وروستي

مریی او بادار !

د عبدالمالک همت ژباړه

امريکې دغه مریی په ډېر شوق سره رانيولی وو، د هغه ځوان او متناسب جسم په لومړيو کتو کي د هغې پام ور اړولی وو ! دابه زما ډېر په کار سي ! دا خبري امريکې په زړه کي ورګرځولې او د هغې دا اند هم ناسم جوت نه سو. خو تر رانيولو وروسته مريی ويرجن غوندي وو او پای ناروغه سو. امريکا پوهېده چي دغه مریی د پردېسۍ له امله په خپل کور کلي پسي دېغ سوی دی. نو امريکا د غم شريکی په دود د مریی څنګ ته کښېنسته، د هغه پر وېښتانو يې د محبت لاس تېر کړ ، ورته ويې ویل: زويه! زه پوهېږم چي تاته خپل کور درپیاديږي. ته د ځنګلونو د آزادي فضا استوګن وې، د دې ښارونو ژوند تاته خوند نه درکوي، ځکه نو ناروغه سوی يې. خو زويه! تر اوسه لا ته ځوان يې. که ته زیات زيار وباسې، نو زه ژمنه درسره کوم چي پنځه کاله وروسته به دي آزاد کړم !

د مريي دا خبره زړه ته نه لوېده، ځکه يې نو پوښتنه ځني وکړه: آيا ته به ما په رښتیا آزاد کړې؟ هو زویه زه به تا په رشتیا سره آزاد کړم ! د امريکې لهجه جدي وه او مريی روغ سو !

امريکا په خپله کرونده کي ولاړه وه او د مريی زیار او تپاک ته يې کتل. هغه چي په خپلو ځوانو او پیاوړو مټو کار کاوه نو د امريکې زړه له وياړه ډکېدی ! او د ده د ډېر کار له امله ډېره خوشالېده. مريي ډېر کار کاوه. د هغه سره د وخت د حساب لپاره کومه پیمانه نه وه، خو هغه د لمریز نظام په حساب پوهېدی. هغه چي هره ورځ لیدل چي لمر له ختيځ څخه د لوېديځ پر لور سفر کوي، نو به يې هره ورځ پر يوه وچه ځمکه په ډبره یوه کرښه ايستل ! کله چي يو کال پوره سو ، نو يې په زړه کي وويل چي:”اوس مي نو يوه ګوته آزاده سوه“. کله چي يې دوه کاله تېر سول ، نو يې د خپلو نورو ګوتو څخه دوو ګوتو ته زیاته ترجیح ورکول. دغه حساب او کتاب د مريي لپاره د اروايي خوښۍ يوه وسيله وه چي ده نه غوښتل په دې کار کي بل څوک ورګډ کړي. کله چي به يې په خپل چاپېر کي د آزادو انسانانو خوښۍ او بوختياوي ليدلې، نو به يې سمدستي خپلو لاسونو ته وکتل چي څومري ګوتي پاتي دي ! او ژر به د ځان د آزادېدو په هيله په کار اخته سو. د مريي په زړه کي يوه لويه نړۍ ودانه وه. لمر، کرښي او ګوتي !

پای پنځه ګوتي آزادي سوې ! امريکه د مريي د نه ستړي کېدونکی زیار  له برکته ډېره خوشاله وه. مريی ورته ورغی او له مريي توب څخه د آزادېدو غوښتنه يې څخي وکړه. څو بېرته خپل ځنګله ته ولار سي.

امريکې په ډېره خوښي سره د تلو اجازه ورته ورکړه، خو دا پوښتنه يې هم ځني وکړه چي: آيا ستا سره د بېرته ستنېدو د سفر لپاره پيسې سته؟  مريي د ځمکی خواته سر ټيټ کړ او ورته ويې ويل: نه، زما سره پيسې نسته. امريکې بله پوښتنه ځني وکړه: ښه، ستا کور کومي خواته دی؟ مريي د خوښيو سره مل ځواب ورکړ: د لوېديځ لور ته. ښه نو هغه به ډېر ليري وي او تر هغه ځایه د تلو لپاره به ډېرو پيسو ته اړتيا وي. نو که ته زما لپاره درې کاله نور کار وکړې، زه به تاته تر هغه ځايه د رسېدو لپاره يوه کافي اندازه پيسې درکړم. ښه دی ! درې کاله نه دوه کاله کار راته وکړه. د څالاکي امريکې لهجه فاتحانه وه او مريي تر شونډو لاندي څه وويل. د هغه د څېرې رنګ تر تور لا تور واوښت. تر يوه مهال چورت وهلو وروسته يې پر موټه توکړه او سمدستي په کرونده کي کار ته ودرېد. خو اوس مريي په کار کي څه ناغېړي کول. پر کار يې زړه هغسي نه لګېدی، لکه پخوا. کله به يې د خوب په پلمه کار پرېښووی، کله هم د هوسايۍ په پلمه. د هغه ځوان او غښتلی بدن سست و پوست سو. امريکې له دې امله يوه پلا ډېر بد وواهه. هغه په سرو اوښکو وژړل، مګر په سستي کي يې څه توپیر رانه غی. هغه د پخوا غوندي حساب هم نه وو نيولی.

دوه کاله د واده د لومړۍ شپې غوندي تېر سول. امريکې مريي ته يوه کافي اندازه پيسې ورکړې چي د لوېدیځ پر لور خپل ځنګله ته سفر په وکړای سي.

څه موده وروسته مريی بيرته ستړی ستومان امريکې ته ورغی. هغه د لوېديځ پر لور تر ډېره تللی وو، خو خپل وطن يې نه وو پیدا کړی. امريکې هغه ته څه نوري پيسې ورکړې، څو د ختيځ پرلور سفر په وکړي او خپل ځڼګل پیدا کړي !

مريي په ختيځ کي ځنګل پیدا کړ، خو پر خپل کور يې زړه نه کښېنستی. د ځنګله ورانۍ ته چي به يې وکتل د ښار ښکلاوي به يې ورپه یاد سوې. نو هغه وو چي پښې يې خپل په خپله پر خوځښت راغلې او بېرته د لوېديځ پر لوري وخوځېد ! هغه بېرته امريکې ته ولار. کله چي امريکې وليد، څه اریاني يې ونه ښوول. مريي ورته وويل: کوم ځنګل چي ما وليد هغه زما نه ښکارېدی.

امريکې په ډېره پاملرنه د هغه ټوله کيسه واورېده او په مینه يې ورته وويل: وګوره دغه زما کور ستا خپل کور دی. ته په دې کور کي په مزه مزه واوسه، زه ستا درناوی کوم. خو اوس هيڅ يوې خوا ته د تلو فکر مه کوه. مريي سر ورته وښوراوه ! مريي بیا په ډېر زیار سره کار پیل کړ . دا ځل هغه داسي کار کاوه، لکه چي دده خپل وي. امريکې د هغه د روغتيا او خوراک په اړه زیاته پاملرنه کول، څو هغه ډېر غښتلی وی او د هغې کار ډېر ښه وکړای سي. که به يې په کار کي لټي وکړه جزا به يې هم ورکول، خو هغه به څه پروا نه په کول ! امريکې هغه ته د یکشنبې په ورځ رخصتي هم ورکول، څو هغه نژدې غره ته ولاړ سي او په لوېديځ کي د غروب په حال کي لمر وليدلای سي. د مريي د زیات زیار او هلو ځلو له امله د کروندو پټي نور هم ښه سول. امريکې یوه ټوټه بله ځمکه هم رانيول، څو پر هغې هم کښت وکري. امريکا ورځ په ورځ شتمنه کېده. څه مهال وروسته هغې مريي ته يوه مينځه هم رانيول ! وخت کرار، کرار مخ په وړاندي روان وو . امریکه اوس بودۍ سوې وه، خو د هغې په کور کي اوس د مريي شپږ زامن اوسېدل.

د هغو پلار هغو ته وويل: وخت داسي تېريږي، لکه په کوم کار چي اخته وي. او که وخت (په داسی توګه) تېر سي او د تېر مهال برخه وګرځي، نو موږ به هم د ډېرو ځنګلونو خاوندان سوي سو. د هوسایۍ په ورځ هغه خپل زامن غره ته بوتله. هغو ته يې د غروب په حال کي لمر ور وښود او هغو ته يې د هيلي کولو، آرزو کولو او د کوم شي د په لاس راوړلو لپاره د انتظار کولو طریقه وروښوول. امريکه اوس بېخي ډېره زړه او ډنګره سوې وه. زړه خو له پخوا څخه لاوه، خو هغې اوس د ژوند وروستۍ ورځي حسابلې. د هغې له زوی څخه، خو يو پیاوړی او غښتلی کس جوړ نه سو، اما هغه له دې امله نه وه خوابدې، ځکه د هغې په کور کي موجود مریان هر يو دومره چاغ او قوي سوي وه چي هغو په مازي يوه پوکلو هر څوک را چپه کولای سوای. هغوی ډېر پیاوړی 4013او ځواکمن وه. د هغو لاسونه د اوسپني غوندي قوي وه او غاښونه يې د زمرو په شان وه او اوس يې لا ډېر وخت هم درلود. د مريانو دغو زامنو خپلي ارې چلولې او د ځنګلونو وني يې په پرې کولې.

(پورتنۍ کیسه د جوهنيري جنيس له کيسې څخه را اخيستل سوېده).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*