وروستي

د علماوو په نيولو سره “ملي حکومت” د خلق او پرچم په پَل قدمونه ږدي (ليکنه:ابوخالد لائق احمد غزنوي

quransunnat.com د علماوو په نيولو سره "ملي حکومت" د خلق او پرچم په پَل قدمونه ږدي

 د علماوو په نيولو سره “ملي حکومت” د خلق او پرچم په پَل قدمونه ږدي

د خلقيانو پرچميانو له طرفه زموږ په ولس باندي ظلم او تشدد یو “ضرب المثل” ګرځيدلی

د هغوی د جنايتونو، زندانونو ډکولو زيات او لومړني قربانيان علماء کرام وو

بدبختانه اوسنی ګډحکومت هم د خلق او پرچم په پل قدمونه ږدي، ددوی له طرفه هم د بي شمېره بې ګناه ولسي وګړو په ربړونو او زنداني شوو کي اکثريت قربانيان عالمان او دين ته منسوب خلک ديImage result for sheikh abu obaidullah mutawakel

چې لدې جملي څخه د هېواد په کچه مشهور

داعي او باعمله عالم، شيخ القرآن والحديث ابوعبدالله ” متوکل ” دی

شيخ صاحب يو وتلي علمي، فکري او فرهنګي څېره ده؛ په سلګونو علمي، فکري او دعوتي بیانونه او درسونه يې کړي

د نوموړي دعوت، وطن دوستي او شخصيت له هېچا څخه پټ نه دی

خو د ګډ حکومت له بار بار نيولو سره دا دی يو ځل بیا پرته له کوم جرمه نيول شوی (!!)

موږ (د قرآن سنت ويب پاڼي اداره ) د شيخ متوکل صاحب د ټولو مينه والو په وکالت

د محترم شيخ نيول کیدل په کلکو ټکو غندلو سربيره له دولت څخه د هغه د ژر خوشي کيدو غوښتنه کوو

د نوموړي په اړه د بي بنياده او د دروغو الزاماتو او دعوو ختمولو مطالبه کووګډ حکومت دي پدې پوهه شي چي د اَغيارو په اشارو د قرآن او  سنت د دعوت مخه نشي ډب کیدلی

د علماوو نيول، ربړول او زنداني کول په سيمه کې د بدو پايلو لرلو او د ګډ ملي دولت پرضد کرکي زياتيدلو، خپلي پښې په خپله په تبر وهلو او ځانته په خپل لاس د کوهی کېندلو پرته بله هيڅ معنا نه ورکوي

ابوخالد لائق احمد غزنوي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*