وروستي

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه کې داخله پيل شوې ده!

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه کې داخله پيل شوې ده! افغان د لوړو زده کړو مؤسسه کې داخله پيل شوې ده!

افغان بنسټ د تاسيس سره سم کله چې د ښوونیزو چارو مديریت په کار پیل وکړ، نو په هېواد کې يې د يو پوهنتون د تاسیس او  جوړښت هوکړه وکړه. په دې لړ کې يې په کابل کې له بېلابېلو پوهانو، علماوو او  د نظر له خاوندانو سره ناستې،  سلا او مشورې تر سره شوې، چې په پایله کې د پوهنتون دتاسيس چارې په عملي توگه پیل شوې.

د پوهنتون تر وروستۍ ناستې پورې، کله چې په کې پانگوالو هوکړه وکړه شپږ اساسي بېلابېلې غونډې تر سره شوې.

لومړۍ ناسته د ۱۳۹۰ل کال د غوايي (ثور) د میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د افغان بنسټ په مرکزي دفتر کې تر سره شوه، د پوهنتون د جوړښت، تدريسي ژبې او د داخلې او نوم ليکنې په پروسه، چې د ګتندويې بڼې سر بېره باید د يو خيریه بنسټ په توګه هم محصلین ومني خبرې وشوې.

د کميت په ځای يې په کیفیت ټینگار ډېر و، بلکې د هېواد او هېوادوالو د اړتیاوو او د بازار د غوښتنو سره سمې پوهنځۍ جوړې او کدرونه وروزي.

په ټولیزه توگه د گډونوالو لخوا يوازې د پوهنتون په اړتیا او اهمیت زياتې خبرې وشوې. ژمنه وشوه، چې په دې اړه به بنسټ همدا لړۍ جاري ساتي او د نویو پايلو  د لاسته راوړلو په صورت کې به يې تفصيلات له ټولو  برخوالو سره شريکوي. ناسته په دوعا ويلو سره پای ته ورسېده.

د همدې ناستې په تعقیب بله ناسته له بېلابېلو مشورو اخيستو او نظر ټولولو وروسته د ۱۳۹۰ لمريز کال د تلې (میزان) د میاشتې په ۲۱مه نېټه د بنسټ په دفتر کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې د هېواد په کچه د شته ۵۳پوهنتونونو په شاوخوا د اکاډيميکو ارګانونو په کار او طرزالعمل باندې مفصل بحث وشو، کمزورۍ يې په ګوته او د پرمختګ لاملونه يې وڅېړل شول.

د پوهنتون د تاسیس په موخه د بنسټ د مشرتابه لخوا پرله پسې څو نورې غونډې تر سره او په پايله کې د  لړم (عقرب) د میاشتې په ۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د پوهنتون په تاسیس هوکړه وشوه او په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې پوهنتون به د افغان پوهنتون تر نامه لاندې په ۱۳۹۱ل کال کې پيليږي.

په دې سره افغان پوهنتون خپلې چارې عملا په رسمي توګه پیل او د مؤسسينو شورا یا مجلس الأمناء يې جوړ او په کار پیل وکړ.

د وخت د کمښت او لنډوالي له کبله وپتيله شوه، چې د پوهنتون اداري او تاسیسي چارې به له همدې نېټې پيل او درسي نظام او د محصلينو نوم ثبتونه به د روان ښوونیز کال په دوهم سمستر کې عملاً پیليږي.

د ملګرو په زياتو هڅو د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د کار جواز واخيستل شو، او په لاندې پوهنځيو کې زده کوونکي مني:

د شرعياتو پوهنځی:
فقه او قانون

اسلامي تعليمات

د انجنيرۍ پوهنځی:
سيول

برق

د حقوقو پوهنځی:
څارنوالي

سياست

 د اقتصاد پوهنځی:
ملي اقتصاد

اداره او منجمنټ

يادښت:

 ياده دي وي چې د انګليسي ژبې په برخه کې ډيپلومه (DEL)، او سرټيفيکټ (CEL) اسانتياوې هم شته. له دې پرته د عربي ژبې په برخه کې يوه کلنه ډيپلومه هم کېږي. د څوارلسم ټولګي فارغين د لوړو زده کړو وزارت له لايحې سره سم نيول کېږي.

اړيکې: 172 21 21 075  / 173 21 21

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*