وروستي

د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق‎

بلار او مور بلار او مور

د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق

ژباړن: موسی مهاجر
 

لکه څنګه، چي مور او پلار په خپل ژوند کي په اولاد حقوق لري، همداسي تر وفات وروسته هم دهغوی ځیني حقوق اولاد ته متوجه کیږي او داسلام مبارک دین يې لارښوونه کړې ده.

په یوه حديث کي نبی عليه السلام وايي:

عن ابی أسيد نالساعدی قال بينما نحن عندرسول اللهﷺ اذ جاءه رجل من بنی سلمة فقال: يارسول الله! هل بقی من بر أبویّ شئی؟ أبرهمابه بعدموتهما.

قال نعم، الصلوة عليهما والاستغفار لهما وانفاذعهدهما من بعدهما، وصلة الرحم التی لاتوصل الابهما واکرام صديقهما.

رواه ابوداؤدوابن ماجة (مشکوة المصابيح ،باب البر والصلة)

ژباړه: حضرت ابواسيدالساعدی رضی الله عنه روایت کوي، چي موږله نبی عليه السلام سره يوځای ناست وو، چي دبنوسلمه له قبيلې سره تړاو لرونکی يوتن راغی اوویې ویل، چي اې دالله رسولهﷺ! ایا دموراوپلار حق اوله هغوی سره احسان دهغوی ترمړیني وروسته هم زماپه غاړه شته؟ چي دهغوی ترمړيني وروسته له هغوی سره هغه ښېګڼه وکړم؟

نبی عليه السلام ورته وویل، چي هو! دهغوی لپاره درحمت دعا کول، بښنه ورته غوښتل، ترهغوی وروسته دهغوی وصيت اوکړې ژمني پوره کول، دموراوپلار له هغوخپلوانواودوستانوسره صله رحمي کول، چي د دوستي اوخپلوي رسۍ يوازي ددوی په وجه ورسره لرې اودهغوی ملګرو درناوی اواحترا م کول، هغه حقوق دي، چي ترمړيني وروسته یې درباندي لري.

نبی عليه السلام په يوه بل حدیث کي دپلار له ملګرو سره دغوړه اړیکو ساتلو ته ډیر اهمیت ورکړی اودا یې تر ټولو غوره کړنه بللې ده.

حدیث کي راځي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ أَبَرَّ الْبِرِّ أَنْ يَصِلَ الرَّجُلُ أَهْلَ وُدِّ أَبِيهِ ». قَالَ وَفِى الْبَابِ عَنْ أَبِى أَسِيدٍ.

رواه ترمذي

ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي ماله نبی عليه السلام څخه واورېدل، چي نبی عليه السلام وویل: بې شکه ترټولوزیات دغوره سلوک څښتن هغه سړی دی، چي دخپل پلار له ملګرواودوستانوسره مينه اوغوره اړيکي نيسي.

په اسلام کي له مور اوپلار سره دغوره چال چلند ترغیب اودهغوی له نافرماني اوځوروني څخه په ځان ژغورني ټينګارشوی وو، خو دلته نور پرمختګ کيږي، يعنی يوازي له موراوپلار سره په غوره سلوک اوښېګڼي بسنه نه کيږي، بلکه بشپړاحسان دادی، چي دهغوی له دوستانو اوملګرو سره هم غوره چال چلند وکړل شي، دموراوپلار چي له کوموکسانوسره اړيکي اومينه وي، اولاد یې هم بايددموراوپلار دوستانوته پاملرنه وکړي اودهغوی درناوی وکړي، له هغوی سره مينه وکړي اواړيکي ورسره ونه شلوي، بلکه له هغوی سره په غوره چال چلند نوره هم مینه ورسره زیاته اوپه خپل ځای یې وساتي، دنبی عليه السلام په همدې لارښوونوکه هرمسلمان عمل وکړي، نه يوازي چي دالله تعالی خوښي، نږدېکت اودجنت لوړي درجې به ترلاسه کړي، له بله پلوه به په دنياکي هم سوکاله اوله ميني اومحبته ډک ژوند ولري اوپه همدې ترتيب يوه خوشحاله اوسوکاله ټولنه منځته راځي، الله تعالی دي موږ ټولوته دنبی عليه السلام په لارښوونودعمل کولوتوفيق راکړي،آمین.

که موږ وګورو په دغه حدیث شریف کي د« اَبَرّالبِرّ» یعنی داسم تفضيل صيغه راغلې،يعنی ډیر ښه چلندکول اوډیره نيکي کول دموراوپلار له ملګروسره اړيکي پالل دي، دلته یې داسم تفضيل صيغه له دې امله راوړه، چي سړی دخپل پلار په نه موجودګي کي دهغه له ملګرواودوستانوسره غوره سلوک کوي اوله خپل پلارسره دميني له امله له هغوی سره مينه اودهغوی احترام کوي، دارښتياډیراحسان اوستره نيکي ده، څرګنده ده، چي که پلار حاضر وای، دپلاربه یې لازیات درناوی کاوواوله هغه سره به یې لازیاته نيکي کولای.

ددې تفصيل موخه داده، چي په يادشوي حدیث کي دپلار له ملګروسره دغوره سلوک یادونه دپلار په نه موجودګي کي شوې او دا ورڅخه څرګنديږي، ځکه دپلار په وجود کي دهغه له دوستانوسره دغوره چلند په کولوکي داشک پیدا کيږي، چي دزړه له کومي به دپلار له ملګرو سره احسان نه کوي، بلکه دپلار له غوسې اودهغه له خفګان څخه دځان ژغورني له امله به دهغه له دوستانوسره غوره چال چلند کوي اوکه داسي وي، داکامل اوبشپړاحسان نه شو اوڅنګه چي په حدیث کي دبشپړاحسان يادونه شوې اوبشپړ احسان هغه مهال رامنځته کېدلی شي، چي له پلار سره دبشپړي وفادارۍ له امله اوله هغه څخه دنه وېرېدلواودهغه دنه ملامتياپه صورت کي دزړه له کومي دپلار له دوستانوسره غوره چال چلند وکړل شي اویو بل روایت صراحتاً په همدې دلالت کوي، چي مشکوة شريف رانقل کړی اوهغه حدیث دادی:

وعن ابن عمررضی الله عنهماقال: قال رسول اللهﷺ! ان من ابرالبر صلة الرجل اهل وُدّ ابيه بعدان يولّی.

(رواه مسلم) (مشکوة المصابيح ج ۲ص:۴۴۱ باب البر والصلة)

يعنی بشپړه نيکي داده، چي سړی دخپل پلار له ملګرواودوستانوسره غوره اړيکي جوړي کړي، وروسته له دې چي پلار یې شاوګرځوي.

دشادګرځولومطلب دادی، چي پلاریې مړشي اوله دې فاني نړۍ څخه ولاړ شي، دامطلب یې هم کېدلی شي، چي پلار خوژوندی وي، لیکن په همدې مجلس اوځای کي موجود نه وي، ياهغه له اولاد څخه ناخوښه شي اومخ ورڅخه وګرځوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*