وروستي

د اهل حدیثو یا سلفینو عقیده

د اهل حدیثو یا سلفینو عقیده د اهل حدیثو یا سلفینو عقیده

لیکوال: غریب الله هلال

لیکونکي: غریب الله ( هلال )
۱۶ میزان ۱۳۹۴هـ ش

عقیده:

عقیده په لغت کي څه ته وایې؟ عقیده د عقد نه اخستل شوي چې تړلو، یقین، تمسک، ربط او اثبات ته ويل کېږي.

او هم د حل لاری تضاد قرارداد ته ويل کېږي لکه: عقده یعتقیده عقدا او د عقد نه  قسم او نکاح هم مراد کېږي، لکه الله ج په سورة المایدة ایات نمبر ( ۸۹ ) کي وایی: لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ  ) الا اخره، نه نیسی تاسو په بی ارادی د قسمونو ستاسو کي او لیکن نیسی تاسو لره په هغی سره چه تړلی وي تاسو قسمونه….دلته ترینه مراد تړل او کول د قسم دی.

او عقیده هغه حکم او امر دي چې په هیڅ صورت د هغی معتقید په شک کي نه اچوي، په مذهب او دین کي مقصد د عقیدي نه اعتیقاد لرل دي نه عمل کول لکه د الله ج په وجود د عقیدي لرل د انبیاو علیهم السلام په رسالت باندې ایمان او عقیده لرل، خلاصه دا شوه چې یو انسان په یو څه باندی عقیده لرل د زړه له کومی برابره ده که په حق وي او که په باطل وي همدی ته عقیده ويل کېږي، مثال: یو کس مومین دی په الله تعالی باندی ایمان او عقیده د توحید لری، خو بل کس مشرک دی باور او عقیده پخپل پیر او یا پر مرشد باندی لری، هندوان، چاپانیان او سرلنکن په بودا یا بوتانو باندی عقیده لری، او معتقدین یو ددینه هم په خپل عقیده باندی شک نکوي دیته عقیده وایې.

عقیدة په اصطلاح کې څه ته وایې؟

عقیده قطعی ایمان لرل چې شک ته پکې هیڅ لاره نوي او لازمه خبره ده چې د غه عقیده لرل د واقیعت سره مطابقت ولری او هیڅ شک او ګمان قبول نکړی، او کچېرته همدغه باور قطعی یقین ته ونه رسیږی نو بیا دیته عقیده نه ويل کېږي.

اسلامی عقیدة څه ته وایې؟

اول تعریف: قاطع ایمان لرل په ربوبیت د الله(ج) ، په اولوهیت د الله(ج) ، په اسماوُ صفاتو د الله(ج)  ، په ملایکو، په اسمانی کتابونو، په رسولانو، په ورځ د اخرت، په اندازه د خیر او شر، په ټولواموراتو د غیب، په اصولوددین، په هغه څه چې اجماع او اتفاق د سلفو صالحینو په هغی  شوي وي، الله (ج)  ته ځان تسلیمول په ټولو احکامو ددین او دنیا کي او تابعداری او اطاعت د رسول الله صلی الله علیه وسلم کول دیته عقیده اسلامی وایی، انسان  چې هرکله ایمان په پورته ذکرشوي اصولو باندی ولری پداسی حال کي چې عقیده یی خالصه او قاطع وي او پدی کي هیڅ شک، ګمان، شبه او وسوسه ونکړی نو همدا اسلامی او پاکه عقیده ده په الله(ج) باندی، هرکله چې انسان پر یو ددی اصولونه شک او شبه وکړی نو بیا دا عقیده خالصه او سالمه نده.

دوهم تعریف: اسلامی عقیده په نیز د اهل سنت والجماعت چې دلالت کوي په توحید، سنت رسول(ص)، اصول الدین، فقه الاکبر، شریعت، ایمان، او دا ډیر مشهور اطلاقات دی د اهل سنت والجماعت د عقیدی په علم کې او دوي وایی چې پدی اصولو باندي  یو انسان ایمان او عقیده ولری نو همدا اسلامی عقیده ده خو پدی کې به هیڅ قسم شک او ګمان نکوي که شک او ګمان پر یو ددی اصولو باندی وکړی نو بیا دا عقیده ناقصه ده.

داچې عقیده مو وپیژندله نو راځو د سلف صالحینو او اهل حدیثو پیژندلو ته، سلف څوک دی او چاته ويل کېږي اهلحدیث څوک دی او چاته ويل کېږي.

سلف څه ته وایې؟

السلف په لغت کې، ما مضی وتقدم، یقال سلف الشيُ سلفآ، ای مضی، یعنی هر هغه شی چې تیر شوي وي هغه ته سلف ويل کېږي (یا الجماعة المتقدمون او یا القوم المتقدمون فی سیر) ته ويل کېږي مطلب یو جماعت چې مخکې تیر شوي وي یا یو قوم چې مخکې تیر شوي وي په تاریخ کې هغه ته سلف ويل کېږي دلیل پرې د الله (ج)  قرانی ایات دی چي په سورة الزخرف کې الله (ج) داسی فرمایلئ دی (فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِلْآَخِرِينَ (56)  نو وګرځول مونږ دوي تیر شوي نمونه او عبرت د پاره د روستنو.

والسلفُ، یعنی هر هغه څوک چې له تانه مخکې تیر شوي وي لکه پلار، نیکه او هر هغه څوک چې ستا خپلوانو کي وې او له تانه یی عمر ډیر وي او پوهه کي زیات وي نو دیته سلف وایې نو له دي وجهی نه اولني صحابه کرام علیهم السلام او تابعینو ته سلف صالحین وایی ولي چې دوي هم مخکې تیر شويدي،.

په اصطلاح کې سلفین: یا سلف الصاحین چاته وايي؟

هر کله چې د علماُ په نیز د سلفو یادونه کېږي نو مراد ترینه صحابه کرام علیهم السلام، تابعین، تبع تابعین او هغه مشهور د دین امامان دي چې د هغوي په امامت باندې او په تابعدارۍ د سنتو باندې ګواهي ورکړی شوي وي او د بدعاتو، رسوماتونه یې اجتناب کړیوي او هم امت د هغې په امامت اتفاق او اجماع کړیوي نو دیته صدر الاول وایې یعنی السلف الصالح او الله(ج)  ترینه په سوره التوبه کې یادونه کړیده (وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (100) او مخکې کېدونکې ایمان ته چه ړومبی دي د مهاجرینو او د انصارو نه او هغه کسان چه تابعداري کوي د دوي په ښه وينا کولو سره رضادی الله تعالی د دوينه او دوي رضا دي د هغه نه او تیار کړی دی دوي لره جنتونه چه بهیږی لاندې د هغی ولې همیشه به وي دوي په هغی کې همیشه دا کامیابی لويه ده. او نبی علیهم السلام وایی ( خیرالناس قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم) متفق علیه. یعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانه چې صحابه کرام هم پکې وو ورپسی بیا د صحابه زمانه او د تابعینو زمانه همدا د امت سلف دي، او هم د عبد الله بن مسعود – رضي الله عنه – نه نقل دی : ( من كان مستنًّا؛ فليستن بمن قد مات، أولئك أصحاب محمد -صلى الله عليه وسلم- كانوا خير هذه الأمة، وابرها قلوبًا، وأعمقها علمًا، وأقلها تكلفًا، قوم اختارهم الله لصحبه نبيه -صلى الله عليه وسلم- ونقل دينه فتشبهوا بأخلاقهم، وطرائقهم، فهم كانوا على الهدي المستقيم ).
ترجمه : څوک چې اقتدا کوي نو په هغه چا پسی دی اقتدا وکړی چې مړه دي ، ( مراد یي صحابه کرام وو ځکه وروسته بیا وائ ) دغه د محمد صلی الله علیه وسلم ملګری ووچې ددی امت غوره خلک وو ، د زړونو په لحاظ ډیر نیک وو ، او د علم په لحاظ ډیر ژور وو ، او په تکلف کې ډیر کم وو ، دوی داسې خلک وو چې الله تعالی د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ملګرتیا او د هغه د دین د نقل کولو او خورولو لپاره چاڼ کړی وو ، نو د هغوي اخلاق او لاری خپلی کړئ ، ځکه چې هغوي په سمه سیده لارؤ . نو له دینه معلومه شوه هر هغه څوک چې خلک رابلي او دعوت کوي هرهغه څه ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو، تابعینو ورته خلک رابلل نو همدغه خلک په طریقه د سلفو دي او په سمه لاره دي.  پدی کې محدودیت د زمانی شرط ندی بلکې شرط پدی کې عقیده د الله(ج)  په کتاب او سنت الرسول (ص) ده نو هرهغه څوک چې د کتاب الله او سنت الرسول (ص) سره موافق  عقیده د توحید ولري او رد د شرک، بدعاتو، رسوماتو، ناروا رواجونو کوي نو همدوي تابعدار د سلفو دی او هم دوي سلفین دی ولو که ددوي تر مینځ جداوالی د ځائ او زمانې وي او هر هغه څوک چې مخالفت وکړی نو دوي تابعدار د رسول الله صلی الله علیه وسلم او سلفو ندي، په ننی عصر کې بعضی وروڼه د سلفینو یا ددوي په اصطلاح د وهابینو نسبت امام عبد الوهاب نجدی ته کوي چې دا سلفین له دی ځایه له دی وخت څخه  شروع شويدي خو دا قضاوت به غیر عادلانه او غیر ی انصافې وي ځکه چې مخکې مو د اسلافو ددین تعریفات وکړل برابره خبره ده هرهغه څوک چې مخکې د نن ورځې نه تیر شوی وي که دا امام عبدالوهاب نجدي وي که یو عادی شخص وي خو چې د اسلافو ددین تابعدار وي او پیروان وي همدا سلفی دی د سلفیت نسبت یو ډلی یا تنظیم ته نکېږي ځکه دا د کوم تنظیم نوم ندی دا د کومی ټولنی نوم ندی دا د یوی اسلامې عقیدی، د یوي اسلامې نظرې وا اسلامې مفکورې نوم دی په کومه عقیده او نظریه چې رسول الله او د هغی صحابه کرام او تابعین روان وو، راځو د وهابیت نوم ته کله چې مونږ د وهاب نوم اخلو نو وهاب نوم د الله(ج)  دی وهابې معنی لغوی معنی بښونکې او اصطلاحا نسبت یې الله (ج) ته په معنی د الله پرست په الله ایمان لرونکې هر هغه څوک چې په الله او د هغی په خوږ رسول (ص) باندی ایمان ولري همدا وهابې دی پکار مسلمانانو ته دادي چې اول د مسلئ په حقیقت باندې ځان پوهه، قانع، او د حدیثو مطالعه وکړی، اود دین څخه ځان په صحیح او پوره معنی خبر کړي بیا قضاوت وکړي دا به عدل او انصاف ته نیزدی وي، ولي چې په اسلام کې  بد نومونه ویل، د کفر اطلاق کول،توهین، او د تحقیر په سترګه کتل یو مسلمان ته دا د مسلمان د اخلاقو او عمالو سره برابر عمل ندی لکه بعضی متعصب، د دین او مذهب نه ناخبره مسلمانان وروڼه چې اهلحدیثو یا سلفینو ته خوارج، وابی او یا د مذهب نه منونکي وایي حال دا چې همدا سلف صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین ؤ او منونکې د حدیثو وو     ( یعنی صحابه کرام ) چې د خواریجو مقابله یي وکړه او د هغی سره د مقاطعی او جنګ اعلان وکړه دا به ډیر ظلم وي چې څوک سلفینو ته د وابی یا خوارجو  نسبت وکړی  حال دا چې سلف یا اهلحدیث چې ورسته یی تفصیل راځی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کامله توګه تابعدار، منونکي د احادیثو او سنتو د رسول الله (ص)  دي او عقیده یي د توحید ده لکه مو چې مخکې ذکر کړه هر هغه څوک چې د شرک، بدعاتو او رسوماتو باندی عقیده لری او صحیح احادیثو او قرانکریم ته د خپلو شخصی ګټو په خاطر مراجعه نکوي او سلفین په بد نوم یاده وي یا ورته سپکې سپوری وایی او یا یی زمونږه پدی کم علمه ټولنه کې د خلکو په منځ کې په بد نوم او خواریجو معرفی کوي او هم د لمانځه په وخت کې کله چې د رسول الله(ص) سنت چې رفع الیدین او امین باالجهر دي ترسره کوي،  نو دا بې علمه ورڼه ورته د اشارو او رمباړو نسبت کوی،  نو په ورځ د قیامت به داسی خلک یا بی علمه علما د الله ج په وړاندی مسؤل او جواب ویونکي وي. او هغه کارونه او صفات چې په مسلمان کې  موجود نوي او نسبت ورته کېږي سم کار ندی ولی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایئ که څوک چاته د کفر نسبت وکړی او هغه کافر نوي نو دا  انسان پخپله کافر شوو او په قران کریم کې الله ج فرمایی تاسو د کافرو خدایانو ته کنځل مه کوي ورنه دوي به ستاسو خدای وکنځی العیاذ باالله، او که څوک د رسول الله(ص) په احادیثو پورې ریشخند او مسخري وکړي نو دا انسانان کافر کیږي ولی چې تمسخر ( توقې تقالې ) په شعایرو پسې انسان کفر ته رسوي، او هم چونان داسلام دین مونږ د غیبت او بهتان نه منع کړی یو باید هر مسلمان د غیبت او یو چا پوری بهتان تړلو نه ځان وساتی، ولی چې الله ج به سورة الحجرات کې فرمایی

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12) اي د ایمان والو مسخري دی نکوي هیڅ نارینه په نورو نارینو پوری کېديشی چه هغوي به غوره وي د دوي نه او طعنونه مه کوي په خپلو ځانونو باندي او مه یادوۍ یو بل په ناکاره نو مونو سره بد نوم فسق والا روستو د ایمان نه او چاچې توبه اونکړه نو هغه کسان دوي ظالمان دی، اي ایمان والو ځان بچ کوۍ د ډیر ګمانونو نه یقینآ بعضی ګمانونه ګناه ده او غیبونه د یو بل مه لټوۍ، او غیبت دی نه کوي بعضی ستاسو د بعضو ایا خوښوي یو  ستاسو چه او خوری غوښی د ورور چه مړ وي نو تاسو   بد ګڼی او ويره کوۍ د الله تعالی نه یقینآ الله تعالی توبه قبلونکې رحم کوونکې دي.

اهلحدیث په لغت کې څه ته وایی؟

اهلحدیث په لغت کې: ددوه الفاظو نه جوړ شوی لفظ دی، یو یې اهل دویم یې حدیث دی.

اهل ( فعل ماضی ) دی په معنی د حق ورکول، مستحق ګرځول او لقب ورکولو ته وایي.

حدیث په لغت کې: خبری، صحبت او محاوری کولو ته ویل کیږي او هم یو نوی شی ته ویل کیږي.

دلته مراد د حدیث نه د الله (ج) د رسول الله (ص) وینا، خبری او بیان دی برابره خبره ده که قولي، فعلي او که تقریري وي،

اصطلاحآ اهلحدیث چاته دي؟

د اهلحدیثو نه مراد هم هر هغه څوک چې تابعدار، منونکی او عملی کونکی د احادیثو د رسول الله (ص)  وي هم هغه اهلحدیث دي.

اهلحدیث او سلف  الفاظ مترادف دی او اصطلاحی معنی یی تقریبآ یو شی ده سلف هم چې مخکې مو ذکر کړه هرهغه څوک چې تابعدار د الله تعالی  او د رسول الله وي همدا سلف یعنی صحابه کرام، تابعین او تبع تابعین دي ولی چې دوي تابعدار او منونکي د حدیثو ؤ او هم دیته اهلحدیث ويل کېږي نو برابره ده که دا د رسول الله (ص) په وخت کې ؤ او که په اوس وخت کې دي خو چې تابعدار او منونکې د حدیثو وي همدا اهلحدیث دي، هر هغه څوک چې مسلک او لاره د محدیثینو اختیار کړي همدوی اهلحدیث دي ولی چې اهلحدیث د يو څو محدودو خلکو نوم ندی دا یو عامه اصطلاح ده چې مخکې مو یادونه وکړه، او د لا ښه وضاحت لپاره د بعضو علماؤ نظرونه ذکر کوم:  قال الإمام أحمد: عن الطائفة المنصورة: “إن لم يكن هم أصحاب الحديث فما أدري من هم !” (فتح الباري 1/85
امام احمد د طایفی منصوری په هکله فرمایلی دی : که طائفه منصوره اهل حدیث نه وی نو ما ته نور څوک نه دی معلوم ،

قال القاضي عياض : إنما أراد أحمد أهل السنة والجماعة ، ومن يعتقد مذهب أهل الحديث شرح النووي على صحيح مسلم 5/58-59 . 7.)

امام نووی دقاضی عیاض څخه نقل کوی چی د طائفی منصوری نه مراد د امام احمد اهل السنه والجماعه او هغه خلک دی چی داهل حدیثو دمسلک عقیده ساتی . نو د دی نه معلومه شوه چی هر څوک د اهل حدیثو دمسلک عقیده ساتی هغه ته اهل حدیث ویل کیږی . همدا رنګه له شیخ الاسلام ابن تیمیه نه نقل دی : قال شيخ الإسلام (رحمه الله) : “ونحن لا نعني بأهل الحديث المقتصرين على سماعه، أو كتابته أو روايته، بل نعني بهم: كل من كان أحق بحفظه ومعرفته وفهمه ظاهراً وباطناً، واتباعه باطناً وظاهراً” (مجموع الفتاوى4/95

له شیخ الاسلام ابن تیمیه څخه نقل دی چی ( مونږ اهل حدیث یواځی هغو خلکو ته نه وایو چی فقط حدیث اوری ، لیکی ، اونقل یی کوی بلکه داهل حدیثونه مراد دحدیثو یادونکی اوهغه خلک دی چی دحدیثو ظاهری اوباطنی فهم درلودونکی وی اوهغه څوک چی دحدیثو ظاهری اوباطنی تابعداری کوی ) نو دحدیثو تابعدارو ته هم اهل حدیث ویل کیږی .

بل ځای فرمای : (أهل الحديث هم السلف من القرون الثلاثة ومن سلك سبيلهم من الخلف ) مجموع الفتاوى 6/355

اهل حدیث سلفو ته وای کوم چی د دری اولنیو پیړیو څخه وو او په خلفو کی یی هغو خلکو ته وای چی ددغو سلفو لار تعقیبوی او د هغوی پر لار روان وی . نو په روستنیو خلکو کی چی هر څوک په عقایدو اوعباداتو اومعاملاتو کی دسلفو پر لار روان وی هغه ته اهل حدیث ویل کیږی

په اسلام کې اولنی اهلحدیث په نارینه وو کې ابوبکر(رض) او ښځینه ووکې خدیجة الکبرا رض وه ولی  هرکله چې د الله په رسول (ص) باندی وحی نازلیږی نو اولنئ ښځه خدیجه الکبرا رض ده چې د رسول الله صلی علیه وسلم خبره منی او یقین پری کوي او وایی چې ته ریښتیا واي بیا کله چې نبی علیه السلام معراج ته ځی او بیرته راځی نو ابوبکر صدیق (رض) ته مشرکېن د مکې وایی چې ملګری دې په شړو ويل شروع کړیدی واې چې زه د شپی اسمان ته ختلی اوم او بیت المقددس ته تللی اوم نو ابوبکر صدق رض ورته وایی چې دا خبره که هغوي کړیوي نو ریښتیا ده دروغ ندي نو دلته په احادیثو دوي دواړو عمل وکړه او ويی منل نو اولنی اهلحدیث په اسلام کې خدیجه الکبرا او ابوبکر صدیق دی او بیا ټول صحابه کرام رضوان علیهم اجمعین دي.

په تبع تابعینو کی ددی اصطلاح بیلګی ( اهلحدیث )

۱ – له سفیان ثوری نه نقل دي چی هغه به داهل حدیث په نوم فخر کؤو، او پری خوشحالیدو به ، او هغه به ویل چې که اهل حدیث زما کور ته رانه شي نو زه به دهغوي کورنو ته ورشم (  کتاب شرف اصحاب الحدیث )

۲ – امام سفیان ابن عییینه رحمه الله فرمائ : چی زه خپل استاد امام ابوحنیفه رحمه الله اهل حدیث جوړ کړم (حدائق الحنفیه: 134، طبع نول کشور لکھنو تاریخ بغداد 9/178)

۳ – علامه شهرستانی په خپل مشهور کتاب ( الملل والنحل ) کې داهل حدیثو یادونه کړی وائې چی اهل حدیث حجاز واله دي ، چې هغوي د امام مالک بن انس ، محمد ابن ادریس الشافعی ، سفیان ثوری ، احمدبن حنبل او داود بن علی بن محمدالاصفهانی ملګري وو ، همدا ډول علامه ابن خلدون په خپل تاریخ کې هم ذکر کړی دي (تاریخ ابن خلدون 372/1)

۴ – مشهور زاهد انسان فضیل بن عیاض ( المتوفی ۱۸۷ هجری ) به چی کله اهل حدیث ولیدل نو ورته ویل به یی : ائ د انبیاؤ وارثانو…

۵ – هارون الرشید نه نقل دي چې هغه به ویل : څلور صفتونه می په څلورو ډلو کې وموندل : کفر په جهمیه ؤ کې ، بحث اوجدال په معتزله ؤ کې ، دروغ په روافضو کې او حق په اهل حدیثو کې. له دینه ورسته تر نن ورځی پوری هر څوک چې په احادیثو د رسول (صلی الله علیه وسلم ) عمل کوي، که قولی وي، فعلی وي او که تقریری وي نو همدا، اهلحدیث دي.

ومن الله التوفیق

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*