وروستي

(د حنين غزا: ( درسونه عبرتونه

(د حنين غزا: ( درسونه عبرتونه (د حنين غزا: ( درسونه عبرتونه
لیکوال: د. مصطفى السباعي
ژباړن: سلطان محمود صلاح

 (د حنين غزا: ( درسونه عبرتونه 

کله چې الله (جل جلاله) مکه د خپل رسول  (صلى الله عليه وسلم) او  مسلمانانو په لاس فتحه کړه، او پدې سره د قريشو يوويشت کلنى مقاومت ختم شو، نو د هوازن خلک  له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره د جګړې لپاره راټول شول چې په نتيجه کې د هوازن غزا وشوه. ابن هشام دا غزا په مفصله توګه بيان کړيده، ليکن مونږ دلته يوازې ددې جګړې نه اخيستل شوي درسونه داسې بيانوو:
١- د مالک بن عوف غرور، د سياست مينه، پخپله رايه ټينګار او فخر ددې سبب شول چې د دريد بن الصمۀ نصيحت ته غوږ کينږدي ځکه ده خيال کاوه چې هغه يو قوي، بياوړى، او منلى ځوان دى، نو څنګه د يوه زاړه او کمزوري سړي نصيحت ومني، خو که د دريد نصيحت يې منلى واى، نو خپل قوم به يې له دومره لوى مالي زيان او د ښځو د اسارت له لوى شرم نه ساتلى وى، خو کبر او د قدرت حرص ملتونه د نيستۍ کندې ته اچوي، عاقبت يې خرابوي او هميشنى تاوان يې په برخه کوي. دده غرور او کبر ددې اجازه ورنکړه چې هغه اسلامي قوت ته تسليم شي کوم چې قريش يې وروسته له ډيرو مقابلو او آزميښتونو ځانته ايل کړل، ګمان يې کاوه چې ګوندې پدې دومره زياتو سپاهيانو او مالونو سره به نوي اسلامي قدرت ته ماتې ورکړي او پدې  مادي ساز او برګ سره به د روح، اهدافو او تنظيم له لحاظه پياوړى او اوچت برج ونړولى شي!! نوموړى دومره غرور لاندې کړى ؤ چې له ځان سره يې د قوم ښځې او ټول  مالونه هم د جنګ ميدان ته وايستل تر څو څوک تيښتې ته زړه ښه نه کړي، خو د دريد هغه نصيحت يې هير کړى ؤ چې ورته ويلي يې وو: ماتې خوړلى سړى هيڅ شي هم نه شي راټينګولى، هغه لدې هم نه ؤ خبر چې  مسلمانان د بري راز الهي قوت او نصرت بولي، په مال او شمير باندي حساب  نه کوي، هغوى  په جبار او عزيز الله (جل جلاله) اتکاء لري، د همغه (جل جلاله) د جنت او بري وعده يې په سترګوکې وي، هسې ندي چې د خپل ځان، ښځو او مال ساتنې مينه دې د هغوى د بري سبب وي، بلکه د هغوى د بري او نه تسليمدو علت او سبب د الهي ثواب طمعه، او د جهاد له ميدان نه د تيښتيدلو لپاره له وعده کړى شوي عذاب نه ويره ده.
((وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلاَّ مُتَحَرِّفاً لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنْ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ)).( الانفال: ١٦)
څوک چې په داسې موقع کې شا واړوي مګر دا چې د جنګي تاکتيک په ډول داسې وکړي يا له کوم بل پوځ سره د يوځاۍ کيدو لپاره نو هغه به د الله (جل جلاله) په غضب اخته شي، د هغه استوګنځى به دوزخ وي او هغه د ورګرځيدو ډير ناکاره ځاۍ دى.
په جګړه کې مالک او قوم يې ماتې وخوړه، د غرور جزا يې يوازې ده ته نه بلکه قوم ته يې هم ورسيده، دا ځکه چې قوم يې دده خبره منلې وه. مالک هغوى ته د سرغړونې په صورت کې د مرګ  د جزا اخطار ورکړى ؤ هغوى له ويرې دده اطاعت وکړ، خو که هغوى د خپل سپين ږيري او تجربه کار مشر خبره منلى واى دا ځوان يې د غرور له غونډۍ نه لږ را کوز کړى وى نو بيا به يې دا حال نه واى ليدلى.  هغوى ددې مغرور ځوان (مالک) له قهره وويريدل، خو که هغوى له ځانه دا پوښتنه کړى واى چې که دا ځوان په قهر شي نو څه به وشي؟ ځواب به دا ؤ چې پدې  صورت کې به دوى خپل مشر له لاسه ورکړي، خو که دا وشي نو بيا؟ آيا د يوه مستبد او مغرور رهبر ژوند د ټول قوم او قبيلې له ژوند سره برابر دى؟الله تعالى په قرآنکريم کې  د مغرورو مشرانو او رهبرانو هوا او هوس ته له ډله ايزې تسليمۍ نه مونږ منع کوي او ددې کار د نتيجې په هکله تحذير فرمايي:(( فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْماً فَاسِقِينَ(54) فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ (55) فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفاً وَمَثَلاً لِلآخِرِينَ)). (سوره الزخوف: ٥٤ / ٥٦)
(هغه خپل قوم سپک وګاڼه او هغوى د هغه اطاعت وکړ، په حقيقت کې هغوى فاسقان خلک وو په پاى کې  چې کله هغوى مونږ په غوسه کړو نو مونږ له هغو  نه غچ واخيست او هغوى مو ټول يوځاى غرق کړل او د وروستيو نسلونو لپاره مو اسلاف او د پنداخيستلو يوه  نمونه وګرځول).
٢- له مشرک (صفوان) نه درسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د سلو زغرو او کافي وسلې په استعاره اخيستل له يوې خوا د جنګ لپاره د پوره تيارۍ او آمادګۍ وجوب ثابتوي، او له بلې خوا له کفارو نه د وسلې پيرودل او استعماره اخيستل هم روا بولي، خو پدې شرط چې دا کار د کافر د قوت او لوړوالي سبب نه شي او دا د مسلمانانو د ضرر او تکليف وسيله هم ونه ګرزوي. رسول (صلى الله عليه وسلم) دا وسله له صفوان نه د مکې له فتحې وروسته په استعاره واخيستله، هغه وخت چې صفوان دومره کمزورى ؤ چې پر رسول (صلى الله عليه وسلم) باندې يې د کوم شرط ايښودلو جرات قدرې هم نه درلود، ددې خبرې دليل دا خبره ده چې هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) د غوښتنې په ځواب داسې وويل: اې محمده (ص)! آيا زما وسله غصب کوې؟ رسول (صلى الله عليه وسلم) ځواب ورکړ:  ((نه وسله دې په عاريت اخلم، بيرته به يې درکوو)).
لدې پيښې نه د مسلمانانو د کرامت او عظمت يوه بله نښه هم څرګنديږي او دا ښيي چې مسلمانانو له خپلو مات شوو دښمنانو سره څومره ښه او نيکه رويه درلوده، که چېرې رسول (صلى الله عليه وسلم) غوښتى وى چې دا وسله له صفوان نه غصب کړي، له وسه يې پوره وه، صفوان هيڅ هم نه شواى ورته ويلاى، خو د نبوت نور دى چې د بري په وخت له ماتو شوو سره دا رنګه معامله کوي، دښمن چې د تسليمۍ سر په ځمکه ږدي وسله غورځوي، نو مال ته يې څوک نه ګوري، تاريخ په ياد نلري چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه د مخکې او يا وروسته چا دا ډول نيکه معامله کړې وي. له ماتې خوړليو دښمنانانو سره د اسلامي بريالي پوځ هميشنۍ نيکه رويه او د هغوى پر مالونو، حقوقو او عزتونو باندې د برلاسۍ په وخت کې د برياليو لښکرو انساني کړه زمونږ د تيرې خبرې ښه دليل دى. ((…وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ)).  ( الاحزاب: ٤) (خو الله حقه خبره کوي اوهماغه د سمې لارې ښودنه کوي).
٢- د حنين په جګړه کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د لښکر شمير دوولس زره کسه و، چې لس زره يې انصار، مهاجرين او مدينې ته له نژدې قبيلو څخه وو چې دوى ټولو د مکې په فتحه کې هم ګډون درلود او پاتې دوه زره نور هغه کسان وو چې د مکې له فتحې وروسته  مسلمان  شوي وو او زياتره يې لا داسې وو چې تر اوسه يې ايمان په زړه کې نه ؤ پوخ شوى او ځنې يې لا داسې هم ؤ چې هغه وخت يې ايمان راوړى ؤ کله چې له خپل بري نه بالکل او پوره نا اميده شوي وو، لنډه دا چې پدې  لښکر کې هغه ريښتني مسلمانان چې ځان او مال يې د الله (جل جلاله) د دين د عزت او بري په لار کې په خداى (جل جلاله) پلورلى ؤ هم شريک وو او هغه نوي او کمزوري مسلمانان هم او حتى هغه نوي مسلمانان چې د خپلوانو د مرګ له بدل اخيستلو نه مخکې د غم او درد په شپو کې پداسې حال کې مسلمان شوي وو چې زړونه يې د اسلام له دښمنۍ او د اسلام د برياليتوب له درده ډک وو، نو لښکر د معنى او معنوي قوت له پلوه ټول يو شانته نه ؤ، د  ټولو افرادو د جنګ هدف هم يو نه ؤ، ځکه ځينو غنيمت او مال غوښته، نو په جنګ کې ددې لښکر ماتې کومه عجيبه خبره نه وه او له همدې امله رسول (صلى الله عليه وسلم) کله چې د ورسره خلکو ډيرښت وليد ويې فرمايل: ((لن نغلب اليوم من قلة))[1] نن د شمير د کمښت له پلوه ماتې نه خورو. يعنى د دومره لوى لښکر د ماتې سبب يوازې معنوي امور کيداى شي، د هغوى ماتې او  برى تر ايماني او روحاني قوت او د هغوى تر اخلاص او سرښندنې پورې تړلى دى. رسول (صلى الله عليه وسلم) دلته يوه عظيمه قاعده کيښوده چې فرمايي: د بري سبب د شمير زياتوالى او د وسلې ډيرښت او قوت ندى،بلکه د بري سبب معنوى قوت دى  چې د جنګيالانو زړونه په شور او شوق راولي، فداکارۍ او سرښندنې ته يې هڅوي، قرآنکريم هم د اقاعده په څو ځايونو کې تائيد کړيده، فرمايي:
((…كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ)).(البقره: ٢٤٩)
(ډير ځله داسې شويدي چې يو وړوکى ټولګى د الله په امر پر يوې لويې ډلې برلاسى شويدى الله د صبر کوونکو ملګرى دى).
هغه آيتونه چې لدې غزا نه وروسته نازل شوي، په ډيره څرګنده توګه دا مطلب تشريح کوي:
((…وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئاً وَضَاقَتْ عَلَيْكُمْ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ (25) ثُمَّ أَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُوداً لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ)). (التوبه: ٢٥، ٢٦)
(او اوس د حنين د غزا په ورځ (به تاسې د هغه ملا تړ ليدلى وي) په دې ورځ تاسې د خپل شمير په زياتوالي غره وئ خو هغه ستاسې هيڅ په کار رانغى او ځمکه له خپل پراخوالي سره سره پر تاسې تنګه شوه او تاسې شا واړوله وتښتيدئ بيا الله خپله ډاډينه پر خپل پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) او پر مؤمنانو باندې نازله کړه او هغه لښکر يې راکوز کړ چې تاسې نه ليده او د حق منکرانو ته يې سزا ورکړه چې همدا د هغو خلکو له پاره بدله ده چې له حقه منکر شي).
٤- يو ځل  ځنې مسلمانانو چې جنګ ته روان ؤ رسول (صلى الله عليه وسلم) ته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مونږ ته هم د دوى په شان ذات انواط (چې شيان پرې ځړيږي. جوړ کړه، رسول (صلى الله عليه وسلم) په ځواب کې وفرمايل: ((قسم په خداى چې ستاسې دا قول د موسى (عليه السلام) د قوم د هغه قول په شان دي چې ويلي يې ؤ:
((…اجْعَل لَنَا إِلَهاً كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ)).
(الاعراف ١٣٨). (زمونږ لپاره دغسې معبود جوړ کړه لکه چې د دې خلکو معبودان دي، موسى وويل: تاسې ډيرې د ناپوهۍ خبرې کوئ). ((دا لارې او طريقې دي، تاسې هم  د پخوانيو په لارو ځئ).
د رسول (صلى الله عليه وسلم) پدې قول کې دېته اشاره ده چې دا امت به هم د نورو امتونو تقليد او پيروي کوي، خو دا لارښوونه لدې ډول تقليد نه نهي فرمايي او دا په ډاګه کوي چې دا ډول تقليد  له جاهل نه پرته د بل چا کار ندى،  هغه امتونه چې ښه او بد، ګټه او تاوان پيژني هميشه په خير پسې ځي، له فساد او بدۍ نه ځان ژغوري او د تاوان په لار يو قدم هم نه ږدي که څه هم  ډير امتونه پرې تللي وي. هر څوک چې  له تفکر او تعقل نه پرته په کومه خوا لاړ شي او يا تللى نو حتما د خطا مرتکب شوى او ځان يې د جاهلانو په قطار کې درولى دى. الله (جل جلاله) د دا ډول جاهلانو په هکله فرمايي: ((انکم قوم تجهلون)) تاسې جاهل قوم ياستئ‌. په ځان باور درلودونکى، عزيز او پخپلو حقه مبادئو باندې مطمئن امت کله هم په نورو پسې پداسې لار نه ځي چې له اصولو سره يې ټکر خوري او د تاوان بوى پکې وي، په پټو سترګو تقليد کوونکى امت، هميشه دکمزوري شخصيت او پريښانه فکر خاوند وي هغه د نيستۍ او حيرانتيا په دام کې راګير شوى امت بلل کيږي، او دا هغه ګمراهي او جهالت دى چې الله (جل جلاله) د خپل رسول (صلى الله عليه وسلم)، کتاب او شريعت پواسطه مونږ ورڅخه خلاص کړي يو. د اصلاحي دعوتونو په وړاندې علم او جهل د قرات (لوستلو) او امي توب  (نه لوستلو) معنى نلري بلکه هغه علم هدايت او جهل ګمراهۍ ته وايي، هغه امت چې خپله ګټه او تاوان سره بيلولى شي، هغه يو عالم امت دى که څه هم امي وي (ليک او لوست يې نه وي زده) او هغه امت چې د نيکۍ لاره نه  پيژني هغه يو جاهل امت بلل کيږي که څه هم ډير علوم يې زده وي او زيات ثقافتونه وپيژني….
هغه شى چې امتونه يې له لارې ايستلي او لګيا دي وباسي يې هغه يوازې او يوازې د هغوى په عقلونو باندې د جاهليت حاکميت دى، تاريخ وپوښتئ چې يوناني او روماني تمدن چا له مينځه يووړ، ځواب يې خوا مخواه دا دى چې هغه د جهالت د خوريدو او حاکميت په واسطه له مينځه لاړل، تقليد کوونکي جاهل دي، که هر څو زده کړه وکړي، هغوى واړه دي که هر څو لوى شي او تر هغه به جاهل او واړه پاتې وي تر څو لدې بلا نه آزادي واخلي.
٥- د حنين په جګړه کې کله چې اول ځل مسلمانان تيت و پرک شول او رسول (صلى الله عليه وسلم) يوازې په ميدان پاتې شو، د عثمان زوى شيبة دا خيال وکړ چې ګوندې اوس به د احد په جګړه کې د خپل وژل شوي پلار انتقام واخلي، شيبه پخپله ويلي: کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) ته ورنژدې شوم تر څو ويې وژنم، يو څه شى مې مخې ته راغلل چې زړه مې يې ونيو، ونه توانيدم خپل هدف لاسته راوړم، نو پوه شوم چې هغه (صلى الله عليه وسلم) له ما نه ساتل شويدى.
دا ډول پيښې په سيرت کې ډير ځله ليدل شويدي، له ابو جهل سره هم او له نورو سره هم په مکه کې دا ډول واقعې شويدي او همدا راز په مدينه کې هم، نو دا ټولې پدې دلالت کوي چې الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) ته دومره هيبت او عزت ورکړى ؤ چې د هغه (صلى الله عليه وسلم) د قتل تږي به ورنژدې کيداى هم نه شواى او دا پخپل وار د هغه (صلى الله عليه وسلم) د رسالت د حقانيت يو بل قوي دليل دى او د دې خبرې شاهدي ورکوي چې الله (جل جلاله) د خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) د ساتنې فيصله کړې وه او تر هغې يې هغه ته د ژوند نعمت  ورکړ  تر څو خپل رسالت خلکو ته په کامله توګه ورسوي، خپل امانت ادا کړي او د عربو ټاپو وزمه له جاهليت نه آزاده کړي او د همدې ټاپو وزمې زامن نړۍ ته د معلم، مهذب او ناجي په حيث وړاندې کړي. که له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره الهي حمايت او ساتنه نه واى نو مشرکانو  به د دعوت په لومړيو شپو کې هغه (صلى الله عليه وسلم) له مينځه وړى واى، بيا به دا دين نه ؤ تکميل شوى او مونږ ته به ددې رسالت نور او رڼا نه وه رارسيدلې او بيا به دا د عظمت او وقار نه ډک تاريخ نه واى، هغه تاريخ چې ټول انسانيت يې له بدبختۍ، جهل او وحشت نه آزاد کړ او د اسلام نور يې وځلاوه، د ظلم او زور حاکمان يې ختم کړل. لنډه دا چې عدل راغى او باطل لاړ او دا ټول د الله (جل جلاله) له خوا د خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) د ساتنې  له برکته تر سره شول، الله خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) تر هغې پورې وساته تر څو يې خپل امانت او رسالت په پوره امانتدارۍ او ايماندرۍ سره په کامله توګه ادا کړ، څرګنده ده چې الله (جل جلاله) په خپل رسول صلى الله عليه وسلم زيات فضل او مهرباني کړې. ((…وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيماً)).( النساء: ١١٣)
(پر تا پاندې اې (رسول) د الله لويه مهرباني او لوى فضل دى).
 همدا راز د رسول (صلى الله عليه وسلم) فضل او مهرباني هم پر بشريت لويه او بې کچې ده، ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ)). ( الانبياء: ١٠٧).(ته مو د عالم لپاره رحمت استولى يې).
په همدې ترتيب د حق د داعيانو نجات اود دښمنانو له فريب او مکر نه د هغوى ساتل، د هغه الهي فضل او مرحمت دوام دى چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) په حمايت باندې شروع شويدى، نو داعيانو ته په کاره ده چې هميشه د الله (جل جلاله) دربار ته پناه يوسي، د هغه عزت او حکومت (قدرت) د ځان لپاره کافي وبولي او پدې کلک باور ولري چې الله (جل جلاله) له دوى سره دى، خو لدې ټولو سره سره به تدبير او توجه له ياده نه باسي. داعي بايد ايمان ولري چې که الله (جل جلاله) وغواړي يو څوک د هدايت له دښمنانو نه وساتي نو هيڅ قدرت ورته ته څه زيان نشي اړولى، ساتنه يوازې د الله (جل جلاله) په قدرت کې ده  کاميابي او ناکامي يوازې د الله (جل جلاله) له لوري ده الله (جل جلاله) چې څه وغواړي هغه کوي. (( إِنْ يَنْصُرْكُمْ اللَّهُ فَلا غَالِبَ …)). (آل عمران:١٦٠). (که خداى مو مرسته وکړي نو هيڅوک غلبه نشي درباندې موندلى).
نو داعي بايد له چا نه ويره ونلري، له حق نه پښه بيرته کېنږدي او په الهي تائيد او نصرت دومره باوري وي چې مادې لويې قواوې يې تر سترګو هيڅ راشي.((وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ)). (الروم : ٤٧)
(د مؤمنانو نصرت  زمونږ په غاړه دى).
((إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ فِي الأَذَلِّينَ (20) كَتَبَ اللَّهُ لأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ)).( المجادله: ٢٠-٢١)
(هغه خلک په باوري ډول له ډيرو ذليلو مخلوقاتوڅخه دي چې د الله اود هغه د رسول مقابله او دښمني کوي، الله ليکلي دي چې زما پيغمبران به ارو مرو برلاسي شي).
خو دا ددې معنى هم نلري چې ځنې داعيان او اصلاح غوښتونکې به د دښمنانو په لاس نه وژل کيږي، او يا به هغوى ته هيڅ ډول آزار هم نه رسيږي،ماتې به نه ويني، بلکه مرګ حق دى د آدم (عليه السلام) اولاد ټول مري، د چا لپاره چې د ظالمانو په لاس وژل مقرر شوي وي نو دا ډول مرګ د هغه لپاره عزت او کرامت دى، د الله (جل جلاله) په لار کې هر ډول مرګ شهادت دى، د دعوت په لار کې هر راز کړاو شرف دى او د اصلاح په خاطر هره آزموينه وياړ دى ا و يادګار: ((… ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلا نَصَبٌ وَلا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلا يَطَئُونَ مَوْطِئاً يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلاً إِلاَّ كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللَّهَ لا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)).   ( التوبة: ١٢٠)
(ځکه چې داسې به هيڅکله نه وي چې هغوى د الله په لاره کې د لوږې، تندې، او بدني تکليف څه کړاو وگالي او د حق د منکرانو چې کومه لاره بده ايشي هغوى پرې کوم ګام واخلي او له کوم دښمن څخه (چې له حق سره يې دښمي وي) څه غچ واخلي او دهغه په بدل کې هغو ته يو نيک عمل و نه ليکل شي دا باوري ده چې د الله په وړاندې د نيکانو د خدمت حق نه ضايع کيږي).
٦- مؤمنان د جګړې په پيل کې د دښمن له يوه داسې کمين سره مخامخ شول چې د هغه په سبب د مجاهدينو ليکې وشليدې له رسول (صلى الله عليه وسلم) څخه يوې خوا بلې خوا ته لاړل، رسول (صلى الله عليه وسلم) له يوې کمې ډلى سره د جنګ په ميدان کې ولاړ ؤ او فرمايل يې: ((الي ايهاالناس، هلموا الي، انا رسول الله انا محمد بن عبدالله)). ((اې خلکو، زما خوا ته راشئ، زه د الله رسول يم، زه محمد د عبدالله زوى يم). خو خلکو دده آواز وا نه وريد نو له عباس (رضي الله عنه) څخه يې وغوښتل چې خلکو ته غږ کړي، هغه (رضي الله عنه) پخپل لوړ آواز وويل: اې انصارو! هغوى هم ځواب ووايه: لبيک، لبيک هر چا شروع وکړه چې د  رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په لور په ډيره چټکۍ سره لاړ شي کوښښ به يې کاوه چې خپله اوښه راوګرزوي، خو که نه به يې شواى کولاى، نو زغره به يې اخيسته په غاړه کې به يې اچوله، توره او سپر به يې اخيست، له اوښې  به راکښته  کيده، لار به يې نيوه، په آواز پسې به تله تر څو به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ورسيده…. تر دې چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) په شا او خوا کې سل کسه راټول شول جنګ يې پيل کړ او بريالي شول.
پدې موقف کې ډير داسې پندونه او درسونه دي چې بايد د حق داعيان او سپاهيان پکې زيات دقت او تامل وکړي، يو دا چې په جګړه کې د ماتې سبب کيداى شي د ځينو افرادو عقيدوي کمزوري وي، هغوى به د اخلاص په ښکلې جامه نه وو ملبس، د دعوت په لار کې به يې سرښندنې ته تياري نلرله او دا هم راښيي چې د قائد (مشر او رهبر) ثبات، قوت، جرات او په الله (جل جلاله) باندې کلک باور ماتې په بري بدلوي کم زړو ته قوت او قاطعيت بښي همدا راز په سختو حالاتو کې د فداکارو، مخلصو، او غيرتمنو اتباعو له قائد سره ملګرتيا هم ماتې په بري بدلولاى شي. وموليدل چې د جګړې په پيل کې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره دومره کم شمير خلک پاتې ؤو ، چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د غږ رسيدو او اوريدو نه وروسته يې شمير سلو ته ورسيد، خو بيا هم د دوى استقامت او ثبات د جګړې وضعه بدله کړه، د الله (جل جلاله) نصرت د دوى په برخه شو، دښمنان مات شول. هر څومره چې قائد او عسکر ددې خبرې ياد او اعلان کوي چې مونږ په حق يو، الله (جل جلاله) له ريښتينو مسلمانانو سره دى په همغه اندازه د هغوى معنويات اوچتيږي  د قربانۍ او سرښندنې ميدان ته په سړه سينه وړاندې کيږي د رسول (صلى الله عليه وسلم) دا قول چې فرمايي: ((انا رسول الله)) (زه د خداى رسول يم).
او د اين هشام په روايت کې دي چې فرمايي:((انا النبي لا کذب، انا ابن عبدالمطلب)). (په رښتيا چې زه نبي يم، زه د عبدالمطلب زوى يم). دا پدې دلالت کوي چې هغه (صلى الله عليه وسلم) د رسالت په دعوى او د خپل رب په نصرت باور درلودلو کې رښتينى ؤ. همدا راز رهبر ته په کار ده چې هميشه له مشکلاتو او کړاوونو سره کلکه مقابله وکړي، په خپل ځان پوره باور ولري  د پناه ځاى يې يوازې د خداى (جل جلاله) دربار وي، له الهي تائيد او مرستې نه پوره ډاډه وي ځکه په هدف باندې د قائد باور، د رسالت او عمل په هکله د  هغه اطمينان او اعتماد، د دعوت په بري او د خلکو په راټولولو کې لوى اثر او رول لري، همدا ډول دا راز باور له انسان نه د غم پيټى کوزوي او د مشکلاتو مقابلې ته يې تياروي.
٧- د ام سليم بن صلحان دريز او موقف د صدر اسلام له افتخاراتو څخه يو فخر دى، ام سليم پدې جګړه کې له خپل ميړه ابي طلحه سره يو ځاى وه، سره لدې چې حامله هم وه خو خپله ملا يې کلک په ټکري تړلې وه، ابي طلحه ورسره ؤ يو وخت فکر ورسره پيدا شو چې هسې نه دا اوښ ضايع نه شي، نو سمدلاسه يې د اوښ د پړي په هغه حلقه کې لاس ورکړ کومه چې د مهار سره يو ځاى د اوښ په پزه کې اچول کيږي، پدې وخت کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) نظر پرې ولګيد ويې فرمايل: ام سليم يې؟ ويې ويل: هو يا رسول الله، مور او پلار مې  درنه قربان، زه له هغو کسانو سره چې د تا له څنګ نه تښتي داسې جنګ کوم لکه ته يې چې له تا سره د جنګيدونکو خلکو په خلاف کوې، ځکه هغوى دهمدې وړ دي. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: ((او يکفي الله يا ام سليم!)). (الله جل جلاله کافي دى، يا ام سليم!). له ام سليم سره خنجر ؤ ميړه يې (ابو طلحه) پوښتنه ترې  وکړه دا خنجر څه کوې؟ ويې ويل دا خنجر مې ددې لپاره اخيستى چې که چېرې کوم مشرک را نژدې شو، نو پدې سره به يې خيټه ورڅيرې کړم. ابو طلحه ددې خبرې په اوريدو سره تعجب وکړ ډير خوښ شو او د رسول (صلى الله عليه وسلم) توجه يې هم ددې خبرو خوا ته راواړوله.
مسلمانه ښځه د داسې عظمت خاونده وه، او لازمه هم ده چې د همدومره عظمت څښتنه وي، هغه وخت مسلمانه ښځه ډيره غيرتي وه، په جګړه کې يې ګډون کاوه او ديته تياره وه چې که اړتيا وليدله شي او يا دښمن ورنژدې شي نو تورې چلوي، تر څو بندي  نه شي، اسلامي تاريخ پخپل لومړني دور کې د مسلمانې ښځې کارنامې په زرينو کرښو ليکلې دي، د هغې فداکاري، غيرت او عزت يې پخپل زړه کې ساتلى، او په قاطعيت سره د متعصبو او مستشرقينو او نورو غربيانو  دا نظر چې وايي اسلام ښځې ته په سپک نظر ګوري ردوي. هغوى تور لګوي چې اسلام ښځې ته خپل حقوق نه ورکوي، حتى ځنې يې دومره دروغ وايي چې ادعا کوي او وايي اسلام ښځې ته د جنت حق هم ندى ورکړى، که يې هر څو نيک عملونه کړي وي عبادتونه يې ادا کړي وي او هر څو تقوى ولري!!.
هغه صريح قرآني او نبوي نصوص خو لا پريږده چې دا افتراآت ردوي، اسلامي تاريخ پخپله د مسلمانې ښځې دومره کارنامې، اسلام ته دعوت، او د اسلام په لار کې سرښندنې ساتلې دي چې هيڅ دين هم د ښځې لپاه ندي ثبت کړې. د حنين په غزا کې د ام سليم موقف او دريز پدې ميدان کې له سل ګونو دلايلو څخه يو دليل دى، پدې موضوع کې د اسلام دښمنو عناصرو له تهمت نه د ځان خلاصولو او د هغوى د دروغو له رد او ترديد نه مونږ ته ددې واقعې (ام سليم دريز) درسونه او پندونه زيات اهميت لري. دا درسونه دي چې مونږ هڅوي ترڅو ښځه د اسلام د خدمت پخاطر خپل طبيعي او پخوانى رول ادا کولو ته راوبولو، او پدې يې پوه کړو چې هغه بايد زمونږ راتلونکي نسل په  اسلام او قرآن وروزي. نن ورځ مسلمانې ښځې يا صالحې دي خو داسې صالحې چې يوازې  په لمانځه، قرآن لوستنه، له محرماتو نه ځان ساتنه يې اکتفا کړې وي او يا منحرفې او غربي ښځې ته تسليم شوې ښځې چې اسلامي آداب يې په غربي آدابو بدل کړي، د يوې مسلمانې ښځې د اخلاقو په ځاى يې  د غربي ښځې اخلاق د ځان کړيدي، چې له همدې امله يې ځان، کورنۍ او ټول ملت په بدبختۍ او غضب ککړ کړيدى. که څه هم يوې ډلې خلکو دېته ملا تړلې چې عربي مسلمانه ښځه له خپلو هغو اخلاقو او خصائصو څخه بيله او پردۍ کړي د کومو په واسطه يې چې د تاريخ تر ټولو اوچت،  شريف، هميشنى او عزيز نسل روزلى دى، خو اسلامي تاريخ او په خاص ډول د رسول (صلى الله عليه وسلم) تاريخ  او سيرت ښځه ديته هڅوي چې راپورته شي او د خپلې ټاکلې طبيعي دندې، تربيوي رسالت، کريمو خصائصو، شرف، عفت، حياء او عزت په چوکاټ کې د ننه د اسلام او اسلامي ټولنې خدمت وکړي. آيا زمونږ مسلمانې ميندې، خويندي به بيا د خديجې، عائشې، اسماء، خنساء او ام سليم (رضي الله عنهن) تاريخ راژوندى کړي؟ آيا دوى به بيا د هغوى هميشنى تاريخ او تلپاتې يادګارونه تازه کړي؟ آيا مشکله ده چې زمونږ په خويندو کې په لسګونو خديجې، عائشې، اسماء، ام سليم پيدا شي؟ حقيقت دا دى چې دا ټول ممکن دي، هيڅ مشکله نده، خو ددې هدف د تحقق لپاه درستې تربيې او قوي ايمان ته اړتيا ده، کومه ښځه به وي چې نن ورځ عربي مسلمانې ښځې ته د هميشه توب او خلود دروازه پرانيزي او پدې لار کې د ګمراهانو، ملنډې وهونکو، د حق دين او کرامت د دښمنانو په کړو او عملونو باندې هيڅ باک رانه وړي؟
٨- په همدې جګړه کې رسول (صلى الله عليه وسلم) تيريده چې هغه ښځه يې ليده، چې خالد بن وليد وژلې او ډير زيات خلک  ورباندې راټول  شويدي، ويې فرمايل: دا څه دي؟ ځواب ورکړ شو چې دا يوه ښځه ده چې خالد (رضي الله عنه) وژلې ده، نو رسول (صلى الله عليه وسلم) خپلو ملګرو ته وويل، خالد پيدا کړه او ورته ووايه: چې رسول (صلى الله عليه وسلم)  د ماشوم، ښځې او اجير له وژلو نه منع کوي)).
بيشکه چې د بشري جنګونو په ټول تاريخ کې يوازې اسلام دى چې د بيوزلو، کمزورو او هغو کسانو  چې په جنګ کې يې برخه  نه وي اخيستى لکه، رهبانانو، ښځو، سپين ږيرو، وړو او يا په زور جنګ ته بيول شوو کسانو (دهقانانو او مزدورانو) له وژلو نه منع کوي. تاريخ نه له اسلام نه مخکې او نه هم وروسته  دا ډول شفقت او مرحمت ليدلى، بلکه د نورو قانون داسې ؤ چې جنګ د جنګ کوونکو عامه وژنه  روا ګرزوي، ګورو چې نن ورځ هم همدا حال دى سره لدې چې د بشر د حقوقو احترام عنوانيږي او  هلته د تجاوز او تيري د مخنيوى پخاطر يوه لويه اداره هم جوړه شوې، خو بيا هم نننى انساني ضمير دومره ندى اوچت شوى چې د بيګناه خلکو وژل ناروا وبولي، او بيا يې په عمل کې پياده کړي. دوه نړيوال جنګونه خو مو وليدل چې په هر يوه کې ښارونه له اوسيدونکو سره يو ځاى نابود شول، ډله ايزې وژنې  وشوې، او هم مو د آزادۍ او خپلو حقوقو غوښتونکو ملتونو په خلاف د استعمار ګرانو چال چلند او جګړې تر نظر تيرې شوې. د آزادۍ بښونکو انقلابونو د ماتې او خفه کولو پخاطر استعمار ګران روا بولي چې کلي، کورونه او ښارونه وران شي، په سلهاوو زره انسانان ووژل شي، لکه چې فرانسې په الجزاير کې څو ځله دا ډول جنايت کړى دى، انګلستان خو په ډيرو هيوادو کې ددې جنايت د قهرمانۍ له شرمه ډک مډال پخپله ټنډه ځړولى دى، پرتګال اوس هم لګيا دى په خپلو افريقايي مستعمرو کې وينې تويوي.
همدا راز مونږ ندي ليدلى چې د نړۍ د کوم ملت اوسنى او يا پخوانى تاريخ دې د هغو کارګرانو او بزګرانو مرګ ناروا بللى وي کوم چې په زور او جبر سره د جنګ ميدان ته بيول شوي وي، خو اسلام څوارلس سوه کاله مخکې ددې ډول کسانو له وژلو نه څرګنده او په کلکه نهي کړيده، او نه يوازې دا چې په تشريعي لحاظ يې دا خبره کړيده، بلکه د عمل په ډګر کې يې هم ثابته کړيده، ګورو چې د حنين په غزا کې د شريعت خاوند او مبلغ رسول  (صلى الله عليه وسلم) د يوې ښځې په مرګ څومره په غصه کيږي، فورا خپلو قوماندانانو ته خبر ليږي چې د وړو، ښځو او مزدورانو له وژلو نه ډډه وکړي.  او کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) له خپل رحلت نه څو ورځې مخکې له روم سره د مقابلې لپاره د اسامه لښکر تيار کړ نو داسې نصيحت يې ورته وکړ: د ښځو، ماشومانو او په جنګ کې د نه ګډون کوونکو رهبانانو له وژلو نه ځان وساتئ. ابوبکر صديق (رضي الله عنه) هم کله چې د اسامه د همدي لښکر ليږلو امر نافذاوه، نو همدا  توصيه يې ورته وکړه، خالد (رضي الله عنه) هم په عراق کې پخپلو ټولو فتوحاتو کې همدا توصيې عملي کړې، د ځمکې په کرکيله باندې بوخت دهقانانو ته يې هيڅ هم نه ويل، د ځمکې په کرکيله باندي بوختو دهقانانو ته يې هيڅ هم نه ويل، په همدي ترتيب دا کار د اسلامي ټولو لښکرو له  مبادئو او اصولو څخه ؤ، هغوى په هر ځاى او هر خت کې دې لوړو اصولو ته د قدر په سترګه کتل او ورته يې د عمل جامه ور اغوستې ده، خو له مسلمانانو پرته بل چا او بل لښکر دا لوړ اصول نه پيژندلي او نه يې ورته احترام کړيدى. دې لوړو اصولو او تقاليدو ته د اسلامي لښکرو د احترام او درنښت اندازه هغه وخت ښه لګيداى شي چې سړى له صليبيانو سره د صلاح الدين کړه تر نظر تير کړي، صلاح الدين هغوى مات کړل، بيت المقدس يې ترې آزاد کړ، د فتحې او بري بيرغ يې په لاس کې ونيو، خو د هغوى سپين ږيرو، ديني خلکو، ښځو، ماشومانو او حتى ډيرو متعصبو جنګ کوونکو ته يې امان ورکړ، هغوى يې د اسلامې لښکر تر حفاظت لاندې خپلو ټولګيو ته ورسول، هيڅ راز تکليف يې ورونه رساوه، خو د صليبيانو کړه بالکل ددې په ضد وو هغوى چې کله بيت المقدس ونيو، نو له غدر، رذالت، وحشت او هر ډول پستۍ نه يې لاس و نه نيو، لومړى صليبيانو اعلان وکړ چې د المقدس مسلمانو اوسيدونکوته د سپين بيرغ اوچتولو په صورت کې امان ورکوي، مسلمانان هم پدې اعلان تيروتل او د مسجد الاقصى په سر يې سپين بيرغ  ودراوه،  او ډير شمير هملته سره راټول شول، خو کله چې صليبيان مسجد اقصى ته ننوتل ټول موجود کسان يې ووژل، د وژل شوو شمير اويا زرو (٧٠٠٠٠)  ته ورسيد چې زياتره يې عالمان، پرهيزګاران، ښځې او ماشومان وو او د صليبيانو ددې جنايت اندازه د دوى د يوه ليکوال له هغه ليک نه ښه څرګنديداى شي چې پاپ ته يې ددې جنايت د زيري ورکولو په خاطر ليکلى او په ډير وياړ سره وايي: په کوڅو کې دومره وينې وبهيدلې چې د صليبيانو د آسونو تر ګونډو پورې رسيدې.
نن ورځ مونږ دا خبرې د خپلو فاتحو، قوماندانانو او لښکرو پر هغه تاريخ باندې د وياړ په خاطر نه کوو د کوم په هکله چې (لوبون) وايي: (تاريخ له عربي فاتح نه عادل او مهربانه فاتح نه پيژني) بلکه هدف مو دا دى څرګنده کړو چې مونږ د شلمې پيړۍ له غربيانو او ټولو ديموکراتانو نه زيات د انسانيت خواخوږي او مرستندويان يوو  او دا غربيان چې اوس د انساني حقوقو، د ماشوم ورځ، د مور ورځ، او څه ….. نه خبرې کوي دا صرف ددې لپاره چې خپل تمدن اوچت وښيي او مونږ پرې وغولوي هو پدې سره هغه بې عقلان، غبي او پخپل امت او تاريخ باندې باور نه لرونکي خلک چې ادعا لري دوى زمونږ روشنفکران دي غولولى شي. اميد لرو چې نوى نسل دا ډول دسيسې وپيژني، پخپل دين او اسلامي لوړ تمدن او تاريخ باندې پوره باوري وي د غريبانو په وړاندې هسې تسليم نه شي لکه چې ذليل او فقير د  غني او قوي په وړاندې تسلميږي او ځان پتنګ غوندې په اورسيځي او بيله دې چې ښه او بد سره بيل کړي  بايد د غربي فکر تسليم او تابع نشي….
علم ثابته کړيده چې اسلام له ټولو اديانو نه غوره دين دى، هغه د انساني فطرت سره موافق او د انساني نيکبختۍ او صلاح ښه ضامن دى،  همدا راز تاريخ هم ثابته کړيده چې اسلامي جنګونه دټولو نورو جنګونو په نسبت ډير لوړ او اوچت جنګونه وو، د هغو جنګونو غمونه کم، خير او ګټې يې ډيرې وې، د هدف له پلوه خو د بل چا جنګونه ورسره هيڅ مقايسه کيداى هم نه شي، لنډه دا چې هره ورځ انسانيت ته يو نوى دليل په لاس ورځې، داسې دليل چې شاهدي وايي : اسلام د الله (جل جلاله) دين دى، محمد (صلى الله عليه وسلم) د الله رسول دى، ريښتني مسلمانان د الله (جل جلاله) غوره بندګان او له ټولو خلکو نه غوره او اوچت دي.
((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ )).  (فصلت: ٥٣)
 (ډير ژر به مونږ دوى ته خپلې نښانې په آفاتو کې هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کې هم تر دې پورې چې دوى ته دا خبره څرګنده شي چې دغه قرآن کريم په ريښتيا سره برحق دى آيا دا خبره کافي نده چې ستا رب د هر څه ليدونکى دى)؟
٩- وروسته له هغه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) او مسلمانانو په طائف کې له هوازن نه ثقيف ته تښتيدلي او مات شوي خلک تعقيب کړل، او هلته يې څو ورځې محاصره کړل، خو هغوى تسليم نه شول، رسول (صلى الله عليه وسلم) بيرته مدينې ته راوګرزيد د لارې په اوږدو کې يې د حنين د جګړې غنيمتونه وويشل او ددې غنيمت چې تقريبا شپږ زره ښځې او بې شماره اوښان او پسونه وو، زياته برخه يې د عربو مشرانو ته ورکړه تر څو د هغوى زړونه د اسلام خواته راجلب کړي، قريشو ته يې زياته اندازه مالونه ورکړل، خو انصارو ته يې هيڅ هم ورنکړل، انصار پدې سره خفه شول او لدې غنيمت نه د محروميدو غم يې وښود او ځينو يې وويل: رسول (صلى الله عليه وسلم) له خپل قوم سره يو ځاى شو، يعنى اوس مکه او قريش اسلام ته تسليم شول، نو رسول (صلى الله عليه وسلم) مونږ نه يادوي ددې خبرې په اوريدو سره رسول (صلى الله عليه وسلم) انصار راټول کړل، له حمد او ثنا وروسته يې وويل: ((يا معشر الانصار! مقالة بلغتني عنکم، وجدة (عتب) وجدتموها علي فى انفسکم؟ الم تکونوا ضالا فهداکم الله؟ وعالة فاغناکم الله؟ واعداء فالف الله بين قلوبکم؟)) قالوا: بلى، الله و رسوله امن و افضل.
(اې انصاروِ! ستاسې يوه خبره ما ته رارسيدلې، ستاسې په زړونو کې زما په هکله ملامتيا شته ده، آيا تاسې ګمراهان نه وئ چې خداى (جل جلاله) درته هدايت وکړ او  آيا فقيران نه وئ چې خداى (جل جلاله) بډايان کړئ؟ او آيا پخپل منځ کې سره دښمنان نه وئ چې خداى ستاسې په زړونو کې الفت واچاوه؟ دوى وويل: هو، خداى او رسول احسان کونکى او افضل دى.
ثم قال: ((الا تجيبوني يا معشر الانصار؟)) قالوا: بماذا نجيبک يا رسول الله ؟ لله و لرسوله المن و الفضل، قال  (صلى الله عليه وسلم) : ((اما و الله ، لوشئتم  لقلتم فلصدقتم: آتيناک مکذبا فصدقناک و مخذولا فنصرناک، و طريدا فآويناک، وعائلا فآسيناک، اوجدتم يا معشر  الانصار في انفسکم في لعاعة (البقية اليسيرة) من الدنيا تالفت بها قوما ليسلموا، وترکتکم الى اسلامکم، الا ترضون يا معشر الانصار ان يذهب الناس بالشاة و البعير، وترجعوا برسول الله الى رحالکم؟ والذي نفس محمد بيده لولا الهجرة لکنت امرءا  من الانصار، ولو سلک الناس شعبا(هو الطريق بين جبلين) و سلک الانصار شعبا، لسلکت شعب الانصار، اللهم ارحم الانصار، و ابناء الانصار، و ابناء ابناء الانصار، فبکى القوم حتى اخضلوا (بللوا) لحاهم، وقالوا: رضينا برسول الله قسما وحظا)).
بيايې وفرمايل: ځواب نه راکوئ اې انصارو؟ ويې ويل د څه ځواب درکړو يا رسول الله؟ خداى او رسول افضل او د منت خاوندان دي. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: قسم په خداى که وغواړئ چې ووايئ او که ووايئ نو رښتيا وايئ، راته ووايئ چې خلکو دې خبره نه منله مونږ دې تصديق وکړ، چا درسره کومک نه کوو مونږ دې کومک وکړ، چا ځاى نه درکاوه مونږ ځاى درکړ، غم خور دې نه درلود مونږ غم شريکي درسره وکړه، اې انصارو تاسې په هغه لږ او بې ارزښته مال چې ما د خلکو د زړونو د الفت پخاطر هغوى ته ورکړ، تر څو مسلمانان شي،خفه شوي ياست او تاسې مې د خپل دين د قوت له امله پريښودى، اې انصارو! خوښه مو نده چې خلک له پسه او يا اوش سره لاړ شي او تاسې خپلې مېنې ته  له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره لاړ شئ؟ قسم په هغه خداى (جل جلاله) چې د محمد مرګ او ژوند د هغه په لاس کې دى که هجرت نه واى، نو زه به له انصارو نه يو تن وم، که چېرې خلک په يوه لار لاړ شي او انصار په بله نو زه به د انصارو په لار ځم، خدايه ! په انصارو رحم وکړه، خدايه د انصارو په زامنو او لمسيانو رحم وکړه، خلکو (انصارو) دومره وژړل چې ږيرې يې په اوښکو لمدې شوې او ويې ويل: په رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  باندې راضي او خوښ يو.
دلته څو داسې مسئلې شته چې تبصره ورباندې کيداى شي:
لومړى: په اسلام کې د جنګي نظام يو جزء د غنيمت مسئله ده، د اسلام دښمنان هم همدا قضيه په اسلامي دين باندې د تور لګولو وسيله نيولې ده وايي چې په اسلام کې هم د جنګ عوامل مادي دي او همدا مادي بواعث دي چې مسلمان سپاهي فداکارۍ او سرښندنې ته هڅوي که داسې نه واى نو له جنګ نه وروسته به د غنيمت په هکله دا وضعه نه وه، او نه به دا دومره خبرې اترې را پيدا کيدلې لکه چې  د حنين په جګړه کې تيرې شوې، خو حقيقت دا دى چې هر با انصافه انسان پدې باور لري چې دا ادعاګانې بى اساسه دي، ځکه په اسلام کې د جنګ عوامل معنوي دي او هدف يې د حق حاکميت د ظلم او تيري له مينځه وړل دي دا خبره ډيرو آيتونو او حديثونو په ډيره څرګنده توګه سره اعلان کړيده، عجيبه به وي چې يو انسان ځان او ژوند ټول په لاس کې ونيسي، کور او مال د نيستۍ په خوله ورکړي خو لدينه نه يې بيا هم هدف مادي وي؟!  مادي مال او متاع که هر څولوى وي خو هيڅکله هم له ژوند سره نشي برابريدلى، ممکنه نده چې مادي اهداف يو څوک داسې سرښندنې او قهرمانۍ ته چمتو کړي کومه چې د اسلام لښکرو ښودلې ده. او نه هم دا ممکنه ده چې د مادي اغراضو غوښتونکي دومره کاميابي لاسته راوړي لکه  څومره چې په اسلامي جګړو کې د مسلمانانو په برخه شويده، سره لدې چې د اسلام دښمنان روميان وو که فارسيان له مادي لحاظه څه وروسته پاتې نه وو نه يې څه کم وو او نه يې هم مادي هيلې څه کمې او سپکې وې، د مسلمانانو د ماتې په صورت کې خو د هغوى ټول مالونه د همدې روميانو يا فارسيانو وو او هغه وخت هم داسې نه ؤ چې غنيمت ويشل يوازې د مسلمانانو کار ؤ، بلکه دا د ټولو جنګ کوونکو لښکرو کار ؤ، نو ولې همدې اهدافو  او هيلو د اسلام دښمنان هم دومره لوړې قربانۍ او قهرمانۍ ته چمتو  نه شواۍ کړى، او ولې هغوى د همدې مادي هيلو او اهدافو په کومک د دومره  لويې فتحې خاوندان نه شول کومه چې اسلامي لښکر وګټله؟ اسلامي جنګونه پخپله ډير داسې شواهد لري چې د هغه چا خبره چې وايي: د مسلمانانو سپاهيانو  د فداکارۍ او قهرمانۍ اصلي عامل مادي اهداف او هيلې دي، په کلکه ردوي، وينو چې په بدر، احد، مؤته او نورو غزاګانو کې مسلمان سپاهي يوازې د جنت او شهادت په هيله د جګړې ميدان ته ننوزي. د بدر په غزا کې چې رسول (صلى الله عليه وسلم) شهيدانو ته د جنت  زيرى ورکوي، يو صحابي (رضي الله عنه) په لاس کې نيولى خرما ايسته غورځوي سمدلاسه د جنګ په لور دانګي او وايې بخ، بخ (واه واه) زما او جنت تر مينځ فقط همدا خرماوې دي، والله چې ډيره ليرې مسافه ده، او بيا تر هغې جنګيږي تر څو د شهادت تاج په سر ږدي، بل يو صحابي (رضي الله عنه) کله چې د احد د جګړې ميدان ته راځي وايي: جنت دى، جنت دى،  د جنت بوى د احد له غره نه راته نژدې دى.
له فارس سره په جګړو کې مسلمان قوماندان رستم ته څه ښه ويلي دي،  هلته چې رستم ورته وايي: زه به درته مال او جامې او پيسې درکړم، جنګ پريږدئ، بيرته خپل وطن ته لاړ شئ، خو مسلمان سپاهي ځواب ورکوي: قسم په خداى ( جل جلاله) چې مونږ ددې لپاره نه يو راوتلي، مونږ ددې لپاره راوتلي يو چې تاسې د بندګانو له غلامۍ نه آزاد کړو او د قهار خداى (جل جلاله) بندګۍ ته موتسليم کړو، که تاسې اسلام راوړئ مونږ بيرته در نه ځو، ستاسې ملک هم ستاسې لپاره دى، ستاسې ځمکې ستاسې دي، پدې شيانو کې مونږ درسره څه جنجال نلرو. آيا رښتيا دا د يوه داسې ټولګي ځواب دى چې په غنيمت، مال او ځمکه پسې وتلى وي؟ خو که څوک ددې باطلو ادعاګانو (چې وايې د اسلامې جنګونو  سبب مادي دى) د اثبات لپاره د حنين له غزا ورورسته د غنيمتونو د ويش په هکله پيښه شوې واقعه او دې خوا ته د جنګياليو توجه او د انصارو خفګان دليل ونيسي نو دا په حقيقت کې د جنګ او جنګ کوونکو له واقعيت نه سترګې پټول دي، ځکه د مال خوا ته کاږه کسان ټول نوي مسلمان شوي وو، اولا تر اوسه هغوى په اسلامې بټۍ کې د پخوالي هغې درجې ته نه وو رسيدلي کوم چې نور مسلمانان پکې واقع وو او ثابته ده چې ابوبکر صديق، عمر فاروق، عثمان غني، علي، عبدالرحمن بن عوف، طلحه، زبير او نورو عزتمندو اصحابو (رضي الله عنهم) د مال او غنيمت خوا ته هيڅ فکر هم نه ؤ، او هغه څه چې له انصارو نه پيښ شول هغه يوازې د ځينو خبرې وې چې د جنګ  دحاصل د ويش او د ځينو جنګياليو په ځينو نورو باندې د بهترۍ  په هکله يې کړې  وې او دا د بشري فطرت له مخې په هر وخت  کې او د هر ځاى په خلکو کې پيښې شوې او پيښيږي او دا هغه څه ؤ چې هر انسان يې په دېته ورته شرايطو کې کوي.
له الهي رضا، ثواب او جنت سره د انصارو مينه او رسول (صلى الله عليه وسلم) ته د هغوى کامل اطاعت او تسليمي د هغوى له هغو اوښکو نه ښه څرګنديږي کومې چې د رسول  (صلى الله عليه وسلم) د خطبې په اوريدو سره تويې کړې. رسول (صلى الله عليه وسلم) ورته ويلي ؤ اې انصارو خوښه مو نده چې خلک له پسه يا اوښ سره لاړ شي او تاسې له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سر خپل ځاى ته ستانه  شي، د هغه چا په هکله چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) ملګرتيا، يې په ټولو مالونو غوره بللى وي، ددې خبرې کول ډيره بې انصافي ده چې ګويا هغوى د مالونو او منصبونو پخاطر جهاد کاوه. دا هيڅ معنى نلري چې وويل شي اسلام ولې غنيمت د جنګ کوونکو حق ګرزولى او ولى يې د نننۍ زمانى  په شان د دولت حق ندى ګرزولى؟ ځکه دا ډول خبرى کول په حقيقت کې د خلکو له طبيعت او په هغه زمانه کې له جنګي تقاليدو نه سترګې  پټول او غفلت دى، هغه وخت يوازې  اسلامي لښکر نه ؤ چې غنيمتونه به يې د خمس (پنځمې) له ورکړې وروسته د سپاهيانو ترمينځ ويشل، بلکه هغه وخت ټوله لښکرو همداسې کول او که چېرې نن کوم مجتهد دا ووايي چې بايد اوس غنيمتونه دولت ته ورکړل شي، نو ګمان کوم چې دا خبره يې د اسلامي اصولو له روح نه ډيره ليرې نده.
دوهم: نويو مسلمانانو ته له غنيمت نه د  زياتې برخې په ورکړه کې لوى حکمت  پروت دى او دا ښيي چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د خلکو په حال  او طيبعت ښه پوه، او د ډير پراخ نظر درلودونکى ؤ. بيشکه هغه کسان چې تر هغې پورې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره جنګيدل او  مکې تر فتحې يې د هغه پاک دعوت نه ؤ منلى او هغه کسان چې د جګړې په پيل کې يې د مسلمانانو د ماتې له امله تشويش ښکاره کړى و، ددې وړ وو چې زړونه يې بايد د اسلام خواته راوکښل شي،  تر څو له  مادي پلوه هم هغوى ته د اسلام افضليت ثابت کړاى شي او ورته وښووله شي هغه مالونه چې دوى يې له مسلمانانو سره جنګونو ته هڅول په اسلام کې نه ضايع کيږي. او دا هم څرګنده ده چې هغوى د قوم مشران وو او د خپل زعامت د ساتلو لپاره يې  له اسلامي دعوت سره جګړې کړې وې، نو کله چې اسلام د دوى دا باطل شوکت ورمات کړ او مکه فتحه شوه، نو بيا ددې امکان موجود ؤ چې هغوى ددې بري په نسبت د خپلې ماتې له امله عقده من شي او څرنګه چې اسلام  د هدايت او اصلاح دين دى او د خپل حاکميت لپاره د زور  او جبر لاره نه نيسي، بلکه د نورو ټولو نظامونو بر خلاف خپل حاکميت د زړونو او عقلونو د تسليميدلو له لارې  قائموي او دا ضروري بولي چې يو څوک بايد د عقل له تسليمۍ او قناعت نه وروسته اسلام ومني، د زور او جبر لاره د دين لاره نده، نو اوس که  چېرې مال او پيسې د ځينو زړونو د اصلاح او هدايت سبب کيږي نو د حکمت په حکم دې ورته مال او پيسې ورکړاى شي، لکه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) هم همدا کار کړيدى.
الله (جل جلاله) ښه عالم ؤ چې دا په عربي ټاپو وزمه کې بريالى شوى دعوت به د نړۍ ختيځ او لويديځ ته غزيږي، نو په کار ده چې ددې لوى امر د اجراء لپاره ټول عرب تيار شي، ټول بايد ددې رسالت وړلو ته اوږه کيږدي، او پدې لاره کې سرښندنې ته چمتو شي، او کله چې پدې  ناچيزو مالونو سره د هغوى د مشرانو زړونه  صاف، او  اصلاح کيږي او دا مال يې د دعوت د نور وړانګې دماغونو ته رسوي او هغوى د دعوت منلو او ورڅخه دفاع کولو ته چمتو کوي، لکه چې همداسې وشول، رسول (صلى الله عليه وسلم) هغوى خوښ کړل، نو د همدې  مشرانو له زړونو څخه د اسلام او دعوت په نسبت ټوله عقده او کينه ووتله او کله چې اسلامې لښکر د ځمکې پر مخ د اسلامي نور د خورلو لپاره تياري نيوله او پر ملا يې د همت پټکى تاړه، تر څو خلک له تورو تيارو  نه اسلامي رڼا ته وباسي، نو همغه وخت عربي ټاپو وزمه ټوله ددې تاريخي کارنامې د ادا کولو لپاره په کامله توگه تياره او آماده وه او همغه په مال راضي شوي مشران هم کلک ورسره ولاړ وو، تاريخ په اسلامې فتوحاتو  کې د هغوى ډيرې نيکې کارنامې، ښه دريزونه او مهم  رول ذکر کړيدى او له همدې خلکو نه ځنې داسې هم شول چې په وروستيو وختو کې يې اسلامې بيرغ له عربي ټاپو وزمې  نه د باندي هم اوچت کړ او په همغه ځايونو کې  يې د اسلامې ستنو په درولو او د اسلامې قيادت د تسلط   پيدا کولو په لار کې مهم رول ادا کړ.
دې مجاهدينو ته دا خبره چې ګويا هغوى په پيل کې په مال راضي کړاى شوي وو او يايې د مکې له فتحې نه وروسته اسلام راوړى کوم ضرر او زيان نه شي رسولاى، او نه هم دا د عيب خبره ده،  ځکه ډير وروستني  مخکيني را لاندې کوي، کمزوري هم د پياوړي ثواب او فضيلت ګټلى شي او ډير داسې هم پيښيږي چې يو چا کار په اخلاص نه وي شروع کړى، خو  د کار په جريان کې اخلاص پيدا کوي. حسن (رحمة الله عليه) وايي: مونږ علم د غير الله لپاره غوښته، خو هغه خاص د خداى (جل جلاله) لپاره شو، بل چا داسې ويلي دي: علم مو غوښت خو نيت راسره نه ؤ وروسته نيت هم راسره ملګرى شو د متاخرينو لپاره همدا کافي ده چې خداى ( جل جلاله) ورته د خير او حسنى زيرى ورکړى:
((…لا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنْ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلاًّ وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ)).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*