وروستي

د رسول الله ﷺ په ژبه ۳۰ قيصې (کتاب + ډانلوډ

د رسول الله ﷺ په ژبه ۳۰ قيصې (کتاب + ډانلوډ

الحمدلله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه آجمعین ، و بعد
دا د انسان فطرت دی چی قیصي د بل هر شي نه ډيری په غور او خوند لولئ او اوري ، د خلکو په جذبولو کی که هغه وړوکي وی او که لوی قیصه ډيره زیاته اغیزه لری او همدا لامل دی چی اسلام رښتینو قیصو ته ډير اهمیت ورکړی ، الله عزوجل فرمایلی :
(فَٱقصُصِ ٱلقَصَصَ لَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ) . د اعراف سورت ۱۷۶ ایت .
ژباړه : دوی ته دغه قیصی ( او احوال) بیان کړه کیدای شی دوی فکر وکړي ( په دغه قیصو کی او ایمان راوړي ) .
په قران کریم کی ځايې په ځایې د تیرو قومونو احوال او قیصی راغلي دی تر څو مونږ د هغو قیصو څخه پند او عبرت واخلو الله عزوجل فرمایلي :
(كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيۡكَ مِنۡ أَنۢبَآءِ مَا قَدۡ سَبَقَۚ ) ، د طه سورت ۹۹ ایت .
ژباړه : هم داسی مونږ تاته د هغه امورو چی تیر شوی دی قیصی کوو .
الله عزوجل بل ځاي فرمایلی :
(لَقَدۡ كَانَ فِي قَصَصِهِمۡ عِبرَةٞ لِّأُوْلِي ٱلأَ لبَٰبِۗ)، د یوسف سورت ۱۱۱ ایت .
ژباړه : بیشکه د دوي ( یوسف علیه السلام او د هغه د وروڼو یا نورو انبیاؤ او امتونو) په قیصه کی د عقل د خاوندانو ( هوښیارانو ) لپاره پند او عبرت شته دی .
په دی کتاب کی چی کومي قیصی را ټولی شوی دی هغه د ستر لارښود رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام له مبارکي خولی روایت شوی دی چی د هغه په باره کی الله عزوجل فرمایلی دی :
(وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ٣ إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ ٤)
ژباړه : او (رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام ) له هوا ( له ځانه) خبری نه کوی ، دغه وحیه ده چی ورته لیږل شوی ده .
ولي دا کتاب :
دا کتاب می ځکه د ژباړي لپاره خوښ کړ چی :
۱ : د مبارک رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام په مبارکه ژبه دیرش قیصی دی.
۲ : دغه قیصی د صحاح ستة ؤ څخه را ټولي شوی.
۳ : په دغه احادیثو ( قیصو ) کي ډير عبرت او درس پروت دی.
۴ : په دی کی ډير شرعي احکام ، تربوي ګټي ، فائدي او اسلامي اداب پراته دی.
۵ : د مور او پلار لپاره تر ټولو ښه کتاب دی چی خپلو بچیو ته ترینه قیصی وکړی.
۶ : یو داعي . استاد او ملا ته تر ټولو ښکلی کتاب دی تر څو نورو ته دا قیصی ورسوي او هغوی ته د دغه احادیثو فائدی بیان کړی.

د کتاب د ډانلوډ لپاره يې په لاندې پوښ کليک وکړئ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*