وروستي

ايران د اوبو د مهارولو غچ له افغان ولس څخه واخيست! ‎

ايران د اوبو د مهارولو غچ له افغان ولس څخه واخيست! ‎ ايران د اوبو د مهارولو غچ له افغان ولس څخه واخيست! ‎

لېکواله:  نويده خوشبو

د تيرو څو لسيزو جګړو زمونږ ګڼ شمير هيوادوال کورنو پريښودو ته اړ کړل، چې زيات شمير یې په پاکستان، ايران او يوشمير لويديځو هيوادونو کې د مهاجرت شپې ورځې تيروي.
که څه هم افغانان د مهاجرت په ديار کې له ګڼو سونزو سره مخ دي او دغه ستونزې زمونږ په دواړه ګاونډيو هيوادونو کې تر دې حده جدي او غير انساني شوي، چې ان تيره ورځ د ايران په اخوندي رژيم کې د انسان کرامت تر پښو لاندې شو او په قفسونو کې افغانان د حيواناتو په څېر نندارې ته وړاندې شول!
دا په يوويشتمه پيړۍ کې تر ټولو درناکه او له شرم نه ډک خبر دى، چې د انسانانو ترڅنګ حيوانات پرې شرميږي او حتى فکر يې هم ناشونې او له عمل څخه ليرى بريښې!!
د پاکستان د ټول بدوالي سره سره، خو دا ډول پېښې نه لرو، که څه هم په ياد هيواد کې د مهاجر په نوم افغانان ځورول کيږي خو بدبختانه د ايران د فاسق رژيم دغه وروستۍ حيواني کړنې ټول بشريت وننګوه.
که څه هم ايران ظاهرآ ځان مسلمان هيواد بولي خو سعودي شيخ او اسلامي عالم دغه هيواد بې دينه وباله.
پوښتنه دا ده چې ايا په کفري نړۍ کې د کډوالو سره همداسې وضعيت کيږي؟
ځواب دا دى چې حتى فکر او تصور يې هم نشي کيداى؛ دلته هرچا ته د انسان په سترګه کتل کيږي او ورته احترام کيږي.
ايران له افغانستان سره خپل ژبني او مذهبي دښمني پالي او په ټول قوت د فرهنګ څخه نيولې تر افغان وژنې پورې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
په قفسونو کې د انسان اچول او بيا نندارې ته وړاندې کول هغه تور داغ دى چې د دې اسلام ضد هيواد له لورى ترسره کيږي.
له بده مرغه ملحد هيواد په خپلو پارکونو کې افغانان له سپيانو سره پرتله کړي وو؛ د يو شمېر پارکونو پر دروازو يې لوحې لګولې وي، چې سپيو او افغانانو ته اجازه نشته، چې پارک ته دننه شي.
افغان حکومت بايد دغه مسله په جدي توګه له ګاونډي او بې دينه حکومت سره مطرح کړي او يا هم له ملي شورا سره په مشوره ډيپلوماتيکې اړيکې ورسره پرې کړي.
يوشمير ايران پلوه جاسوسان بايد پدې وپوهيږي، چې دوى د ايران فاشستي هيواد ته تر دغو مظلومو افغانانو په مراتبو بد ښکاري او ښايې چې د دوى انجام له دوی هم ډير بد وي.
زما هيله داده چې ټول افغان ولس ايران د دغه ظالمانه اقدام پر وړاندې غږ پورته کړي او نړيوالو ته يې د وحشت او بربريت څيره بربنډه او روښانه کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*