وروستي

په اوسمهال کي د فتوا ارزښت او معنويت / د همت ژباړه

quransunnat.com په اوسمهال کي د فتوا ارزښت او معنويت / د همت ژباړه

په اوسمهال کي د فتوا ارزښت او معنويت / د همت ژباړه

 اوس د علم، هنر او څېړني پېر دى. نن نړۍ د نوو اکتشافاتو په ډګر کي ډېره وړاندي تللې ده. خو ترڅنګ يې د دې خبري په څرګندولو کي هم هيڅ ترديد نسته چي نړۍ د ژوندانه له هغه  نظام څخه ډېره ليري سوې ده کوم چي انسان ته يې رشتينى انسانيت ورپه برخه کړ. دا درسته ده چي د انسان مغزو فضا تر خپل واک لاندي راورسته او د مځکي سينه يې څيري کړه، د هغې زېرمي يې ځني را وايستلې. خو د دې سره سره له دې څخه هم انکار نه سي کېداى چي په دې پرمختللي دور کي نه د اخلاقو او اعمالو سپېڅلتيا پاته سوې ده او نه د عقايدو او کړنو پوخوالى پاته دى. نه په زړونو کي د اخلاص او د لوى څښتن لپاره د کړنو رڼا پاته ده او نه په سينو کي د امانت او ديانت مسؤوليت.  لنډه دا چي انسان سره د دې چي هرڅه دى، خو بيا هم په دې پېر کي د انسانيت له جوهر څخه بې برخي دى. اما دا هم نه سي کېداى چي دا فرهنګي او صنعتي اوښتون(انقلاب) له يوه مخه له پامه وغورځول سي. څنګه چي انسان پرمخ ځي  اړتياوي يې هم ورسره زياتيږي او پراخيږي، چي دا حالت داسي ډېري ربړي رامنځ ته کوي چي په قرآن  او حديث او د صحابه وو په اقوالو کي يې حل په صراحت سره شتون نه لري. خو څنګه چي اسلام د ژوندانه هر اړخيز او همېشنى نظام دى او د خپل دې صفت د بقا لپاره په خپل ځان کي داسي يو ځواک او ګنجايش لري، چي په هر پېر کي او په هر ځاى کي د انساني اړتيا وو ليري کولو ته ور ودانګي او د خپلو پيروانو لارښوونه وکړاى سي. لکه چي په هره زمانه کي په قرآن او نبوي احاديثو باندي د ژور علم او نظر څښتنو رباني عالمانو او د شريعت د پياوړو مفتيانو داسي يوه ډله د لوى څښتن سبحانه له خوا رامنځ ته کيږي چي پر کتاب الله او نبوي سنتو  او نورو شرعي نصوصو باندي تر ژور غور، فکر او څېړني وروسته د هغو په مټ د نوو رامنځ ته سوو ربړو او مسايلو حل امت ته وړاندي کړي، څو د امت افراد د رامنځ ته سوو نوو مسايلو په اړه د ستونزو سره مخامخ نه سي.

بې له شکه او بې له مبالغې د دغو استنباط سوو احکامو او مسايلو نوم ” فتوى“ ده. د مهال د بدلون، د احوالو د توپير او د اړتياوو او غوښتنو له مخي د فقهي اصولو او ضوابطو په رڼا کي د رامنځ ته کېدونکو نوو پېچلو مسايلو د حلولو نوم همدا ” فتوى“ دى.

سترو فقه پوهانو  او لويو لويو مفتيانو د شپو او ورځو په ډېر زيار، د خپل فهم او ادراک په سم او صحيح استعمال او په ډېر ديانت او امانت سره پر شرعي نصوصو باندي تر کلونو کلونو غور او څېړني وروسته د ”فقهي او فتاوا“ ستري تحفې ملت ته وړاندي کړي دي.

د بحث او څېړني دا لړۍ اوس هم په بشپړ درنښت او رونق سره ژوندى ده . د مفتيانو د زيارونو او څېړنو زيات قدر کيږي او په درنه او د منلو په سترګه ورته کتل کيږي. 

فتوا د انساني ژوندانه سره ژوري اړيکي لري. له فقهي او فتواوو څخه نه دا چي د انساني ژوندانه په لوړو ژورو کي لارښووني ترلاسه کيږي، بلکي له هغو څخه ټولني ته خوځښت او نوې سا هم ور په برخه کيږي.

فتوا په اصل کي په يوه پېښه سوې مسئله کي د شرعي حکم د بيانولو نوم دى. ډاکټر شيخ حسين محمد الملاح د فتوا تعريف په دې الفاظو کړى دى:” د رامنځ ته سوو پېښو په اړه د معلوماتو تر لاسه کوونکي ته د شرعي دليل په ذريعه د لوى څښتن د حکم په هکله د خبر ورکولو نوم فتوى دى“ ([1]). ټولو مصنفينو فتوا د شريعت حکم بللى دى. په قرآن کريم کي د فتوا لفظ د شرعي حکم د معلومولو لپاره کارول سوى دى، لکه چي لوى څښتن فرمايي:
﴿
وَ یَسۡتَفۡتُوۡنَکَ فِی النِّسَآءِ ؕ قُلِ اللّٰہُ یُفۡتِیۡکُمۡ فِیۡہِنَّ ۙ([2]).

ژباړه: او (اى نبي!) خلک له تا څخه د ښځو په هکله د شريعت حکم(فتوا، نظر) پوښتي(د ښځو د پېښو او احکامو په اړه د هغو خبرو په هکله څرګندونه در څخه غواړي چي دوى نه په پوهيږي). ورته ووايه چي: الله تاسي ته د هغو په هکله حکم کوي(لوى څښتن د هغو د چارو په هکله رڼا اچوي اوجواب وايي).

بل ځاى فرمايي:﴿ یَسۡتَفۡتُوۡنَکَ ؕ قُلِ اللّٰہُ یُفۡتِیۡکُمۡ فِی الۡکَلٰلَۃِ ؕ ([3]).

ژباړه:اى پيغمبره ! خلک له تا څخه د بې پلاره او بې زويه مړه (کلاله) د ميراث د حکم په هکله پوښتنه کوي. ورته ووايه چي الله تاسي ته د بې پلاره او بې زويه مړه په هکله حکم درکوي.

همدا راز په ډېرو احاديثو کي هم همدغه د فتوى لفظ په دغه معنا استعمال سوى دى.

” فتوى“ که يوه رايه وبلل سي، نو هغه د مفتي ځاني رايه نه ده، بلکي شرعي رايه ده، چي په هر حالت کي په هغه باندي کړنه واجب ده. د مثال په توګه که کوم څوک له کوم مفتي څخه د لمانځه لپاره د اوداسه په هکله پوښتنه وکړي او مفتي اودس د لمانځه د صحت شرط وبولي، نو دا د مفتي رايه نه، بلکي شرعي حکم دى.

د فتوا د تاريخي شاليد له مطالعې څخه موږ ته معلوميږي چي د امت تر ټولو لومړى مفتي پخپله مفتي الثقلين جناب محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم دى. هغه د جوامع الکلم(د جامعو ، موجزو او له معنا ډکو خبرو) په بڼه فتواوي ورکړي دي، چي د احاديثو په بڼه زموږ سره شتون لري. ([4]).  د حضرت پيغمبر صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته اصحابو کرامو دغه حساسه شرعي دنده په ډېره ښه طريقه پر مخ بوتله. لنډه دا چي د نبوت له پېر څخه تر اوسه د فتوا ورکولو ډېره حساسه او ارزښتناکه دنده د امت د فقهاوو او مفتيانو  له خوا پر مخ بېول کيږي. دغو لويانو چي په خپلو زياتو زيارونو، د لوى څښتن څخه د بيري او تقوا په پام کي نيولو سره د حلالو او حرامو کوم قواعد او ضوابط ترتيب کړي دي،  هغه په تيارو شپو کي د رڼو ستورو حيثيت لري او د امام شاطبي رحمه الله په وينا دغه کسان د پيغمبرانو رشتياني وارثين دي.

په دې کي څه شک نسته چي يو مفتي بايد د تقوا، تفقه، ديانت او امانت او حساس ذهن او د وخت او مهال پېژندني صفات په ځان کي هرو مرو ولري. په دې صورت کي له دې حقيقت څخه هم انکار نه سي کېدلاى چي هغه د رامنځ ته سوو مسايلو په جواب کي د لوى څښتن د احکامو ترجمان دى. او د هغه فتوا نه منل او هغه مازي يوه رايه بلل د لوى څښتن د فرمان د نه منلو سره برابر باله سي. دا هم منلې خبره ده چي که کوم مفتي کومه داسي ناسمه فتوا ورکړي چي د شرعي اصولو او د اسلام د مزاج سره په ټکر کي وي، نو د اصولو او ضوابطو په رڼا کي د داسي فتوا ردول اړين او لازمي باله سي. ځکه داسي حکم شرعي نه بلل کيږي او د دې ترڅنګ د دغسي فتواوو په ورکولو سره دې ستري او مهمي دندي ته د تاوان رسولو اجازه هيچاته نسته.کله چي يو معتبر او مستند مفتي د کومي پوښتني د جواب لپاره قلم اوچتوي، نو څنګه چي د هغه په زړه کي د لوى څښتن بيره سته،  همدغسي د پوښتونکي حالات، د زمانې بدلون او د حالاتو غوښتني او داسي نور ډېر شيان هم بايد په پام کي ونيسي او په بشپړ بصيرت او مسؤوليت سره د شريعت ترجماني وکړي.  

په اوسني دور کي د ” فتوى“ معنويت او ګټورتيا او هغې ته اړتيا تر پخوا څو برابره زياته سوې ده. د ګلوبلايزېشن(نړۍ وال کېدلو)  په دې دور کي د سوداګرۍ، صنعت او حرفت او کارکولو نوي نوي بڼي رامنځ ته سوي دي. د درمل پوهني اريانوونکو څېړنو د درملني او د انسان د حفظ الصحې لپاره نوي نوي ايجادات رامنځ ته کړي دي. انسان لګيا دى په سپوږمۍ او آسمانونو کي څېړني کوي او نړۍ يې د يوه کلي غوندي سره نژدې کړې او کوچنۍ ده. نو په دې حال او احوالو کي ” فقه اوفتاوى“ داسي يو فن ګرځېدلى دى چي هيڅ چاره ځني نسته. څوک چي ځان مسلمان ګڼي، يعني ځان د ژوندانه د يوه بشپړ نظام پابند ګڼي او ده ته د ده د ژوند په يوه پړاوکي د فتوا اړتيا پېښه نه سي دا هيڅ نه سي کېداى، بلکي په عقايدو، عباداتو ، معاملاتو، ژوند، اخلاقو، او اعمالو کي ډېر داسي مواقع راځي چي فتوا ته يې اړتيا پيدا کيږي. او په يقين سره هغه د فقهاى کرامو او مفتي صاحبانو لار ښووني ته اړ کيږي.

پاى


([1])-   الفتوى ونشأتها وتطورها، ١ / ٣٩٨مخ.

([2])-   النساء: ٤ / ١٢٧ .

([3])-   النساء: ٤ / ١٧٦ .

([4])-   د ابن قيم الجوزية  إعلام الموقعين عن رب العالمين،
١ / ١١ مخ.
 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*