وروستي

هغه غذاوې چې د بدن دفاعی قوې له پیاوړتیا سره مرسته کوي

Welcome to QuranSunnat.com Website هغه غذاوې چې د بدن دفاعی قوې(Anti Body)له پیاوړتیا سره مرسته کوي

ژباړه: مولوي محمد امان رسولي

سرچينه: المجتمع مجله

د بدن دفاعي سیستم له مرضونو، وباګانو چې په هغو میکروبونو او ویرسونو څخه د بدن د ژغورنې لومړنی مسئوليت لري، او بشري جسم کې لمفاوي سیستم د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه ګڼل کیږي، نو هغه په بشري جسم کې د هر نا اشنا شي په لټه کې وي او وژني یې! نو مونږ ته اړینه ده چې تل د خپل دفاعي سیستم د پیاوړتیا هڅه وکړو او هغه نور هم ښه کړو، او د دې کار لپاره ځیني داسې مواد او خوراکونه دي چې د هغو په خوړلو سره کولی شو خپل دفاعي سیستم پیاوړی کړو.
ښه غذا د ښه صحت د ساتنې لپاره د اساسي کلیانو څخه یو کلي ده، نو ځکه مونږ ګورو چې کوم خلک چې په سوء تغذیه یا خوار ځواکۍ اخته دي دوی تر هر چا مخکې له ناروغیو سره مخ کیږي، او په علمي توګه ثابته ده چې ځینې غذاوې د دواء په څیر کارول کیږي لکه څرنګه چې هغه غذا هم ده او لامل یې دا دی چې هغه د بدن مرستندويه دي ځکه:
– د اوچت طاقت په ذریعه د جسم مرسته کوي.
– وجود او جسم کې دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
– جسم کې د کولسترولو کچه راټیټوي.
– ځینې غذاوې د وینې له سرطان او د وینې له فشار څخه مخنیوی کوي.له دغو غذاو څخه چې د دغو کارونو توان او قدرت لری دا دي:
۱- تراتیزک(spinach)چې د (A) او (C)ډېره زیاته اندازه ویټامین لري، د فولیک او مګنیزم ترشي لري، چې دغه توکي زړه په قلبی ستونزو له اخته کیدو نه ژغوري.
۲-ګازره: د بیتاکاروتین په موادو سمبال دی، چې په سرطان د اخته کیدو فرصتونه کموي او همداراز زړه ساتي.
۳- فاصله: په دې کې د پروتین زیاته اندازه شتون لري، د هضم د ګډوډۍ نه ژغورنه کوي.
۴- ګلپي(caulifower):یو نبات دی د (c)ویټامین زیاته اندازه لري، بیتاکاروتین او الیاف(ریښې)لري چې د سرطان څخه ژغورنه کوي.
۵- پیاز او هوګه: دواړه د وینې تجلط (ټکان) کې کموالی راولي.
۶- (بي غوړو مستې) دفاعي سیستم پیاوړی کوي، د وینې دکولسترولو اندازه کموي او د التهاباتو څخه ژغورنه کوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*