وروستي

حجة الوداع او لدې څخه درسونه او عبرتونه

حجة الوداع او لدې څخه درسونه او عبرتونه حجة الوداع او لدې څخه درسونه او عبرتونه

لیکوال: د. مصطفى السباعي

ژباړن: سلطان محمود صلاح

 حجة الوداع  او لدې څخه درسونه او عبرتونه 

حجة الوداع له بعثت نه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يوازينى حج ؤ چې ادا  کړى يې دى. کله چې خلکو واوريدل چې رسول (صلى الله عليه وسلم په هغه کال کې حج کوي، نو د عربي ټاپو وزمې له هر ګوټ څخه حج ته دومره خلک راټول شول، چې شمير يې د ځينو مؤرخينو په قول ((١١٤)) زرو ته رسيده، فکر کوو چې دا شمير اټکلي دى، که نه نو څنګه وشميرل شول او شمير يې دومره وټاکل شو؟
رسول (صلى الله عليه وسلم) خپله آخرينۍ او مشهوره خطبه وويله، زده کوونکي ته په کار ده چې  دا خطبه زده کړي ځکه چې دا د اسلامي دين اصول او مبادئ بيانوي ددې خطبې په يوه برخه کې راځي:
(( ايها الناس، اسمعوا قولي، لا ادري لعلي لا القاکم بعد عامي هذا بهذا الموقف ابدا)). (اې خلکو خبره مې واورئ کيداى شي له دې کال نه وروسته درسره ونه وينم، پدې ځاى  کې به نور تر ابده درسره ونه ګورم). دا د رسول (صلى الله عليه وسلم) يوه معجزه وه.
((ايها الناس، ان دماءکم و اموالکم عليکم حرام الى ان تلقوا ربکم، کحرمة يومکم هذا، و حرمة شهرکم هذا و انکم ستلقون ربکم فيسالکم عن اعمالکم، وقد بلغت، فمن کانت عنده امانة فليؤدها الى من ائتمنه عليها، و ان کل ربا موضوع، ولکن لکم رؤوس اموالکم لا تظلمون و لا تظلمون، قضى الله ان لا ربا وان ربا عباس بن عبدالمطلب موضوع کله، و ان کل دم في الجاهلية موضوع، و ان اول دمائکم اشع دم ابن ربيعة بن الحارث بن عبدالمطلب، وکان مسترضعا في بني ليث فقتلته هذيل، فهو اول ما ابدا به من دماء الجاهلية.
اما بعد ايها الناس، فان الشيطان قد يئس من ان يعبد بارضکم هذه ابدا، و لکنه ان يطع فيما سوى ذلک فقد رضي به مما تحقرون من اعمالکم، فاحذروا على دينکم. ايها الناس ان النسئ زيادة في الکفر، يضل به الذين کفروا يحلونه عاما، و يحرمونه عاما، ليواطؤا عدة ماحرم الله، فيحلوا ما حرم الله، و يحرموا ما احل الله، و ان الزمان قد استدار کهيئته يوم خلق الله السماوات و الارض، وان عدة الشهور عند الله اثنا عشر شهرا منها اربعة حرم، ثلاثة متوالية و رجب مضر الذي بين جمادي و شعبان. اما بعد ايها الناس، فان لکم على نساءکم حقا، ولهن عليکم حقا، لکم عليهن ان لا يوطئن فرشکم احدا تکرهونه، و عليهن ان لا ياتين بفاحشة مبينة، فان فعلن فان الله قد اذن لکم ان تهجروهن في المضاجع و تضربوهن ضربا غير مبرح، فان انتيهن فلهن رزقهن و کسوتهن بالمعروف، و استوصوا بالنساء خيرا، فانهن عندکم عوان، لا يملکن لانفسهن شيئا، و انکم انما اخذتموهن بامانة الله، واستحللتم فروجهن بکلمات الله.
فاعقلوا ايها الناس قولي، فاني قد بلغت، وقد ترکت فيکم ما ان اعتصمتم به، فلن تضلوا ابدا، امرا بينا، کتاب الله و سنة نبيه، ايها الناس اسمعوا قولي واعقلوه، تعلمن ان کل مسلم اخ للمسلم، و ان المسلمين اخوة، فلا يحل لامرئ من اخيه الا ما اعطاه عن طيب نفس منه، فلا تظلمن انفسکم، اللهم هل بلغت؟)).
اې خلکو ستاسې وينې او مالونه يو پر بل باندې د نننۍ ورځې  او دې مياشتې د حرمت په شان تر هغې پورې حرام دي  تر څو له خپل خداى (جل جلاله) سره مخامخ شئ (تر ابده حرام دي) تاسې له خپل خداى (جل جلاله) سره مخامخ کيدونکې ياست بيا به درڅخه ستاسې د عملونو پوښتنه کوي، پداسې حال کې چې مخکې به رسيدلى وي، که  له چا سره امانت وي خپل څښتن ته يې دې وسپاري، ټول سود لغوه دى، خو ستاسې لپاره  خپل اصلي مال دى، مه ظلم کوئ (ډير مه اخلئ) او نه دې ظلم درباندې وشي (کم دې نه درکوي)، خداى (جل جلاله) فيصله کړې چې سود دې نه وي، نو د عباس بن عبدالمطلب ټول سود لغوه اعلانوم، د جاهليت ټول خونونه (وينې) لغوه دي، لومړنى خون چې لغوه يې اعلانوم هغه د ابن ربيعة بن حارث بن عبدالمطلب  (وينه) خون دى، نوموړى په بني ليث کې شيدې رودونکى ؤ چې هذيل وواژه، او دى لومړنى کس دى چې د جاهليت له خونونو (وينو) نه يې خون لغوه کوم، لدې وروسته، اې خلکو، شيطان بالکل نا اميده شويدى چې نور به يې دلته ستاسې په ځمکه کې عبادت وشي، خو که لدينه پرته په نورو داسې شيانو کې يې اطاعت وشي چې تاسې يې کم شميرئ نو بيا هم راضي دى، د دين په هکله ډيره توجه وکړئ. اې خلکو (نسيه) د کفر زيادښت دى، کافران ورباندې ګمراه کيږي چې يو کال يې روا بولي او بل کال يې ناروا، تر څو د خداى له خوا ټاکل شوې موده پرې پوره کړي، نو پدې سره دوى حرام حلالوي او حلال حراموي، زمانه بيرته هغه حالت ته راګرځي لکه چې خداى (جل جلاله) په کومه ورځ آسمان او ځمکه پيدا کړې وه د کال د مياشتو شمير د خداى په نزد ((١٢)) مياشتې دى، چې څلور يې حرامې دي، درى يو په بل پسې او څلورمه يې رجب ده چې د شعبان او جمادي تر مينځ ده.
اي خلکو! تاسې پخپلو ښځو او، هغوى پرتاسو حقوق لري، ستاسې حق دا دى چې هغوى داسې چاته ځاى ورنکړي چې ستاسې نه خوښيږي، او بدکاري ونکړي، که يې چيرته داسې وکړل نو خداى (جل جلاله) اجازه درکړى چې ځاى يې وربدل کړئ او ويې وهئ خو ډير کلک نه، نوکه له خپل کار نه يې لاس واخيست بيايې نفقه او جامې په ښه اندازه سره ورکوئ، د ښځو په هکله د خير نصيحت وکړئ، هغوى ستاسې سره دي، څه يې د وسه ندي پوره، خو تاسې هغوى د خداى په امانت سره اخيستى، او په کلمات الله باندې مو د هغوى فرجونه حلال ګرزولي دي.
اې خلکو! زما په خبرو ځان پوه کړئ، ما درته اعلان کړه، تاسې ته مې داسې شى پرې ايښي که منګولې پرې ولګوئ کله به هم ګمراهان نه شئ، هغه ډير روښانه امر دى چې عبارت له قرآنکريم او سنت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) څخه دى، اې خلکو! زما خبره واورئ او ځان پرې پوه کړئ، پوه شئ چې هر مسلمان د بل مسلمان ورور دى، مسلمانان ټول سره وروڼه دي، د يوه ورور هيڅ شى بل ته ندى روا مګر چې په خپله خوښه يې ورکړي، په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ، يا خدايه! آيا ما ستا حق خبره ورسوله؟
په حجة الوداع کې لومړى شى چې د توجه وړ دى هغه د دومره زيات شمير خلکو راټوليدل دي، دا ټول خلک درويشت (٢٣) کاله مخکې مشرکين وو، خو نن ټول په رسول (صلى الله عليه وسلم) باندې مؤمن، او امر منلو ته يې ولاړ سپاهيان دي، هو همدا خلک وو چې مخکې يې د رسول (صلى الله عليه وسلم) دين نه مانه، د توحيد لار ته بلنه ورته عجيبه غوندې ښکاريده او دا خبره چې د دوى عقلونه او پلرونه به يې رټل او غندل ډيره بده ورته بريښيده، حتى چې ځينو خو يې د رسول (صلى لله عليه وسلم) په خلاف ډيرې توطئې جوړې کړې، د هغه د وژلو ارادې يې وکړې، په تورو يې وواهه او په غشو يې وويشت،  خو نن يې د هغه (صلى الله عليه وسلم) د فرمان په وړاندې  د اطاعت سر ځوړند نيولى دى، نو که دا پوښتنه وشي چې پدې دومره لنډه موده کې دا دومره لوى انقلاب څنګه راوستل شو؟ او رسول (صلى الله عليه وسلم) څنګه وکولاى شو چې دا دومره زيات خلک له شرک، بت پرستۍ، نفاق، کفر او جاهليت څخه د توحيد، يووالي، او پيوستون په لور بوزي؟ او څنګه وتوانيده چې دا پروني له دښمنۍ نه ډک زړونه نن  له مينې او محبت نه مالا مال کړي؟ ښکاره ده  چې که يو کس هر څومره ذکي، د پوهې خاوند، سياستمدار او د قوي  شخصيت درلودونکى وي نه شي کولاى په يوازې صورت  حتى چې په سلهاوو کلونو کې هم دومره لوى انقلاب راولي، خو د پورتنۍ پوښتنې ځواب پدې سره کيږي چې ووايو دا ټول د رسالت برکت ؤ، له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره آسماني مرستې وې، الله ( جل جلاله) يې مل ؤ او دا انقلاب دده د هغه دين معجزه وه، کوم چې الله (جل جلاله) په همدې سره په بشريت باندې نعمتونه پوره کړيدي، خپل رسالت يې ورباندې پاى ته رسولى دى او اراده يې کړيده چې په همدې دين سره سرګردان امت، له بدبختۍ نه نيکبختۍ ته بوزي، د هدايت په لاره يې برابر کړي، سترګې او زړونه يې د حق په نور روښانه کړي، د امتونو قيادت ور وسپاري د تاريخ مخه ورباندې بدله کړي، او بيا د همدې امت په لاس د انسان ذلت ختم کړي او د ذلت په بدله کې ورته حکمت، هدايت او نيکمرغي ورکړي.
((١١٤)) زره خلک پرون له همدې دين او همدې رسول (صلى الله عليه وسلم) نه منکر وو، خو نن ټول ورته لاس په نامه ولاړ دي، پرون يې ټول په ضد جنګيدل خو نن ورنه دفاع کوي، پرون يې زړونه له کينې چاودل، خو نن يې له محبت سره بل محبت نه ځايږي_ دا ټول کارونه په همدې (٢٣) کلونو کې وشول، نو بيشکه چې دا  د حق او مبين الله ( جل جلاله) فضل او کرم دى هغه ( جل جلاله) له شرک او شريک نه لوړ او پاک ذات دى، د هغه رسول (صلى الله عليه وسلم) هم له هغه څه نه چې مشرکان يې ورپسې تړي پاک او مبرا دى.((سبحان ربک رب العزة عما يصفون، وسلام على المرسلين و الحدلله رب العالمين)).
پدې حج کې د توجه وړ دوهم مهم ټکى  د رسول (صلى الله عليه وسلم) قوي او محکمه خطبه ده، هغه چې خلکو ته يې واوروله او په همدې خطبه کې يې د خپل قيادت او رسالت له اتمام او بري نه وروسته داسې اصول او مبادئ اعلان کړل چې  د دعوت په بيل کې د اعلان شوو اصولو او مبادئو تائيد يې کاوه، ځکه دا هماغه اصول وو کوم يې چې هغه ورځ اعلان کړي وو چې بل څوک ورسره نه وو ملګري، کمزورى ؤ، نو دا داسې اصول دي چې په کمزورۍ او قوت، جنګ او صلحه، ماتې او بري، فقر او شتمنۍ کې بدلون نه مومي، بلکه په هر وخت او هر حال کې يو شان وي او همداسې به پاتې وي. په داسې حال کې چې د اوسنيو او پخوانيو دنيوي رهبرانو داسې عادت وي چې خپله عقيده او اصول بدلوي، کمزوري او قوت ورباندې اثر کوي، وسائل او اهداف يې بدلون مومي، يعنې داسې وي چې د کمزورۍ  په ورځ د راهب جامې اغوندي، خو د زور او قوت په ورځ د ليوه غاښونه ږدي.
 ددې توپير سبب يوازې او يوازې دا دى چې دا ټول د مصلحت هغه هم د شخصي مصلحت رسولان دي، خو محمد (عليه السلام) د الله رسول دى، د مردارۍ په سرد تاويدونکي او د نور په درياب کې د لامبو وهونکي تر مينځ ډيره فاصله او لوى توبير دى، څوک چې د ځان لپاره کار کوي، په هيڅ وخت کې له هغه چاسره ندى برابر کوم چې د انسانيت لپاره خولې تويوي.  لنډه دا چې د رحمان د ملګرو او د شيطان د ملګرو تر مينځ د ځمکې او آسمان فرق دى:
((اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنْ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمْ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنْ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ)). (البقره: ٢٥٧)
(کوم خلک چې ايمان راوړي د هغو ملاتړ او مرستندوى الله دى او هغوى له ترږميو نه رڼا ته راباسي او کوم خلک چې د کفر لاره غوره کړي، د هغو ملاتړ او مرستندويان طاغوتان دي او هغوى له رڼا نه  د ترږميو لوري ته را کاږي دا کسان دوزخ ته ورتلونکي دي، هلته به تل اوسيږي).
 
 
ماخذ: درسونه عبرتونه (السيرة النبوية دروس وعبر)
لیکوال: د. مصطفى السباعي
ژباړن: سلطان محمود صلاح
خورونکی: د القلم د ژباړي او څيړنې خپرندويه اداره

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*