وروستي

یزید بن معاویه څوک وو؟‎(ژباړه : عبدالفتاح فاتح)

Quransunnat.com یزید بن معاویه څوک وو؟‎

یزید بن معاویه څوک وو؟

ژباړه : عبدالفتاح فاتح
د یزید موضوع په مجموع کی د ټولو او په راوروسته کې  د پښتنو ادیبانو لپاره مهمه ده ځکه په اوسنی وخت کی د یزید ، حسین او کربلا تشبیهات په پښتو شعرونو کی ډیر تر سترګو کیږي او ځینی شاعران وروڼه یی په بدو الفاظو یادوی نو ځکه اړینه ده چی لومړی یزید وپیژنو او په اړه یی زمونږ اهل السنت والجماعت عقیده ولولو (ژباړن)
یزید بن معاویه څوک وو؟
یزید د معاویه رضی الله عنه زوی د ابوسفیان لمسی اود حرب کودی وو چی هغه بیا د امیه اموی دمشقی زوی وو
ذهبی وایی : هغه لښکر چی په  قسطنطیه باندی یی حمله کوله معاویه یی مشری په غاړه درلوده چی په دی لښکر کی د ابو ایوب انصاری رضی الله عنه  په څیر کسانو هم شتون درلود
معاویه خپل زوی (یزید ) د خپل ځای ناستی په توګه وټاکه هماغه وو چی د پلار تر مرګ وروسته یی په داسی حال کی د حکومت چاری په لاس کی واخستلی چی ایله یی عمر ۳۳ کالو ته رسید نوموړی  تقریبا څلور کاله یی حکمرانی کړی ده .
یزید د هغو کسانو له ډلی څخه دی چی نه مینه ورسره لرم نه یی بد وایم  او نه هم کنځلی ورته کوم هغه د اموی خلفاوو په منځ کی  اوس هم له لوړ مقام څخه برخمن دی ځکه په اموی دوره کی داسی کسان هم تیر شوی چی تر یزید ډير بد وو خو د یزید د شهرت یو لامل  دا دی چی نوموړی د رسول الله تر وفات ایله نهه څلویښت کاله وروسته په داسی وخت  کی چی د عبدالله بن عمر رضی الله په څير جلیل القدره صحابه  لا ژوندی وو د حکومت چاری په غاړه واخستی په داسی حال کی چی هغوی تر ده څه چی دده تر پلار معاویه هم د خلافت زیات لایق او وړ وو.
یزید د حسین رضی الله عنه په شهادت سره خپل حکومت پیل او په حراء کی یی د مسلمانانو په ډلییز شهادت سره پای ته ورساوه د نوموړی د ی کارونو د خلکو په زړونو کی  د ده په وړاندی کرکه لا زیاته کړه او دده په وړاندی یی پاڅونونه پیل کړل چی له هغو څخه د مدینی منوری پاڅون او په مکه کی  د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه تر مشری لاندی پاڅونونه یادولی شو.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله علیه په خپل کتاب (۱)سیر اعلام النبلاء کی د یزید بن معاویه په هلکله فرمایی :
خلک د یزید په هکله په دریو ډلو ویشل شوی دی چی له هغو څخه یی دوی ډلی سخت دريځه او یوه یی معتدله ډله ده
لومړنی سخت دریځه ډله وایی :یزید کافر او منافق وو ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسی حضرت حسین رضی الله عنه یی ددی لپاره په شهادت ورساوو چی په دی توګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه انتقام واخلی همدارنګه هغه غوښتل په دی کارسره  د خپلو نیکونو شیبه ، عتبه ، ولید او د هغه د پاتی  کورنیو انتقام واخلی کوم  چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خصوصا د حضرت علی کرم الله وجهه   په واسطه د بدر په جنګ کی وژل شوی وو.
دا ډول خبری تر ډيره له روافضو څخه اوریدل کیږی ځکه هغه څوک چی حضرت عمر ،حضرت ابوبکر او حضرت عثمان رضی الله عنهم په څير افضل صحابه  کافران ګڼلای شی د یزید تکفیر خو بیخی ورته اسانه دی .
دوهمه افراطی ډله وایی :یزید یو صالح شخص ، عادل امام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه وو څخه وو د هغه صلی الله علیه وسلم په وخت کی زیږیدلی ، رسول الله صلی علیه وسلم په خپلو لاسونو کی اخستی او هغه یی مبارک ګرځولی دی او حتی ځینی له دوی څخه یزید تر حضرت عمر او حضرت عثمان رضی الله عنهم هم ښه ګڼی
هر څوک که د ډیری لږی پوهی او بصیرت خاوند وی او د تاریخ له تیرو پیښو څخه څه ناڅه خبر وی پوهیږی چی ددی ډلی خبری بی بنسټه او په عقل ولاړی نه دی
نو ځکه مونږ پورته خبری هغو علماوو او شیوخو ته نه منسوبوو چی د سلیم عقل خاوندان وی
دریمه معتدله ډله: دا ډله وایی یزید یو مسلمان حکمران وو او دنورو عادی انسانانو په څير یی ژوند له نیکیو او بدیو سره تړلی و د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کی زیږیدلی وو د هغه بد عملونه  ددی لامل شول چی هغه حضرت حسین رضی الله عنه او د حراء مسلمانان په شهادت ورسوی هغه نه کوم صحابی ، پیغمبر او نه هم د خدای جل جلا له د اولیاوو له ډلی څخه وو
دا نظریه په عمومی ډول د اهل السنت والجماعت د پیروانو له خوا منل شوی نظریه ده
له هغه وروسته  د یزید په  هکله خلک په دریو طبقو ویشل شوی یوه ډله لعنت ورباندی وایی ، بله ډله مینه ورسره لری او بله  ډله نه مینه ورسره لری او نه یی هم په بدو الفاظو یادوی دریم قول له حضرت امام احمد ابن حنبل رحمة الله  علیه څخه نقل شوی چی د مسلمانانو زیاتره ډلی ورسره موافقی دی
صالح ابن احمد فرمایی : خپل پلار ته می وویل د خلکو یوه ډله له یزید سره مینه لری ، هغه وویل زویه څوک چی په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لری آیا له یزید سره به مینه وکړی ؟
بیا می تری پوښتنه وکړه پلار جانه نو ولی لعنت نه پری وایاست ؟ جواب یی راکړ تر اوسه دی خپل پلار لیدلی چی په کوم چا یی لعنت ویلی وی ؟
له ابو محمد مقدسی رحمه الله علیه څخه د یزید په هکله پوښتنه وشوه هغه وویل نه مینه ورسره لرم او نه بد پری وایم  او زیاته یی کړه داسی می اوریدلی چی زما له نیکه ابو عبدالله ابن تیمیه رحمة الله علیه څخه د یزید په هکله پوښتنه وشوه هغه وفرمایل : نه تر هغه څه زیات وایم چی یزید وو ، او نه تر دی کم
او دغه قول تر ټول غوره دی ۲
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱سیر اعلام النبلاء ۴/۳۸
۲مجموع الفتاوی شیخ الاسلام ابن تیمیه ۴/۴۸۱-۴۸۴
لیکوال اسحاق بن عبدالله الدبیری العوضی
الریاض ۱۳۸۷/۸/۱۳هجری شمسی

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*