وروستي

په پاچاهانو پسي ړوند تقلید

په پاچاهانو پسي ړوند تقلید په پاچاهانو پسي ړوند تقلید

په پاچاهانو پسي ړوند تقلید

لیکنه: عبدالله عزام
کله چې اسلامي پاچاهان دسلطنت اوپاچاهۍ اهل ؤ ، د شریعت په چوکاټ کې یې مملکتي چاري پرمخ بېولې ، ترخپلو شخصي اهدافو یې الهي حقوق مقدم ګڼل ، خپل دولس ګټو ته ژمن وو اوهغوی ته یې په هره ممکنه توګه دسوکاله ژوند کولو زمینه برابرول. هغه مهال دمسلمه امت ستونزي اومشکلات هم یاخو بیخي معدوم ؤ اوکه یې څه ناڅه وجود درلود ، نو هم دومره جزوي ؤ چې پر نه شتون شمارل کېده . انسانیت پر قرار ؤ ، اسلام د ارتقا او ج ته رسېدلی ؤ ، کفر مغلوب اوسرکوبه ؤ او مسلمانانو داسي ارام ژوند کاوه چې په لیدلوسره به دي ویل چې شر اوفساد بیخي دځمکي پرمخ وجود نه لري.
خوله کله نه چې غداران او خاینان واک ته ورسول شول ، دحکومت واګي هغو بدرنګو څیرو په لاس کې و اخیستې چې دخیر هیڅ توقع نه ترې کېده ، دخدای ویره یې له زړونو وکوچېده اوپر امت دترحم او عاطفې ماده ترې سلب کړل شوه ، نو له هغه وخت څخه بیا نه اسلام ښه ورځ ليدلې اونه مسلمانانو دخوښۍ ګوله په خوله کړې ده . هرځای ،په هر هیواد حتی دنړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان د تروریستانو په نامه زورول کیږي ، وهل کیږي ، ربړول کیږي ، نیول کیږي او د تورو تمبو شاته اچول کیږي . ته به وایې چې همدا دوی دهر نوع عذاب دګاللو لپاره پیدا کړل شوي دي.
له دې ټولو پړاوونو څخه مظلوم امت دمسلمانو حاکمانو دبې غیرتۍ اوبې غورۍ له امله تېريږي .
کفارو به چیرته دومره جرأت کړی وای که چیري زمونږ پر سرونو ټاکل شوو پاچاهانو ددښمن په سترګو کې سترګي خښي کړي وای ، دغرب په پښو کې یې سجده نه لګولای ، هوس او خواهشات یې قبله نه وای ګرځولې ، زړونو ته یې قساوت سرایت نه وای کړی ، د ولس درد یې خپل درد ګڼلی وای ، دمظلوم په غم غمجن شوي وای اودعمر رضی الله تعالی عنه هغه قول یې څه ناڅه دلاري لپاره مشعل ګرځولی وای چې کله به یې دلوږي له امله په ګېډه کې قُراری پیل شو نو ویل به یې : “که قراری وکړې اوکه یې ونه کړې ، والله که تر هغه راڅخه دغوښو څکه وکړې ترڅو چې مسلمانان نه وي ماړه شوي” .
هر څه دیدنۍ که نن مسلمه امت دنا اهلو حاکمانو له امله ویني ،خو ناویلي دي نشي پاته چې ددې هرڅه ستر سبب مونږ پخپله هم یو او زمونږ ړانده تقلید اوپیروي کولونن مونږ دې حال ته درولي یو ،ځکه دغرب له لوري چې هر خاین اوغدار دسلطان په حیث راته معرفي کړل شي نو له تشخیص اوپلټني پرته پایڅې پسي راپورته کړو اوزمونږ تود هرکلی اوښه راغلاست یې په ډېره اسانه توګه د ارګ تر دروازې پوري ورسوي . دا درک نه کړو چې څوک ،له کومه ،دڅه لپاره ،دچالپاره اودچا له لوري راوستل شو . رطب او یابس نه ګورو ، هغوی چې هر رنګه خیالي جنتونه دکاغذ پرمخ راته جوړ کړي ،مونږ باور پرې کوو . دپولچک ،کلینک،روغتون او سړک د ودانولو په شکل کې ځلوبی راښکاره کړي اوپه پای کې مو تر ډک رود تږي تېر کړي .
ډېر لري نه ځو ،دخبري دوضاحت لپاره دخپل هیواد د تیرو دورو د واکمنانو تاریخ را سپړو او ګورو چې څوک دچادګټولپاره ژمن ؤ او دي . ډاکټر نجیب چې په کید او چل کې یې دمداري له بیزو څخه زیات توپیر نه درلود ،خوږ ژبی اوپه تشولاپو یې دهیوادوالو زړونه ځان ته جلبول . خو په حقیقت کې ستر خاین او دملت سره غدر کوونکی ؤ ،ترهرڅه ورته د کې ، جې ،بي ګټو ارزښت درلود . خو دخپلي مکارۍ او دخلګو دسر ناخلاصۍ له امله یې دهغوی په زړونو کې داسي ځای نیولی ؤ چې ټول دده سره همغږي وو ، دده د “هو”سره یې “هو” او دده د “یا”سره “یا” ؤ ، آن چې اوس یې هم خلګ په درناوي سره یادوي او دهیواد غاور یې بولي . داښه شو چې پر موقعه باندي ددې ستر ښامار مرۍ خپه کړل شوه ، که چیري دحق له لوري په سزا نه وای محکوم شوی نو شوني وه چې افغانان به یې په نه درمل کېدونکي ناسور اخته کړي وای .
دده سکنی ورور کرزی چې دغربیانو له لوري راپراشوټ کړل شو اود ارګ په چوکۍ کې کښېنول شو، غربیانو ته یې داشغال جواز او زمینه برابره کړه ،پردي لنډغر یې په ډېره بې رحمانه توګه دافغان ولس په حریم راخوشي کړل ،یوازي د راتګ اجازه نه ،بلکي خبره تر وهلو، ډبولو،نیولو،زنداني کولو آن تر وژلو پوري ورسېده . دپګړۍ په غټ چارخول او دخبرو په قندهارۍ لهجه یې خلګ تېرایستل او دښه غم شریکۍ او دغربي بادارانو پر جرمونو دپردې اچولو لپاره به یې دهیوادوالو پر وړاندي څو مکاري اوښکي توی کړې او بس . نور نه تاکړي اونه ماکړي .
دسي ،آی ،اې ګټو ته ژمن او اوسنی بې واکه ولسمشر اشرف غني هم د یادو شوو دوو خاینانو پر مسیر روان دی ،بلکي له هغوی څخه په غلامۍ اوچاپلوسۍ کې څو ګامه اخوا دی ، په غربي ټولنه کې لوی شوی،دپردیو پرلاس روزل شوی او غلام فکره ګوډاګی دی چې راوستل شو ، دلوی پګړۍ انځورونه یې پر لوحو باندي په لارو او ګودرو کې وځړول شوه او دطن داصلي خادم او ریښتیني بچي په توګه معرفي کړل شو،خلګو هم له څه تحقیق پرته ورته خپله غېږه پرانیستل اوپه بې شمېره رایه ورکولو یې تش په نامه د نړۍ دوهم مفکر خوبې کچي بې سواده اوبې هویته شخص هم دصدارت چوکۍ ته ورساوه . دبې سوادۍ او له اسلام څخه دلري والي داحال چې نعوذبالله(نقل کفر ،کفر نباشد)دالله تعالی لپاره یې انساني صفات ثابت کړه،حضرت حسین رضی الله تعالی عنه یې دهغه لمسی وباله اوپه ډېره سپین سترګۍ سره یې د”لم یلد ولم یولد”انکار وکړ . مفکر صاحب کېدلای شي دمدرسې دماشومانو له خولې کله داعامه خبره هم نه وي اورېدلې چې “هغه کوم لمونځ دی چې سجده نشته پکښي؟”نو نورو به ورته ځواب ورکړ چې “هغه دجنازې لمونځ دی” . ځکه خو نوموړی دپوره مملکت دوګړو په شتون کې دیو عام پاچا دجنازې په لمانځه کې ددوهم تکبیرسره سجدې ته ټټيږي . دشرم ځای هم دی او دخنداهم . داسلامي هیواد دمسلمان پاچا په نامه دي یادیږي او مسلمانان دې هم ښه په کلکه ملاتړ کوي ،خو له اسلام څخه دده دلري والي او بې دینۍ دي دا حال وي چې دښوونځۍ یو ماشوم دي هم شاید داسلام په اړه زیاته پوهه اومعلومات ترې ولري .
باید فکر وکړو چې آیاداسي اشخاص داسلامي هیوادونو او دمسلمانانو دواکمنۍ اهل دي ،آیاداصلاحیت ورکي شته چې دیو قائد اومقتدا په حیث دي ومنل شي ، آیا ددې جوګه دي چې داسلامي سلطنت واګي دي په لاس کې واخلي ؟؟ کلا وحاشا .
نوکوم ولسمشر چې پردیو ګټو ته ژمن او له اسلام څخه دومره ناخبره وي آیا اسلام ته به ترقي ورکړي ؟ آیامسلمانان به ښه ورځ ترې وویني ؟ آیامسلمانان به دپردیو له واکمنۍ څخه آزاد کړي ؟ آیا د ولس په درد به دردمن شي ؟ … نه ،هیڅکله نه . بلکي ددې هرڅه هیله ترې لرل له شنه اسمان څخه دباران د اورولو هیله کول دي اوبس

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*