وروستي

د مکي د فتحی په ورځ او له هغه نه وروسته د بتانو ماتول ( سیرت )

د مکي د فتحی په ورځ او له هغه نه وروسته د بتانو ماتول ( سیرت ) د مکي د فتحی په ورځ او له هغه نه وروسته د بتانو ماتول ( سیرت )
لیکوال: د. مصطفى السباعي
ژباړن: سلطان محمود صلاح

د مکي د فتحی په ورځ او له هغه نه وروسته د بتانو ماتول ( سیرت )

له نوح (عليه السلام) نه وروسته د انبياؤ (عليهم السلام) پلار ابراهيم (عليه السلام) پخپل قوم کې له بت پرستۍ سره داسې  مقابله وکړه چې مشرکينو يې د سيځلو اراده وکړه، لکه چې قرانکريم حکايت کوي کله چې ابراهيم (خليل الله) مکې ته لاړ نو خپل زوى اسماعيل (عليه السلام) يې له خپلې مور سره يو ځاى هلته پريښود. اسماعيل (عليه السلام) ځوان شو نو دواړو کعبه شريفه جوړه کړه، تر څو هلته د خداى (جل جلاله) عبادت وشي، خلک يې حج وکړي، د اسماعيل (عليه السلام) اولاده زياته شوه او مورخينو دده اولاده د مستعربه عربو په نامه نومولي دي. دې خلکو ډيره زمانه د بتانو عبادت نه پيژانده، خو وروسته به چې هرچا له مکې نه د باندې سفر کاوه، ارو مرو به يې د حرم شريف له تيږو نه يوه تيږه د احترام او تکريم پخاطر له ځان سره وړه، او هر چيرته به يې چې واړول نو دا تيږه به يې کيښوده او د کعبې په شان طواف به يې ورڅخه کاوه، دي کار تر هغې پورې دوام درلود تر څو (عمرو بن لحي) د بتانو عبادت ور ووړ او دا د ځينو په قول د محمد (صلى الله عليه وسلم) له بعثت نه (٥٠٠) کاله مخکنۍ خبره ده. نوموړى (عمرو بن لحي) لومړنى کس دى چې اسماعيلي دين يې بدل کړى. نوموړى له مکې نه د جرهم د قبيلې له ايستلو وروسته د کعبې ساتونکى شو، خو څه موده وروسته سخت ناروغ شو، چا ورته وويل چې د شام په بلقاء نومي ځاى کې يوه حمه (چينه) ده (چې اوس هم حمه ورته ويل کيږي) که هلته ورشي نو روغ به شي، عمرو هلته ورغى، غسل يې پکې وکړ او روغ شو او هملته يې وليدل چې د هغه ځاى اوسيدونکي د بتانو عبادت کوي پوښتنه يې وکړه دا څه دي؟ هغوى ورته وويل: مونږ له همدې بتانو نه  باران او پر دښمنانو برى او غلبه غواړو. عمرو د يوه بت  سوال ورنه وکړ، هغوى يې سوال ومانه او يو بت يې ورکړ، ده بت له ځان سره مکې ته راوړ او کعبې ته يې نژدي ودراوه، پدې ډول په عربي ټاپو وزمه کې د بتانو عبادت پيل او رواج شو، او دومره زيات خور شو چې هر چا به پخپل کور کې يو بت درلود چې عبادت به يې ورته کاوه، او کله به چې څوک په سفر تله، نو په کور کې به يې آخرينى کار او له سفر نه له راستنيدو وروسته لومړنى کار به يې د بت مسحه کول وو.
په عربو کې د بت پرستۍ مينه نوره هم زياته شوه، چا به د بيت او چا به د بت عبادت کاوه او که به چا د بت  او  بيت جوړولو وس نه درلود، نو بيا به يې د حرم شريف په مخکې يوه تيږه ودروله او د بيت الله په شان به يې طواف ورنه کاوه، کوم کس به چې سفر وکړ او چيرته بل ځاى به يې واړول نو خلور تيږې به يې واخيستې او تر ټولو تيږو بهتره به يې د ځان رب وبلله او پاتې درى نورې به يې دديګ لپاره نغرى کړې او کله به چې تللو نو رب او نغرى ټول به يې پريښودل او چې بل ځاى به يې واړول نو بيا به يې همدا کار کاوه.
عربو درى لوى بتان درلودل چې ډير احترام يې ورته درلود او د هغوى حج به يې کاوه، مالونه به يې ورته حلالول، طواف به يې ورنه کاوه، لومړنى يې ((مناة)) نوميده چې د مکې او مدينې تر مينځ د قديد نومي ځاى د مشلل په ناحيه کې د بحر په غاړه ايښودل شوى ؤ، ټولو عربو ددې بت ډير احترام درلود خو اوس او خزرج يې له نورو نه ډير درناوى کاوه او کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د هجرت په اتم کال د مکې د فتحې په لور روان شو، علي (رضي الله عنه) هم بت دړى وړى کړ او څه شي چې ورسره ايښى ؤ هغه يې رسول (صلى الله عليه وسلم) ته راوړل، پدې شيانو کې دوى تورې هم وې چې د غسان قبيلې مشر حارث بن ابي شمر الغساني دې بت ته هديه کړې وې او دا همغه حارث ؤ چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) خط وړونکى قاصد (شجاع بن وهب الاسدي رضي الله عنه) يې په شهادت رسولى ؤ او له ده نه پرته د رسول (صلى الله عليه وسلم) بل هيڅ يو قاصد هم ندى وژل شوى.
دوهم بت يې ((لات)) نوميده چې په طائف کې ايښودل شوى ؤ او دا يوه لويه څلور کنجه پرښه (ډبره)  وه، قريشو او ټولو عربو زيات احترام ورته درلود او کله چې رسول صلى الله عليه وسلم مکه فتحه کړه او بيرته مدينې ته ستون شو، هلته ورته د ثقيف وفد راغى او له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نه يې سوال وکړ چې دا بت (لات) تر دريو نورو کالو پورې مات نکړي، خو رسول صلى الله عليه وسلم) دا سوال ونه مانه، هغوى د دريو کالو دا موده کموله، خو رسول صلى الله عليه وسلم نه منله تر څو يوې مياشتې ته راکوز شول، خو بيا هم رسول (صلى الله عليه وسلم ونه منله.
ابن هشام وايي چې دوى ددې غوښتنې توجيه داسې کوله چې ګويا دوى غواړي ددې بت په جوړ پريښوولو سره د قوم جاهله طبقه، ښځې او ماشومان اسلام قبلولو ته اړباسي او اوس به دا غوره نه وي چې د بت په ماتولو سره خپل قوم حيران دريان کړي، خو رسول (صلى الله عليه وسلم) دا ونه منله او سمدلاسه يې ابو سفيان بن حرب او مغيرة بن شعبة ته امر وکړ چې لاړ شي او دا بت (منات) هم دړې وړې کړي کله چې مغيرة په بت ګزارونه شروع کړل، د ثقيف ښځې راووتې او په ډکو سترګو يې ويل:
 
لتبکين دفاع              اسلمها الرضاع
لم يحسنوا المصاع
 
او له دې نه يې مراد دا ؤ چې افسوس د هغه شي په حال چې له مونږ نه به يې دفاع کوله، دښمنان به يې رانه شړل او بلاګانې (مصيبتونه) به يې رانه ليرې کولې، هى، هى،  اوس هغه دړې وړې کيږي، خلکو ورانۍ ته وسپارل، دفاع يې ورنه ونه کړه او د دفاع پخاطر يې تورې پورته نکړې.
دريم بت (عزى) نوميده، چې له مکې نه عراق ته د تلونکې لارې ښي لاس ته پروت ؤ، قريشو خاص احترام ورته درلود تر دې حده چې کله قرانکريم را نازل شو او دا ټول بتان يې ردول او ټکول، نو دا په قريشو ډيره سخته تمامه شوه، او کله چې ابو احيحه (سعيد بن عاص بن امية بن عبدشمس بن عبد مناف) د مرګ په بستره کې ناروغ پروت ؤ، ابو لهب يې پوښتنې ته ورغى که ګوري چې ابو احيحه ژاړي، ابو لهب ورته وويل: ولې ژاړې؟ هغه ورته وويل: له مرګه نه ژاړم، بلکه لدې ژاړم چې ويريږم  که زه مړ شم نو د عزى عبادت به پريښوول شي، ابو لهب ځواب ورکړ: قسم په خداى چې د عزى عبادت ستا په ژوند هم ستا پخاطر ندى شوى، او نه به له تا وروسته ستا د مرګ په وجه د هغه عبادت پريښوول شي، ابو احيحه ورته وويل: اوس پوه شوم چې زما خليفه شته: … د عزى په عبادت دا ټينګار يې ډير خوښ شو. د فتحې په ورځ رسول (صلى الله عليه وسلم) خالد بن وليد ته امر وکړ چې دا بت (عزى) مات کړي، خالد (رضي الله عنه) چې کله ورغى د بت پرستار يا منجور (ديبه بن حرمي  الشيباني) وويل:
اعزا شـدي شدة لا تکذبي       على خالد القى الخمار و شمري
فانک الا تقتلى اليوم خالدا          تبـوئي بذل عاجل و تنصري
نو خالد (رض) ورته وويل:
ياعزى کفرانک لا غفرانک            اني رايت الله قد اهانک
هغوى داسې ګمان کاوه چې ګويا يوه حبشي ښځه وه چې ببر ويښتان يې ؤ، لاس يې په غاړه ايښى ؤ او د هغې ونې په د ننه کې وه کوم چې خالد (رضي الله عنه) پرې کړه چې په همدي شکل ورنه راښکاره شوه او هغه ووهله او سر يې ورمات کړو که ګوري چې سکاره غوندې يو شي ؤ، خالد چې کله رسول (صلى الله عليه وسلم) ته د امر پځاى راوړلو خبر ورساوه نوهغه (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل:
((تلک العزى، و لا عزى بعد ها للعرب، اما انها لن تعبد بعد اليوم)).(همدا عزى دى، له دې وروسته به د عربو لپاره بل عزى نه وي، او له نن نه وروسته به  يې په هيڅ صورت سره هم عبادت ونشي).
دا  ؤ د عربو مشهور بتان چې قرآنکريم يې داسې يادونه کوي:
 (( أَفَرَأَيْتُمْ اللاَّتَ وَالْعُزَّى * وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الأُخْرَى)). (النجم: ١٩ / ٢٠) (اوس لږ وواياست، تاسې کله ليدلي دغه لات او دغه عزى او دريم دغه  بل بت منات).
د مکې د فتحې په ورځ چې کله رسول (صلى الله عليه وسلم) بيت حرام ته ننوت ويې ليدل چې هلته د ملائکو عکسونه دي او ويني چې مشرکينو د ابراهيم (خليل الله) عکس هم ايستلى چې په لاس کې يې ازلام (تفسير ته دې مراجعه وشي) (غشې دي او ويش پرې کوي نو يې وفرمايل: ((قاتلهم الله جعلوا شيخنا يستقسم بالازلام ما شان ابراهيم و الازلام)). (خداى د دوى هلاک کړي، زمونږ شيخ يې داسې ښوولى چې په ازلامو (غشو ويش کوي، د ابراهيم له ازلامو سره څه کار دى).
الله تعالى فرمايي:
((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيّاً وَلا نَصْرَانِيّاً وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَمَا كَانَ مِنْ الْمُشْرِكِينَ مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيّاً وَلا نَصْرَانِيّاً وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَمَا كَانَ مِنْ الْمُشْرِكِينَ)).  (آل عمران: ٦٧)
( ابراهيم(خليل الله) نه يهودي و او نه نصراني، بلکه هغه خو يو لوري  ته مخ اړوونکى مسلمان و او هغه هيڅکله له مشرکانو څخه نه و). بيايې دا ټول عکسونه راوغورځول، امر يې وکړ چې دا ټول ړنګ بنګ شي ټول يې وران کړل، ابن عباس (رضي الله عنهما) فرمايي: د مکې د فتحې په ورځ رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپله راحله سپور مکې ته ننوت، طواف يې پيل کړ پداسې حال کې چې د بيت الله په شا او خوا کې بتان ايښودل شوي وو، رسول (صلى الله عليه وسلم) په لاس کې د قضيب (يوه قسم ونه ده) په لرګي اشاره کوله او ويل به يې:
((وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً)).(الاسراء: ٨١)
(او اعلان وکړه چې ((حق راغى او باطل له مينځه لاړ، بيشکه چې باطل له منځه تلونکى دى)). د بت سرته به يې چې اشاره وکړه سره په تندي به را واوښت او که به يې پښو ته اشاره وکړه نو پښې به يې په سر شوې او نسکور به شو، پدې ترتيب سره ټول بتان را چپه شول.
د مکې د فتحې لا څو مياشتې نه وې تيرې شوې چې د عربي جزيرې ټول بتان نسکور شول او بت پرستان ورک شول، ځکه خلک ټول په حقيقت پوه شول او له خپل پخواني عبادت نه به ډير خجالت وو ويل به يې جهل څومره راباندې زور شوى ؤ چې د بې واکه او بې حسه تيږو عبادت به مو کاوه.
د اسلامې دعوت لومړنى کار دا ؤ چې بتان يې وټکول، خلکو ته يې د هغوى حقيقت وښوده، د هغې د عبادت ضررونه يې په ګوته کړل او د رب العالمين د عبادت لور ته يې بلنه پيل کړه، خو عربي جزيرې او په سر کې يې قريشو ددې دعوت مخالفت وکړ او دا يې يو نوى او عجيب غوندې شى وباله :
((أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهاً وَاحِداً إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ)).  (ص: ٥)
(آيا ده د ټولو خدايانو پر ځاى فقط همدا يو خداى وګرځوه؟ دا خو ډيره د تعجب وړ خبره ده)
د عربو ټاپو وزمه د  اسلامي دين په راپيدا کيدو سره يو ځل وخوځيده او د باطل لښکر په خپل ټول توان سره ددې کوښښ وکړ چې دا نوى دين ختم کړي، د دعوت قائد او د الله (جل جلاله) رسول (صلى الله عليه وسلم) هم له مينځه يوسي، خو له (٢١) کالو مسلسل جنګ او کشمکش نه وروسته الهي نصرت او برى د رسول (صلى الله عليه وسلم)  په  برخه شو، د بت پرستۍ مرکز يې فتح کړ، باطل خدايان (بتان) يې دړې وړې کړل، ټول باطل قوتونه مات شول او دا ثابته شوه چې  ټولې شيطاني دسيسې لکه د اوبو په مخ ليکې وي او بس. آيا عقل دا منلى شي چې دا دومره لوى برى او فتحه دې په دومره لږ وخت کې لدې دومره لږو امکاناتو سره چې حتى رسول (صلى الله عليه وسلم) د دعوت په پيل کې يوه ملګرى هم نه درلود له الهي نصرت پرته تر سره شي؟! نه کله هم نه، که الهي نصرت او تائيد نه واى نو بيا به دا فتحې يوه هم نه وه. ((…وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى…)).  (الانفال: ١٧)
(او تا و نه ويشتل بلکه الله وويشتل).
محمد بن عبدالله (صلى الله عليه وسلم) د عربو پنځه سوه کلنه بدبختي او فکري بې لاري ختمه کړه، عربي عقل يې د بت پرستۍ او نورو خرافاتو له منګلو خلاص کړ، عربي کرامت يې  د بت پرستۍ له ذلت نه را اوچت کړ او د هميشني ياد دروازې يې د هغوى په مخ پرانيستې تر څو بيا ورنه هير نه شي رسول (صلى الله عليه وسلم) څومره رښتيا ويلي دي‌: ((لا عزى بعد ها للعرب اما انها لن تعبد بعد اليوم)).(عرب به لدينه وروسته عزى ونلري، هيڅکله به يې عبادت ونه شي)
د عربو د ټاپو وزمې خلکو نور تر ابده بت پرستي پريښوده، نور نو عربي عقل ځوان شو او بيا به د کوچينوالى دور ته بيرته نه راګرزي، هغه طفوليت چې انسان دومره ټيټ کړي چې د يوې بې واکه، بې غوږو او بې سترګو تيږې په مخ  کې په سجده پريوزي. د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) تر رحلت وروسته ډير جنګونه او فتنې شويدي ، ځينو د نبوت ادعاګانې وکړې، ځينو نورو د قرآنکريم مخالفت وکړ، دا هر څه وشول خو چا ندي اوريدلي چې يو عرب دې بت پرست شوى وي؟ او دا هم ځکه چې محمد (صلى الله عليه وسلم) د هغوى عقل روښانه کړى او د هغه رسالت هر څوک په حقيقت پوه کړيدي او همدا وجه ده چې د دنيا تر آخره په هر عرب باندې د رسول (صلى الله عليه وسلم) زيات احسانونه دي، ځکه همده (صلى الله عليه وسلم) دوى آزاد کړل، حقيقت يې وروښود او د نورو قومونو د هدايت کولو شرف يې هم ور په برخه کړ الله فرمايي:
 ((هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمْ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُبِينٍ )).( الجمعه: ٢)
(همغه ذات دى چې په اميانو کې يې پيغمبر پخپله له همغوى نه راپاڅاوه چې هغوى ته د هغه آيتونه اوروي، د هغوى ژوند سپيڅلى کوي او هغوى ته د کتاب او حکمت ښوونه کوي پداسې حال کې چې لدينه مخکې هغوى په څرګنده ګمراهۍ کې غورځيدلي وو).
 
 
 
ماخذ: درسونه عبرتونه (السيرة النبوية دروس وعبر)
لیکوال: د. مصطفى السباعي
ژباړن: سلطان محمود صلاح
خورونکی: د القلم د ژباړي او څيړنې خپرندويه اداره
 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*