وروستي

د سورمرچکي نا آشنا فايدې

د سورمرچکي نا آشنا فايدې د سورمرچکي نا آشنا فايدې

سور او تُوند مرچکی د ډېرو ناروغیو درمنله ده، په اعتدال سره د سرو مرچو کارونه د ډېرو مزمنو ناروغیو وقایه ده، خپل مزاج او طبیعت دې په لږ تُوند سره مرچکي ښه کړه، د سره مرچکي له ډېرو ګټو څخه دا دي:pepper
-خوراک یې انسان د مغزي سکتو څخه ژغوري.
– سور تُوند مرچک د ناروغ زړه لپاره ګټور دی، که ته دا ویره لرې چې د سره مرچکي خوراک په هضمي جهاز بد اغیز کوي نو دا باور غیر علمي او غلط دی؛ ځکه چې څیړنو دا ثابته کړې چې سره مرچک د معدې زخمونو په درملنه کې شامل دي،باید د نورو خوراکونو په څیر په اعتدال سره وخوړل شي.
– زیات وزن کموي او د وجود ښکلا ساتي.
– تر الله تعالی وروسته، د زړه، شریانونو، د تاجي شریان د قصور،د رګونو د تصلب او سختوالي د ناروغیو وقایه ده، وینې د لوړ فشار وقایه، د مغزي حوادثو لکه د مغزي سکتې مخنیوی کوي، د سرطانونو څخه په عامه توګه وقایه ده، د شکر په ناروغۍ کې کنترول راولي، د وینې د طرفی دوران وړتیا زیاتوي، او یخ قدمونه تودوي.د خوراک د هضم عملیه فعالوي او د معده تنبیه کوي، مزاجي حالت معتدل ساتي او د اکتئاب اوغم مخه ډب کوي، د مفاصلو دردونه تسکین او آراموي، سردرد تسکینوي، د غاښو درد کراروي، د ستوني او لوزتینو په التهاب کې تخفیف راولي او د یخې نزلې سره مقاومت کوي د دفاعي سیستم وړتیا زیاتوي، د پوزې د بندیدو، احتقان او حساسیت کې تخفیف راولي.

ژباړه: مولوي محمد امان رسولي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*