
د هغه مؤمنې لور چې زړه یې له ایمان او تقوی څخه خړوب وو وویل: په هغه فرش باندې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) کښیني او ته یو مشرک شی یې او مشرک نجس وي (او تاته نه ښایي چې په دې فرش کښینې)
ابوسفیان ډیر حیران وو، هغه دا خبرې په خوب کې نه بلکې په ویښه اوریدلې؟ هغه له ځانه پوښتل: آیا دا هماغه زما هوښیاره او مهربانه لور ده چې له پلار سره په دومره ګوستاخۍ باندې خبرې کوي؟ هغه هیڅ باور نه وو چې د لور له داسې عکس العمل سره به مخ کیږي
ابوسفیان فکر وکړ چې لور یې عقل له لاسه ورکړی دی او هغې ته یې په خطاب کې وویل: آیا له هغه وروسته چې ته له ما څخه را جلا شوې کوم ضرر درته رسیدلی دی؟ (او په دې ډول ابوسفیان اصلا غوښتل له لور نه وپوښتي چې آیا لیونۍ شوې یې؟ د هغه زړه نه منله چې له داسې عكس العمل سره مخ شي هغه هم د زړه د ټوټې له خوا)
رملې (ام حبیبه) (رضی الله عنها) په داسې حال کې چې هڅه یې کوله په خپل پلار باندې مهربانه وي او احسان ورسره وکړي، دې ته تیاره نه وه چې په ایمان او اسلام پورې تړلو مسایلو کې نرمي ورسره وکړي
هغې (رضی الله عنها) هڅه وکړه پلار یې اسلام ته راوبولي او د الله (جل جلاله) اوامرو ته یې تسلیم کړي اما هغه سرغړونه وکړه او غرور یې اجازه ورنه کړه چې اسلام ته غاړه کیږدي
او په دې ډول ابوسفیان پرته له دې چې سفر یې یوه ذره هومره ګټه هم ورته وکړه مکې ته روان شو
مسلمانانو په غوڅه توګه په مکه باندې د حملې او جګړې تابیا نیوله، په دې منځ کې ام حبیبه (رضی الله عنها) له یوې مخې خوشاله وه چې د اسلام د بیرغ تر سیوري لاندې به مکې ته په فاتحانه ډول ننوځي او له بلې مخې دې ته اندیښمنه چې داسې نه شي چې پلار او نور خپلوان یې کافر له دنیا لاړ شي؛ په هر حال د اسلام لښکر مکې ته روان شو
په لاره کې ابوسفیان له خپل پخوانی دوست عباس بن عبد المطلب (رضی الله عنه) سره ولیدل، عباس (رضی الله عنه) هغه ته نصیحت وکړ چې اسلام ومنه، ابوسفیان هم د ده دا خبره ومنله او اسلام ته یې غاړه کیښوده، په دې کار سره هغه د اسلام له لښکر څخه ځان په امن کړاو جوړ او سلامت پاتې شو
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه د اسلام راوړلو نه وروسته یو لړ امتیازات هغه ته ورکړل چې د هغو له جملې نه یو دا اعلان وو چې که هر څوک د ابوسفیان کور ته ننوتل نو په امان کې به وي
رمله (رضی الله عنها) یې د پلار په اسلام سره ډیره خوشاله شوه او کله یې چې واوریدل چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: هر څوک چې د ابوسفیان کور ته ننوتل په امان کې به وي…، نو خوښي یې څو چنده زیاته شوه
ام حبیبه رمله (رضی الله عنها) ډیره نیکمرغه وه ځکه پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) مکه فتحه کړې وه، کارونه ټول د مسلمانانو په لاس کې وو او د دې د خپلوانو نه ټولی ټولی د اسلام په دایره کې ننوتل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*