وروستي

ځوانان په ټولنه کې کوم مسئولیتونه لري؟‎

ځوانان په ټولنه کې کوم مسئولیتونه لري؟‎ ځوانان په ټولنه کې کوم مسئولیتونه لري؟‎

شبیر احمد همدرد

مخکې له دې چې د ځوانانو پر مسئولیتونو وغږیږم،چې یو ځوان په خپل کور، کلي، کورنۍ او ټولنه کې کوم مسئولیتونه لري ،غواړم  ځوان تعریف کړم چی ځوان چا ته  وايي ؟

ځوانان د ټولنې ډیر مهم قشر تشکیلوي، چې د انرژۍ څخه یې که سالمه ګټه پورته شي نو د هیواد په آبادۍ، سوکالۍ او پرمختیا کې به رغنده رول ولوبوي، خو که د همدې ځوانانو د انرژۍ څخه منفي ګټه پورته شي، لکه څنګه چې اوس مهال زمونږ په هیواد کې تر ډیره بریده کیږي نو دا کار به ټولنه یو منفي لوري ته بیايي.

د قانون له نظره په اکثرآ هیوادونو کې ځوان هغه چا ته ویل کیږي چې عمر یې تر ۱۸ کالو پورته وي، خو د اسلام له نظره هر هغه شخص چې بلوغ ته ورسیږي، لمونځ او روژه ورباندې فرض شي هغه ته ځوان ویل کیږي.

ځوانان تل د پاک احساس، لوړ انرژي او مثبتې جذبې درلودونکي خلک دي،چې د ټولنې دې طبقې ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه دا ځوانان دي چې په ټولنه کې انقلاب را منځ ته کوي، نو ځکه ځوانان باید پخپل زور او قدرت پوه شي او  د هیواد د پرمختیا لپاره تر ې سالمه ګټه پورته کړي.

ځوانان په ټولنه کې ډیر مسئولیتونه لري، چې ځينې مهم مسئولیتونه یې په لاندې ډول دي:

د هر څه نه مخکې د ټولنې حق ورباندی دی چی تعلیم وکړي ځکه په تعلیم سره یو ځوان کولای شې چې د خپل او د خپل هیوادوالو له حقوقو څخه دفاع وکړي .

یو ځوان باید په ټولنه کې هم خپل او هم د نورو حقوق وپیژني، او د همدې حقوقو په نظر کې نیولو سره د ټولنې د افرادو سره چال چلند وکړي.

هر ځوان د پلار،زوی، ورور، کاکا، ماما، مشر، کشر او ملګري په حیث خپل ځآنګړي مسئولیتونه لري، لکه یو ځوان د پلار په موقف کې خپل اولادونو ته دنفقې د برابرولو او د هغوې د سالمې تربیې مسئولیت په غاړه لري، همدارنګه د زوی په موقف کې هر ځوان مکلف دی تر څو د خپلو والدینو احترام پر ځای کړي.

هر ځوان د ورور په موقف کې کې دا مسئولیت لري تر څو د خپل ورونو په تعلیم، تربیه او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

همدا راز د کاکا، ماما او یو مشر په توګه دا مسئولیت لري تر څو نور ځوانان، خپل خپلوان مثبتې لارې ته رهنمایي کړي.

لکه څنګه چې مخکي مې یادونه وکړه د یو ملګري په حیث هم یو ځوان ځانګړې مسئولیتونه لري ترڅو خپل ملګري، تعلیم، تربیي، د هیواد آبادۍ، زیار او زحمت ایستلو ته وهڅوي.

د یو متعلم او محصل په توګه دا مسولیت لري چې خپل درسونه ووایي او د پوهنتون او ښوونځي په دوران کی نور فعالیتونه وکړي ،د بیلګی په ډول کوښښ دې وکړي چې خپل اړیکې پراخه کړي ،ښه ملګري پیدا کړي ځکه چې ښه ملګري د انسان په شخصیت کی مهم رول لوبولی شي .

که دې ملګری ښه وو نو تا به هم له ځانه سره د ښو کارونو پر لور کش کړي اوکه بد وو نو بدو کارونو ته به دی تشویق کړی .

پورتنیو مواردو ته په کتو سره ویلی شو، چې یو ځوان په هر موقف کې ځانګړي مسئولیتونه لري، نو هر ځوان که غواړي چې د دې هیواد د آبادۍ، سوکالۍ او پرمختیا په برخه کې مثبت رول ولوبوي، او یوه روښانه راتلونکی ولري، باید په هر موقف کې خپل مسئولیت وپیژني او په ایماندارۍ او صداقت سره خپل مسئولیتونه اداء کړي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*