وروستي

له مېرمن سره خواخوږي وکړئ نه تشدد‎

quransunnat.com له مېرمن سره خواخوږي وکړئ نه تشدد‎

له مېرمن سره خواخوږي وکړئ نه تشدد‎

ليکنه: محمد بن سعيد المسقري 
ترتیب او ژباړه: محمد خالد (ملکزی)

مخکې له دې چې په ګډ ژوندانه کې د خواخوږۍ په اړه يو څو کرښې ولولو، ښه به وي چې لاندینیو څو پوښتنو ته یوه لنډه کتنه وکړو:

د ښځې او خاوند ترمنځ په ګډ ژوندانه کې خواخوږي څومره ارزښت لري ؟

د انساني خواخوږۍ څخه فاقد ژوند څومره بې خونده وي ؟

که په ګډ ژوندانه کې په رښتیا سره د مینې لیواله یاست، څه باید وکړو ؟


لومړی: خواخوږي څه ته وايي؟

په ګډ ژوندانه کې مینه او خواخوږي هغه پټ احساس دی چې خاوند او مېرمن ېې کله کله یو له یو بل څخه پټوي، یا په بل عبارت دا خواخوږي له هغه کشش او جذابیت څخه عبارت دی چې دواړه یو له بل سره مینې کولو ته اړ باسي؛ نو له دې څخه څرګندیږي چې خواخوږي په حقیقت کې یو داخلي انګېزه ده چې د مقابل لوري په اړه د یو انسان د غوره مواصفاتو( حمیده اخلاقو ) او ښه سلوک په نتیجه کې رامنځ ته کیږي، او هغه فطري میلان دی چې په ګډ ژوندانه کې یو د بل عیبونه او نیمګړتیاوې له پامه غورځوي او یواځې د ښکلا اړخونه په پام کې نیسي.

دویم: د خواخوږۍ ارزښت:

په ګډ ژوندانه کې مینه او الفت په خوړو کې د مالګې د شتون په څېر ارزښت لري، او یا لکه څرنګه چې نبات له اوبو پرته او خواړه له مالګې پرته کوم ارزښت نلري؛ نو ګډ ژوندانه کې یو د بل سره خواخوږي هم ورته بڼه لري.

قساوت او بېځایه تندلاري ستاسې د ژوند ښکلا وژني، او د ځینو په آند د عطوفت او انساني خواخوږۍ څخه فاقد ژوند خو دومره بې خونده وي چې هيڅ بقاء او پایښت نلري.

دا کره او پخه خبره ده چې دا ډول ژوند د هغه کنګل شوی لویی وچې په څېر دی چې په هغې کې هر څه له رکود او جمود سره مخامخ او پکې مېشت خلک له هر ډول حرکت او نشاط څخه بې برخې وي. که په ګډ ژوندانه کې د مینی لیواله یاست او غواړۍ چې په ژوند کې مو خواخوږي انځور کړۍ؛ نو یو بل ته مو خواخوږي څرګنده کړئ، او دواړه د همدې انګېزی د ودې لپاره په کارپیل وکړئ.

د مینې د پټولو بدې اغېزې:

له همدې کبله ویلی شو په زړه کې هغه پټه مینه چې خاوند ېې خپلې مېرمنې ته نه څرګندوي، د هغه ګل په څېر ده چې ښکلا لري خو بوي نه لري، چې دا ډول پخپله د خاوند او مېرمنې تر منځ پر اړیکو ناوړه اغېزې شیندي او ګډ ژوند له هر ډول حرګت څخه را پرځوي، او پایله به داشي چې په ژوند کې به خپل منځي اړیکې یو بل ته بیا هیڅ ارزښت ونلري.

د مینې او خواخوږۍ څخه فاقد او بې برخې ژوند ستړیا را منځ ته کوي، ځکه هره مېرمن د کورنۍ د زیاتو بوختیاو او درندو کارونو له کبله د ستړیا احساس کوي، لکه څرنګه چې خاوند هم د حلالې روزۍ د ګټلو لپاره شپه او ورځ په کار بوخت وي؛ نو د دې مشترکې ستونزې د حل لپاره دوي دواړه دې ته اړتیا لري چې په دې ډول لالهانده ژوند کې یو د بل کیسو ته غوږ شي، او دا یواځې د دوي تر منځ مواسات او خپلمنځي مینه ده چې د دوي ستړیا پر آرامتیا بدلوي.

په ګډ ژوندانه کې به خوشحالي او سوکالي هغه مهال را منځ ته شي چې کله دواړه دا تصور ولري چې مونږ یو د بل بشپړولو او تکمیلولو لپاره کار کوو، او د ژوند په دې اوږده سفر کې به یو د بل پاملرنه او د خیالاتو ساتنه کوو.

دوي دواړه باید یو له بل سره ژمنه وکړي چې نېک اعمال به تر سره کوي او د دې کار پایله به داشي چې دوي به د خلکو په منځ کې محبت تر لاسه کړي، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: { إن الذين آمنوا و عملوا الصالحات سيجعل لهم الرحمن ودا }..( سورة مریم آیه شماره 96)

ترجمه: هر هغه چا چې پر الله تعالی باندې ټینګ باور پیدا کړ ( او د هغه د رسول پیروي ېې وکړه) او د اسلامي شریعت سره سم ېې کړنې تر سره کړی؛ نو لوی پروردګار به د خپلو بندګانو په زړونو کې د هغه لپاره مودت او محبت راوټوکوي.

درېیم: د خواخوږۍ 11 أغېزمنې لاری:

د خاوند او مېرمنې تر منځ د خواخوږۍ د اړیکو د ځواکمنتیا لپاره کېدلای شي له ډېرو لارو څخه استفاده وشي، خو په عمومي توګه په ګډ ژوندانه کې د زړونو فاتح هغه څوک دی چې یو د بل سره نیکي کوي. په ګډ ژوند کې د اړیکو د ټینګښت لپاره تر هر څه د مخه د خاوند او مېرمن اړیکې باید له الله تعالی سره غښتلی وي او دواړه باید هڅه وکړي تر څو ګناهونو سره په کلکه سره مبارزه وکړي.

لومړی: یو بل ته په ډاګه د مینې او ولولو څخه ډکې خبرې کول:

د عاطفې او زړه سواندۍ څخه ډکې ویناوی چې په بشپړ صراحت سره یو بل ته واورول شي، او پخپلو ورځنیو ویناو کې د خواخوږۍ او همدردې توري استعمال شي، نو دا یو پر بل ژورې اغېزې شیندي، لکه څرنګه چې ام المؤمنین حضرت عایشې ( رضي الله عنها) به د خوږ نبي کریم ( صلی الله علیه وسم) سره خورا مینه درلوده او فرمایل به ېې : (سمعت حبیبي)ــــــ یعنې ما له خپل خواږه دوست ( صلی الله علیه وسلم ) څخه واورېدل چي دا فلانۍ فلانۍ خبره به ېې را ته کوله.

دویم: یو بل ته خواږه القاب کارول:

په ګډ ژوندانه کې یو بل ته خواږه او معسوله کلمات، او له ناز څخه ډک نومونه او د نوم اوږدول یا لنډول یو لړ هغه وسایل دي چې په مرسته ېې یو له بل سره مینه پیاوړي کیږي او دا هغه تګلاره ده چې زمونږ خوږ پيغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) به خپلې قدرمنې مېرمنې حضرت عایشې ( رضي الله عنها ) ته دا ډول القاب کارول، لکه کله به ېې ورته چې غږ کاوه، نو ورته به ېې ویل: یا عائش! او یا هم کله به ېې ورته ویل: یا حمیراء.

درېیم: ټوکې او ساعت تیري:

په کور کې له خپلې مېرمنې سره په ورین تندي ملاقات، نرمې خبری، له تبسم نه په ډکه څېره… دا او دې ته ورته نوری لاری چاری هغه مهم وسایل دي چې مقابل لوري ته خوشحالتیا بښي او په لالهانده ژوند کې ېې ورپېښ غمونه راکموي.

له خوږ پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) څخه دا ثابت دي چې هغه به له خپلو مېرمنو سره خوشي طبعي یا ټوکې کولی او نبي کریم ( صلوات الله علیه وسلم) پخپلو یو لړ احادیثو کې د دې خبرې یادونه هم کړیده چې حتی هغه یوه ګوله مړۍ چې یو خاوند ېې خپلې مېرمنې ته په خوله کې ورکوي په دې کوچني کار کې هم اجر شتون لري او دا کار په خپله د پاک زړه د ريښتنی مینی او زیاتې حوصلي ښکارندوینه کوي.

څلورم: د خپلې مېرمنې توصیف او د هغې د فاضله اخلاقو ستاینه کول.

پنځم: د مقابل لوري قدرداني کول:

مېرمنې ته ښايي چې د خپل خاوند ټولو هلو ځلو او نه ستړي کېدونکو تلاشونو څخه مننه او قدرداني وکړي، او د خاوند د تېروتنو پر وړاندی له عفوې څخه کار واخلي او یواځې د ښو خصلتونو ېې یادونه وکړي. همداراز یوې مېرمنې ته نه ښايي چې د خاوند منفي کړنو او مواصفاتو ته اشاره وکړي او د فوټبال په سیالۍ کې د ریفري ( referee) په څېر یواځې پینالټیاني وشمېري.

شپږم: د خاوند زړه لاس ته راوړل.

هر کله که په کورني ژوند کې یوه مېرمن د خپل خاوند لپاره تر ټولو غوره لباس په  تن کوي، ښه عطر استعمالوي او له ښو نه ښه خواړه ورته چمتو کوي او د کور سامان او لوښي په ښه توګه سره منظموي،او کورنیو چارو ته په ځانګړې توګه پاملرنه کوي، دا ټول خدمتونه د خاوند زړه ته لارې هواروي او خاوند ته هم ښايي چې د خپلې مېرمنې د زړه د تر لاسه کولو لپاره ورته کړنې تر سره کړي.

اووم: د خاوند فکري رغبتونو او علاقمندیو ته پاملرنه کول:

ګرانو خوېندو:

د خاوند د کورنۍ کلتوریز او دودیز اړخونه له پامه مه غورځوئ، او هیڅ کله هم خپل خاوند پر فکري انحصار یا فکري تقیید مه مجبوروئ. أما که چېرې داسی وي چې یو خاوند د اسلام د مقدس دین او د اسلامي ټولنې د عنعناتو سره منافي نظر او ویجاړونکي فکر ولري، په دې صورت کې مېرمنه کولای شي چې خاوند سمې لارې ته وهڅوي.

اتم: د مقابل لوري مشاعر او خیالاتو ته ارزښت ورکول.

له ټولو هغو لارو چارو څخه ځان وژغورئ چې د دواړو خواطر پرې خراب او خپلمنځي اړیکی مو خرابوي او ستاسې د زړونو په صیقلي هندارو کې درز را منځ ته کوي.

لکه په یو روایت کې راغلي دي چې:(( أنه (صلى الله عليه وسلم) قال لصفية بنت حيي -وكان أبوها من اليهود-: “لقد كان أبوك من أشد الناس عداوة لي حتى قتله الله” فقالت: يا رسول الله { و لا تزر وازرة وزر أخرى}، فلم يذكر ( صلى الله عليه وسلم) أباها بعد ذلك بسوء، حفاظا على مشاعرها و احتراما لأحاسيسها)) .

یو ځل نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) صفية بنت حيی ته چې پلار ېې یهودی ؤ داسې وفرمایل: (ستا پلار زما له سر سختو دښمنانو څخه ؤ، تر دی چې الله تعالی وواژه، نو (هغې) ورته وفرمایل: ای د الله تعالی رسوله! یو انسان خو د بل پېټې نه شي بارولی، بیا رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم) له دې وروسته به د هغې د احساساتو او خیالاتو د درناوي په خاطر هیڅکله هم د هغې د پلار د بدیو یادونه نه کوله.

نهم: د خوښیو په مناسباتو کې د هدایاو او سوغاتونو لیږل:

ډالۍ ورکول د دوو تنو تر منځ د محبت په ایجادولو کې خورا اغېزې شیندلی شي، او په دې لړ کې زمونږ خوږ پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) فرمايي: (تهادوا تحابوا). تاسې یو بل ته ډالۍ ورکړئ، خپلمنځي مینه به مو زیاته شي.
یو شاعر څه ښه ویلي دي:
هدايا الناس بعضهم لبعض *** تولد في قلوبهم الوصالا
وتزرع في النفوس هوى وحبا *** وتكسوهم إذا حضروا جمالا

د خلکو یو بل ته ډالۍ د زړونو لارې سره نښلوي، او په انسانانو کې درنښت او ګرانښت رامنځ ته کوي او کله چې دوي یو د بل سره مخامخ کېږي؛ نو ښایست د دوي په برخه کیږي.

لسم: یو د بل د خپلو خپلوانو درناوی کول.

د خاوند یا د مېرمني د خپلوانو قدرداني او ښه روزنه او پالنه وکړئ او د هغوي د تقصیراتو او نیمګړتیاو له یادولو څخه ډډه وکړئ، ځکه دا کار کرکه او په زړونو کې کدورت او تنفر رامنځ ته کوي، مګر کله که هدف دا وي چې تر څو اصلاح او اخلاقي سمون را منځ ته شي او د هغوي د بدو خصلتونو او ناوړه عادتونو د اصلاح په خاطر که یادونه وشي او هدف ترېنه پر هغوی ملنډی او تمسخر نه وي ؛ نو دا بیا کار پروا نلري.

یوولسم: پر خپل خاوند د بدګمانۍ څخه ځان ساتل:

د خپل خاوند پر سلوک باندی له کوم دلیل او اړتیا څخه پرته نقد مه کوئ او په خپل کورني ژوند کې له بېځایه غیرت، تندلاریتوب او تشدد څخه کار مه اخلئ، ځکه دا کار د هغه کولنګ په څېر دی چې د خاوند او مېرمنې د محبت دیوالونه ړنګوي.

که څه هم ډېر خاوندان داسې انګیري چې مينه او بې مورده غصه نه کول به د هغه د رجولیت او غیرت سره منافي چاری دي، او دا کارونه د هغه ارزښت او هیبت د هغه د مېرمنې پر وړاندی راکموي او د مېرمنې له نظره ېې را پرځوي، خو دا لازمه ده چې دا ناسمه انګېرنه او غلط تصور باید درست کړو، او ددې خبرې یادول هم اړین دي چې د خاوند دا غلط اعتقاد ډېر لاملونه لري، لکه د خاوند شخصي ناوړه عادتونه، کورنۍ یا ټولنیزه ناوړه تربیه، د هغه د شخصیت ضعف او کمزوري، د خاوند د خشونت نه په ډکه او سخت دریزه چاپېریال کې رالویدل او یا له حد څخه زیات ناز لیدل او داسې نور.

دا ډول خلکو ته ښايي چې د خپل خوږ پیغمبر سترو اخلاقو ته چې پکې د نارینتوب او غیرت ټول خصلتونه موندل کیدلی شي خپل پام راوګرځي، چې هم ېې تر ټولو زیات هیبت درلود، خو پر دې سربېره ېې ژوند د دې ټولو ناوړه بدو صفتونو او پرېوتو عادتونو څخه پاک میندلی شو، ځکه د هغه ( صلی الله علیه وسلم) ژوند به د مېرمنو سره له تلطف او همدردی څخه ډک ؤ، او د هغه مینه یوه داسې ريښتینی او سپېڅلی مینه وه چې د کور په انګړ کې به ېې د مېرمنو سره په برخورد کې تر سترګو کېدله، د هغه ( صلی الله علیه وسلم) کورنۍ یوه داسې آيډیاله او مثالي کورنۍ وه چې هغه ( صلی الله علیه وسلم) به پکې له تبسم څخه په ډکه څېره را څرګندېده، او هیڅ کله به هم په تریو تندي سره نه را څرګندېده، او فرمايي: (إن الله يحب السهل اللين القريب). الله تعالی آساني، نرمي خوښوي او هغه څوک چې خلکو ته نژدی وي.

یو مسلمان ته نه ښايي چې کله خپل کور ته راستیږي؛ نو د کورنۍ د افرادو سره بده رویه او زیږ چلن وکړي، او زیانمنې خبری او یا پریوتي کلمات ورته وکاروي، چې په راتګ سره ېې په کور کې د خندا جنازه پورته او بشپړ سکوت را خپور شي. د بې حسۍ په ډنډ کې ډوب دا ډول خلک هغه خلک دي چې له غلظت، شدت او تاوتریخوالي پرته بل هيڅ څه د خپل ژوند په کتاب او کلتور کې نه پېژني.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*