وروستي

د مسلمان ځوان مسئولیتونه‎

د مسلمان ځوان مسئولیتونه‎ د مسلمان ځوان مسئولیتونه‎

لیکنه: عبدالله ناصح علوان
لنډيز او ژباړه : نصير مرستيال

د مسلمان ځوان اووه ګوني مسؤلیتونه
د اسلام ځوانانو! د لاندې لوړو او عالي مفاهيمو په عملي کولو سره د ډېر عزت او کرامت خاوندان کيږی او د شخصيت په دې جوړوونکو عواملو باندې ډېر ستر، ستر داعيان جوړیږی. هغه څه چې زه غواړم تاسې یې تر سره کړی، په لاندې توګه درته بیانوم.
1.    د هغه هدف د پېژندلو له پاره هڅه وکړئ چې د هغه له پاره پيدا شوي ياست.
2.    د هغه ګواښونو نه ځان خبر کړﺉ چې ستاسې امت او هېواد ورسره مخ دی.
3.    همېشه په بري سره فال نيسئ، تر څو چې د ياس او نهيلۍ ريښې ستاسې له احساس او شعور نه پرې شي.
4.    د تاريخ د هغو لارښودو رجالو پر پلو روان شئ چې سترې کارنامې یې پرې ایښې دي، تر څو ستاسې شخصيت کامل شي.
5.    د دعوت او داعي د فضليت په باب پوره مالومات تر لاسه کړئ؛ تر څو وشئ کولای چې خپل امت ته نصيحت وکړئ او د خپل پروردګار رسالت خلکو ته ورسوئ.
6.    او د خداى تعالى دين ته په منطقي اسلوب سره دعوت ورکړئ، تر څو خلک ستاسې په اقوالو باندې تر اغيزې لاندې راشي او ستاسې دعوت ته لبيک ووايي!
7.    د قضا او قدر عقيدې ته د خپل روح په ژورو کې ځاى ورکړئ، تر څو د هغو پېښو په مقابله کې صبر وشئ کړای چې تاسې ته رسيږي، او پر هغه شي باندې چې خداى جل جلاله در ته مقرر کړي دي راضي واوسئ.

پایلې به څه وي؟

ځوانانو! د دې ټولو ارزښتونو نتايج دا دې چې:
1.    ځوان په هغه راسخ ايمان باندې چې تزلزل نه منونکي وي او تنبلې نفي کوي اراسته کيږي.
2.    په ريښتني اخلاص سره چې تظاهر او چاپلوسي نه پېژني اراسته کيږي.
3.    د هغه ټينګ عزم خاوند ترې جوړيږي چې وېره او ډار نه پېژني.
4.    د پرله پسې زيار او مثمر کار په لوري او جهت کې ګړندي ګامونه اخلي چې په هغه کې د ضعف، کمزورۍ، ماتې او سستۍ له پاره ځاى نه شته.
5.    همدارنګه د هغې ارزښتمنې قربانۍ په لور چې له شهادت او بري نه پرته بل څه نه پېژني په منډه، منډه ځغلي.

دا پنځه ګوني صفات د هغو ځوانانو بيلګې او خصوصيتونه دي چې په خپله وعده کې يې له خداى تعالى سره وفا کړې او د هغو مېړونو له ښو اخلاقو څخه دي چې د خداى جل جلاله په لاره کې جهاد په تکل د ملامت کوونکي له ملامتيا نه، نه وېريږي؛ ځکه د ايمان بنسټ لکه څنګه چې شهيد امام حسن البناء رحمة الله عليه وايي: (د اخلاص اساس- پاک زړه، د عزيمت او هوډ اساس- قوي فهم او ادراک، د عمل اساس- ځوانه اراده او د قربانۍ اساس- راسخه عقيده ده.
دا ټول صفات په ډېره ښه توګه د ځوانانو له وجود نه پرته د بل چا په وجود کې نه سره ټوليږي او پرته له هغو ځوانانو نه چې پر خپل پالونکي خداى تعالى باندې ايمان لري او الله جل جلاله د هغوى ايمان د هدايت په ګاڼه باندې ښکلي کړي دي، مختص شوي نه دي.

ځوانانو!

هر کله چې تاسې په دې ډول رشد وکړئ او د تکامل لوړو پوړيو ته ورسيږئ او دغه شيان ستاسې خصلتونه او مواصفات جوړ شي، نو خپل نقش په ژوندانه کې وپېژنئ چې څه شي دي او په کايناتو کې ستاسې لوى مسؤوليت څه شی دي؟
ځوانانو! ستاسې نقش دا دى چې د خپل مسؤوليت د سرته رسولو له پاره پاڅون وکړئ او د خپلو امانتونو د حملولو له پاره تيار واوسئ.او د حق په لاره کې د مبارزې په دروان کې هر ډول خنډونه له خپلې مخې نه ليرې کړي؛ که هر څومره په فضا کې د اذيت وريځې خيمې ووهي او که ستاسې د عمل په ډګر کې د حوادثو او ازميښتونو هر څومره باران واوري.
ځوانانو! ستاسې وظيفه دا ده چې د مبارک جهاد په تګ لوري او مسير کې ګړندي ګامونه واخلئ، تر هغه چې د اسلام مبارک توغ د سر په سترګو ووينئ او داسې يې ووينئ چې عملا له ټولو بيرغونو نه لوړ او هسک وي او د اسلام دولت وګورئ چې په خپل عزت او ازادۍ کې له لويو دولتونو سره سيالي کوئ.

د اسلام ځوانانو!
نن ستاسې له نسل نه تقاضا دا ده چې لوى مسؤوليت سر ته ورسوئ او د نوي اسلامي تمدن په جوړولو کې خپل نقش ولوبوئ او د سر کښه ماديت له تروږمويو نه او هم دا رنګه د بې بندوباري او خپلسري الحاد او بې لارېتوب له څپو او جاذبونه اسلام ته خصوصاً او د بشريت نړۍ ته عموماً نجات ورکړئ او ټوله نړۍ د حق او عرفان رڼا ته، د توحيد نور ته، د ايمان ډيوې ته او د اسلام حق لمر ته هدايت کړئ.
ځوانانو! دا کار له دې نه پرته په بل څه نه شي ممکن کېداى چې په ريښتينولۍ او پوخ عزم سره د دعوت په کاروانونو کې ننوزئ او د خداى تعالى په لور د بلنې په بهير کې جذب شئ او په دې مقدسه او سپېڅلې لاره کې خپل سفر ته دوام ورکړئ (او د دې لويې لارې مسافر شئ).
تر څو اسلامي امت اسلام ته بيرته راو ګرځي او د ژوند په ډګر کې يې قران شريف حاکم شي؛ نو ځوانانو همغه وخت دي چې تاسې د اسلام رسالت له سره نړيوالو ته رسوئ او په نړۍ کې د هوساينې، امنيت او ثبات حاکميت استقرار پيدا کوي، او انسانيت يو ځل بيا د ايمان او اسلام له نور او رسالت نه او هم دا رنګه د توحيد له حقيقت نه برخمن کيږي او خوند ترې اخلي!! او دا کار پر خداى تعالى باندې ګران نه دى.

تعلیم او تبلیغ په ټکر کې ندي

ځوانانو! شايد له تاسې نه ځينې کسان داسې ووايي چې:
ايا د دې ليکنې ليکوال غواړي چې ځوانان خپل درس او تعليم شا ته وغورځوي او په دې ډول خپل نقش د امانت په حملولو کې، د رسالت په تبليغ کې او د امت په نصيحت کې سرته ورسوي؟
د دې پوښتنې جواب (نه) دى؛ ځکه د يو ځوان علمي او فکري تکامل په دې مرحله کې له خورا سترو اهدافو څخه شمېرل کيږي (د دعوت په مرحله کې د ځوانانو علمي سويه پورته کيږي او د دې فکر نور هم پسې وده او تکامل کوي؛ ځکه دعوت په خپل ذات کې علمي زده کړه ده)؛ مګر موږ غواړو چې تعليم يافته او روښان فکره ځوانان په داسې حال کې چې د درس او تعليم دنده هم سرته رسوي، خپل نقش نورو ته د خداى جل جلاله د بلنې په لور هم سرته ورسوي، په دې ډول چې:
1.    په ټولګي کې خپل هم صنفيان دعوت کړي.
2.    په کور کې د خپل کور اهل دعوټ کړي.
3.    په کلي کې خپل کليوال دعوت کړي.
4.    د خپلو خپلوانو په مينځ کې خپل قريبان او خپلوان دعوت کړي.
هو! دا ټول کسان د خداى تعالى په لور وبلي او د اسلام حقيقت دي ورته زده کړي.

ځوانانو!

زما دا پېشنهاد ستاسې د تعليمي دورو سره هيڅ منافات نه لري او نه ستاسې د فکري او علمي تکامل مخ نيوى کوي او تاسې کولاى شئ د اوزګارتيا او فراغت په وخت کې دغه ستر نقش سرته ورسوئ او دا لوى مسؤوليت ادا کړئ. بل دا چې دعوت موسمي عمل نه دي چې ځان ته خاص وخت ولري؛ بلکې يو داسې جاري او ساري عمل دى چې ان په ټولګي کې د ډېر لږ وخت له مخې او يا د درس د مناقشې او پوښتنو په وخت کې هم سر ته رسېدلاى شي، په درسي ساعت کې په تفريح کې، په کانتين کې، په جومات کې، په ليليه کې، ښاري موټرونو او تفريح ځايونو کې او.

ځوانانو!

د حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم د وينا له مخې، کله چې يو بې لارې سړي ستاسې په وسيله (د حق لارې ته) هدايت شي، تاسې ته له هر هغه شي نه ډېر ښه دى چې د لمر خاته او لمر پرېواته په قلمرو کې ځاى لري.
مګر هغه څه چې زه غواړم تاسې ته توصيه کړم دا دي چې ستاسې ټولې ويناوې بايد په مجموعي توګه ستاسې له کړو، وړو سره مطابقت او برابري وښيي؛ تر څو ستاسې د وجود اغيزه د بلنې په باره کې پر نورو ښه ترا پرېوزي، او خلک په ډېره ښه توګه سره ستاسې بلنې او دعوت ته لبيک ووايي.
دا هم راشد خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله تعالى عنه دى چې کله به د خلکو د امر او نهي له پاره له کوره وتلو نو په اوله کې به يې د خپل کور غړي سره را ټول کړل او هغوى ته به يې ويل: (زه خلکو ته په فلاني شي باندې امر کوم او له هغه او دغه نه يې ايساروم، په لوى خداى تعالى سوګند يادوم چې که چيرې ستاسې يو تن هغه کار وکړي چې زه خلک ترې ايساروم او يا هغه کار ونه کړي چې خلک يې کولو ته هڅوم البته هغه ته به ډېره سخته جزا ورکړم)، دا به يې ويل او وبه ووت او خلک به يې د خداى تعالى لارې ته بلل همغه و چې هيچا به د ده دعوت په اورېدلو او اطاعت کې ځنډ نه کاوه!

ځوانانو!

که چيرې ستاسې کړه، وړه، ستاسې له ويناوو نه په مخالفت کې واقع شي، په هغه وخت کې تاسې خداى مګړه د خداى جل جلاله د قهر او غضب او عذاب مورد ګرځئ. ځکه الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب کې فرمايي:
يايهاالذين ءامنوا لم تقولون ما لا تعلمون، کبر مقتا عندالله ان تقولوا ما لا تفعلون.
يانې: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ، ولې هغه څه واياست چې کوئ کې نه، د خداى تعالى په وړاندې دا لويه ګناه ده چې هغه څه واياست چې کوئ يې نه.
بخاري او مسلم له اسامه رضي الله تعالى عنه څخه روايت کړى دى چې هغه ويل: سمعت رسول الله صلى الله عليه سلم، يقول: يؤتى بالرجل يوم القيامة فيلقى في النار، فيقولون: يا فلان! مالک؟ الم تکن تامر بالمعروف و تنهى عن المنکر؟ فيقول: بلى! کنت امر بالمعروف ولا اتيه و انهى عن المنکر و اتيه.
يانې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مې اورېدلي دي چې ويل يې: د قيامت په ورځ داسې يو سړى راوستل کيږي او دوزخ کې غورځول کيږي او هغه ته وايي: فلانيه! په تا څه شوې؟ ايا تا امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کاوه؟ هغه په جواب کې وايي: هو! هم دغسې وم! مګر ما خلکو ته په ښو کارونو امر کاوه؛ مګر ما په خپله هغه ښه کار نه عملي کاوه، او هغوى به مې له بدو کارونو نه ايسارول او ما په خپله هغه کار سر ته رساوه!

ځوانانو!

کله چې انسان پر خپل نفس غالب، پر ايمان متصف، د تقوى په زيور ښايسته او د يقين په وسله سنبال شي، ژوند ورته له دومره ارزښت نه، نه وي برخمن چې خپل هر څه د هغه په لاره کې قربان کړي؛ نو له هم دې امله د خداى جلا جلاله په لاره کې ربړونو او ستونځو ته ارزښت نه ورکوي او نه خو د هغه پر روح باندې منفي اغيزه کوي، او د خداى تعالى لارې ته د بلنې په چارو کې خورا ستر او مهم کارونه سرته رسوي او الله جل جلاله د هغه په لاس ډېرو بې لارو خلکو ته د حق په لور هدايت ورکوي. نه يوازې دا؛ بلکې د غوره بلونکو، وتليو لارښوونکو او د الله تعالى د بريالو سپاهيانو په کتار کې ځاى نيسي.

او په پاى کې:

مسلمانو ځوانانو! تاسو ته توصيه کوم چې د بلنې په لارو چارو کې نرموالى د ځان کسب وګرځوئ او ستاسې دعوت او بلنه بايد د حکمت او نيکې موعظې په ګاڼه سنبال وي. ځکه د يو بريالي داعي له ډېرو غورو اوچتو صفاتو او بيلګو نه يو هم دا دي چې نرم خويه د ښو اخلاقو خاوند او بلنه يې بايد له نرموالي نه برخمنه وي.
او دا د نرموالي او حلم صفت له هغو سترو لاملونو څخه دي چې خلک دعوت ته را اړوي او پر هغوى ښه اغيزه کوي نه يوازې دا؛ بلکې له هغو ښو اخلاقو څخه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته د هغه په سر ته رسولو باندې توصيه کړې ده.
مسلم له نبي صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي چې هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
ان الرفق لا يکون في شي الا زانه و لا ينزع من شي الا شانه.)
يانې: په تحقيق سره په يوه شي کې نرموالى نه وي؛ مګر هغه ته ښکلا ور کوي، او له يو څه نه نه ليرې کيږي؛ مګر دا چې د هغه ښکلا له مينځه وړي.
او هم دا رنګه د مسلم په روايت کې راغلي دي چې: ان الله رفيق يحب الرفق و يعطي على الرفق ما لا يعطي على العنف و ما لا يعطي على سواه.
يانې: خدا ى تعالى مهربان دى، مهرباني او نرموالى خوښوي او په هغه عمل کې چې نرموالى ښودل شوى وي هسې بدله ورکوي چې له زيږوالي او تشدد سره يو ځاى عمل کې يې نه ورکوي.
ځوانانو! موږ او تاسو ته مالومه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو غوره نمونه وو او دا چې هغ مبارک به خلک څه ډول د خداى تعالى لارې ته بلل؟ او له خپلو اصحابو او ملګرو رضي الله تعالى عنهم سره يې څه شانې معامله درلوده؟ او په څه ډول به يې د هغوى زړونه او عقلونه لاسته راوستل؟
نو پر تاسې ده چې د ښو اخلاقو په ګاڼه باندې سنبال شئ او پر نورو باندې د اغيزې ښندلو ښې لارې-چارې غوره کړئ او خلکو ته دحق لارې ته د بلنې په چارو کې د انحضرت صلى الله عليه وسلم له غوره اخلاقو نه پيروي وکړئ.
ځوانانو! کله چې په هم دې پيماني سره له نرموالي، ښې رويې او ښو اخلاقو نه برخمن و اوسئ، په دې کې شک نه شته چې ستاسې د بلنې اغيزه پر خلکو باندې لازياتيږي او خلک دې بلنې ته لا مخه کوي او ستاسې په مبارکو لاسونو باندې حق ډېر ښه تحقق پيدا کوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*