وروستي

دوهم درس: د «شهادة أن محمداً رسول الله» معنی

Welcome to QuranSunnat.com Website شهادة أن محمداً رسول اللَّه
 ليكوال:عبد العزیز مطیری
 
ژباړن:أبو زکریا إسماعیل الأفغاني


دوهم درس: د «شهادة أن محمداً رسول الله» معنی

«شهادة أن محمداً رسول الله»: یعنی دا ګواهي کول چه محمدr د الله تعالی رښتینې پیغمبر دې، نو ددی ګواهۍ مقتضی او غوښتنه دا ده چه یو مسلمان باید ایمان ولري چه الله تعالی خپل پیغمبر محمد بن عبد الله بن عبد المطلبr ټولو پیریانو او انسانانو ته خپل پیغمبر او استاذې استولې دې، تر څو دوﺉ ته امر وکړي چه یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او له هغه ټولو شیانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وژغوري چه له الله تعالی څخه پرته یي عبادت او بندګي کیږي، او هم دوﺉ ته داسلام د مقدس دین احکام بیان کړي.
همداراز دغه ګواهي ددي غوښتنه کوي چه محمدr د الله تعالی بنده او پیغمبر دې، او هغه د عبادت او بندګۍ حق نلري، او هیڅکله روا نه ده چه مونږ د هغه په صفت او مدح کښی له حده تیر شو، او د ألوهیت په صفاتو یي وستایو، کوم چه د الله جل جلاله صفات دي.
عن عبدِ اللهِ بنِ عبَّاسٍب أنه سَمِعَ عُمَر بنَ الخَطَّابِt يقولُ وهو على المِنْبرِ: سمعتُ النبيَّr يقولُ:«لاَ تُطْرُونِي، كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ».[رواه البخاري]
ترجمه: ابن عباسب له عمرt څخه اوریدلي دي هغه وایي ما له رسول اللهr څخه اوریدلي دي چه هغه ویل: «زما په صفت او مدح کښی له حده مه تیریږۍ لکه چه نصارا د عیسې u په هکله د هغه په مدح او صفت کښی له حده تیر شوي وو)چه هغه ته يي الله، یا د الله تعالی ځوي، یا دریم له دریو څخه ویلو(، نو بیشکه زه د الله تعالی بنده یم، نو تاسو هم ووایي: چه«عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ»یعنی د الله تعالی بنده او پیغمبر».
او «شهادة أن محمداً رسول الله»له بنده څخه دری غټ شیان غواړي:
۱/ د رسول اللهr سره محبت کول، بلکه پر مونږ فرض دي چه د رسول اللهr محبت د خپل ځان اهل او اولادونو له محبت نه مخکی او زیات وګڼو؛ ځکه أنسt له رسول اللهr څخه روایت کوي چه هغهr فرمایلي دي:
«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ».[متفق علیه].
ترجمه: «یو له تاسو څخه مؤمن او مسلمان کیدې نشي تر څو چه هغه ته زه له اولادونو پلار او ټولو خلکو څخه ډیر محبوب نشم»، یعنی د رسولاللهr محبت دی له ټولو څخه مخکی او زیات وي.
۲/ ټول هغه غیبي او غیر غیبی خبری چه رسول اللهr کړي وي هغه باید رښتیا وګڼي، او ایمان پری ولري، نو ټول هغه څه چه له رسول اللهr څخه په صحیح سند ثابت وي هغه حقاو رښتیا دي.
۳/ د رسول اللهr پیروي کول، یعنی دهغه ټول امرونه پر ځان منل او پلي کول، او ټول هغه څه چه رسول اللهr ورڅخه منع فرمایلی ده ځان ورڅخه وژغوري.
او «شهادة أن محمداً رسول الله» په اسلامي دین کښی یو لوي اصل او بنسټ دې، بلکه یو بنده په اسلام کښی تر هغه پوری داخلیدې نشي چه تر څو دغه د«محمد رسول الله»ګواهي ونکړي چه: محمدr د الله تعالی بنده او رښتینې پیغمبر دې، نو کله چه یو بنده دداسی یوی ګناه مرتکب شي چه ددغه ګواهۍ سره مناقض وي او دغه ګواهي ماتوي نو دغه بنده بیا مسلمان کیدې نشي، بلکه هغه کافر او داسلام له مقدس دین څخه مرتد شمارل کیږي.
ځینی هغه شیان چه دغه ګواهي ماتوي:
۱/ د رسول اللهr سره بغض او کینه کول، او یا ورته ښکنځل کول، او یا هم ورپوری مسخری ټوکی او ملنډی کول، او یا په هغه احکامو پوری چه رسول اللهr راوړي وي مسخری ټوکی او ملنډی کول، نو که څوک ددغی کارونو مرتکب شي هغه په رسول اللهr باندي کافر بلل کیږي؛ لکه چه الله تعالی فرمایي:
﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا ٦٥[النساء: 65].
ترجمه: «زما دی ستا په رب باندی قسم وي چه تر هغه پوری دا دایمان دعوه کونکي مؤمنان او مسلمانان کیدې نشي تر هغه پوری چه دوي په هغه مسایلو کښی چه ددوي تر منځ پیښیږي تا حَکَم او فیصله کن ومني، او بیا ستا له فیصلی وروسته اګر که ددوي په ګټه یا تاوان وي- پخپلو زړونو کښی ستا په فیصلی تنګي محسوس نکړي، بلکه خپل ځان په پوره ډول ستا فیصلو ته تسلیم کړي، او ستا فیصلو ته غاړه کیږدي».
2/ رسول اللهr دروغجن ګڼل، او یا هم د هغه په رښتینولۍ کښی شک کول؛ ځکه دروغجن ګڼونکي او شک کونکي دواړو په حقیقت کښی یو شان د هغهr رښتینولي نه ده منلی، او هغه څوک چه رسول اللهr رښتینې ونه مني او رښتینې یي ونه ګڼي هغه مسلمان او مؤمن نشي کیدې.
3/ د رسول اللهr له پیروۍ او اطاعت څخه سر غړونه؛ په دی بهانه چه یا خو ورباندي دغه پیروي فرض نه ده، او یا عامه سرغړونه کوي، چه د رسول الله د اوامرو او نواهیو سره بي پرواهي کوي.
هو، هغه څوک چه په الله تعالی او دهغه په رسولrباندي ایمان لري، او ځینی هغه  ګناهونه تری کیږي چه د اسلام او ایمان مناقض او ماتونکي نه وي، نو داسی بنده ګناهګار  مسلمان ګڼل کیږي، او ددغی ګناه په سبب  نه کافر کیږي، بلکه ددغسی بنده لپاره مونږ د الله تعالی د عفوی او بخښنی امید کوو، او هم ورباندي ددغی ګناه په سبب له دردناک عذاب څخه ویریږو.
نو هر څوک چه ددغه نواقضو او د«شهادة أن محمداً رسول الله»د ماتونکو ګناهونو مرتکب شي داسی بنده په حقیقت کښی په رسول اللهrباندي ایمان نلري، اګر که هغه په ژبه دغه ګواهي کوي، نو دده حال د هغه منافقینو په شان دې چه الله تعالی د هغوﺉ په هکله فرمايي:
﴿إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ ١[المنافقون: 1].
ترجمه: «کله چه راشي تاته – اي پیغمبره – منافقان، نو وايي دوﺉ: مونږ ګواهي کوو چه بیشکه ته خامخا د الله تعالی رسول او پيغمبر یي، او الله تعالی ښه پوهیږي چه بیشکه ته خامخا د الله تعالی رسول او پیغمبر یي، خو- سره له دي هم- الله ګواهي کوي چه بیشکه دا منافقان خامخا دروغجن دي په دغه ګواهۍ خپله کښي».
نو دغه ګواهي د یو بنده څخه تر هغه پوری نه صحیح کیږي او تری نه منل کیږي چه تر څو یي ددغه ګواهۍ غوښتنی پرځاي کړی نه وي، چه هغه محبت، تصدیق او اطاعت او پیروي ده.
نو دا ګواهي یواځی یو څو الفاظ نه دي چه یو څوک یي ووايي او مسؤولیت یي پوره شي، بلکه دا د ژوند پوره تګلاره ده، او په همدي باندي دده دعمل دارومدار موقوف دې، او ددي ګواهۍ په تحقیق او پوره عملي کولو باندي د بنده کامیابي او نیکبختي لاس ته ورځي.
او الله تعالی د هیڅ یو بنده هیڅ یو عمل تر هغه پوری نه قبلوي تر څو چه دوه شرطه پکښی پوره نه وي، چه هغه یو یي اخلاص، یعنی چه دغه عمل خاص د الله تعالی د رضامندۍ لپاره وي، او بل شرط دا چه هغه د رسولاللهrد سنتو او طریقی سره برابر وي.
نو اخلاص د«لا إله إلاَّ الله» د ګواهۍ غوښتنه ده، او متابعت او د رسول اللهr پیروي د«شهادة أن محمداً رسول الله»د ګواهۍ غوښتنه ده.
او هیڅ بنده تر هغه پوری د هدایت پیروان کیدې نشي ترڅو چه يي عمل خاص د الله تعالی د رضامندۍ لپاره نه وي، او هم پکښی د رسول اللهr د سنتو پيروي نه وي.
او هر عمل چه د رسول اللهr د سنتو مطابق نه وي، نو هغه عمل مردود او باطل دې؛ ځکه چه رسول اللهr فرمایي:«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ».[رواه مُسْلمٌ من حديثِ عائشةَ ل].
ترجمه: «هر چا چه داسی یو عمل وکړ چه په هغه باندی زمونږ امر نه وي، نو هغه مردود او باطل دې».
وفي صحيحِ مُسلمٍ أيضًا من حديثِ جابرِ بنِ عبدِ اللهِ ب أن النبيَّr كان يقولُ في خُطْبَتِهِ:«أما بعدُ، فإنَّ خيرَ الحديثِ كتابُ اللهِ، وخيرَ الهَدْيِ هَدْيُ مُحمَّدٍ، وشرَّ الأمورِ مُحْدثاتُها، وكلَّ بدعةٍ ضَلالةٌ».
او په صحیح مسلم کښی د جابر بن عبد اللهب په روایت کښی راغلي دي چه رسول اللهr به د خطبی په سر کښی ویل: «أما بعد: بیشکه بهتره خبری د الله تعالی کتاب دې، او بهتر هدایت  د محمدr رواړې هدایت دې، او بدترین له کارونو څخه بدعات او په دین کښی نوي کارونه دي، او په دین کښی هر نوې کار او بدعت ګمراهي او له دين څخه بي لاري ده».
او مبتدع د رسول اللهr څخه سرغړوونکې او دهغه د راوړي هدایت څخه بي لاری دې، او له دي بدعت له کبله ګمراه دې.
او بدعت په دوه ډوله دې:
لمړې: هغه بدعات چه د هغی په کولو سره بنده کافر کیږي.
دوهم: هغه بدعات جه دهغی په کولو سره بنده فاسق کیږي.
لمړي ډول بدعات هغه دي چه په هغی کښی د اسلام او ایمان له نواقضو او ماتوونکو څخه دکوم ناقض ارتکاب وي، لکه د غیر الله عبادت او بندګي، یا د الله او د رسول اللهr تکذیب او دروغجن ګڼل، او یا داسی نور نواقض او ایمان ماتوونکي شیان، نو داسی بنده کافر او له اسلام څخه مرتد شمارل کیږي، لکه هغه خلک چه وايي: قرآنکریم ناقص دې، یا پکښی تحریف شوې دې، او یا هغه څوک چه وايي ددوي مشران په غیبو پوهیږي او د غیبو علم ورسره دې.
او دوهم ډول بدعات هغه دي چه په هغی کښی د اسلام او ایمان ماتوونکي ګناهونه نه وي، لکه د ځینو عبادتونو په ځینو ځایونو یا وختونو پوری خاص کول، یا د ځینو ځایونو او وختونو په ځینو عبادتونو پوری خاص کول، چه دغه تخصیص باندي کوم شرعي دلیل نه وي، لکه)مَوْلِدْ( یعنی د رسول اللهr د پیدایښت په مناسبت جشنونه، اخترونه او میلی کول.
ځکه د رسول اللهr هدایت او لارښوونه تر ټولو ښه هدایت او لارښوونه ده، او د بنده کمال او کامیابي په هغه اندازه ده څومره چه د رسول اللهr د لارښوونی پیروان وي، نو هر څومره چه ډیر ددغه لارښوونی پیروان وي، هومره یي ثواب لوي او په دنیا او آخرت کښی به یي حالت ښه وي، او هغومره به له شرونو، ګناهونو او د رسول الله د لارښوونی د مخالفت او د هغی دسزاګانو څخه و دسلامتیا خوا ته ډیر نژدی وي.
ځکه رسول اللهr هیڅ یو بنده ته د هغه په دین او دنیا کښی یو امر نه کوي مګر په هغه څه چه ددغه بنده پکښی ددنیا او آخرت خیر وي، او د هیڅ کوم شي څخه يي نه منع کوي مګر په هغه کښی دده لپاره فساد او ضرر وي.
خو سره له دی هم له جنت څخه تکلیفونه او مشکلات چاپیر دي، او اور څخه شهوات چاپیر دي، نو هغه څوک چه د رسول اللهr په رښتینولۍ باندي باوري وي، هغه به د رسول اللهr د لارښوونی پيروي کوي، او د حرامو شهوتونو څخه به ځان ژغوري، اګر که دده نفس یي غواړي، او همدارنګه که دده د پیروۍ په لار کښی ورته کوم تکلیفونه او مشقّتونه رسیږي نو په هغی صبر کوي؛ ځکه ده ته د ښو او بدو انجامونه وریاد وي، او په همدغه طریقه دې له دردناک عذاب څخه بچ کیږي، او په لویو ثوابونو باندي کامیابیږي.
او هغه څوک چه د رسول اللهr د لارښوونی مخالفت کوي، او هغه حرام کارونه کوي چه دده نفس یي غواړي، او د خپل نفس په خوشحالۍ پسی ګرزي، نو دغه بنده  له دی نه په امن کښی نه دې چه ده ته دده په دین او دنیا کښی دده د ګناه په سبب سزا ورکړل شي؛ لکه چه الله تعالی فرمایي:
﴿فَلۡيَحۡذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنۡ أَمۡرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمۡ فِتۡنَةٌ أَوۡ يُصِيبَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ ٦٣[النور: 63].
ترجمه: «وه دي ویریږي هغه کسان چه د رسول اللهr له حکم او امر څخه سرغړونه کوي، )ویره دي وکړي( له دي څخه چه ورته به ورسیږي فتنه، او یا به ورته ورسیږي دردناک عذاب».
نو د ګناهونو کول کله کله د بنده په دین کښی  دداسی فتنی سبب شي چه بنده یي مقابله نشي کولاي، نو ګمراه بي لاری او په آخر کښی هلاک شي، او کله کله ددغه ګناه په سبب ورته په دنیا کښی یا په قبر کښی او یا هم په آخرت کښی دردناک عذاب ورسیږي.
او هغه څوک چه د رسول اللهr د لارښوونی پيروان وي، نو هغه د الله تعالی لخوا په امن او اطمینان کښی وي، نه ویریږي، او نه خفه کیږي، او نه له سمی لاری څخه بی لاری کیږي، او نه بدبخت کیږي؛ ځکه هغه له شروع نه د ویری، غمونو، او ددنیا او آخرت له بدبختۍ څخه د سلامتیا په لاره تللې دې؛ ځکه الله تعالی فرمایي:
﴿يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ قَدۡ جَآءَكُمۡ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمۡ كَثِيرٗا مِّمَّا كُنتُمۡ تُخۡفُونَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَيَعۡفُواْ عَن كَثِيرٖۚ قَدۡ جَآءَكُم مِّنَ ٱللَّهِ نُورٞ وَكِتَٰبٞ مُّبِينٞ ١٥ يَهۡدِي بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضۡوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَٰمِ وَيُخۡرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذۡنِهِۦ وَيَهۡدِيهِمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ١٦[المائدة:15-16].
«اي اهل کتابو! بیشکه راغلې دې تاسو ته زمونږ پیغمبر، چه بیانوي تاسو ته ډیر هغه څه چه تاسو به پټول د کتاب له مسائلو څخه، او الله له ډیرو سرغړونو ستاسو څخه عفو هم کوي، بیشکه راغلي دي تاسو ته د الله تعالی لخوا رڼا او کتاب واضح، چه لارښوونه کوي پدي سره الله هغه چا ته چه پیروي کوي د رضامندۍ د الله تعالی-، )لارښوونه کوي(- په طرف د لارو د سلامتیا، او وباسي دوي لره له تیارو څخه رڼا ته په حکم خپل، او لارښوونه کوي دوي ته په طرف د سمی لاری».
او شک نشته چه الله تعالی په خپل پیغمبرr باندي د رسالت رسَونه او ادا کول فرض کړي دي، نو هغهr هم لکه چه ورته امر شوې وو همغه شان يي دالله دین خلکو ته رسولې دې؛ لکه چه الله تعالی فرمایي:
﴿۞يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ بَلِّغۡ مَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ مِن رَّبِّكَ[المائدة: 67].
ترجمه: «أي پیغمبره! ورسوه هغه دین خلکو ته چه د الله جل جلاله لخوا درته نازل شوې دې».‎
او همدارنګه پرمونږ باندي الله تعالی د رسول اللهr اطاعت او پیروي فرض کړی ده، لکه چه فرمايي:
﴿قُلۡ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَۖ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنَّمَا عَلَيۡهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيۡكُم مَّا حُمِّلۡتُمۡۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهۡتَدُواْۚ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُٱلۡمُبِينُ ٥٤[النور: 54].
ترجمه: «ورته ووایه اي پیغمبره! اطاعت او پیروي وکړۍ د احکامو د الله تعالی او هم پیروي وکړۍ د اوامرو د رسول اللهr، نو که دوﺉ ددي امر له منلو څخه مخ وګرزولو نو )هیڅ پروا مه کوۍ؛ ځکه(په پیغمبر باندي دې مسؤولیت او بوج د هغه کار چه په هغه باندي فرض شوې دې، او په تاسو باندي بوج او مسؤولیت د هغه کار دې چه پر تاسو فرض شوې دې، خو که تاسو پیروي وکړۍ ددغه پیغمبر نو تاسو به په سمه لار شۍ، او سمه لار به ومومۍ، او نشته په پیغمبر باندي مګرتبلیغ او رسَوَل ددین دي په واضح ډول».
او په پیغمبرr باندي د دین د تبلیغ مسؤولیت اچول شوې وو، نو همغه شان چه الله تعالی ورڅخه غوښتلي وو ورسولو او بیان يي کړ، لکه چه رسول اللهr له خلکو څخه د حجة الوداع په ورځ په هغه لویه غونډه کښی وپوښتل:«أَلاَ هَلْ بَلَّغْتُ»؟ يعنی: «خبردار!! آیا ما خپل مسؤولیت او ددین تبلیغ ادا کړ؟» نو خلکو ورته وویل چه: هو، نو بیا رسول اللهr

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*