وروستي

د رسول (صلى الله عليه وسلم) غزاګانې

د رسول (صلى الله عليه وسلم) غزاګانې د رسول (صلى الله عليه وسلم) غزاګانې
لیکوال: د. مصطفى السباعي
ژباړن: سلطان محمود صلاح

  د رسول (صلى الله عليه وسلم) غزاګانې

 
الف- تاريخي پيښې:
١- په مدينه کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) دمه لا نه وه جوړه شوc چې له قريشو او نورو عربي قبيلو سره د اسلام جګړې پيل شوې. مسلمانو مؤرخينو د مسلمانانو او مشرکينو تر مينځ هره هغه جګړه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپله پکې برخه درلوده ((غزا))، او په کومه جګړه کې يې چې په خپله ونډه نده اخيستې (( سريه)) بللې ده.  د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د غزواتو شمير (٢٦) او د سراياؤ شمير يې ( ٣٨) ته رسيږي. مونږ دلته مشهورې غزاګانې چې شمير يې (١١) ته رسيږي په لاندې ډول سره بيانوو:
 
١-  د بدر لويه غزاء
دا غزا د هجرت په دوهم کال د روژې د مياشتې په (١٧) مه نيټه پيښه شوې وه. سبب يې دا ؤ چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يو شمير اصحاب (رضي الله عنهم) د قريشو د هغې  قافلې مخې ته کومه چې له شام نه مکې ته روانه وه پداسې حال کې وروليږل ، چې د جنګ  اراده يې نه درلوده. که څه هم د ابو سفيان تر مشرۍ لاندې دې قافلې نجات و موند، خو هغه له وړاندې نه له قريشو نه مدد او کومک غوښتنى ؤ، چې په نتيجه کې د قريشو  زرکسه چې شپږ  سوو يې زغرې اغوستې وي، سل آسونه چې ورباندې سل نور زغروال کسان وو، اوه سوه اوښان له يو شمير ښځو سره چې دايره به يې وهله او په مسلمانانو  پسې  به يې بد او رد ويل راووتل. د مسلمانانو شميره (٣١٣) يا    (٣١٤)کسه وو چې زياته برخه يې انصار وو، له دوى سره (٧١) اوښان دوه يا درى آسان وو او بس چې پر اوښانو باندې به په نوبت سره سپريدل. مخکې لدېنه چې جګړه پيل شي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وغوښتل له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) په خاص ډول انصارو  سره د جګړې په اړوند سلا او مشوره وکړي، مهاجرينو د جنګ کولو مشوره وړاندې کړه، کله چې انصار پوه شول چې مهاجرين جنګ کول غواړي نو د انصارو مشر سعد بن معاذ (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله! مونږ په تا ايمان راوړى، ستا تصديق مو کړى او پدې  پوره باور لرو کوم شى چې تا راوړي هغه حق دي، ددې ټولو تړون مو درسره کړى، د اطاعت عهد مو درکړى، نو اې د خداى رسوله هر څه چې  غواړې هغه وکړه مونږ درسره يو، قسم په هغه ذات چې ته يې په حق راستولى يې که په بحر کې د ځان غورځولو امر راته  وکړې، مونږ به ټول له تاسره يو ځاى بحر ته ځانونه واچوو، بده نه ده که سبا له خپل دښمن سره مخامخ شو مونږ د جنګ په ميدان کې د زيات صبر خاوندان يو، کيداى شي الله (جل جلاله)  زمونږ په واسطه ستا سترګې روښانه او يخې کړي، د خداى په برکت سره حرکت وکړه…… بل انصاري هم همدا ډول خبرې  وکړې، نو رسول (صلى الله عليه وسلم) ډير خوشحاله شو او ويې فرمايل:((سيروا على برکة الله وابشروا، فان الله وعدني احدى الطائفتين اما العير و اما النفير)).د خداى په برکت سره حرکت وکړئ او زيرى مې درباندې چې خداى راسره له دوو نه د يوه شي چې يا به قافله وي او يا به جنګي لښکر وعده  راسره کړي.
رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حرکت وکړ، لاړ او د بدر اوبو سره نژدې يو ځاى کې يې واړول، دلته حباب بن منذر(رض) ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! ايا پدې ځاى باندې د اړولو امر د الله ( جل جلاله) له طرفه دى، چې بايد همدلته  وې، اخوا ديخوا به نه کيږې؟ او که نه دا يو نظر، تکتيک، جنګ او چل دى؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: نه دا زما رايه ده او دا جنګ دى او چل. نو حباب بن منذر داسې ځاى ورته په ګوته کړ چې له هغه ځايه مسلمانانو کولاى شواى په مشرکينو  اوبه بندې کړي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او اصحاب همغه ځاى  ته لاړل او هلته يې واړول. بيا سعد بن معاذ نظر ورکړ چې بايد رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  ته د مسلمانانو د ليکو تر شا يوه څپره جوړه کړاى شي، که فتحه وه نو ښه زما او ښه ستا او که نه نو پخپل مرکب به سپور شي او په مدينه کې به له خپلو پاتې اصحابو (رضي الله عنهم) سره يو ځاى شي. سعد (رضي الله عنه) رسول الله صلى الله عليه وسلم) ته وويل: له مونږ نه داسې قومونه پاتې شوي چې له مونږ نه زيات محبت درسره لري، او که پوه شي چې ته جنګ کوې نو درنه وروسته به نه شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سعد (رضي الله عنه) ته دعا وکړه او امر يې وکړ چې څپره جوړه کړي، کله چې جګړه پيل شوه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د مسلمانانو ليکې برابرې کړې او هغوى يې جنګ ته تشويقول او د شهادت لور ته يې  هڅول او دايې وفرمايل:((والذي نفسي بيده لا يقاتلهم اليوم رجل فيقتل صابرا محتسبا، مقبلا غير مدبر الا ادخله الله الجنة)).(قسم په هغه ذات چې زما نفس يې په لاس کې دى،  هر هغه سړى چې نن له هغوى (مشرکينو) سره جنګ کوي، بيا ووژل شي پداسې حال کې  چې صابر وي او محتسب (خپل اجر له خداى نه غواړي)، مخ  په مخ وي نه د تيښتې په حالت کې نو حتمي به يې خداى (جل جلاله) جنت ته داخلوي). بيا خپلې څپرې ته لاړ، ابوبکر (رضي الله عنه) هم ورسره ؤ،سعد بن معاذ (رضي الله عنه) توره په لاس پيره ورباندې کوله، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) دربار ته لاسونه اوچت کړل او د خپلې دعا په يوه برخه کې يې وفرمايل: ((اللهم انشدک عهدک و وعدک، اللهم ان تهلک هذه العصابة لا تعبد في الارض)).(خدايه له تا نه خپله وعده او تړون غواړم، يا خدايه! که دا ټولګى مړه او هلاک شي، نو بيا به د ځمکې پر مخ ستا عبادت ونه شي. بيا په سجده پريوت  دومره ځنډيې وکړ چې ابوبکر (رضي الله عنه) ورته وويل: بس دى الله حتما خپله وعده تر سره کوي.
 جنګ شدت وموند، چې بالاخره د مسلمانانو په بري سره پاى ته ورسيد، له مشرکينو نه د ((٧٠)) تنو په شا او خوا کې ووژل شول، او په وژل شويو کسانو کې لوى مشرک (ابوجهل) او نور مشران هم وو او د (٧٠) کسو په شا او خوا کې نور ورڅخه ژوندي ونيول شول. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د مړو د ښخولو امر وکړ، بيا مدينې ته راستانه شول. دلته يې د بنديانو په هکله له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وکړه، عمر (رضي الله عنه) يې د وژلو رايه وړاندې کړه، خو ابوبکر (رضي الله عنه) د فديې اخيستلو نظريه پيش کړه، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ابوبکر (رضي الله عنه) مشوره  او رايه قبوله کړه او له مشرکينو نه يې د بنديانو په بدل کې فديه واخيسته.
د بدر غزا په اړه  د خداى د کتاب (قرآنکريم) دا آياتونه را نازل شوي:  الله تعالى د آل عمران په سورت کې فرمايي: ((وَلَقَدْ نَصَرَكُمْ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (123) إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَنْ يَكْفِيَكُمْ أَنْ يُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلاثَةِ آلافٍ مِنْ الْمَلائِكَةِ مُنْزَلِينَ (124) بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلافٍ مِنْ الْمَلائِكَةِ مُسَوِّمِينَ (125) وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلاَّ بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُمْ بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ (126) لِيَقْطَعَ طَرَفاً مِنْ الَّذِينَ كَفَرُوا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنْقَلِبُوا خَائِبِينَ (127).
(آل عمران: ١٢٣-١٢٧).
(له دېنه مخکې د بدر په جګړه کې الله له تاسې سره مرسته کړې وه پداسې حال کې چې په هغه وخت کې تاسې ډير زيات کمزوري وئ نو اوس پر تاسې لازمه ده چې د الله د ناشکرۍ نه ځان وژغورئ، هيله ده چې اوس تاسې شکر وباسئ، ياد کړه هغه وخت چې تا مؤمنانو ته ويل (آيا تاسې ته دا کافي نده چې الله د درى زره پرښتو په راليږلو درسره مرسته وکړي)؟ بيشکه، که تاسې د زغم په لرلو له الله څخه په ويريدو کار وکړئ نو په کومه شيبه کې چې دښمنان درباندې يرغل وکړي بيدو په هماغه شيبه کې به ستاسې رب (درى زره نه) پنځو زرو نښنه داره پرښتو په وسيله درسره مرسته وکړي دا خبره الله د دې لپاره درته کړې ده چې تاسي خوشاله شئ او ستاسې زړونه ډاډه شي بر لاسي هر څه چې دي د هغه الله له خوا دي چې ډير زورور او پوهيدونکى دى. (او دا مرسته به هغه ددې له پاره درسره وکړي) تر څو چې د کفر په لاره د تلونکو يو مټ غوڅ کړي، يا هغو ته داسې رسوا کوونکې ماتې ورکړي چې هغوى ناکام خړ سترګي بيرته ستانه شي).
د مشرکينو د اسيرانو په بدل کې د فديې اخيستلو په هکله خداى پاک رسول  (صلى الله عليه وسلم) ته عتاب کوي او فرمايي:
 ((مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (67) لَوْلا كِتَابٌ مِنْ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (68) فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلالاً طَيِّباً وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (69).
(الانفال:٦٧-٦٨)
 (له هيڅ پيغمبره سره دا نه ښايي چې له هغه سره بنديان وي تر څو پورې چې هغه په ځمکه کې دښمنان په ښه شان ونه ټکوي تاسې د دنيا گټه غواړئ په داسې حال کې چې د الله تر نظر لاندې آخرت دى او الله برلاسى  او حکيم دى، که  الهي ليکنه مخکې نه واى شوې نو څه چې تاسې اخستي دي د هغه په مجازات کې به تاسې ته ډيره لويه سزاء درکړه شوې واى نو کوم مالونه چې تاسو د ولجې په ډول په لاس راوړي دي هغه خورئ هغه حلال او پاک دي او له الله نه په ويره کې اوسئ په يقيني توګه الله تيريدونکى او  رحم کوونکى دى).
 
٢- د احد غزا:
د هجرت په دريم کال د شنبې په ورځ د شوال په لسمه نيټه واقع شويده، سبب يې دا ؤ چې قريشو غوښتل د بدر انتقام واخلي، نو له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره د جګړې پخاطر يې پوره آمادګي ونيوه. په پاى کې د قريشو درى زره جنګيالي برسيره په احابيشو (١) را ووتل، اوه سوه (٧٠٠) زغره لرونکي، دوه سوه آسونه، (١٧) ښځې چې هنده بنت عتبة د ابو سفيان ښځه هم پکې وه. د نوموړې پلار د بدر  په غزا کې وژل شوى  ؤ، روان شول مخکې لاړل د احد له خوا د وادي زړه ته ورسيدل. احد يو لوړ غر دى چې د مدينې شمالي لوري ته درى ميله ليرې پروت دى، دلته په مدينه کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او يو شمير اصحابو (رضي الله عنهم) دا نظريه وه چې مسلمانان بايد د کفارو مخې ته ورنه شي، مدينه کې دې پاتې شي که مشرکينو په مدينه حمله وکړه نو دفاع به ورنه کوي، خو ځينو مهاجرو او انصارو ځوانانو او خصوصاً هغو کسانو چې په بدرکې يې برخه نه وه اخيستې، او دا شرف يې نه ؤ ګټلى د مشرکينو مخې ته په وتلو باندې پافشاري او ټينګار کاوه بالاخره رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم د دوى نظريه ومنله، کور ته ننوت او خپله زغره يې واغوستله، سپر يې   په شا کړ، توره او نيزه په لاس راووت. دلته هغه کسان چې له مدينې نه د وتلو غوښتنه يې کړې وه  پدې خاطر پښيمانه شول چې، ګويا خپل نظر يې په رسول الله (صلى الله عليه وسلم) باندې تحميل کړ، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته يې وويل: مونږ ته مناسبه نده چې ستا له نظر سره مخالفت وکړو، څه چې غواړى هغه و کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) داسې ځواب ورکړ: ((ماکان ينبغي لنبي اذا لبس لامته ان يضعها حتى يحکم الله بينه و بين عدوه). ( د نبي له شان سره نه ښايي چې يو ځل  خپله زغره واغوندي او بيا يې بيرته وباسي تر څو چې خداى د ده او دښمن تر مينځ فيصله نه وي کړې).
رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له مسلمانانو سره يو ځاى د جنګ په لور روان شو، د اسلامي لښکر شمير د زرو (١٠٠٠) تنو په شا او خوا کې ؤ چې پکې سل زغري او دوه آسان  وو.
کله چې مسلمانان جګړې ته د تلو په خاطر سره راټول شول، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وليدل چې يوه ډله يهوديان هم د منافقينو له رئيس عبدالله بن ابي بن سلول سره د وتلو اراده لري، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: آيا دوى مسلمانان  شويدي؟ ورته ويې ويل: نه، يا رسول الله. ويې فرمايل: پرې ايږدئ چې بيرته لاړ شي مونږ د مشرکينو د مقابلې لپاره له نورو مشرکينو نه کومک نه غواړو. عبدالله بن ابي بن سلول هم د لارې په نيمايي کې له مسلمانانو نه بيل شو او پدې سره د مسلمانانو  شمير اوه سوه تنو ته راکوز شو. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مخکې لاړ تر څو د احد ساحې ته ورسيد، دلته يې مخ د قريشو په خوا او شا يې د غره په طرف کړه، لښکر يې ليکې،  ليکې کړ د هرې ډلې لپاره يې يو قوماندان وټاکه، او د عبدالله بن جبير تر مشرۍ لاندې يې يو پنځوس کسيز غشي ويشتونکي ګروپ ته وظيفه ورکړه چې د شا له خوا د مشرکينو له حملو نه د مسلمانانو دفاع وکړي او داسې امر يې ورته وکړ:((احموا ظهورنا، لا ياتونا من خلفنا وارشقوهم بالنبل، فان الخيل لا تقوم على النبل، انا لا نزال غالبين ما ثبتم مکانکم، اللهم اني اشهدک عليهم)).                                                                                                                                                
(د شا له خوا زمونږ دفاع وکړئ، مه پريږدئ چې هغوى زمونږ له شا  راشي، په غشو يې ولئ، آسونه په غشو نه شي ورتلاى، مونږ تر هغې بريالي يو تر څو تاسې  پخپل ځاى ثابت وئ، اې خدايه زه تا پردوى ګواه نيسم.
په بل روايت کې راځى: ((ان رايتمونا تخطفنا الطير، فلا تبرحوا مکانکم هذا حتى ارسل اليکم، و ان رايتمونا هزمنا القوم او ظاهرناهم و هم قتلى فلا تبرحوا مکانکم حتى ارسل اليکم)).                                                                                                                                                                 
(که مو وليدل چې مرغان زمونږ غوښې وړي، تر هغې خپل ځاى مه پريږدئ  تر څو مې څوک درليږلي نه وي او که مو وليدل چې هغوى ته مو ماتې ورکړه، ورباندې غالب شو او هغوى مړه شول، بيا هم تر هغه وخته خپل ځاى مه پريږدئ تر څو مې احوال نه وي دراستولى).
جنګ پيل شو، الله (جل جلاله) مسلمانان بريالي کړل، يو شمير مشرکان يې ووژل او نورو يې تيښتې ته مخه کړه، مسلمانانو د غنيمت ټولول شروع کړل، د هغه غشي ويشتونکي ګروپ هم دېخوا ته نظر شو، سره ويې ويل نور دلته څه کوو الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) بريالى کړى؟! د ګروپ مشر عبدالله بن جبير (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) امر او توصيه ور په ياد کړه، خو دوى ځواب ورکړ چې جنګ نور خلاص شوى دى، او دلته د پاتې کيدو څه ضرورت نشته، عبدالله بن جبير او ورسره نورو لسو کسانو دا نظر و نه مانه او خپل سنګر يې پرى نښود، کله چې خالد بن وليد چې هغه وخت د مشرکينو د ښۍ خوا قوماندان ؤ، دا حال وليد او پوه شو چې مسلمانان د شا لورى نور له غشو ويشتونکو مدافعينو څخه خالي دى، نو د شا له خوا په مسلمانانو باندې راغبرګ شو، او مسلمانان تر هغې پورې ورباندې پوه نه شول تر څو يې تورې له بدن سره نه وې لګيدلې، پدې سره ډير وارخطا شول او په همدې وخت کې داسې آوازه هم خوره وه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) شهيد شوى دى، مسلمانان د مدينې په لوري وتښتيدل، مشرکين رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ور ورسيدل او نيزې يې دده په مبارک وجود ننوتې، تر څو په ځمکه راولويد او بې هوشه شو مبارک مخ يې زخمي شو، ګونډې يې هم وينې شوې،  لاندينۍ شونډه يې هم ټپي شوه د سر خولۍ يې ماته شوه او دوې کړۍ يې په مخ کې ننوتې، مشرکين له هرې خوا ور  باندې راولويدل تر څو په شهادت يې ورسوي، خو د الله رسول (صلى الله عليه وسلم) له يو شمير مسلمانانو سره يو ځاى د غره په شان ولاړ ؤ،  د مؤمنانو له جملې نه يو ورسره ابو د جانه ؤ چې ځان يې د مشرکينو د غشو په وړاندې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سپر ګرزولى ؤ، غشي يې په شا لګيدل او دفع کول يې، بل ورسره  سعد بن ابي وقاص ؤ چې هغه ورځ يې تقريبا زر غشي وار کړل، همدا راز هلته نسيبة ام عمارة الانصارية وه د زخميانو خړوبول يې پريښودل، توره يې واخيسته جنګ يې پيل کړ، په توره وهل کوي او غشي ولي تر څو له رسول الله  (صلى الله عليه و اله وصحبه  و سلم) نه دفاع وکړي په پاى کې په غاړه کې ولګيده سخته ټپي شوه، لدې سره يې ميړه او دوه زامن هم وو، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:
((بارک الله عليکم اهل بيت)) فقالت له نسيبة: ادع الله ا ن نرافقک في الجنة فقال:((اللهم اجعلهم رفقائي  في الجنة)).
(خداى دې په تاسې اهل بيت  برکت واچوي، نسيبې ورته وويل: له خداى نه سوال وکړه چې په جنت کې ستا ملګري شو، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: خدايه هغوى په جنت کې زما ملګري کړې.
پدې سره نسيبې (رضي الله عنها) وويل: په دنيا کې په رارسيدلي حال مې څه پروا نشته. همدا راز  رسول الله (صلى الله عليه وسلم‌) يې په حق کې فرمايلي: (( که ښي طرف ته به مې کتل او که چپ طرف ته هغې (رضي الله عنها) به زما په دفاع کې جنګ  کاوه)).  نسيبه (رضي الله عنها) هغه ورځ د تورو او نيزو دوولس زخمه خوړلي وو.
د جنګ په همدې سخت حالت کې ابي  بن خلف ډير کوښښ وکړ چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ځان ورسوي تر څو شهيد يې کړي، قسم يې وخوړ چې په شا به نه ځي، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له خپلو ملګرو نه نيزه واخيسته او د هغه  په ستوني کې يې ووهله چې وروسته له همدې امله مړ شو، او همدا يوازينى انسان دي چې  په ټول ژوند کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په لاس وژل شويدي.
لدېنه وروسته رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د طلحة بن عبيدالله په اوږو راپورته شو، ودريد او مشرکينو ته يې وکتل، د  هغوى يو ټولى يې د غره په سر کې وليد، څوک يې وروليږل چې هغوى راکوز کړي او ويې فرمايل: ((لا ينبغي لهم ان يعلونا، اللهم لا قوة لنا الابک)). نه ښايي چې هغوى زمونږ نه لوړ وي، يا خدايه بيله ستا مونږ هيڅ قدرت او قوت نلرو.
جنګ ختم شو، ابوسفيان د ځان او مشرکينو د زړه يخوالي پخاطر وويل: دا ورځ د بدر د ورځې په بدل کې.
ددې غزا د شهيدانو په ډله کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) تره حمزه (رضي الله عنه) هم ؤ نوموړى محبوب شهيد د ابو سفيان ښځې (هندې) مثله کړ، يينه يا زړه يې راويوست او ويې ژوواه، خو د تريخوالي له امله يې بيرته توکړ، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل تره په حالت سخت خفه شواو ويې فرمايل:((لئن اظهرني الله علي قريش  في موطن من المواطن لامثلن بثلاثين رجلا منهم) ولکن الله نهى عن المثلة بعد ذلک)).(که خداې په يو ځاې کې په قريشو بريالى کړم نو ديرش کسه به ورنه مثله کوم، خو خداې پاک وروسته مثله کول منع کړل).
پدې جګړه کې له مسلمانانو څخه (٧٠) تنه شهيدان او له مشرکينو نه (٢٣) کسه مړه شول.
الله (جل جلاله) ددې جګړې په هکله څو آيتونه نازل کړل مسلمانانو ته يې ډاډينه ورکړه، او هر يو يې د هغوى د زخمونو لپاره لکه پټۍ داسې و، همدا راز د ا مبارک آيتونه  د دوى د ماتې سبب هم په ګوته کوي فرمايي: ((وَلا تَهِنُوا وَلا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمْ الأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ        (139) إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ(140) وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ  (141) أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمْ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ (142) ( آل عمران ١٣٩ / ١٤٢)
بې زړه کيږئ مه انديښمن کيږئ مه همدا تاسې برلاسي ياست که تاسې مؤمنان اوسئ اوس  که تاسې ټپي شوي يئ نو له دينه مخکې ستاسې دښمنه ډله هم همداسې ټپيان شوي دا د زمانې خوږې ترخې دي چې مونږ يې د خلکو تر مينځه اړوو را اړوو. پر تاسې دا مرحله ځکه راوستل شوه چې الله دا کتنه غوښتله چې په تاسې کې ريښتيني مؤمنان څوک دي، او د هغو خلکو ټاکل يې غوښتل چې په واقعي توګه ( د ريښتينولۍ) شاهدان وي ځکه چې ظالمان د الله نه خوښيږي او هغه ددې ازموينې په وسيله د مؤمنانو چاڼول او د کافرانو ځپل غوښتل آيا تاسې دا ګڼلې ده چې همداسې به جنت ته لاړ شئ پداسې حال کې چې لا تر اوسه پورې الله دا نده ليدلى (دا ازماښت يې نه دى کړي) چې په تاسې کې  څوک هغه خلک دي چې د هغه په لاره کې جهاد کوونکي او صبر کوونکي دي.
له څو آيتونو وروسته فرمايي: ((وَلَقَدْ صَدَقَكُمْ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا أَرَاكُمْ مَا تُحِبُّونَ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (152) إِذْ تُصْعِدُونَ وَلا تَلْوُونَ عَلَى أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمّاً بِغَمٍّ لِكَيْلا تَحْزَنُوا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلا مَا أَصَابَكُمْ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (153).
(آل عمران :١٥٢-١٥٣)
 (الله چې د ((مرستې او نصرت)) کومه وعده له تاسې سره کړې وه هغه خو يې پوره کړي لومړى خو د هغه په حکم همدا تاسې هغوى وژل خو کله چې تاسې همت له لاسه ورکړ او په خپل کار کې مو سره اختلاف وکړ او له هغه وروسته چې الله تاسې ته هغه دروښوده چې تاسې يې په مينه کې راګير وئ (ولچې مالونه) تاسې د خپل مشر له امر څخه غاړه وغړوله ددې له پاره چې له تاسې څخه ځينې خلک د دنيا غوښتونکي وو او ځينو د آخرت هيله لرله نو الله تاسې د کافرانو په مقابله کې په شا وتمبولئ تر څو چې پر تاسې ازميښت وکړي. او حقه داده چې الله جل جلاله) بيا هم تاسې ته معافي وکړه  ځکه چې د الله پر مؤمنانو د پيرزوينې ډير لوى نظر لري در په زړه کړئ هغه وخت چې تاسې په تيښته ځغليدئ هيچا ته مو بيرته د کتلو قدرې پام نه ؤ او پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) له شا درپسې (تاسې ته) نارې وهلې په هغه وخت ستاسې ددې چال چلند بدله الله در کړه چې تاسې يې پر غم د پاسه  په غم اخته کړئ تر څو د آينده لپاره دا درس واخلئ چې که څه شي ستاسې له  لاسه ووځي يا کوم تکليف درته ورسيږي چې پر هغه خپه نشئ الله (جل جلاله) ستاسې د ټولو کړو وړو څخه خبر دى.
 
٣- د بني نضير غزا:
بني نضير له مدينې سره خوا کې يوه يهودي قبيله وه، چې له خزرج قبيلې سره يې تړون درلود، او له  مسلمانانو سره يې هم د صلحې  او همکارۍ تړون لاسليک کړي ؤ، خو يهودي له غدر او شر نه ډک طبيعت دېته اړ ايستل چې تړون مات کړي. يو وخت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او ورسره ځنې اصحابو (رضي الله عنهم) د بني نضير په مېنه کې يوه ديوال ته ناست ؤو چې د همدې قبيلې يهودو د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  د قتل توطئه جوړه کړه او غوښتل يې د يوې تيږې  په راغورځولو سره دا شوم کار تر سره کړي، خو نبي (صلى الله عليه وسلم) پرې پوه شو، په چټکۍ سره راولاړ شو او د مدينې په لور وخوځيد، اصحاب (رضي الله عنهم) هم ورپسې لاړل: بيا يې له هغه ځايه محمد بن مسلمة د بنو نضير يهودانو ته وروليږه او ورته ويې ويل چې نور زما له ښار (وطن) نه ووزئ، دلته نور د پاتې کيدو حق نلرئ، تاسې خپل غدر او شيطانت تر سره کړ. د وتلو لپاره يې لس ورځې مهلت ورکړ، بنو نضيرو پدې اخطار سره د تلو ترتيبات ونيول، خو د منافقينو رئيس عبدالله بن ابي بن سلول پيغام ورواستوه چې بايد له مدينې نه لاړ نه شي، او د دوو زرو (٢٠٠٠) کسانو وعده يې  ورسره وکړه چې د دوى د دفاع پخاطربه يې وراستوي، پدې سره يهودان بيرته کيناستل او په خپلو قلاګانو کې يې سنګرونه ونيول او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته يې داسې پيغام وليږه: مونږ له خپل وطن نه وزو څه  دې چې د لاسه کيږي ويې کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره د دوى په خوا وخوځيد: بيرغ يې علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) ته ورکړ، يهودانو چې کله دوى وليدل نو د غشو او تيږو باران يې پرې جوړ کړ، خو د منافقينو د مشر وعده کړي لښکر ور ونه رسيد او د کومک يې څه درک و نه لګيد. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) محاصره کړل او محاصره اوږده شوه بالاخره ديته مجبور شو چې د يهودانود خرما ونې ووهي، دلته وه چې دوى (يهودانو) د مجبورۍ له مخې ورته وويل: اوس ستا له وطن نه وځو. خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا شرط ورباندي  کيښود چې وسلې به له ځان سره نه وړي، او هر څوک، فقط د يوه اوښ د بار په اندازه مال ورسره وړى شي، وينې يې په امن دي څوک يې يو څاڅکى وينه هم نه شي تويولى، خو کله يې چې د وتو اراده وکړه ټول هغه څه  يې راوايستل چې وړى يې شوى، بيا يې خپل کورونه ړنګ کړل تر څو مسلمانان ورڅخه ګټه وانخلي او روان شول، له مدينې نه ووتل څوک په خيبر کې چې له مدينې  نه (١٠٠) ميله ليرې دى ځاې په ځاې شول، او ځنې نور يې د شام  جنوبي خوا (جرش) نومي ځاې کې ميشت شول او يوازې دوه کسان  ورنه مسلمان شول.
ددې غزا په هکله د حشر سورت نازل شو چيرته چې خداې (جل جلاله) فرمايي:
((هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنْ اللَّهِ فَأَتَاهُمْ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ(2) وَلَوْلا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ الْجَلاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ (3) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقَّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (4)).(الحشر:٢-٤)
(هغه ذات دى چې اهل کتاب کافران يې په همدې لومړۍ حمله کې له خپلو کورونو څه وايستل ستاسې هيڅ دا ګومان نه ؤ چې هغوى به ووځي او هغوى هم دا گڼله چې د هغوى کلاوې به هغوى له الله نه وژغوري خو الله له داسې لوري په هغو راغى چې هغې خوا ته د هغوى خيال هم نه ؤ. د هغو په زړونو کې يې ويره واچوله نتيجه دا شوه چې هغوى خپله پخپلو لاسونو سره هم خپل کورونه ورانول او د مؤمنانو په لاسونو سره يې هم ورانول نو عبرت واخلئ اې د بينا سترګو لرونکو که الله د هغوى په حق کې جلا و‌طني نه واې ليکلى نو په همدې دنيا کې به يې هغوى ته عذاب ورکړي ؤ او په آخرت کې خو د هغو لپاره د دوزخ عذاب دى دا هر څه لدې امله وشول چې هغوى له الله او د هغه له رسول سره دښمني وکړه، او هر څوک چې له الله سره دښمني وکړي الله هغه ته په سزا ورکولو کې سخت دى).
 
٤- د احزاب غزا:
  د احزاب غزا د خندق غزا هم بلله کيږي، نوموړې غزا د هجرت په پنځم کال د شوال په مياشت کې شوې وه. سبب يې دا ؤ کله چې بني نضير له وطن نه وشړل شول، څو مشران يې مکې ته له قريشو سره د خبرو اترو لپاره لاړل، تر څو هغوى له رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  سره د جګړې لپاره ولمسوي، قريشو موافقه ور سره وکړه. بيا يهودي مشران غطفان ته ورغلل چې بنو فزاره او بنو مرة او اشجع ورسره موافق شول او پدې ترتيب سره ټول د مدينې په لور روان شول. کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) لدي پيښې نه خبر شو نو يې له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وکړه، پدې جريان کې سلمان (رضي الله عنه) له مدينې نه شا او خوا د خندق کيندلو رايه وړاندې کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا نظريه تائيد او د خندق کيندلو امر يې وکړ، او پخپله يې هم پکې کار کاوه. کله چې قريش او ورسره ملګري احزاب (ډلې) مدينې ته راورسيدل د خندق په ليدلو حيران شول او وويريدل ځکه عربو لدينه مخکې دا شان خندق نه ؤ ليدلى. د قريشو او ملګرو شمير يې لس زره کسه او د مسلمانانو شمير درى زره کسان وو. د يهودو له مشرانو نه يو تن چې حيي بن اخطب نوميده د بني قريظه مشر کعب بن اسد ته ورغى او ور نه ويې وغوښتل چې له مسلمانانو سره خپل  د سولې  تړون مات کړي، هغوى يې بالاخره په چل او ول کې ديته آماده کړل چې تړون مات کړي او له احزابو سره يو ځاې شي، نو حالت پر مسلمانانو نور هم سخت شو. پدې وخت کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له بني قريظه سره د سولې پخاطر داسې نظريه وړاندي کړه چې که هغوى سوله ومني نو د مدينې د ميوو دريمه برخه  به ورکړي ، خو انصارو د ديني عزت او غيرت په وجه دا و نه منله او قبوله يې نکړه چې خائنو، عهد ماتوونکو ته دا شي ورکړي.  نو جنګ پيل شو د قريشو ځنې سپاره د خندق له يو تنګ ځاې نه مدينې ته ننوتل، مسلمانانو يې مقابله وکړه_  جنګ يې ورسره وکړ. بيا نعيم بن مسعود بن عامر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته راغى او ورته ويې ويل: زه مسلمان يم خو قوم مې تر اوسه په اسلام نه دى خبر شوى، زه د بني قريظه ملګرى يم، هغوى راباندې پوره باور او اعتماد لري، نو امر راته کوه چې څه وکړم؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: ((انما انت فينا رجل  واحد، فخذل عنا ان استطعت فان الحرب خدعة)).    (ته په مونږ کې يو کس يې، نو په هر څه دې چې وس وي زمونږ کومک وکړه، جنګ خو چل دى).
نعيم له خپلې پوهې او ځيرکۍ نه کار واخيست،  قريشو او د هغوى  د حليفانو او بني قريظه تر مينځ يې درز پيدا کړ، يو پر بل يې اعتماد ختم شو،  الله (جل جلاله) په احزابو باندې په توره او ډيره يخه شپه کې شديد باد او طوفان مسلط کړ، باد يې خيمې څيرې کړې، ديګونه يې چپه کړل، په زړونو کې يې ويره ولويده او په همدي شپه کې يې مخه واخيسته، کله چې سهار شو مسلمانانو وکتل چې يو مشرک هم نشته، ټولو کوچيدلي دي.
ددې جګړې په اړه الله (جل جلاله) پخپله کتاب کې دا آيتونه نازل کړيدي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحاً وَجُنُوداً لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيراً (9) إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتْ الأَبْصَارُ وَبَلَغَتْ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَ (10) هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالاً شَدِيداً (11)). (الاحزاب:٩-١١)
(اې مؤمنانو د الله هغه پيرزوينه در په زړه کړئ چې (همدا اوس اوس ) هغه پر تاسې کړې ده، کله چې لښکرو پر تاسې يرغل وکړ نو مونږ پر هغو يو سخت طوفان وليږه او داسې پوځونه مو وليږل چې ستاسې  په نظر نه راتلل الله هغه  هر څه ليدل چې تاسې په دې وخت کې کول کله چې هغوى له پاسه او له لاندې پر تاسې يرغل وکړ کله چې سترګې له ويرى ټيغې وختلې، زړونه خولې ته راغلل او تاسې د الله په باب راز راز ګومانونه وکړل په هغه کې مؤمنان ښه وآزمايل شول او سخت ولړزول شول). ورپسې د منافقينو دريز او له ميدانه ( جنګ) نه تيښته بيانوي، بيا د مؤمنانو په وصف کې وايي: ((وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلاَّ إِيمَاناً وَتَسْلِيماً (22) مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً (23) لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُوراً رَحِيماً (24) وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْراً وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيّاً عَزِيزاً (25) وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلاَّ إِيمَاناً وَتَسْلِيماً (22) مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً (23)لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُوراً رَحِيماً (24) وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْراً وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيّاً عَزِيزاً (25)). الاحزاب: ٢٢/٢٥)
(او د ريښتينو مؤمنانو (حال هغه وخت کې دا ؤ) چې کله هغوى يرغلګر وليدل نو ويې ويل چې ((دا هماغه څه دي چې الله او د هغه رسول له مونږ سره د هغه وعده کړې وه د الله او د هغه رسول (صلى الله عليه وسلم) خبره رښتيا وه )) دغې پيښې د  هغو ايمان او غاړه ايښودل لا زيات کړل.له مؤمنانو څخه چې هغوى له الله سره کړې ژمنه رښتيا کړې ده له هغو نه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي هغوى په خپله کړنلاره کې هيڅ تبديلي رانه وستله (دا هر څه ددې لپاره وشول) تر څو چې الله  صادقانو ته د هغو د صداقت مکافات ورکړي او منافقانو ته که يې خوښه شي سزا ورکړي او که يې خوښه شي نو د هغو توبه قبوله کړي بيشکه الله غفور او رحيم دى.  الله د کافرانو مخ واړوه هغوى له کومې ګټې تر لاسه کولو پرته د خپلو زړونو له تاو سره همداسې بيرته ستانه شول، او د مؤمنانو لخوا هماغه الله د جنګيدو لپاره کافي شو  الله ډير زورور او برلاسى دى).
٥- د بني قريظه غزا:
دغه غزا د هجرت په پنځم کال د احزاب په غزا پسې  وروسته له هغه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د بني قريظه فطرتي غدر،پستي او له قريشو سره د هغوى پوره همکاري او مرسته وليده، او دوى پخپله هم د احزابو د غزا په سخت حالت کې له مسلمانانو سره خپل تړون مات اعلان کړ. بني قريظه چې لا تر اوسه په مدينه کې اوسيدل د داسې لوى شر او او بربادۍ ملا يې تړلې وه چې که چېرې د احزابو غزا په ياد شوي شکل پاى ته نه واى رسيدلى نو ددې امکان موجود ؤ چې مسلمانان له مينځه لاړ شي، بناء رسول الله (صلى الله عليه وسلم) لازمه وليده چې دي خائنانو ته د عبرت درس ورکړي،د جهاد او دعوت مرکز (مدينه) يې له شر او کثافت نه پاک کړي، تر څو په راتلونکې کې بيا له شرائطو نه په استفادې سره پخپلو همسايه مسلمانانو تيرى ونکړي، او  د يهودي غدر په واسطه يې درپدر او تباه نکړي.
امام بخاري (رحمة الله عليه) له حضرت عائشې (رضي الله عنها) نه روايت کوي، کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له غزا نه راوګرځيد سلاح يې کيښوده، غسل يې وکړ، جبرائيل (عليه السلام) ورته راغى په سر يې ګرد او دوړې وې او ويې ويل: سلاح د ايښودې ده، قسم په خداې چې ما تر اوسه خپله وسله نده ايښې. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: نو چيرته؟  ويې ويل: هلته او د بني قريظه په خوا يې اشاره وکړه، عائشه (رضي الله عنها) فرمايې: نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فورا د بنو قريظة په لور ور ووت.
رسول الله (صلى الله عليه وسلم) امر وکړ چې خلکو ته خبر ورکړل شي چې ټول د لمازديګر لمونځ بني قريظه ته ورسوي. رسول الله (صلى الله عيه وسلم) راووت او علي (رضي الله عنه) بيرغ نيولى ؤ، درى زره مسلمانان راټول شول چې ورسره ( ٢٦) آسان هم وو.  کله چې علي (رضي الله عنه) د بني قريظه خوا ته نژدې شو د رسول (صلى الله عليه وسلم) او د هغه د سپيڅلوميرمنو په هکله يې له يهودو نه ډيره بده خبره واوريده، نو فورا يې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پدې خبر کړ او ورنه يې وغوښتل چې دې خبيثانو ته ورلنډ نه شي، خو رسول (صلىالله عليه وسلم) په ځواب کې ورته وويل: چې کله ما وويني لدې خبرو نه به يوه هم ونکړي، زه د هغوى په منافقانه او چاپلوسانه طبيعت ښه پوه يم، او همداسې هم شوه. مسلمانانو هغوى (٢٥) شپې محاصره کړل، او بالاخره د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حکم ته يې غاړه کيښوده او راکوز شول، نو سعد پن معاذ د اوس قبيلې رئيس چې له بني قريظه سره يې تړون درلود داسې فيصله: وکړه جنګ کونکې دې ووژل شي، اولادونه  يې دې اسيران يا غلامان وي، مالونه يې دې وويشل شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) همدا فيصله  نافذه کړه او په همدې سره د يهودو غدر، توطئې او فريبونه له مدينې او شا او خوا منطقو نه پوره او مکمل ختم شول.
ددې غزا په هکله هم د قرآنکريم څو آيتونه نازل شوي چې د يهودانو غدر او منافقت بيانوي، د هغوى تړون ماتونه او د احزاب په غزا کې له  مسلمانانو سره د دوى نامردي په ګوته کوي: ((وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلاَّ فِرَاراً (13) وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلاَّ يَسِيراً (14) وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لا يُوَلُّونَ الأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولاً (15) قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمْ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنْ الْمَوْتِ أَوْ ا

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*