وروستي

ايران.. لسګونه سني بلندويان اعدام شوي

ايراني چارواکو ومنله چې دوه ورځې وړاندې يې لسګونه سني دعوتګران اعدام کړي دي.

تېره ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې ايراني چارواکو د مشهور کرد سني دعوتګر شهرام احمدي په ګډون تر شلو ډېر سني بلندويان اعدام کړي دي، د شهرام احمدي کورنۍ هم رسنيو ته منلې ده چې نوموړی د چارشنبې په ګهيځ تهران ته څېرمه رجائي شهر زندان کې اعدام شوی او مړی يې دوی ته سپارل شوی دی.

په ۱۹۸۷ ميلادي کال زېږېدلی شهرام احمدي سني دعوتګر و چې په خپله سيمه کې يې د ډېرو ځوانانو په اسلامي روحيه روزلو کې مخکښ رول درلود، نوموړی په کم عمر د لوړ استعداد درلودونکی او د کردي سني ځوانانو په روزنه کې يې مخکښ رول درلود.

شهرام احمدي نژدې اته کاله وړاندې د ايراني استخباراتو له خوا هغه وخت ونيول شو چې له مسجد څخه د خپل کور پر خوا روان و، نوموړي له زندان څخه په خپل يو پيغام کې ويلي و: زه چې له مسجد څخه د خپل کور پر خوا روان وم ناڅاپه د ايراني استخباراتي مامورينو له لورې راباندې ډزې وشوې او څو مرمۍ په خېټه کې ولګېدلم، زه چې پر ځمکه ولوېدم سمدلاسه هغوی راباندې را ټول شول او په وهلو ټکولو يې زما پوزه او سر مات کړل، بيا روغتون ته يووړل شوم او هلته راڅخه يوه ګرده او کلمې پرې کړل شوې.

د نوموړي له نيول کېدلو څه موده وروسته د هغه کشر ورور بهرام احمدي هم د ايراني استخباراتو له لورې ونيول شول او سره له دې چې عمر يې له اتلسو کلونو کم و، د ۲۰۱۲ کال ديسمبر مياشتې په ۲۷ مه نېټه په ډېره عاجله توګه له پنځو نورو ملګرو سره اعدام کړل شو.

bahram-ahmadi1

د شهرام احمدي مور چې د کوچني زوی د اعدام درد يې ليدلی و، د شهرام جدايي يې نشوه زغملای؛ نو ايراني چارواکو ته يې وړانديز وکړ چې د زوی پر ځای نوموړې اعدام کړي.

د ايران د بشري حقونو اداره وايي چې شهرام احمدي ته په زندان کې شکنجه ورکړل شوې او تر ۴۰ مياشتو پورې په جلا توقيفځای کې ساتل شوی دی، د شهرام احمدي په پيغام کې هم ويل شوي و چې د ايراني چارواکو له خوا له سختو شکنجو سره مخ دی او څو ځله روغتون ته وړل شوی دی، نوموړي ويلي چې کله ناکله پرلپسې شل ساعته پوښتنې ورڅخه کېږي او د زندان د چارواکو له خوا اړ ايستل شوی چې پر څو سپينو پاڼو لاسليک وکړي او نه پوهېږي چې پر هغو پاڼو به بيا څه ليکل شوي وي!

کارپوهان وايي د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اعدام سزا هغه چاته ورکول کېږي چې په قتل، ترور او د حکومت په وړاندې په زور کارولو تورن وي؛ خو په ايران کې د اعدام لپاره دا هم بس ده چې ته يو سني فعال واوسې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ويلي چې ايران سږ کال کم تر کمه ۲۳۰ تنه اعدام کړي دي چې زياتره يې سنيان وو؛ خو دا شمېره له اصلي شمېرو ډېره ټيټه ده او دا له دې امله چې په ايران کې ډېر اعدامونه پټ تر سره کېږي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*