وروستي

د محرم لسمه او د مسلمانانو ناسم دودونه ‎

welcome to quransunnat.com website د محرم لسمه او د مسلمانانو ناسم دودونه ‎

د محرم لسمه او د مسلمانانو ناسم دودونه ‎

لیکنه: عبدالرؤف “خپلواک

د هجري قمري کال لومړۍ میاشت محرم بولې چې پښتانه د حسنیانو او امامانو میاشت ورته وایی. په دې میاشت کې، د الله جل جلاله نبیانو پورې اړوند ډېری کېسې او واقعات راغلي
مسلمانان د محرم میاشتې ته د قدر او درنښت په سترګه ګوري، ځکه چې په دې کې امام حسین رضی الله عنه له خپلو ګرانو ملګرو سره د کربلا په دښته کې د جابرانو او ظالمانو په مقابل کې په ډېره بې دردۍ سره شیهد شو
افغانان د محرم په لسمه روژه نیسي، د خپل توان مطابق صدقه ورکوي؛ نو روژه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په اساس ښه کار دی ځکه چې هغه په خپله روژه نیولې ده، او صدقه ورکول هر وخت غوره او بهتر کار دی، اسلام د صدقې ورکولو امر کوي، ټول یا ډېری عوام په دې نظر دی چې روژه نیول د امام حسین رضی الله عنه د شهادت په اساس نیول په کار دي، ځکه مونږ چې کمکیانو وو نو د کور مشرو ښځمنو به ویل هله کړئ، هدیرې ته ولاړ شئ او په قبرو باندې اوبه واچوئ؛ ولې چې په همدې ورځ امام حسین رضی الله عنه تږی شهید شوی؛ مونږ په افغانستان کې پر قبرو باندې لږ اوبه څڅولې او هغه د کربلا په دښته کې په شهادت رسیدلی و. زمونږ د هدیرې مړي خو تږي نه و مړه شوي.
همدارنګه به زړو ښځو ویل: باید د مسلمانانو اولاد په دې ورځ روژه ونیسي ځکه چې هوسۍ (غرڅه) هم په همدې ورځ خپلو کبلیو (بچو) ته شېدې نه ورکوي، (هوسۍ) هم د امام حسین رضی الله عنه په شهادت خپه وي. په ځينو سیمو کې ښځې هدیرې ته ځي او زاړه قبرونه بیا رغوي. په قبرونو اوبه اچول (تویول) نه پوهیږم چې په ټول افغانستان کې پخوا دود و او که یوازې زمونږ په سیمه کې رواج و. همداشان د هوسۍ روژه کېدل هم په شرع کې ثبوت نه لري داسې کېسې جوړول د اسلام دښمنانو(یهودو،نصاراو،مجوسو او..) د اسلام مبارک دین د ګډوډولو او تخریبولو په موخه په مسلمانانو ورتپلې، اسلام له داسې خرافاتو څخه مبراء او پاک دین دی
د محرم الحرام میاشت کې روژه نیول د امام حسین رضی الله عنه او د هغه ملګرو په شهادت پورې اړه نه لري؛ بلکې د دې نیول ان د فرعون تر غرقیدو پورې رسیږي؛ الله جل جلاله موسی علیه السلام ته له فرعون او د هغه له قومه نجات ورکړ، د قلزم بحیره کې دولس لارې جوړې شوې، موسی علیه السلام روغ، جوړ له بحیرې پوریوت، فرعون او قوم یې همالته پکې ډوب شول نو موسی کلیم الله د شکر له پاره روژه ونیوله چې وروسته یهودو هم د ده پیروي کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته هجرت وکړ؛ یهود یې ولېدل چې د محرم په لسمه یې روژه نیوله؛ پوښتنه یې وکړه چې دا روژه په څه مناسبت نیسي؟ یهودیانو وویل: موسی کلیم الله د محرم په لسمه له فرعونه نجات ومونده او روژه یې ونیوله؛ مونږ هم روژه نیسو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل زه ډېر حقدار یم چې روژه ونیسم. د محرم لسمه به یې روژه نیوله، ابن عباس رضی الله عنه وایې کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د محرم لسمه روژه نیوله او نورو ته یې هم امر کولو، صحابه کرامو رضی الله عنهم ورته وویل یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! دا خو داسې ورځ ده چې یهود او نصاری یې تعظیم او درناوی کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: که چیرې تر راتلونکي کاله ژوندی وم د محرم په نهمه ورځ به هم روژه ورسره نیسم (مسلم) ځکه یې د محرم د نهمې ورځې روژې نیولو وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو کارونو کې له یهودو او نصاراو سره مخالفت کولو
له پورته حدیث شریف او نورو ډېرو حدیثو څخه جوتیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له یهودو او نصاراو سره مخالفت ښودلی، کله یې هم له هغو سره موافقت نه دی کړی؛ خو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امت ځينی مسلمانان تر څو ځان ماډرن، مترقي، پرختللي او روڼ آندي وښيي نو هغوی له خوراک، څښاک، پوښاک او د ژوند په ټولو چارو کې د یهودو، نصارو، مجوسو او د نورو په کږو وږو لارو باندې روان وي
د محرم لسمه د امام حسین رضی الله عنه د شهادت له امله د روژې نیولو مستحقه نه ده ګرځيدلې؛ بلکې د دې تاریخ ډېر لرې رسېده. د نوموړي امام مقام او منزلت له دې پرته هم دومره لوړ دی چې ګران نیکه یې (حسن او حسین رضی الله عنهما) د جنت د ځوانانو سرداران بللي، د خطبې په مهال یې تر څنګه کینولي او د سجدې په وخت یې په ملا مبارکه ورکیناستلي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک نسل د جنتي سردارانو په واسطه په نړۍ کې خپور شوی دی
د امام حسن او حسین رضی الله عنهما حق په څو مرثیو، ساندو او ویرنو نه ادا کیږي، هغه ساندې هم د هغه چا اولاد وايي چې: د تنګسې په مهال یې هغه په تش ډګر پریښود او دوی تر وتښتیدل
* د شیعه ګانو په څير د محرم په لسمه مرثیې او ساندې ویل نه دي په کار باید د اسلامي تاریخ په رڼا کې د نوموړي امام د کارنامو یادونه وشي
* د محرم په لسمه د امام حسین رضی الله عنه د یاد له پاره روژه نیول نه ده په کار بلکې د موسی علیه السلام د پيروي له پاره روژه نیول لازم دی
* د امام حسین رضی الله عنه د شهادت په مناسبت په خپلو سیمو کې په قبرونو اوبه اچول او قبرونه سردوباره رغول دا نه ده په کار بلکې د خپلو قبرونو د ودانولو له پاره د نیکیو لور ته منډې وروهل واجب دي
ای مسلمانانو! د محرم لسمې (د امام حسین رضی الله عنه) د شهادت د ورځې په مناسبت له بدو او ناوړو کارونو څخه ځانونه وساتئ، هسې کړه وړه مه ترسره کوئ چې په اسلام کې نه وي. په هغو مجالسو او غونډو کې برخه وانه خلئ کومې چې د امام حسین د قاتلینو اولادو جوړې کړې وي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*