وروستي

د ځوانانو موقفونه-مسئولیتونه‎

د ځوانانو موقفونه-مسئولیتونه‎ د ځوانانو موقفونه-مسئولیتونه‎
لېکنه: نور احمد ” فضلي”

د ځوانانو موقفونه-مسئولیتونه(۵) 

ځوانان دي چې په ټولنه کې یې تل د الوهیت او ورسره د حق او حقانیت ږغ پورته کړی. همدا ځوانان دي چې د اسلام او ایمان له وجې یو له بل سره یو ځای کیږي، د باطلو او ناروا په وړاندې ملي پاڅون کوي، خلکو ته ښيي چې ددوی رب د ځمکو او آسمانونو رب دی، دوی د بل هیڅ کوم طاغوت، ظالم پادشاه یا کوم بل کس فرمانبرداري نه کوي. الله ج په قرآن پاک کې د کهف د صحابه مبارکانو د ورته صفاتو یادونه کوي، الله ج فرمايي:
“وَرَبَطْنَا عَلَی قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَ مِن دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا ” سورة الکهف
او د هغوی زړونه مو محکم کړل(اطمنان مو ورته حاصل کړی) هغه وخت چې هغوی پاڅون وکړی او ویې ویل، چې د هغوی رب د ځمکو او آسمانونو پیداکوونکی رب دی، او هیڅکله به دوی د بل معبود عبادت ونه کړي…
که پورته مبارک آیت ته ځیر سو، نو دا درس حاصلیږي چې د حق چغه پورته کول د ځوانانو کار دی. او هر کله چې یو ځوان د حق د پاره مبارزه کوي، نو الله ج دده/ددې د همفکره ملګرو په زړونو کې دده لپاره مینه زیاتوي، هغوی هم دده/ددې د فکر او عقیدې ملاتړ کوي؛ او بلاخره د طاغوت او باطل په وړاندې ستر ګواښ جوړیږي. نو دا چې الله ج دځوان-ځوانۍ څخه په خپل کلام الهي کې په څو څو ځلو ځانګړې یادونه کړېده، مقصود او مرام یې هم همدا دی چې ځوانان باید په خپل ستر ځواک او قوت خبر سي؛ او د ټولنې د بقاء، پایښت او لا ودې لپاره د خپل دې ستر ځواک(ځوانۍ) څخه په اوایلو کې ګټنه واخلي، کله چې وخت او موقع ورڅخه تېره سي؛ نو بیا لاسونه مروړل هیڅ ګټه نه لري. ځکه خو الله ج موږ ته په خپل قرآن کې پاک او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو احادیثو، مجتهدینو په خپلو اجتهادنو کې زموږ ځوانانو مسئولیتونه او موقفونه راښودلي دي، نو لازمه ده چې خپل مسئولیتونه او موقفونه لومړی د قرآن پاک په لارښوونو، ورپسې په نبوي احادیثو او وړاندې پسې د مجتهدینو په اقوالو او افعالو کې و مومو؛ او بیا یې د عملي کېدا لپاره هڅې وکړو. ان شاء الله چې کامیاب سوي به یو.
#مبارزه
#دځوانانو د ویښتابه پر لور…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*