وروستي

«د ستونزو حل مي په اسلام کې وموند»

«د ستونزو حل مي په اسلام کې وموند» «د ستونزو حل مي په اسلام کې وموند»
د ستونزو حل اسلام دی؛ مجبوره کړم اسلام ومنم
د نوي مسلماني سوي کاناډایي خور الیزابت د اسلام راوړلو کیسه

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن

اسلام د الله تعالی دین، د نړۍ قانون، او یوه کامله، شامله، عامه او جامع تګ لاره ده. نو ځکه د ټولو د توجه وړ، د کفارو تشویش او حقاني دین پیژندل سوی.

له هغو ټولو څخه چي هره ورځ  و باطلو، فاسخو او وضعي ادیانو ته شاکوي او د مبارک، سپیڅلي، الهي او درست دین پر لور را درومي یوه هم نوي مسلمانه سوي خور الیزابیت ده، چي د کاناډا هیواد اوسیدونکي ده.

دا خپله کیسه پدې ډول بیانوي:

مخکي تردې چي زه د اسلام په مبارک دین مشرفه سم؛ زه زیاته خبري کوونکي، خندونکي، ټوکي ټکالي کوونکي انجلی وم. خلکو به زما پر شا او خوا او زما سره پر مجلس کولو او خواله کولو خوند اخیست او ما هم دا زمینه جوړول چي خلک راته غوږ کښیږدي، راسره و خاندي او توجه راته وکړي. کله چي ما د اسلام تعقیب او پلوی شروع کړ؛ خلکو دا نه خوښول، حقیقت کي دوی بي رحمه دي ان تردې چي هغوی چي تاته تر هرچا نږدي وه اوس درته بد ګوري، دا هغه خلک دي چي زما هرڅه وه، زه د دوی هرڅه وم خو اوس ځکه راته په بله سترګه او نظر ګوري چي نن ما هغه څه نه دي اغوستي چي دوی به پخوا لیدل، نن ما حجاب کړی دی.

د الیزابت په وینا چي دې د دیارلس کلنۍ څخه د اسلام مطالعه او کتنه شروع کړي، کله چي به استاذ د کوم تحقیق غوښتنه کول نو الیزابت به همیشه د خپلي پلتني موضوع اسلام ټاکی.

سربیره پردې چي د اسلام سره یې ستونزي درلودي خو بیا هم چي هرڅه به یې موندل ورته حیرانه به پاتیدل او قناعت به یې ورباندي حاصلوی.

الیزابت به خپل د ماشومتوب او کورنۍ حالاتو ته کتل او یو عالم سوچونو او فکرونو به بدرګه کول چي: “کچیري زموږ کورنۍ مسلمانان وای نو موږ به څنګه وای؟”

دا وایي: ” ما به خپل ځان د مسلمانانو سره پرتله کوی او د ځان سره به مي ویل چي کله به هم زه د دوی په شکل سم؟”  دا زما د ژوند یو ناڅرګند هدف وو. که څه هم کلونه کلونه مي اسلام مطالعه کړی وو خو بیا مي هم یو قاطع تصمیم نه سوای نیولای.

کورنۍ تاو تریخوالی او د اسلام څخه مخکي ستونزمن ژوند

د خپلي کورنۍ او مخکیني ژوند په هکله الیزابت وایي: په داسي کورنۍ کي مي ژوند کاوه، چیري چي نه قانون او نه مینه. ما او خوندو به په خپل منځ کي یو د بل سره وحشي اوتېزه رویه کول، یو د بل ساتنه او خیال مو  نه کوی، په هفتو به کور ته نه راتلم، کله چي به کورته راغلم چا دا پوښتنه نه کول چي: چیري وي؟  څه دي کول؟ …؟

هرڅه چي مي غوښتل؛ کول به مي، او څه چي ما کول د هغه په مقابل کي تر اوس پوري یو ځل هم مور او پلار نه یم جزائي کړي او نه چا راته دا ویلي: مه کوه!!. پلار مي شراب څیښل او مور مي په نشيي موادو روږده وه. زه او خوندي مو د ژوند د سختیو سره عادت سوي وو. کله کله به مي ویل: ژونده!!! تکلیف را کوي!!!.

داسي ډیر ماښامونه مي پیادیږي چي پلار به مي وحشي او ډارني چیغي، ناري او ورکي، سپوري ویلي، مور به مي ژړل او پر مخ به یې زما د پلار د وهلو او ډبولو زخمونه وه. موږ به ورته په زاریو او ژړا ویل: نور د مور وهل او ټکول پریږده!!!.

دا هرڅه به مي څنګه حیر سي؟ زه او دري خوندي په یو وحشي کورنۍ کي را غټیدلو. خپل کور، ژوند او هري ورځي ته به مي کتل، داسي به ښکاریدل چي زموږ په منځ کي یو څه ورک دي. پوه سوم چي هغه ورک شی د الله ﷻ سپیڅلی لار وه.

ژوند به مي څومره توپیر وکړي د دا دین او لاري سره؟ بس داغه یو فکر مي کوی.

یوه ورځ سهار وختی چي لا پلار بیده وو، مور مي غوټه راټوله کړه او  موږ خوندي یې تر کور په پټه را و ایستلو. دا مي ښه پیادیږي چي موږ په کوڅو کي بربنډي پښي ځغستل، مشري خور مي زما لاس نیولی وو، ما ورڅخه پوښتنه وکړه: چیري ځو؟ دې جواب راکړ موږ له کوره تښتو.

لا ډیر وخت نه وو تیر سوی چي د پلار په بندي کیدو دا ظلم او بربریت پای ته ورسید. موږ د ښځو له یوه پنا ځای څخه بل ته تلوو چي په پای کي په یوه غریبه ټولنه کي د ژوند کولو لپاره تم سوو. هلته زه پدط پوهیدم چي یوازي زه نه ډیر خلک د ژوندانه له دا ستونزي سره مخ دي.

د کاناډا اکثره خلک دا ستونزي لري. دوی ټول په حرامو کي ژوند کوي. ددې ستونزو د حل لپاره یوازی همدا یوه لاره ده چي د یوه حقیقي خالق یوه حقیقي لاره خپله کړي او دا نظر زما سره مل وو او مل دی.

د ورځو په تیریدو سره موږ بیرته د ښځو د امن ځایونو څخه بیرته خپل والدینو ته ور وګرځیدلو.

د نوي ژوند و شروع کولو ته ضرورت وو. خو راته معلومه نه وه چي څنګه یې شروع کړو؟ د کوم ځای څخه یې شروع کړو؟ او زما په اند یوازینی لار د خدای څخه مرسته غوښتل  او تسلیمیدل وه. نو مي د خدای ﷻ څخه وغوښتل چي راته هدایت وکړي، د تاریکیو شپي مي را سهار کړي او د بربریت له شیبو مي را واباسي. نو هغه وو چي الله ﷻ راته هدایت وکړ او د اسلام په مبارک دین کي مي خپل لومړي ګامونه داخل کړه. او  دغه د اسلام پر لور زما ښایسته او خوږ سفر وو.

اسلام ته راتګ زما د ژوند تر ټولو بهترین تصمیم وو. داسي الفاظ نه لرم چي ددغي ورځي احساسات په وښیم، دوا مي و موندل او د راحت احساس مي وکړ. د لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰهِ د کلیمي ویلو سره سم مي بدن لړزي واخیست ، د خوشحالی اوښکي مي پر مخ راغلي، ځان مي یو نوی څوک احساسوی، امید او هیلي مي و موندلي، په ژوند کي مي د امید او هیلي اول ځل وو او خپل تیر وخت مي تر شا پریښود. او دا فکر مي کوی:” چي اوس دې د ښه ژوند موقع په لاس راوړل “

ژوند په اسلام کي

اسلام ته په راتګ سره الیزابت نوي نوي څه او د مسلمانانو مینه، عزت، ملګرتیا او انسانیت ولید، دا کیسه کوي: ” په کراره کراره مي مسلماني خوندي ملګري کیدلي، ځان مي په یوه اړیکه کي احساسوی، مینه او عزت مي تر سترګو کیدی. له ځان سره به مي ویل: ” ما کورنۍ پیدا کړل، اسلام غوندي غټه کورنۍ “

ما هغه مینه احساسول چي دوی له ما سره کول، کله چي پدې پوه سوم چي له دغو خلکو سره زما د ساتني خیال ورسره دی نو خوشحاله کیدم، هرکله چي به ما اسلامي لارښوونو ته ضرورت درلود یا به مي خبري کول غوښتل نو مسلمانانو به په ښه رویه راسره خبري کولي. زه تر حد ډیره خوشحاله او منندوی یم، الحمدالله و ماته د یوازیني رب الله ﷻ لخوا هدایت وسو. او زه پدې کي شک نه وینم. “

حجاب

حجاب د اسلام ارزښتناکه برخه ده، هره ښځه پدې ماموره ده چي د الله ﷻ د رضا،  خپلي حیا او پاک لمنۍ په خاطر یې په خپل ژوند کي عملي کړي. الیزابت خور د حجاب په پاللو کي راحت، ازادي او مسؤلیتونه ولیدل، دا وایي: په کومه ورځ چي ما اسلام ومنی له هغي ورځي څخه مي حجاب هم پر مخ را ځوړند کړی، حجاب بند نه ازدي ده، ما د خلکو د فیشن او سټایل پروا ونه ساتل او نه مي د هغوی په هکله فکر وکړ ځکه ما نه غوښتل چي د خلکو د تقاضا لپاره ځان جوړ کړم. حجاب زه تغیره کړم، و ماته یې حیا را وبخښل او حجاب ماته هره ورځ دا را په زړه کوي چي زه ډیر مسؤلیتونه لرم.

د مسلمانانو احترام

الله ﷻ انسان د عزت څښتن پیدا کړی دی، پر ټولو مخلوقاتو یې اشرف ګرځولی، مینه یې ورښودلي، عزت یې ورته بیان کړی نو نه ښایي چي انسان د بدو طرف اختیار کړي، ګناهونه خپل کړي او په بې حیایې کي غرق سي، الیزابت د مسلمانانو د ژوند چارو، بو دبل سره د مخ کیدو او عزت ورکولو په هکله وايي: ” یوه ورځ زه پر داسي لار تیریدم چیري چي د ځوانانو ګڼه ګوڼه وه، ما و دوی ته کتل دوی زما لپاره لاره خالي کول تر څو زه په عزت او امن تیره سم، ځینو خو زما د تیریدو پر مهال خپلي خبري قطعه کړی او خاموشي یې اختیار کړه، نورو بیا خپل سیګریټ تر شا پټ کړه، زه د بس و تم ځای ته ولاړم هلته مي یو زوړ بوډا ولیدی په مسکی مسکی کیدو سره یې د پلار مینه راکړه. خلکو زما په هکله ښه فکر کوی او ماته ځان ډیرمحترم ښکاریدی. “

الله ﷻ ته د نږدی کیدو وسیله

انسان د الله ﷻ ښایسته مخلوق دی، انسان د یو لړ نافرمانیو ترڅنګ خپل د رب سره مینه لري، هغه ته د نږدي کیدلو هڅه کوي او غواړي چي تل د الله ﷻ په رضایت کي ژوند وکړي. الیزابت خور تر کوښښ او هڅو وروسته دې نتیجي ته رسیدلي چي و الله ﷻ ته د نږدي  کیدو لاره و مومي. دا وایي: ” تر سختو کوښښونو او ډول ډول پلټونو وروسته و توانیدم چي لمونځ په عربي زده کړم. او پدې سره نوره هم و الله ﷻ ته ورنږدي سوم، له کوچنیوالي چي مي کومي سختۍ، مشکلات او دردونه درلودل هغه ټول لیري سول. حتا زه پدې هم نه پوهیدلم چي څنګه مي ټول خفګان، دردونه او ستومانی حل سوي. “

دعوت

الیزابت چي کله په اسلام کي ښیګڼه، مینه، عزت، احترام، سکون، ارزښت او د زړه ارام و موند نو خپلي وحشي کورنۍ، ناپوهو خپلوانو او ګرانو خوندو ته یې د اسلام دعوت شروع کړ، ددې په وینا زما خوندی او مور اوس په کراره کراره ودې ته چمتو سوي دي چي اسلام قبول کړي او تاسي ورته دعاوي کوی!

دا و خپلي کورنۍ ته ورښيي: ” اسلام نه یوازي زما ژوند تغیر کړی، د روح او روان ارام یې راکړی بلکي د هغه ترڅنګ یې ماته دا احساس راکړی چي زه د عزت خاونده یم، له نورو سره مینه وکړم، حجاب وکړم، حیا وساتم، د نورو و ژوند ته ښکلا ور وبخښم نو ځکه زه تاسي ته د اسسلام دعوت درکوم. “

پیغام

نوی مسلمانه سوی خور و نورو نوي مسلمانانو ته اګاهي ورکوي چي اسلام زموږ د ژوند رڼا ده، په پیل پیل کي مشکلات خامخا سته خو ژر پای ته رسیږي، تاسي هیڅکله یوازي نه یاست ځکه الله ﷻ همیشه له تاسي سره دی. هیڅ باک مه کوی هر څوک چي تاسي یاست او له هري خوا چي راغلي یاست د الله ﷻ پر دین منګولي ټینګي کړی ژر ده چي خپل اهدافو ته به ورسیږی. موږ ته د اسلام پالل سخت دي نسبت هغو ته چي له اوله مسلمانان دي، هرڅه چي غواړی په ټینګه یې و غواړی الله مهربانه دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*