وروستي

د محرم د میاشتې او عاشورا مسائل او فضائل

quransunnat.com د محرم د میاشتې او عاشورا مسائل او فضائل(شیخ القران والحدیث احمدشاه حفظه الله)

د محرم د میاشتې او عاشورا مسائل او فضائل

۱- مقدمه: دین اسلام چې اصل يې قرآن او سنت د رسول الله صلی الله علیه وسلم دي، پوره دین او د ژوند د تېرولو پوره نظام دی، تطبیق یې په اسلامي حکومت او خلافت کې دی، او د دنیا قانون اساسي دی، ښه عقاید، اعمال، اخلاق، اقتصاد، حکومت وغیره لري، د هغې اعمالو څخه یو عمل او عبادت روژه ده، او د روژې ډېرې فایدې او ګټې دي، اود سنت روژو څخه د عاشورا روژه ده، اسلام د دې روژې نیولو حکم کړی دی،(نه د نوروناروا کارونوچې وروسته به ذکر شي)
۲بحث: د محرم په میاشت کې د عاشورا تعین اوتاریخ لسم او یوولسم او بیا نهم او لسم ښودل شوي دي. وګوره مسند احمد ۲۴۱/۱ابن خزیمه نمبر د حدیث ۲۰۹۰ او زادالمعاد د ابن القیم ۲۴۶/۱ اوفتح الباري۲۱۳/۵ (ط بیروت) (لنډه خبره)مونږ دا روژه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تابعدارۍ او فرمان او حکم له وجې نیسو) د دې روژې نیولو سبب شهادت او قتل د حسین رضی الله عنه نه دی، لکه څنګه چې شعیه ګان او ناپوهه خلک وايي بلکې تاریخ الخلفاء ۱۴۳،۱۴۴/۱ کې علامه سیوطي لیکي، او مجموع الفتاوي ۱۳۹/۲۵ کې شیخ الاسلام ابن تیمية رحمه الله  لیکي چې د عراق او کوفې شعیه ګانو حسین رضی الله عنه ته بلنه ورکړه چې دلته راشه، مونږ ستاکومک اوملاتړ کوو، او بیا چې راغی نو دوی هغه پرېښودل، دوی ورسره چل او دوکه او فریب وکړو او د دوی له لاسه په شهادت ورسېده.
نو دوی په خپل جرم باندې د پردې اچولو له پاره دا روژې،ماتمونه، ځان وژل او وهل، اوبه ، شربت تقسیمول،رخصتي کول، او د هغه د شهادت کیسې او ویرونه جوړوي، چې دین اسلام کې هیڅ ثبوت نه لري، بلکې مسلمانان به د دغه ناکاره او ناروا اعمالو څخه چې شعیه ګانو جوړ کړي دي، ځان ساتي، تفصیل به یې راشي په دلایلو اوحوالو سره. (۳) بحث: اصل اسباب یې په روایاتو کې دا راغلي دي :
اول سبب: صحیح البخاري ۶۶۸/۱ ط قدیمي‎) کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا روایت شوی دی چې په دغه ورځ الله تعالی موسی علیه السلام او د هغه قوم ته د غرقېدلو څخه خلاصی ورکړو، او د دوی دشمن فرعون او د هغه لښکر الله تعالی غرق کړو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل، چې مونږ ته د موسی علیه السلام حقه او ښه ده ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا روژه دموافقت دموسی علیه السلام سره نیوله، او موسی علیه السلام او د هغه قوم به د شکر په طوردا روژه نیوله، خو رسول الله (ص) دا روژې په مکه کې د نبوت او بعثت څخه مخکې هم نیولې ده، لکه بخاري شریف ۶۶۸/۱ کې دي.
دوهم سبب: د عاشورا روژه قریشو، او د مکې والاوو او رسول الله علیه السلام د اسلام د زمانې څخه مخکې هم نیوله(بخاري شریف۶۶۸/)۱ د قریشو د دغې روژې وجه ابن قیم په زاد المعاد ۲۴۳/۱ کې دا لیکلې ده، چې قریشو به د دې ورځې تعظیم په دې وجه کولو، چې کعبې ته به يې لباس او غلاف وراغوستلو، او د دغه تعظیم پوره والی به يې په روژې سره کولو، ابن حجر په فتح الباري ۲۱۵/۵ کې د قرطبي څخه نقل کوي چې قریشو دا د مخکې پیغمبرانو د دین څخه راخیستې وه (دین د ابراهیم علیه السلام)
دریم سبب : (علامه عیني په شرح د بخاري ۱۶۷/۱۱ کې لیکي اګر که د دې څه شرعي ثبوت او دلیل نه دی ذکرشوی، چې الله رب العالمین په دغه ورځ نور پیغمبرانو ته عزتونه ورکړي دي لکه:
۱- نوح علیه السلام ته د غرقېدلو نه خلاصی
۲- موسی علیه السلام ته د غرقېدلو او فرعون څخه خلاصی.
۳- یونس علیه السلام ته د کب د خیټې او دریاب څخه خلاصی.
۴- د ادم علیه السلام توبه پکې قبوله شوې.
۵- یوسف علیه السلام، الله د کوهي څخه راپورته کړو.
۶- د عیسی علیه السلام پیدایښت، او اسمان ته پورته کېدل پکې شوي دي.
۷: ابراهیم علیه السلام په دغه ورځ پیدا شوی.
۸- په داؤد علیه السلام توبه او رحمت پکې راغلی.
۹- یعقوب علیه السلام ته د سترګو نظر پوره شو.
۱۰- محمد صلی الله علیه وسلم ته په دغه ورځ د معافۍ اعلان وشو، بیا عیني لیکي په ۱۶۷/۱۱ کې چې ادریس علیه السلام په دغه ورځ اسمان ته پورته شوی دی.
۱۱- د ایوب علیه السلام مرض الله جل جلاله لرې کړو.
۱۲- سلیمان علیه السلام ته یې بادشاهي ورکړې ده.
زمونږ له پاره د عاشورا روژې نیولو اصله خبره دا ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمل او وینا تابعداري ده، چې دا تابعداري په مونږ فرض ده، خو شعیه ګان دا لسم د محرم چې ډېر لمانځي نو په خپل جرم پرده اچوي، حال دا چې عمر فاروق رضی الله عنه په اول د محرم دفن شوی دی، دا رنګه ابو ایوب انصاري رضی الله عنه، دا رنګه نبي علیه السلام او اصحاب کرام په شعب ابي طالب دره کې، د کفارو له طرفه مهاجر او بند شول، دا ویرونه ولي نه لمانځي؟ زمونږ اسلامي شریعت خو مونږ ته دا ښودنه کوي چې په مړي باندې د درې ورځو څخه زیات غم کول جایز نه دي، مګر ښځه په خاوند تر څلورو میاشتو او لسو ورځو پورې غم کولی شي، (چې په عدت کې احداد دي) وګوره بخاري شریف، نو د حسین رضی الله عنه وغیره… نور غمونه او ماتمونه تازه کول جایز نه دي او که په خوشحالۍ د شهادت د حسین رضی الله عنه یې لمانځي نو بیا ددغه انبیاء کرامو دا خوشحالۍ ولې نه لمانځي ؟
څلورم بحث: د عاشورا د روژې نیولو حکم او ثواب: ۱-د دې روژې نیول سنت او ثواب دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل او وینا ده، او ډېرو اصحابه کرامو به هم په پابندۍ سره نیوله، بخاری شریف ۶۶۸/۱ کې حدیث دی چې نبي صلی الله علیه وسلم  په مدینه کې د دې امر کړی دی، د ابن عباس او عایشې رضی الله عنها څخه روایت شته دی.
۲- قریشو به هم دا روژه د جاهلیت په زمانه کې نیوله بخاري شریف ۶۶۸/۱ (د دین ابراهیمي طریقه وه)
۳- موسی علیه السلام او بني اسرایلو به هم دا روژه نیوله بخاري ۶۶۸/۱ .
۴- بخاري ۶۶۸/۱ کې د سلمة بن الاکوع څخه روایت دی: چې نبي صلی الله علیه وسلم د اسلم قبیلې یو سړی ولېږلو، چې اعلان وکړه، که چا د عاشورا په ورځ خوراک کړی وی، نو باقي ورځ به روژه ونیسي، او که چا خوراک نه وي کړی، نو پوره ورځ دې روژه ونیسي ( دا حکم اوس هم شته دی ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی، او ناسخ یې نشته دی)
۵- ثواب یې دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چې د عاشورا روژې نیولو سره د تېر شوي کال ګناهونه معاف کیږي، او د عرفې د ورځې روژې نیولو سره د تېر شوي او راتلونکي کال ګناهونه معاف کیږي، صحیح مسلم۳۶۷،۳۶۸/۱ (ط قدیمي)
۶- سنن ترمذي وغیره کې د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم به غوره والی ورکولو د رمضان د میاشتې څخه د وروسته، د محرم د میاشتې روژې لره شیخ الباني په اروارالغلیل۱۰۷/۴ کې وايي( فان اسناده صحیح)
۷- مصنف ابن ابی شیبه ۹۱۳/۲ کې روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم وايي: چې د عاشورا روژه مخکنیو پیغمبرانو نیولې ده، نو تاسو یې هم نیسئ! عیني لیکلي په ۱۶۱/۱۱ کې چې و اسناده جید خو شیخ الباني په ارواه الغلیل ۱۱۲/۴ کې لیکلي دي، چې دا روایت منکر او ضعیف دی، صحیح روایت دادی، چې داروژه موسی علیه السلام او د هغه قوم نیولې ده، نو د عاشورا روژه نیول سنت عمل دی، او په دې سره د تېر شوي کال ګناهونه معاف کیږي.
پنځم بحث:د بعـضې ناروا کارونو رد، او د هغو مسئلو تشریح، چې خلک یې کوي، او ثبوت په شریعت کې نه لري.
۱- د عاشورا په شپه او ورځ نفلي لمونځونه کول چې دا د عاشوراء لمونځونه دي، ناروا دي، لکه عیني په ۱۶۷/۱۱ کې لیکلي دي ۲- دا رنګه رانجه استعمالول ثواب ګرځول، په دغه ورځ هیڅ دین او عبادت نه دی، امام احمد رحمه الله به ورته بدعت ویل.
۳- بعضې خلکو دا مشهوره کړې ده، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، چې صرد مرغه هم دا روژه نیولې ده عیني په ۱۶۸/۱۱ کې د حاکم څخه نقل کوي، چې دا دروغ نسبت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اګر که مرغان او حیوانات د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې بې ثبوته نسبت کول، کبیره ګناه او حرام دي.
۴- د عاشورا روژه د قتل او شهادت د حسین رضی الله عنه څخه نه ده، لکه چې ګمراهانو دا مشهوره کړې ده، تفصیل يې مخکې په دویم بحث کې ذکر شوی دی، او زیات تفصیل د پاره مجموع الفتاوي ۱۳۹/۲۵ وګوره.
۵- خلکو دا مشهوره کړې ده، چې په دغه ورځ د عاشورا څوک په خپل اهل او عیال باندې فراخه خرچه وکړي، نو الله تعالی ورته د ټول کال رزق فراخوي، دا نه په احادیثو کې اونه له  صحاباوو کرامو څخه ثابت دي، دا د سفیان رحمه الله (عالم) تجربه ده، دین جدا شی دی، او تجربه جدا شی دی،په خپل اهل او عیال خرچه هر وخت ثواب دی. وګوره احسن الفتاوي ۳۹۵/۱ د مفتي رشید احمد او تعلیق المشکاة للالباني زیات تفصیل په مجموع الفتاوي ۱۳۶،۱۴۱/۳۵ کې، چې دا د ځان څخه جوړ شوی حدیث دی، اولمونځ، صدقات ، قرانخواني د عاشورا له پاره او د شهادت د حسین له پاره په شریعت کې ثابت نه دي بلکې دا مکروه او بدعت او ناروا ګرځي، وګوره راه سنت۲۶۰ کې او په مجموع الفتاوي ۱۴۱/۲۵ ،کې ،صحیح مسلم ۳۶۰/۱ کې حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم دی چې د جمعې شپه د تهجدو له پاره مه خاص کوئ، او د جمعې ورځ د روژې له پاره مه خاص کوئ نو د عبادتونو له پاره د ځان څخه تخصیصات ناروا دي، فتاوي رشیدیه په ۱۳۸ کې لیکي چې مسلمانان به بدعات او تخصیصات او دا ماتمونه وغیره نه کوي، چې د شعیه ګانو سره مشابهت را نشي، په ابو داؤد کتاب اللباس کې حدیث دی، چې څوک دکوم قوم سره مشابهت کوي، نو دا د هغوی څخه دی،
۶- د حسین رضی الله عنه او یا د بل مخلوق په نوم باندې نذر کول شرک دی؛ که د څاروي ذبح وي، یا بل شی وي، او د دغه شي خوړل حرام او ناروا دي، ځکه دا په حرامو د(وما اهل به لغیر الله) کې داخل دي وګوره تفصیل په بحرالرایق شرح کنزالدقائق ۱۲۸/۲ او تتنشیط الاذهان ۷۰ او بحرالرائق د دې یوه وجه دا هم لیکلې ده چې نذر عبادت دی، او عبادت غیر د الله جل جلاله نه کفر دی.
۷- د اوبو سبیل لګول، او شربتونه تقسیمول، په دغه ورځ دا دشیعه ګانو رسم او رواج دی، چې کربلا کې اوبه نه وې، او حسین رضی الله عنه په تنده کې شهید شوی دی ، نو دا اوبه ور رسیږي. مولانا اشرف علي تهانوي دیوبندي صاحب په اصلاح الرسوم ۱۳۹ کې لیکلي دي، چې دا اوبه او شربتونه په نیت د صدقې هم په دغه ورځ او په دغې طریقې سره ناروا دي (اګر که اوبه ورکول په نورو ورځو کې ثواب دي) خو دلته رسم د شیعه ګانو دی، یا ورسره مشابهت راځي.
۸ – فتاوي رشید په ۱۳۸ کې وایي: د حسین رضی الله عنه د شهادت کیسې او واقعات ذکر کول، په دروغه سره ناروا دي خو چې صحیح هم وي نو مه یې بیانوئ، ځکه د شیعه ګانو سره مشابهت راځي، لکه دا اوس چې په رادیوګانو، تلویزون، اخبارونو او مجلو کې خپریږي، تفصیل وګوره، اصلاح الرسوم ۱۳۹ فتاوي ۳۹۳،۳۹۲/۱ .
۹ – په محرم او عاشوراء کې رخصتي کول، او خپل کارونه بندول، ناروا دي او د شیعه ګانو سره مشابهت دی، او د صحابه ؤ تابعینو او امامانو څخه د دې هیڅ ثبوت نشته دی، وګوره احسن الفتاوي ۳۹۴/۱.
۱۰- په محرم او عاشوراء کې د حسین رضی الله عنه له پاره قرآن خواني، فاتحه خواني، قبرونو ته تلل، او هلته په قبرونو اوبه اچول، دا د شیعه ګانو کارونه دي، ځان ساتل ترینه لازم دي، وګورئ امداد الفتاوي ۳۸۹/۵.
۱۱- په محرم او عاشورا کې چغې وهل، ګرېوانونه شکول، مخونه وهل، ماتمونه کول، جلوسونه کول، فاتحه خواني کول، د حسن رضی الله عنه له پاره ځان وژل، ځان وهل، اولاد قربانول او نذر کول، نذر حسین، فدا‌ء حسین چغې وهل، دا په شریعت کې حرام قطعي، او ناروا دي، د نبي رضی الله عنه او صحابه ؤ او تابعینو او فقهاؤ څخه هیڅ ثبوت نه لري، مسلمانانوته ترینه ځان ساتل ضروري دي ، حرام او ناروا چې څوک روا ګڼي، هغه په اتفاق د علماوو او مؤمنانو کافر او مرتد دی.
۱۲- شیخ الاسلام ابن تیمیه په مجموع الفتاوي ۱۴۱،۱۴۰،۱۳۵/۲۵ کې په ډېر تفصیل سره په دغه ناروا کارونو په دلایلو سره رد لیکلی دی، هغه وګورئ حاصل یې دا دی چې: د عاشورا په دغه دوه ورځو کې روژه سنت ده، او دا نور کارونه ناروا دي لکه دا ورځ د اختر ګرځول، یا د ماتم ګرځول، خاص خوراکونه او لباسونه او خاص ذبحې او حلالې او خاص ستړي مه شي او ملاقاتونه کول، او بعضې جوماتونو او دربارونو ته تلل، او رانجه اونکریزې لګول، او غسل لمونځونه او خرچه کې زیاتوالی خاص کول، وغیره ناروا دي. دا یو څو کارونه مو ذکر کړه چې شیعه ګان او زمونږ ساده مسلمانان پکې اخته دي الله تعالی دې مونږ ته د شریعت محمدي تابعداري رانصیب کړي. اللهم آمین یارب العالمین
شیخ القران والحدیث احمدشاه حفظه الله ،نارنج باغ دارالعلوم جلال اباد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*