وروستي

د یوې ټولنې په وړاندې د ځوان مسئولیت‎

د یوې ټولنې په وړاندې د ځوان مسئولیت‎ د یوې ټولنې په وړاندې د ځوان مسئولیت‎

لیکوال :شفیق آرین   

دمشعل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د دوهم سمسترمحصل

ځوان حق لري خپل احساسات بیان کړي، ځوان حق لري په یوه ټولنه کې دهرې څانګې مسئولیت ولري، همدا ځوانـان دي چې ډلې، ګوندونه، نظامونه اوآن دیوه حکومت بنسټ اږدي اویایې هم ‌ړنګوې.

کله چـــې په یوه ټولنه کې ځوان پښت شتون ونـــه لـــــري نوهغه ټولنه د یوه بې بریښنا کمپیوټر په شان ده، کمپیوټربه هرڅه لري، هـــــــرڅه کولی شي خوکه بریښنا ونه لري نودپیل نه یې کارونه په صفرکې ضرب وي.

ځوان دنــــړۍ سترځواک ده، خودا چې ځوان په یوه ټولنه کې ژوند کوي اوپه یوه ټولنه کې دځوانۍ پړاوونه وهي آیا کوم مسئولیت لري اوکه نه؟

هو!

لکه څرنګه چې وګړي اوبیا پـه ټولیزه توګه ځوانان پـه یوه ټولنه کې ژوند کوي نوټولنه ورته دکور اوخپلې کورنۍ حیثیت لــري، آن تـردې چې ټولنه یې په هرخفګان او ښادۍ کې شریکه وي، نو پدې اساس ځـــوانان چــې دیوې ټولنې دملا دتیر په حیث بلل کیږی نوباید دټولنې مسئولیت په پراخه پیمانه په ځان فرض وګڼي.

یواځې ځوانان دي چې دیوی ټولنې لپاره ډول،ډول زحمتونه ګالي او دخپلې ټولنې ساتنه کوي، نوپه دې بنسټ ویلی شوچې ټولنه پرځوان پښت تکیه کـــوي، په یوه ټولنه کې که ځوان ښې کړنې او لاسته راوړنـــې ولري هغه ټولنه د نــــورو ټولنو په پرتله په چټکۍ پرمختګ کوي.

ځوانان پراخه اندونه، چټک پرمختګونـــه، پیاوړې مفکورې او روښانه تګلارې لــري، همدا کړنې کولی شي چې ځوان پښت خپله ټولنه د نــــورو دلاس وهنو څخه وژغورې، غلیم پرې نــږدي ترڅودیــوی ټــولنې بنسټ اویاهم دیوې ټولنې وګړی بې کلتوره او لار  ورکي کړي.

همدارنګه دځـــوان مسئولیت په یوه ټولنه کې دهراړخیزه مثبتو کړنوترسره کول، دنورو پر دیپالوڅخه د ټولنې ژغورل، دټولنې ټولو وګړوته درناوی درلودل، دېته ورته د ټولنې مــاشومانوته دزده کړې اسانتیاوې برابرول، د ټــــولنې دټیټ اقتصاد درلودونکو سره په هــره برخه کې مرسته کول، دخپلې ټولنې رازونه نــــه ښکاره کول او په هره برخه کې ټولنې ته په هره څانګه کـې لاسته راوړنې درلودل دي، په یوه ټولنه کې همدارنګه ځوان مسئولیت لــــري چـې دامنیت راوستلو په برخه کې پوره وڼده واخــلي او د خپلې ټــولنې امنیت په خپله ټینګ کړي.

په یوه ټولنه کې باید ځــــوانان ټول يوه خوله او یو اند درلودونکي وګړي اوسي، ځوانان باید دټولنې د نوروغړو سره لاس په لاس شئ او دټولنې ټولــو ستونزو تــه کډه ورپه شا کړئ، ځوانان اوږه په اوږه دهـــرغلیم، ظالم، مفسد، اوآن دیوشمیربې مفهومه وګــــــړو کورونه ړنګولی شي.

دخـــــــوشحالۍ خبره ده اوس ځــــــوانان هغه ځوانـــان نه دي، چې دنورو ټولنو اویاهم دنوروهیوادو دګټوښکارشي، د الله (ج) په رحــــم اوس ځوانــــــان پراخ اندونه لري، خپل زیانونه اوګټې ترنورو په خپله ښې پیژنــي، خپلې ټولنې تــه پــــه کتو تقریبآ 80٪ ځوان وګړي دنړۍ ټولنیزو ( اجتماعي) پاڼوته لاس رسی لري، پراخه مطالعه، با احساسه زده کړه او دتل په څیردخپلې ټولنې لپاره مثبت ګامونه اخلي.

نوهیله موداده چې ځوان پښت په خپل فکري ځواک کاروکړئ، یوموټی شئ او دا افغانه ټولنه دنورو ټولنوسره سیاله کړئ.

ترکومه چې معلومــــــات لرو په دې وروستیوکې زمونږ د افغانې ټولنې یوشمیرځوانانو وشوکولی چې دسپورت، سیاست، زده کړې، نوښتونو او دیته ورته نورو برخوکې پوره لاسته راوړنې ولري چې مونږ پرې ویاړو او دتل لپاره یې دسرلـــــوړۍ دعاګانې کوو، نوباید ووایم چې دخپلوټولنو سترځوانان په هره برخه کې دنړۍ دبام پرسرغواړو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*